د ډیجیټال اسعارو صرافي
د کریپټو اسعارو تبادله، یا د ډیجیټال اسعارو تبادله (DCE)، یوه سوداګریزه اداره ده چې مشتریانو ته اجازه ورکوي چې کریپټو اسعار یا دیجیتل اسعار له نورو شتمنیو سره تبادله کړي، لکه عامه دود شوي پیسې یا نور دیجیتل اسعار. صرفیاني کولای شي د کریډیټ کارتونو، بانکي انتقالاتو یا نورو تادیاتي میتودونو له لارې کریپټو اسعار ومني. د ډیجیټال اسعارو صرافي کولای شي د یوه بازار جوړونکي په توګه عمل وکړي، چې معمولاً د پېر او پلور د بیې (Bid-Ask Spread) له توپیر څخه د خپلو خدماتو د کمېشن په توګه کار اخلي یا د ارډرونو د تطبیق د یوه پلتفارم په توګه یوازې خپل فیس اخلي.
ځینې بروکریجونه، چې پر سټاکونو او نورو شتمنیو هم تمرکز لري، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې کریپټو اسعار وپيري، مګر د کریپټو والټ ته یې انتقالولای نه شي. په داسې حال کې چې ځانګړي کریپټو صرافیاني بیا د کریپټو اسعارو د بیرته اخیستو اجازه ورکوي.
کارکړنه
[سمول]د کریپټو اسعارو تبادله معمولا کولای شي کریپټو اسعار د کاروونکي شخصي کریپټو والټ ته واستوي. ځینې تبادلې د دیجیتل اسعارو بیلانس د نامعلومو مخکنۍ تادیې کارتونو ته اړوي، چې بیا دا کارتونه د نړۍ په کچه له ATM ماشینونو څخه د پیسو ایستلو لپاره کارول کېدای شي. برسېره پردې، ځینې دیجیتل اسعار **بیا د رښتینو توکو له خوا ملاتړ کېږي لکه سره زر.[۱][۲][۳]
د دیجیتل اسعارو جوړونکي معمولا د دیجیتل اسعارو تبادلې څخه جلا ادارې وي، چې د دې اسعارو تجارت اسانه کوي. په یو ډول سیستم کې، د دیجیتل اسعارو خدمات وړاندې کوونکي (DCP) هغه سوداګریزو ادارو ته ویل کیږي چې د خپلو مشتریانو لپاره حسابونه مدیریت کوي، مګر مستقیم دیجیتل اسعار نه صادروي. پیرودونکي دیجیتل اسعار د تبادلې له لارې اخلي یا پلوري، او تبادله دا اسعار د DCP حساب ته انتقالوي یا یې ترې باسي. ځینې تبادلې دDCP فرعي شرکتونه دي، مګر ډیری یې قانوني خپلواکې سوداګریزې ادارې دي. په DCP حسابونو کې ساتل شوي پیسې اصلي یا خیالي اسعار کیدلی شي. [۴][۵]
د دیجیتل اسعارو تبادله کېدای شي فزیکي سوداګري یا یوازې آنلاین سوداګري وي. فزیکي تبادله: (Brick-and-Mortar) دا ډول تبادله د سنتي تادیې میتودونه (نغدي پیسې، بانکي انتقالات، یا کریډیټ کارتونه) د دیجیتل اسعارو سره تبادله کوي. آنلاین تبادله: دا ډول سوداګري یوازې برېښنایي انتقال شوې پیسې پرته له فزیکي موقعیت څخه د کریپټو اسعارو سره تبادله کوي.[۶]
زیاتره د دیجیتل اسعارو تبادلې د لویدیځو هیوادونو څخه بهر فعالیت کوي، ترڅو له مقرراتو او قانوني تعقیب څخه ځان وساتي. خو سره له دې، دوی د لویدیځ هېوادونو دودیز اسعار اداره کوي او په بیلابیلو هیوادونو کې بانکي حسابونه ساتي، ترڅو د مختلفو ملي اسعارو زیرمې اسانه کړي.[۷][۸]
نامتمرکزې صرافیانې لکه Etherdelta، IDEX او HADAX د کاروونکو فنډونه د تبادلې په سرورونو کې نه ساتي، بلکې د همځولی-له-همځولې ډول کریپټو اسعارو تجارت ته اسانتیا برابروي. نامتمرکزې صرافیانې د امنیتي ستونزو په وړاندې زیات مقاومت لري، ځکه چې هیڅ مرکزي فنډ ذخیره نه لري چې هک شي. د ۲۰۱۸ کال تر نیمايي پورې، دا صرافیانې د کم تجارتي حجم سره مخ وې، ځکه چې د عامو کاروونکو لپاره لاهم ساده نه وې.[۹]
تاریخچه
[سمول]۲۰۰۴–۲۰۰۸: د کریپټو له را وتلو وړاندې څارنیزې مسئلې
[سمول]په ۲۰۰۴ کال کې، درې د استرالیا میشت دیجیتل اسعارو تبادلې سوداګریز شرکتونه د خپلې خوښې سره سم هغه مهال وتړل شول، کله چې د استرالیا د اسعارو او پانګونو کمیسیون (ASIC) یې تحقیق وکړ. ASIC دا خدمات قانوني وبلل، چې باید د استرالیا مالي خدماتو جواز ولري، کوم چې یادو شرکتونو نه درلود. دا قضیه د کریپټو تبادلو د مقرراتو پابندي اهمیت څرګندوي، ځکه چې نړیوال مقامات د کریپټو اسعارو بازار تنظیمولو ته دوام ورکوي.[۱۰]
په ۲۰۰۶ کال کې، د امریکا میشت دیجیتل اسعارو تبادلې شرکت Gold Age Inc.، چې په نیویارک کې یې موقعیت درلود، د امریکا د پټو خدماتو (U.S. Secret Service) له خوا وتړل شو، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې فعالیت کاوه. د سوداګرۍ چلوونکي آرتور بودوفسکي او ولادیمیر کاتس تورن شول، چې له خپلو اپارتمانونو څخه یې غیر قانوني دیجیتل اسعارو تبادله او د پیسو انتقال اداره کاوه. دوی له ۳۰ میلیون ډالرو زیات دیجیتل اسعارو حسابونو ته لیږلي وو. مشتریانو یې یوازې محدود هویتي اسناد وړاندې کاوه، او کولای یې شول چې نړیوالې لیږدونې ترسره کړي، چې د ځینو انتقالاتو فیس له ۱۰۰,۰۰۰ ډالرو زیات وو. بودوفسکي او کاتس په ۲۰۰۷ کال کې پر پنځه کلونو بند محکوم شول، ځکه چې هغوی له جواز پرته د پیسو انتقال ترسره کړی و، کوم چې د بانکوالۍ د ایالتي قانون څخه سرغړونه وه. بالاخره دوی ته د پنځه کلونو نظارت (probation) سزا ورکړل شوه.[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۲۰۰۷ کال په اپریل میاشت کې، د امریکا حکومت د E-Gold ادارې ته امر وکړ چې شاوخوا ۵۸ E-Gold حسابونه قفل یا بند کړي، چې د The Bullion Exchange، AnyGoldNow، IceGold، GitGold، The Denver Gold Exchange، GoldPouch Express، 1MDC (دیجیتل د سرو زرو اسعار، د e-gold پر اساس) او نورو له خوا کارول کېدل. دې اقدامG&SR (د OmniPay مالک) اړ کړ چې نیول شوي شتمنۍ نقدې کړي.
څو اوونۍ وروسته، E-Gold د تور په څلورو قضیو باندې تورن شو.[۱۴]
۲۰۰۸–۲۰۱۴: د ډیجیټال اسعارو راوتل
[سمول]د ۲۰۰۸ کال کې د غیرمرکزي کریپټو اسعارو، لکه بیتکوین، معرفي کیدو وروسته، د نورو کریپټو اسعارو په راتګ سره ډیری مجازی پلیټفارمونه جوړ شول، چې د غیرمرکزي کریپټو اسعارو د تبادلې لپاره ځانګړي شوي وو. د دغو تبادلو قانوني مقررات له یوه هیواد تربل هیواد پورې توپیر لري.
د ۲۰۰۸ کال د جولای په میاشت کې، WebMoney خپل قوانین بدل کړل چې پر زیاترو صرافیانو یې اغېز وکړ. له هغه وخت راهیسې، له تر ټولو محبوبو ډیجیټال اسعارو لکه E-Gold، Liberty Reserve او نورو سره د WebMoney مبادله ممنوع شوې ده.
د ۲۰۰۸ کال جولای میاشت کې، د E-Gold درې مدیرانو له څارنوالانو سره تفاهم قبول کړ او د پیسو مینځلو د دسیسې او د جواز پرته د پیسو انتقال په تور یې خپله ګناه ومنله. E-Gold په ۲۰۰۹ کال کې خپل فعالیتونه بند کړل.[۱۵]
په ۲۰۱۳ کال کې، ژان-لوپ ریشې، چې دESSEC ISIS یو څیړونکی و، د سایبري مجرمینو له خوا د پیسو مینځلو نوي تخنیکونه وڅیړل، او دا معلومات یې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر لپاره چمتو کړل. یو له عامو سایبري ډول سره د پیسو مینځلو تخنیک د دیجیتل اسعارو د تبادلې کارول وو، چې ډالرونهLiberty Reserve ته بدلوي، ترڅو نامعلوم لیږد ترسره شي. تر لاسه کوونکي کس بیا کولای شول چېLiberty Reserve د لږ فیس په بدل کې بیرته نغدو پیسو ته واړوي. وروسته له هغه چې ارتور بودوفسکي بلانچک او نور څلور تورن کسان په کوسټاریکا، هسپانیه او نیویارک کې د پیسو مینځلو او جواز پرته د پیسو انتقال په تور ونیول شول، نو د ۲۰۱۳ کال په مۍ میاشت کې،Liberty Reserve وتړل شو. بودوفسکي، چې مخکینی امریکایي تبعه و او د کوسټا ریکا تابعیت یې اخیستی و، د ۲۰۰۶ کال د Gold Age نیولو سره تړاو لرلو له امله محکوم شو. له ۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیر شتمنۍ بندې شوې، او له ۳۰ څخه زیات Liberty Reserve تبادلې ډومینونه ضبط شول. دغه شرکت له ۶ میلیارد ډالرو څخه زیات غیر قانوني عواید مینځلي وو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر نن ورځ پورې
[سمول]د ۲۰۱۴ کال د فبروري په میاشت کې، Mt. Gox، چې په هغه وخت کې تر ټولو لوی کریپټو تبادله وه، خپل تجارت وځنډاوه، وېب سایټ یې وتړه او له پوروړو څخه د خوندي پاتې کېدو په خاطر یې په جاپان کې ورشکستګي ثبت کړه. د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې، دې شرکت د انحلال کېدو پروسه پیل کړه، چې دا ټول په هغه زیاته پیمانه سره د بیټکوین د غلا پایله وه چې په دومره وخت کې له Mt. Gox hot wallet څخه تر سره کېده او د ۲۰۱۱ کال له وروستیو را پیل شوې وه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ۲۰۲۱ کال په ډیسمبر میاشت کې، دMyCryptoWallet صرافي د انحلال غوښتنه ورکړه.[۲۵]
د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې، د امریکا د ارزښت لرونکو اوراقو او بورس کمېسیون (SEC) د Binance په اړه خپلې څېړنې پیل کړي، خو دا څېړنې په خپله پر Binance باندې د یوه نهاد په توګه را متمرکز وي، نه د هغه پر کوډلرونکو محصولاتو چې په کې به معامله کېدې.[۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Substantiation – Money laundering in digital currencies (Unclassified)". Money Laundering in Digital Currencies. National Drug Intelligence Center, US Department of Justice. June 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 April 2022. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ Sood, Aditya K; Enbody, Richard J; Bansal, Rohit (2013). "Cybercrime: Dissecting the State of Underground Enterprise". IEEE Internet Computing. 17 (1). IEEE Computer Society: 60–68. doi:10.1109/MIC.2012.61. S2CID 33861214.
- ↑ Byrnes, William H.; Munro, Robert J. (2 October 2013). Money Laundering, Asset Forfeiture and Recovery and Compliance – A Global Guide. LexisNexis. p. 2802. ISBN 978-0-327-17084-6. (Page number assigned by Google Books.)
- ↑ Working Group on Typologies (18 October 2010). "Draft Report on Money Laundering and Terrorist Financing through New Payment Methods" (PDF). Paris: Financial Action Task Force. خوندي شوی له the original (PDF) on 11 February 2014.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Hesterman, Jennifer L (17 April 2013). The Terrorist-Criminal Nexus: An Alliance of International Drug Cartels, Organized Crime, and Terror Groups. CRC Press. p. 218. ISBN 978-1-4665-5761-1.
- ↑ Working Group on Typologies (18 October 2010). "Draft Report on Money Laundering and Terrorist Financing through New Payment Methods" (PDF). Paris: Financial Action Task Force. خوندي شوی له the original (PDF) on 11 February 2014.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Substantiation – Money laundering in digital currencies (Unclassified)". Money Laundering in Digital Currencies. National Drug Intelligence Center, US Department of Justice. June 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 April 2022. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ Sood, Aditya K; Enbody, Richard J; Bansal, Rohit (2013). "Cybercrime: Dissecting the State of Underground Enterprise". IEEE Internet Computing. 17 (1). IEEE Computer Society: 60–68. doi:10.1109/MIC.2012.61. S2CID 33861214.
- ↑ Russolillo, Steven; Jeong, Eun-Young (2018-07-16). "Cryptocurrency Exchanges Are Getting Hacked Because It's Easy". The Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 September 2018. بياځلي په 2018-09-11.
- ↑ "ASIC acts to shut down electronic currency trading websites" (Press release). Australian Securities & Investments Commission. 9 November 2004. خوندي شوی له the original on 23 March 2011. بياځلي په 9 January 2014.
- ↑ Hesterman, Jennifer L (17 April 2013). The Terrorist-Criminal Nexus: An Alliance of International Drug Cartels, Organized Crime, and Terror Groups. CRC Press. p. 218. ISBN 978-1-4665-5761-1.
- ↑ McCullagh, Declan (30 March 2001). "Secret service raids Gold-Age". Wired. بياځلي په 9 January 2014.
- ↑ Boddiger, David; Arias, L (24 May 2013). "Millions of dollars in limbo after shuttering of digital currency site Liberty Reserve". The Tico Times. San José, Costa Rica. خوندي شوی له the original on 31 December 2013. بياځلي په 9 January 2014.
- ↑ "#07-301: 04-27-07 Digital Currency Business E-Gold Indicted for Money Laundering and Illegal Money Transmitting". Usdoj.gov. 24 April 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2007. بياځلي په 11 December 2013.
- ↑ Grant Gross (22 July 2007). "IDG News Service Internet currency firm pleads guilty to money laundering". خوندي شوی له the original on 14 April 2009.
- ↑ Boddiger, David; Arias, L (24 May 2013). "Millions of dollars in limbo after shuttering of digital currency site Liberty Reserve". The Tico Times. San José, Costa Rica. خوندي شوی له the original on 31 December 2013. بياځلي په 9 January 2014.
- ↑ Richet, Jean-Loup (June 2013). "Laundering Money Online: a review of cybercriminals methods". arXiv:1310.2368 [cs.CY].
- ↑ "Written testimony of U.S. Secret Service for a Senate Committee on Homeland Security and Government Affairs hearing titled "Beyond Silk Road: Potential Risks, Threats, and Promises of Virtual Currencies"". United States Department of Homeland Security. 18 November 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2022. بياځلي په 11 January 2014.
- ↑ "Digital currency biz Liberty Reserve shut down, founder arrested | by Sean Ludwig". VentureBeat. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2022. بياځلي په 11 December 2013.
- ↑ McLannahan, Ben (28 February 2014). "Bitcoin exchange Mt Gox files for bankruptcy protection". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 April 2022. بياځلي په 11 June 2018.
- ↑ Abrams, Rachel; Goldstein, Matthew; Tabuchi, Hiroko (28 February 2014). "Erosion of Faith Was Death Knell for Mt. Gox". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 February 2022. بياځلي په 11 June 2018.
- ↑ Nilsson, Kim (19 April 2015). "The missing MtGox bitcoins". خوندي شوی له اصلي څخه په 19 April 2015. بياځلي په 10 December 2015.
Most or all of the missing bitcoins were stolen straight out of the Mt. Gox hot wallet over time, beginning in late 2011
- ↑ Popper, Nathaniel (25 May 2016). "Mt. Gox Creditors Seek Trillions Where There Are Only Millions". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 July 2022. بياځلي په 9 December 2017.
- ↑ "Mt. Gox abandons rebuilding plans and files for liquidation: WSJ". The Verge. 16 April 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2022. بياځلي په 9 December 2017.
- ↑ Whitson, Rhiana (7 December 2021). "Cryptocurrency exchange MyCryptoWallet collapses, calls in liquidators". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). Australian Broadcasting Corporation. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 December 2021. بياځلي په 7 December 2021.
- ↑ "Binance.US Delists Cryptocurrency SEC Deemed A Security". Forbes. 2 August 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 November 2022. بياځلي په 20 November 2022.