منځپانگې ته ورتلل

د ډیجیټلي اسعارو (کریپټو کرنسي) ځګ/حباب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډیجیټلي اسعارو یو ځګ هغه پدیده ده چې په هغه کې بازار د ډیجیټل اسعارو د شتمنیو اوسنۍ بیه د هغو له فرضي ارزښت څخه لوړ وګڼي. د ډیجیټل اسعارو تاریخ د ودې او رکود له ګڼو اقتصادي ځګونه سره مل شوی.[۱][۲]

ځینې نوموتي اقتصاد پوهان او پانګه وال پر دې اند دي چې د ډیجیټل اسعارو ټول بازار یو ډول اقتصادي ځک یا حباب دی. د دې لیدلوري له ملاتړ کوونکو څخه، د برکشایر هاټاوي د مدیره پلاوي غړی، وارن بافیټ او په اقتصادي علومو کې د نوبل جایزې ګڼ شمېر ګټونکي، مرکزي بانکوالان او پانګه وال دي.

تاریخچه

[سمول]

د 2011 کال غوړیدنې او رکودونه

[سمول]

د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ  په میاشت کې، د بیټ کوین قیمت ۱.۰۶ ډالرو ته پورته شو، بیا د اپریل په میاشت کې ۰.۶۷ ډالرو ته راټیټ شو. دا ناڅاپي لوړوالی د څو Slashdot پوسټونو له امله رامنځته شو. د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې، د بیټ ‌کوین قیمت بیا لوړ شو او ۲۹.۵۸ ډالرو ته ورسېد. دا وروسته له هغې رامنځته شو چې د Gawker مقالې د پټ بازار "Silk Road"  ته پام ور واړاوه. بیا د نومبر په میاشت کې یې قیمت ۲.۱۴ ډالرو ته راټیټ شو.[۳]

په 2013 کال کې د هغه وده او په 2014-2015 کلونو کې یې رکود

[سمول]

د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې، د بیټ ‌کوین قیمت ۱,۱۲۷.۴۵ ډالرو ته پورته شو. بیا په تدریجي ډول راټیټ شو، چې د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې تر ټولو ټیټ حد ۱۷۲.۱۵ ډالرو ته ورسېد.[۴]

د 2017 کال وده او په 2018 کال کې یې رکود

[سمول]

په ۲۰۱۸ کال د ډیجیټلي اسعارو سقوط، چې د "بیټ ‌کوین سقوط" یا "لوی کریپټو سقوط" په نوم هم یادیږي، د زیاترو دیجیټلي اسعارو د ارزښت له منځه تلل و، چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې پیل شو. د ۲۰۱۷ کال له بې‌ساري رونق وروسته، د بیټ کوین قیمت د جنورۍله  ۶ څخه د فبرورۍ تر ۶ پورې تقریباً ۶۵٪ راټیټ شو. وروسته، نږدې ټول نور ډیجیټیل اسعار د بیټ کوین د سقوط په تعقیب راټیټ شول. د ۲۰۱۸ کال تر سپټمبر پورې، د ډیجیټل اسعارو ارزښت د د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د خپل اوج له وخت څخه ۸۰٪ سقوط وکړ، دا سقوط د dot-com حباب ۷۸٪ سقوط څخه هم بدتر و. د نومبر تر ۲۶ پورې، د بیټ ‌کوین ارزښت هم ۸۰٪ کم شوی و، او یوازې د تېرو اونیو په اوږدو کې یې نږدې درېیمه برخه خپل ارزښت له لاسه ورکړ و.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د CBS یوې مقالېد ممکنه درغلۍ په اړه خبرداری ورکړ، د BitConnect قضیه یې د مثال په توګه وړاندې کړه، چې یو بریتانوي شرکت و او د تګزاس د دولت د مالي خدماتو بورډ له خوا ورته د بندولو امر ورکړل شو.  BitConnect  د ډېر لوړ میاشتني عایداتو ژمنه کړې وه، په داسې حال کې چې د دولت له مالي تنظیموونکې ادارې سره ثبت نه و او د خپل دفتر پته یې نه وه ورکړې.[۱۳]

د ۲۰۱۸ کال د نومبر په میاشت کې، د بیټ کوین مجموعي ارزښت د لومړي ځل لپاره له $100 میلیارد څخه کم شو، چې له اکتوبر ۲۰۱۷ راهیسې نه و پیښ شوی. د بیټ کوین نرخ له $4,000 څخه ښکته شو، چې په جنوري میاشت کې د خپل اوج له نقطې څخه ۸۰٪ کمښت یې درلود. د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې، بیټ کوین تقریباً $3,100 ته راکښته شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د رکود زماني جدول

[سمول]
  • د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر ۱۷مه: د بیټ کوین بیه په لنډمهاله توګه نوي ریکارډ 19,783.06 امریکايي ډالرو ته ورسېد.[۱۸]
  • د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر ۲۲مه: بیټ کوین تر ۱۱۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې ولوېد، چې د خپل اوج له وخت راهیسې یې ۴۵ سلنه کمښت درلود.[۱۹]
  • د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۱۲مه: په داسې حال کې چې اوازې وي چې سویلي کوریا ښایي د ډیجیټال اسعارو کارول منع اعلان کړي، نو د بیټ کوین قیمت ۱۲ سلنه کمښت وموند.[۲۰][۲۱]
  • د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۲۶مه: د جاپان د ډیجیټال اسعارو OTC تر ټولو ستر بازار، کوین چیک، هک شو. د NEM شاوخوا ۵۳۰ میلیونه امریکايي ډالر د هکرانو له خوا غلا شول او کوین چیک په نامحدود ډول سره خپل معاملات وتړل. دا تر اوسه پورې تر ټولو ستر مالي زیان و چې له غلا څخه رامنځته شوی و.[۲۲]
  • د ۲۰۱۸ کال د مارچ وروستی: فیسبوک، ګوګل او ټویټر د سیکې د لومړنۍ عرضې (ICO) اړوند تبلیغات او د ټوکنونو پلور ممنوع اعلان کړ.[۲۳]
  • د ۲۰۱۸ کال د نومبر ۱۵مه: د لومړي ځل لپاره د بیټ کوین د بازار ټولټال ارزښت د ۲۰۱۷ کال له اکټوبر څخه ۱۰۰ میلیارد امریکايي ډالره سقوط وکړ او د بیټ کوین قیمت ۵۵۰۰ امریکايي ډالرو ته را ټیټ شو.[۲۴][۲۵]

د سیکې لومړنۍ عرضه

[سمول]

په ۲۰۱۷ ز کال کې، د Wired مجلې لیکلي و چې د سیکې د لومړنۍ عرضې حباب (ICO) د پاشلو په حال کې ده. ځینو پانګه والو ICO وپېرودل په دې هیله که وکولای شي لکه د بیټ کوین یا اټریوم د لومړنیو پانګه والو په څېر ورته مالي ګټې تر لاسه کړي.[۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې، له Binance Labs څخه ایلا ژانګ چې د Binance د ډیجیټل اسعارو د تبادلې د صرافي یوه برخه ده، وویل چې هیله منه ده تر څو د ICOs حباب له منځه ولاړ شي. هغې ژمنه وکړه چې له درغلیو او بې ارزښتونو اسعارو سره په مبارزه کې به مرسته وکړي.[۲۸]

د 2020-2022 کلونو د ډیجیټال اسعارو حباب

[سمول]

د 2020-2021 کلونو حبابونه

[سمول]

د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۸مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې، د بیټ کوین نرخ ۳۰٪ راکښته شو، یعنې له $8,901 څخه $6,206 ته راغی. د ۲۰۲۰ کال تر اکټوبر میاشت پورې، بیټ کوین تقریباً $13,200 ته رسیدلی و. په نومبر میاشت کې، بیټ کوین خپل مخکنی لوړ حد، چې له $19,000 څخه زیات و، بیا مات کړ. د ۲۰۲۱ کال په پیل کې، د بیټ کوین نرخ د پام وړ او شدید بدلون تجربه کړ. د جنورۍ په ۳مه نېټه، بیټ کوین $34,792.47 ته لوړ شو، خو په دا سبا ورځ ۱۷٪ راکښته شو. بیا د جنورۍ په ۷مه، د لومړي ځل لپاره له $40,000 څخه لوړ شو. د جنورۍ په ۱۱، د بریتانیا د مالي کنټرول ادارې (FCA) پانګوالو ته خبرداری ورکړ چې د کریپټو اسعارو پور ورکولو او پانګونې ته باید پام وکړي، ځکه چې ښايي خپلې ټولې پیسې له لاسه ورکړي. د فبروري په ۱۶، بیټ کوین د لومړي ځل لپاره $50,000 ته رسید. د مارچ په ۱۳مه بیا خپل تر ټولو لوړ حد یعنې $61,000 ته ورسید. په فبروري میاشت کې له یوې کوچنۍ اصلاحیې وروسته، د اپریل په ۱۴مه بیټ کوین له خپل لوړ حد، چې له $64,000 څخه لوړ و، سقوط وکړ او د اپریل تر ۲۳ پورې تر $49,000 لاندې لاړ، چې دا د لسو ورځو دننه ۲۳٪ کوچنی سقوط و، او د کریټپو ټولټال بازار له ارزښت څخه نیم ټریلیون ډالر حذف شول.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د اپریل په ۱۴مه، Coinbase، چې یو خورا شهرت لرونکی کریپټو صرافي ده، د NASDAQ بازار ته ور دننه شوه. د دوی ونډو په لومړۍ ورځ له ۳۱٪ څخه زیاته وده وکړه او $328.28 ته ورسید، چې د دوی بازار ارزښت یې $85.8 میلیارد امریکايي ډالرو ته لوړ کړ.[۳۷]

نورو ډیجیټل اسعارو هم د دې مودې په جریان کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کړ، خو بېرته یې د ارزښت کمښت ولید. د ۲۰۲۱ کال د مۍ په میاشت کې، دوج کوین چې په لومړي سر کې د ټوکو په توګه رامنځته شوی و، خپل ارزښت یې په یوه کال کې ۲۰,۰۰۰٪ ته لوړ کړ. خو لږ وروسته یې ۹۳٪ کمښت تجربه کړ.[۳۸]

د مۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې، بیټ کوین 30٪ ارزښت له لاسه ورکړ او $31,000 ته راکښته شو، ایتریوم 40٪ راټیټ شو، او دوج کوین 45٪ کم شو. تقریباً ټول ډیجیتل اسعار له دوه عددي سلنه کمښت سره مخ شول. د کریپټو اسعارو لوی تبادله کوونکی، Binance د بازار د پراخ سقوط له امله ټیټ شو، او سوداګر اوس د خپلو زیانونو لپاره عدالت غواړي. دا وضعیت تر یوه حده د ایلان ماسک اعلان ته غبرګون و، چې ویلي یې وو ټیسلا به د چاپیریالي اندیښنو له امله د بیټ کوین شبکې له لارې تادیات وځنډوي. همدارنګه، د چین د خلکو بانک هم اعلان وکړ چې ډیجیټل اسعار نشي کولای د تادیې لپاره وکارول شي.[۳۹][۴۰][۴۱]

بیټ کوین او نورو ډیجیټل اسعارو وروسته له هغې چې ایلان ماسک د بیټ کوین مخکښو استخراجي شرکتونو سره ولیدل ترڅو د بیټ کوین استخراج ډیر دوامدار او موثر پرمختګ وکړي، یوه قوي بیا رغونه تجربه کړه. د جولای په ۱۹ نېټه تر ټولو ټیټې کچې ته له رسیدو وروسته، د سپتمبر په پیل کې بیټ کوین $52,633.54 ته لوړ شو، په داسې حال کې چې ایتریوم له ۱۰۰٪ څخه ډېره وده وکړه او $3,952.13 ته ورسید. له لنډ خو مهم سقوط وروسته، دواړه ډیجیټل اسعارو د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۷مه، خپلې لوړې کچې ته ورسیدل، چې بیټ کوین $67,566.83 ته او ایتریوم $4,812.09 ته لوړ شو. د NASDAQ بازار ۱۲ ورځې وروسته د نومبر په ۱۹مه د 16,057.44 لوړ حد ته ورسید.[۴۲]

په سپتمبر میاشت کې، بیټ کوین په رسمي ډول د السلوادور د قانوني اسعارو حیثیت ترلاسه کړ، او ګڼ شمیر خبري سرچینو پوښتنه کوله چې په دې لړ کې به کوم هیوادونه ورته کار تر سره کړي.[۴۳]

د ۲۰۲۱ کال تر اکټوبر میاشت پورې، چین د کریپټو سوداګرۍ او استخراج فعالیتونو بندولو ته دوام ورکړی دی.

د ۲۰۲۴ کال تر اکټوبر میاشت پورې، ټیسلا لا تر اوسه د بیټ کوین له لارې تادیات نه دي بیا پیل کړي، خو دوی د ځینو ځانګړو توکو لپاره د ډوج‌کوین تادیات مني.[۴۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Morris, David Z. (2 January 2021). "A brief history of Bitcoin bubbles". Fortune. خوندي شوی له the original on 28 February 2024. بياځلي په 23 May 2022.
  2. Stewart, Emily (Mar 6, 2024). "Bitcoin's all-time high reveals the true nature of crypto". Business Insider (in American English). بياځلي په 2024-12-21.
  3. Morris, David Z. (2 January 2021). "A brief history of Bitcoin bubbles". Fortune. خوندي شوی له the original on 28 February 2024. بياځلي په 23 May 2022.
  4. Morris, David Z. (2 January 2021). "A brief history of Bitcoin bubbles". Fortune. خوندي شوی له the original on 28 February 2024. بياځلي په 23 May 2022.
  5. Popken, Ben (2 February 2018). "Bitcoin loses more than half its value amid crypto crash". NBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 October 2018.
  6. Silcoff, Sean (13 February 2018). "OMERS-affiliated Ethereum Capital offering pinched, but not pulled, following choppy markets and cryptocrash". The Globe and Mail. The Woodbridge Company. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 October 2018.
  7. "Crypto crash: bitcoin drops to lowest point since November". The Week. 2 February 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 July 2018.
  8. Smith, Noah (8 February 2018). "Crypto Cynics Stand to Profit the Most". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 June 2018.
  9. Chaparro, Frank (2 February 2018). "ROUBINI: 'The Mother Of All Bubbles And Biggest Bubble in Human History Comes Down Crashing'". Business Insider. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 October 2018.
  10. Kaplan, Michael (11 September 2018). "Bitcoin crash: This man lost his savings when cryptocurrencies plunged". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 October 2018.
  11. Patterson, Michael (12 September 2018). "Crypto's 80% Plunge Is Now Worse Than the Dot-Com Crash". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 October 2018.
  12. Russolillo, Steven (2018-11-26). "Bitcoin Continues Steep Fall as Cryptocurrency Collapse Worsens". Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. خوندي شوی له the original on 27 November 2018. بياځلي په 2025-05-20.
  13. Kristof, Kathy (5 January 2018). "5 reasons to tread carefully in cryptocurrencies". CBS. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 January 2018.
  14. Huang, Eustance (14 November 2018). "Bitcoin market cap falls below $100 billion for first time since October 2017". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 November 2018.
  15. Meyer, David (15 November 2018). "The Entire Cryptocurrency Scene—Including Bitcoin—Is Plummeting Again. These Might Be the Reasons Why". Fortune. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 November 2018.
  16. Kharpal, Arjun (9 May 2019). "Bitcoin hits $6,000 for the first time since November". CNBC. بياځلي په 16 March 2021.
  17. Lee, Timothy B. (9 May 2019). "Bitcoin is worth $6,000 for the first time this year". Ars Technica. بياځلي په 16 March 2021.
  18. Morris, David Z. (December 17, 2017). "Bitcoin Hits a New Record High, But Stops Short of $20,000". Fortune. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 November 2018.
  19. Martin, Will (22 December 2017). "Bitcoin swings wildly as its price plunges". Business Insider. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 October 2018.
  20. Choudhury, Saheli Roy (11 January 2018). "South Korea is talking down the idea a cryptocurrency trading ban is imminent". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 June 2018.
  21. Kharpal, Arjun (11 January 2018). "Over $100 billion wiped off global cryptocurrency market following talk of South Korea trading ban". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 October 2018.
  22. Mochizuki, Takashi; Vigna, Paul (2018-01-26). "Cryptocurrency Worth $530 Million Missing From Japanese Exchange". Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. خوندي شوی له the original on 15 June 2018. بياځلي په 2025-05-20.
  23. Russo, Camila (26 March 2018). "Twitter Joins Facebook, Google in Banning Crypto Coin Sale Ads". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 June 2018.
  24. Huang, Eustance (14 November 2018). "Bitcoin market cap falls below $100 billion for first time since October 2017". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 November 2018.
  25. Meyer, David (15 November 2018). "The Entire Cryptocurrency Scene—Including Bitcoin—Is Plummeting Again. These Might Be the Reasons Why". Fortune. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 November 2018.
  26. Lee, Timothy B. (5 October 2017). "Explaining the new cryptocurrency bubble—and why it might not be all bad Investors are pouring tens of millions of dollars into new cryptocurrencies". Arstechnica. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2017.
  27. Burton, Charlie (12 December 2017). "The ICO bubble is about to burst... but that's a good thing". Wired. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 January 2018.
  28. Russo, Camila (4 June 2018). "Binance's Venture Fund Head Is Waiting for ICO Bubble to Burst". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2018.
  29. Wilson, Tom (12 March 2020). "Bitcoin plummets as cryptocurrencies suffer in market turmoil". Reuters. بياځلي په 12 March 2020.
  30. Hajric, Vildana (30 November 2020). "Bitcoin Jumps to Record High as Bulls Say This Time Is Different". Bloomberg. بياځلي په 2025-05-20.
  31. Nagarajan, Shalini (October 31, 2020). "Bitcoin doesn't care who wins the US election - it will rise in value regardless of the outcome, a cryptocurrency fund chief says". Business Insider. بياځلي په 3 November 2020.
  32. Partington, Richard (2021-01-09). "Bitcoin boom threatens to turn it into pure gold". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2025-05-20.
  33. Cooper, Amanda (4 January 2021). "Bitcoin plummets 17% for its biggest drop since March as its record-shattering rally stumbles". Business Insider. خوندي شوی له the original on 4 January 2021. بياځلي په 5 January 2021.
  34. Browne, Ryan (11 January 2021). "Crypto investors 'should be prepared to lose all their money,' top UK regulator warns". CNBC. بياځلي په 2025-05-20.
  35. Browne, Ryan (16 February 2021). "Bitcoin surpasses $50,000 for first time as major companies jump into crypto". CNBC. بياځلي په 2025-05-20.
  36. Strauss, Lawrence C. (13 March 2021). "Bitcoin Hits a New High. What to Know". Barrons. بياځلي په 2025-05-20.
  37. Levy, Ari (14 April 2021). "Coinbase closes at $328.28 per share in Nasdaq debut, valuing crypto exchange at $85.8 billion". CNBC. بياځلي په 3 July 2022.
  38. Pound, Jesse (4 May 2021). "Dogecoin surges 30% to a record above 50 cents as speculative crypto trading continues". CNBC. بياځلي په 15 May 2021.
  39. Roush, Ty (Nov 13, 2024). "Dogecoin Jumps Toward Three-Year High After Trump Announces 'Department Of Government Efficiency'". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2024-11-16.
  40. "Crypto in free fall: Bitcoin tanks 30% to $31,000, Ethereum loses 40%, Dogecoin down 45%". Business Today (India). 19 May 2021 [last updated 25 May]. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 October 2021.
  41. Browne, Ryan (19 August 2021). "Cryptocurrency traders seek damages from Binance after a major outage cost them millions". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 5 April 2023.
  42. De Lea, Brittany (24 May 2021). "Bitcoin miners agree to form council amid meeting with Elon Musk". Fox Business. بياځلي په 2025-05-20.
  43. Gerard, David (17 September 2021). "El Salvador's Bitcoin Law Is a Farce". Foreign Policy. بياځلي په 3 July 2022.
  44. Pok, Caden (2024-05-09). "Elon Musk's Tesla Enables Dogecoin (DOGE) Payment, Price Surges Over 20%". yahoo!finance. بياځلي په 2024-11-16.