د ډورۍ سیند

ډورۍ چي د لوړه، لوړې او کدني په نامه هم یادیږي، د افغانستان او پاکستان یو ګډ سیند دی. دا سیند د ۳۲۰ کيلومتر (۱٬۰۵۰٬۰۰۰ فوټه) په اوږدوالي د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه د افغانستان د کندهار ولایت له لاري د ارغنداب تر سیند پوري بهیږي.
ډورۍ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټه ښار د شمال څخه راپیل کیږي، او د سیند سرچینې ته یې په پاکستان کي د لوړا نوم کاریږي. افغانستان ته تر ننوتلو وروسته ددې سیند نوم په کدني بدلیږي، او د سپین بولدک تر ولسوالۍ لاندي سیمو کي د ډورۍ په نوم یاديږي.
په افغانستان کي د ډورۍ سیند لومړی لوېدیځ لوري ته بهیږي او ورپسې د افغانستان په سویل ختیځ کي د ریګستان په شګو ننوزي. وروسته د شمال لور ته په بهېدلو سره د دښتي په اوږدو کي د ختیځ او شمال ختیځ له لاري د تخت پول سیمي ته رسیږي چي د کندهار درې سویل ختیځ ته څېرمه پرته ده. تر دې ټولو وروسته د ارغستان په سیند ګډ او بیا د ترنک سیند سره چي د کندهار سويل ته په شاوخوا ۳۰ کيلومتر (۹۸٬۰۰۰ فوټه) واټن کي پروت دی ځان رسوي.
هایدرولوژي
[سمول]ډورۍ د خپلو اوبو ډیره برخه په پسرلي کي د واوري له خولو څخه ترلاسه کوي.
د زراعتي ځمکو لپاره د اوبو ایستلو چاري ددې سیند جریان او سرعت خورا کم کړی دی. په تخت پول کي ددې سیند اندازه پر یوه ثانیه باندي تر یوه متر هم کمه ده.