د ډاروین د تیورۍ پراختیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۸۳۸ ز کال کې د چارلس ډاروین د طبیعي ټاکنې د تیورۍ له پیل څخه وروسته، د ډاروین د تیورۍ پراختیا د نوې نوعې د پيدايښت د څرنګوالي د "رازونو د راز" تشرېح د هغه د بیګل سفر د ساینسي پایلو د خپرولو د اصلي دندې په شالید کې "لومړنۍ شوق" و. هغه د متأهلی ژوند تجربه کاوه، خو څه موده ناروغ شو او د لومړي ماشوم له زېږېدو وروسته یې، کورنۍ د لندن له فشارونو څخه لرې د یوه کورني کور په توګه کلیوالي داون هاوز ته ولاړه.

د ژورنال او د تبصرو (چې اوس د بیګل د سفر په نوم پېژندل کېږي) خپرېدل یې په ۱۸۳۹ز  کال کې ،هغه یو بریالی لیکوال کړ او خپل لومړی مهم علمي کتاب یې په ۱۸۴۲ز کال کې،  د مرجاني ډبرو د جوړښت او وېش په نوم خپور کړ، چې د هغه د حلقوي مرجاني ټاپو یا coral atolls د جوړښت تیوري یې بیان کړه. هغه داسې یو طرحه ولیکله، چې د نوعو د بدلون په اړه يې خپل بنسټیز نظرونه بیانول، کوم چې په ۱۸۴۴ ز کال کې یې یوې "مقالې"  ته وغځوله او له خپلو ملګرو سره يې په تیورۍ بحث وکړ او همدارنګه تجربو او پراخو پلټنو ته یې دوام ورکړ. په همدې کال کې د پیدایښت د طبیعي تاریخ نامعلومو پاتې شونو، د خلکو پراخه لېوالتیا تکاملي نظرونه ته راوپاروله، بلکې د تکامل د علمي منلو لپاره د کره شواهدو اړتیا یې هم وښودله.

خپل درېیم جیولوژیکي کتاب یې، په ۱۸۴۶ ز کال کې بشپړ کړ او د سفر د موندنو په اړه یې د تخصصي راپورونو د خپرولو له څارنې څخه یې د بارنیکل د نمونو ازمایښت ته پام واړاوه. دا کار په یوه اته کلنه څېړنه بدل شو، ترڅو د خپلې تیوری پر بنسټ وکړی شي، چې د ډېرو بارنیکل نوعو تر منځ تر هغه وخته نامعلومه اړیکي پیدا کړي او د هغه تخصص يې د یوه بیولوژي پوه په توګه ثابت کړ. د هغه باور په عیسویت کم شو او کلیسا ته یې تلل بند کړل. باارزښته لور یې په ۱۸۵۱ ز کال کې،  په اوږده ناروغۍ اخته شوه او مړه شوه. د نوعو د مسئلې په اړه یې خپل کار په ۱۸۵۴ ز کال کې بېرته پیل کړ چې د ډاروین د تیورۍ د خپرېدنې لامل شو.

مخینه(شالید)[سمول]

چارلس داروین د تکاملي فکر تاریخ په داسې پړاو کې طبیعت پوه شو چې د بدلون تیوریو وده وکړه، ترڅو د نوعو د عقیدې پر بنسټ رامنځته شوو توضیحاتو کې اختلافونه تشرېح کړي. هغه د بیګل د سروې پرمهال دا ستونزې په لومړي سر کې په پام کې ونیولې. په ۱۸۳۶ ز کال کې د سروې له بېرته را ستنېدو سره یې نظرونو په چټکۍ سره وده وکړه. ټولګو او لیکنو یې هغه یو وتلی  جیولوژي پوه او راټولوونکي کړ.

ډاروین د نفوسو د اصولو په اړه د مالتوس مقاله، د خپلو موندنو په برخه کې د سیمې سره د نوعو تړاو، د ژوو د روزنې په اړه پلټنې او د همغږی د طبیعي قوانینو د نظرونو په اړه ولوستله. نوموړي د ۱۸۳۸ ز کال د نومبر میاشت په وروستیو کې هغه روزنکي چې صفات غوره کوي، د مالتوس طبیعت سره پرتله کړ چې په ناڅاپي ډول رامنځته شوي مختلف شکلونه غوره کوي، ترڅو "د نوي ترلاسه شوي جوړښت هره برخه  ټوله عملي او بشپړه وي"، دا يې د نوعو د پيدایښت د څرنګوالي په اړه "زما د تیوري یوه ښایسته برخه " وبلله.[۱][۲]

د نوعو د پیداښت د څرنګوالي په اړه د ده تیوري په اصولي توګه راټوله شوې وه، خو د هغو ستونزو څخه په روښانه ډول خبر و چې هغه به په علمي بنسټ کې د خپلو ملګرو او همکارانوله خوا د هغې د منلو په برخه کې ورسره مخامخ شي. ډاروین د لندن د جیولوژیکي ټولنې د منشي په توګه د ۱۸۳۸ ز کال د دسمبر میاشتې په ۱۹ مه د ریچارد اوون او د ډاروین د پخواني ښوونکي رابرټ اډموند ګرانت د متحدینو د ناوړه پلټنو شاهد و، چې دوی د ګرانت په لامارکي بدعت ملنډې ووهلې چې د مادي نظرونو د جوړښت نه زغمل یې څرګندول.

د متاهلي ژوند[سمول]

ډاروین چې هغه وخت له ایما سره واده کړی و او په لندن کې استوګن و، په ۱۸۳۹ ز کال کې د معلوماتو لپاره د کلیو لټولو ته دوام ورکړ او د نظرونو سره، د پوښتنو او تجربو د یاداښتونو کتاب یې پیل کړ چې د هغه وخت "فلسفي" ساینس پوهانو ته عجیب او بی اهمیته ښکارېده. د ژوو د روزنې په اړه یې پوښتنې چاپ کړې او ښاغلو کروندګرو ته یې واستولې، د دوی له ژوو روزونکو او د ژوو ساتونکو څخه یې د ژوو د پالنې په اړه معلومات وغوښتل، چې دوی څنګه ډولونه دوه رګه کړل یا اولادونه غوره کړل. یوازې له درېیو کسانو څخه چې ځواب یې ورکړ، یوه یې په ساده ډول د ځواب ورکولو لپاره پوښتنې له توان څخه ډېرې لوړې ولیدلې. ده د سویسي بوټی پوه الفونس دي کاندول سره، چې پلار یې اګستین "د طبیعت د جګړې" نظریه کارولې وه، موافقه وکړه،خو کله یې چې هینسلیګ ویګ وود ته خپله تیوري تشرېح کوله، د تره زوی یې " هغه بې معنا بلله ... دا چې د یوه پړانګ یو انچ مخکې ټوپ وهنه به د هغه ساتنه مشخص کوي".[۳][۴]

د مې په میاشت کې د ډاروین د ژورنال او د تبصرو (د بیګل سفر) خپرېدلو داسې نیوکې راپورته کړې، چې هغه یې د حقایقو د ښکاره کولو پر ځای په تیوري کولو تورن کړ. ده خپل پام په جیولوژي کې د خپل پلان شوي کتاب د لومړۍ برخې په توګه، د مرجاني ټاپوګانو د جوړښټ په اړه د پلټنو او د تیوریو پراخولو ته راواړاوه.

د دسمبر په میاشت کې د ایما د لومړۍ امیندوارۍ د پرمختګ سره چارلس ناروغه شو او د راتلونکي کال په اوږدو کې یې لږ څه ترسره کړل. د ۱۸۴۰ ز کال په مې میاشت کې د جغرافیایي ټولنې په شورا کې یې دنده ومنله. هغه په ۱۸۴۱ ز کال کې وکولی شول، د لنډو مودو لپاره په ​​اونۍ کې څو ورځې کار وکړي او د ډبرو او کثافاتو په اړه چې د یخونو په واسطه لېږدول کېږي، یوه مقاله چمتو کړه، خو د ده حالت ښه نه شو.له خپل پلار سره له سلا او مشورې وروسته، په ​​کلیوالي سیمو کې د کور په لټه کې ش،و ترڅو د ښار څخه چې د اقتصادي فشار او مدني ناکراریو سره مخامخ و، وتښتي. اوون د هغه یو له هغو څو علمي ملګرو څخه و، چې په دې وخت کې یې له ډاروین سره لیدنه کړه، مګر د بدلون له هرې اشارې سره د اوون مخالفت، ډاروین دې ته اړ کړ، چې د خپلو تیوریو په اړه چپ پاتې شي.

د تیوري په اړه لومړنۍ لیکنې[سمول]

ډاروین د ۱۸۴۲ ز کال په جنوري میاشت کې لیل ته چې هغه مهال امریکا ته په سفر و، په یوه لیک کې د خپلو نظرونو ازمایښتي توضیحات واستول. لیل ناهیله شو، چې پخوانی ملګری يې یو بدلون باوره یا Transmutationist شوی و، یادونه یې وکړه چې:  ډاروین "د نوعو د هر محصول د پیل د لیدلو څخه منکر دی".

د مرجاني ټاپوګانو د جوړښت د تیورۍ په اړه د ډاروین کتاب، د مرجاني ډبرو جوړښت او وېش، له دری کلن کار وروسته د څلورمې برخې سره د مې په میاشت کې خپور شو: د اېچ ام اس د بیګل سفر د ژولوژي کب یا Fish of Zoology of the Voyage of H.M.S. Beagle هم چاپ کېده. ناروغي یوه همېشنۍ ستونزه وه، دی او ایما د مې میاشتې په ۱۸مه نېټه د لندن څخه لاړل، مخکې له دې چې د دمې او آرامۍ لپاره د جون میاشتې په ۱۵ نېټه شروسبري ته لاړ شي، د مور او پلار سره یې په مایر هال کې ولیدل. هغه وخت ډاروین "لومړی ما ځان قانع کړ چې د خپلې تیورۍ ډېر مختصر لنډیز په ۳۵ مخونو کې په پنسل ولیکم"، د هغه د تیورۍ "پنسلي طرحه". د دې طرحې کروندګر، چې ژوي روزي، تر بحث لاندې ونیول، د ډېر نفوس او سیالۍ  ورته والی یې وکړ، چې د "طبیعت د جګړې" او د نسب د میکانیزم له لارې "طبیعي ټاکنې" ته لاره هواروي. هر ژوندی موجود، په څانګه یي شجرې پورې تړاو درلود، نه د لامارکی سلسله پورته کول او دا شجره د طبقه بندی لپاره مناسب بنسټ و. داسې استدلال یې "سپکوالی" وګاڼه، چې خدای هر ډول پرازیت او چنجی  په شخصي هوس جوړ کړي دي. لا دمخه، د عبارتونو او نظرونو یوه نابشپړه بڼه، چې د لومړۍ مسودې په ​​پایله کې لیدل کېږي، ۱۷ کاله وروسته د نوعو د اصل په اړه په وروستي پاراګراف کې خپره کړه:[۵][۶]

موږ د مړینې، قحطۍ، غصب او د طبیعت د پټې جګړې څخه درک کولی شو، چې ترټولو غوره ښه والی دا دی چې ښه تکامل شوي حیوانات مستقیاً پيدا شوي. لومړۍ د داسې قوانینو تصور کول، چې د ځانګرو موجوداتو د رامینځته کولو وړتیا لري اوهر یو د خورا غوره کارپوهنې او د ډېر پراخ سمون له خوا مشخص شوي، بې له شکه زموږ له عاجز ځواک څخه لوړ دي. دا فرضیه زموږ (تواضع) د وس کموالی ښیي، چې هر قانون باید د خالق حکم ته اړتیا ولري، مګر په ورته نسبت د داسې قوانینو شتون باید زموږ تصور د عالم خالق د پیاوړتیا په اړه لوړکړي. د ژوند په لید کې یو ساده عظمت شته، چې د ودې، مشابهت او د تکثیر د قدرتونو سره يې په ماده کې په یوه یا څو بڼو تنفس شوي دي او دا چې زموږ سیاره، د ثابتوقوانینو سره سم په حرکت کې ده او د بدلون په یوه دوره کې ځمکه او اوبه د یوې بلې ځای نیسي او دا چې د ډېرو کوچنیو بدلونونو د تدریجي ټاکنې د پروسې له لارې له خورا ساده اصل څخه ډېر ښکلي او ډېر په زړه پورې نه ختمیدونکي شکلونو وده کړې ده.[۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Darwin transmutation notebook E p. 75". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Darwin transmutation notebook E p. 71". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Browne 1995, p. 429
  4. "URBANOWICZ ON DARWIN/September 1996". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Desmond & Moore 1991, p. 292Darwin 1842, p. xvi–xvii
  6. Darwin 1842, p. 51
  7. Darwin 1842, p. 52