د چین له خوا د کوېډ - ۱۹ په اړه د ناسمو اطلاعاتو خپراوی
د چین دولت په فعال ډول د کوېډ -۱۹ د کم اهمیت بللو او په ټوله نړۍ کې د هغو د خپرېدو په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو کې ښکېل دی. دولت هغه افشا کوونکي او خبریالان چې د دولت د ادعا له مخې د ګنګوسو په خپرولو بوخت و او په ښکاره ډول یې د سارس په څېر «نامعلومې ناروغۍ» له امله په روغتونونو کې د بسترو نارغانو اړوند د عامه اندېښنو په اړه معلومات وړاندې کول، ونیول. [۱][۲][۳][۴]
د کوېډ – ۱۹ د پېښو په اړه د نه راپور ورکولو ملامتي په پیل کې ناڅرګنده وه، ځکه د یوې ماتې په توګه د سیمه يیزو او ملي چارواکو له خوا د هغو تشخیص ستونزمن و. اسوشتیډ پریس راپور ورکړ چې :«د چارواکو له خوا مخ پر زیاتېدونکي ډول سیاسي فشارونو د شنه څراغ له ورکولو پرته د هغو اړوند راپورونه غلي کړي و». د روغتیا نړیوال سازمان د هغه څه په اړه چې د ووهان چارواکي د دغې ناروغۍ په اړه ورباندې پوهېدل څېړنې کوي.[۵][۶]
د ۲۰۲۱ زکال د فبروري په ۱۴ مه د اسوشټید پرس یوې افشا څرګنده کړه چې چین د کوېډ – ۱۹ اړوند د ناسمو اطلاعاتو او توطیې د تیوري په خپرولو کې د «رهبرۍ رول» درلود. [۷]
لومړنی غبرګون
[سمول]د لومړنیو نښو کم اهمیته بلل
[سمول]په لومړیو اونیو کې د دغې ناروغۍ ګواښونه خلکو ته کم اهمیته وښودل شول چې له همدې امله په ووهان کې استوګن ۱۱ میلیونه وګړي د دغه ویروس په اړه بې خبره پاتې شول او له هغو یې زیان ولید. د دغې ناروغۍ د علني کولو په برخه کې ملامتیا د سیمه ییزو چارواکو د نه لېوالتیا سیاسي انګېزو ته اړونده بلل کېږي په داسې حال کې چې هغوی «په جنوري میاشت کې کلني کانګرس ته چمتوالی نیو». په داسې حال کې چې د کوېډ پېښو زیاتوالی وموند، خو چارواکو څرګندوله چې :«ښایي چې، نور دغه وایرس شتون و نه لري».[۸]
د ۲۰۲۰ زکال په مارچ میاشت کې د ووهان د مرکزي روغتون د بېړنۍ څانګی مشر، آی فن، په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې «د جګ پوړو چارواکو له خوا هغه ته ویل شوي و... د ووهان د روغتیا کمیسیون امر کړی و چې روغتیايي چارواکي نه باید د دغې ناروغۍ یا وبا په اړه معلومات د عامه وحشت څخه د مخنیوي په موخه فاش کړي».[۹]
کریس باکلی او سټیون لی مایزر په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې ولیکل چې:«د دغې وبا اړوند د دولت لومړی مدیریت د دې لامل شو، څو ویروس په پراخه کچه خپور شي. په حساسو شېبو کې چارواکو پرېکړه وکړه چې له دغه مخ پر زیاتېدوني کړکېچ سره د ښکاره مبارزې پر ځای د عامه وېرې او سیاسي شرم له امله له هغو څخه د مخنیوي په موخه پټ فعالیتونه غوره وګڼل شي».
د ۲۰۲۰ زکال د ډسمبر تر پایه پورې، چین په دغه وایرس کنټرول درلود. بي بي سي په خپلو تېرو راپورنو باندې په بیا کتنې سره څرګنده کړه چې: څه ډول د چین دولتي رسنیو او د چین انلاین دولتي سانسور کوونکو د دغې وبا اړوند منفي اطلاعات له منځه وړل او د هغو اړوند یې تبلیغات کول.[۱۰]
د روغتیايي کارکوونکو چوپ کول
[سمول]لی ونلیانګ د ووهان په مرکزي روغتون کې د سترګو ډاکټر و. د ۲۰۱۹ زکال د ډسمبر په ۳۰ مه نېټه هغه د دغې ناروغۍ له اوو پېښو سره مخ شو چې فکر یې کاوه سارس ته ورته ده. هغه خپلو همکارو ډاکټرانو ته د چټ په یوه ګروپ کې پیغام ولېږه او هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې له دغې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو په موخه محافظتي جامې واغوندي. وروسته هغه او اوو نورو ډاکټرانو ته وویل شول چې د عامه امنیت ادارې ته ورشي او یو سند لاسلیک کړي. په دغه سند کې هغوی په «ناسم نظر ورکولو» چې «ټولنیز نظم یې ګواښوه» تورن شول. وروسته چینايي جراح او ساینس پوه وانګ ګوانګبائو ولیکل چې د جنوري تر لومړۍ نېټې پورې په روغتیايي محافلو کې ټولو فکر کاوه چې سارس ته ورته ناروغي د پراختیا په حال کې ده خو د هغو په اړه د ښکاره خبرو کولو اړوند د پولیسو خبرداري هغوی غلي کړي و. لي وروسته د دغې ناروغۍ له امله ومړ او چین وروسته د هغه له کورنۍ بخښنه وغوښتنه او په یاد لیک کې یې هغه ته ګواښ لغو کړ.[۱۱][۱۲][۱۳]
یو روغتیا پال(نرس) د جنوري په لومړیو کې وویل چې ډاکټران او روغتیا پالان دې متوجه شوي چې دوی هم ناروغ شوي. د روغتونونو مدیرانو د ښاري دولتي چارواکو او روغتیايي کمیسونونو سره اوږدې تلیفونې اړیکې لرلې. له دې سره روغتیايي پرسونل د محافظتي وسایلو د اغوستو اجازه نه لرله ځکه چې وحشت یې راپاروه. د روغتیا او سیمه ئیزو ادارو چارواکو ډېره پړه په لوړ پوړو چارواکو اچوله، ځکه سیمه ئیز چارواکي یې د دغې وبا په اړه د ناوړه خبرونو په خپرولو مجازات کول.[۱۴]
د خبریالو وګړو نیول او نادرکه کېدل
[سمول]د ناروغۍ له خپرېدو څه کم یو کال وروسته د ۲۰۲۰ زکال تر ډسمبر میاشتې پورې، په چین کې لږ تر لږه ۴۷ خبریالان چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یې لومړني راپورنه ورکړي و په بند کې و.[۱۵]
چینايي خبریال چن کیوشي د ۲۰۲۰ زکال د جنوري په ۲۳ مه د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه خپل راپور له ووهان څخه پیل کړ. هغه د فبروري په ۶ مه نادرکه شو او د سپټمبر په ۲۴ مه د هغه یو ملګري وویل چې هغه بېرته پیدا شوی. هغه د یوې ځانګړې دولتي ادارې تر نظارت لاندې و خو تر اوسه تر قانوني تعقیب لاندې نه دی نیول شوی ځکه له مخالفو ډلو سره یې اړیکه نه وه نیولې.[۱۶][۱۷]
فانګ بین چینايي ښاري خبریال و چې څو ځله یې په ووهان کې ددغې وبا د خپرېدو اړوند ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې وې. هغه د ۲۰۲۰ زکال په فبروري میاشت کې څو ځله ونیول شو. وروستی ځل هغه د فبروري په ۹ مه نېټه ونیول شو او د ۲۰۲۰ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې کله چې په عامه چاپېریال کې هغه ولیدل شو، نه و لیدل شوی.
لي زهوا د دغې ناروغۍ د خپرېدو اړوند د ۲۰۲۰ زکال له فبروري میاشتې څخه راپور ورکاوه. نوموړی د فبروري په ۲۶ مه وروسته له هغه چې د دولتي مامورینو د تعقیب او نیونو لایف ویډیو یې خپره کړه ونیول شو. هغه د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د یوې لنډې وینا په کولو سره په ټولنیزو رسنیو کې را څرګند شو او یو متل یې ووایه چې د انسان ذهن «خطا کولای شي». د هغه له ملګرو څخه یوه وویل چې کېدای شي چارواکو هغه ته ویلي وو چې دغه څرګندونې وکړي.[۱۸][۱۹]
یوې بلې ښاري خبریالې ژانګ ژان د ۲۰۲۰ زکال په مۍ میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د مالوماتو له خپرولو ډډه وکړه. د ډسمبر په ۲۸ مه نوموړې په څلور کاله بند محکومه شوه. د هغې د یو وکیل په خبر هغه د «ستونزو او مزاحمت په جوړولو» تورنه شوې وه.[۲۰]
د وبا د رېښې اړوند ځایونو تبلیغ
[سمول]د چین دولت څو ځله ادعا کړې چې کوېډ – ۱۹ یوازې له ووهان څخه سرچینه نه ده اخیستې، بلکې د ۲۰۱۹ زکال په مني کې یې د نړۍ له ګڼ شمېر ځایونو سرچینه اخیستې. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ۲۰۲۰ زکال په مارچ میاشت کې واشنګټن پوست د چین د دولتي رسنی پوستونه او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې شته پوستونه وڅېړل او دې ته یې پام شو چې امریکا ضد د دسیسې تیوري د چینايي کارکوونکو ترمنځ خپرېږي.[۲۴]
د ۲۰۲۰ زکال په مارچ میاشت کې د چین دولتي رسنیو له ایټالوي ډاکټر جوزپه رموزي سره د ملي راډیو له لوري شوې مرکه خپره کړه او د هغو پر بنسټ یې دغه نظریه خپره کړه چې کېدای شي دغه ویروس له ووهان وړاندې په ایټالیا کې رامنځته شوی وي چې د هغو د تائید په موخه یې د ۲۰۱۹ زکال له نومبر میاشتې څخه تر ډسمبر پورې د سږو د ناروغیو یو شمېر غیرعادي مواردوته اشاره په کې کړې وه. رموزي وروسته وویل چې د هغه خبرې «پیچلې» وې.[۲۵][۲۶]
نړیوال غبرګونونه
[سمول]د ۲۰۲۰ زکال د مارچ په ۲۵ مه د اوو لویو هېوادونو په ناسته کې د چین له خوا د ناسمو اطلاعاتو د خپراوي د کمپاین په اړه بحث وشو.[۲۷]
د ۲۰۲۰ زکال د مارچ په ۱۷ مه نېټه، CGTN په عربي ژبه ویډیو خپره کړه چې بې پولې خبریالانو هغه د کوېډ – ۱۹ په اړه د ناسمو اطلاعاتو په ډله کې ډل بندي کړه.[۲۸][۲۹][۳۰]
د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې د سویس د بهرنیو چارو فدرال وزارت له چینايي دولتي رسنیو غوښتنه وکړه، چې د سویسي بیالوژي پوه په اړه نقل قول شوي تورونه چې په پراخه کچه هغه ته اړوند بلل کېدل، له منځه یوسي. په دغو څرګندونو کې راغلي و چې: متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان فشار راوړي چي چین د دغې وبا اړوند پړ وګڼي.[۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Cook, Sarah. "Welcome to the New Era of Chinese Government Disinformation". thediplomat.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 March 2021. ترلاسهکېدو نېټه 8 February 2021.
- ↑ Wong, Edward; Rosenberg, Matthew; Barnes, Julian E. (22 April 2020). "Chinese Agents Helped Spread Messages That Sowed Virus Panic in U.S., Officials Say". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 April 2021. ترلاسهکېدو نېټه 8 February 2021.
- ↑ Shih, Gerry; Knowles, Hannah (4 February 2020). "A Chinese doctor was one of the first to warn about coronavirus. He got detained - and infected". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 February 2021. ترلاسهکېدو نېټه 10 February 2021.
- ↑ Yu, Verna (7 February 2020). "'Hero who told the truth': Chinese rage over coronavirus death of whistleblower doctor". the Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 February 2021. ترلاسهکېدو نېټه 30 January 2021.
- ↑ "Covid: WHO probe team in China exits Wuhan quarantine". BBC News. 28 January 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 February 2021. ترلاسهکېدو نېټه 30 January 2021.
- ↑ "China didn't warn public of likely pandemic for 6 key days". AP NEWS. 15 April 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 March 2021. ترلاسهکېدو نېټه 30 January 2021.
- ↑ Kinetz, Erika (15 February 2021). "Anatomy of a conspiracy". Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2021. ترلاسهکېدو نېټه 19 February 2021.
- ↑ "As New Coronavirus Spread, China's Old Habits Delayed Fight". The New York Times. 1 February 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 May 2020. ترلاسهکېدو نېټه 30 January 2021.
- ↑ "The 'Occam's Razor Argument' Has Not Shifted in Favor of a Lab Leak". Snopes.com. Snopes. ترلاسهکېدو نېټه 19 July 2021.
- ↑ "China Covid-19: How state media and censorship took on coronavirus". BBC News. 29 December 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 February 2021. ترلاسهکېدو نېټه 30 January 2021.
- ↑ Shih, Gerry; Rauhala, Emily; Sun, Lena H. (1 February 2020). "Early missteps and state secrecy in China probably allowed the coronavirus to spread farther and faster". Washington Post.
- ↑ "Li Wenliang: Coronavirus kills Chinese whistleblower doctor". BBC News. 7 February 2020.
- ↑ "Chinese inquiry exonerates coronavirus whistleblower doctor". The Guardian. 21 March 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 March 2020. ترلاسهکېدو نېټه 21 March 2020.
- ↑ "Wuhan officials face questions, anger over virus response". AP NEWS. 29 April 2021.
- ↑ Nectar Gan and James Griffiths. "Chinese journalist who documented Wuhan coronavirus outbreak jailed for 4 years". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 December 2020. ترلاسهکېدو نېټه 29 December 2020.
- ↑ "Coronavirus: journalist missing in Wuhan as anger towards Chinese authorities grows". The Guardian. 10 February 2020.
- ↑ "Wuhan Covid journalist missing since February found, says friend". The Guardian. 24 September 2020.
- ↑ "Missing Wuhan citizen journalist reappears after two months". The Guardian. 22 April 2020.
- ↑ "Missing citizen journalist Li Zehua back online after 'quarantine'". South China Morning Post (in انګليسي). 23 April 2020. ترلاسهکېدو نېټه 1 June 2020.
- ↑ Oxner, Reese (29 December 2020). "U.S. And EU Condemn Jailing Of Lawyer Who Reported On Coronavirus In Wuhan". NPR.
- ↑ Sudworth, John (23 January 2021). "Wuhan marks its anniversary with triumph and denial". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 31 March 2021. ترلاسهکېدو نېټه 3 April 2021.
- ↑ "Chinese media step up campaign to muddy probe into Covid origins". Financial Times. 26 November 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 November 2020. ترلاسهکېدو نېټه 26 November 2020.
- ↑ Molter, Vanessa; DiResta, Renee (8 June 2020). "Pandemics & propaganda: how Chinese state media creates and propagates CCP coronavirus narratives". Harvard Kennedy School Misinformation Review (in American English). 1 (3). doi:10.37016/mr-2020-025. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 January 2021. ترلاسهکېدو نېټه 8 February 2021.
- ↑ Shih, Gerry. "Conspiracy theorists blame U.S. for coronavirus. China is happy to encourage them". خوندي شوی له اصلي څخه په 18 March 2020. ترلاسهکېدو نېټه 24 January 2021 – via www.washingtonpost.com.
- ↑ Staff, Quartz. "An Italian doctor is now key to China's efforts to sow confusion over the coronavirus's origins". Quartz. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 January 2021. ترلاسهکېدو نېټه 24 January 2021.
- ↑ Beijing, Didi Tang. "Beijing twisted my words on coronavirus's Italian origin, says scientist Giuseppe Remuzzi". خوندي شوی له اصلي څخه په 28 January 2021. ترلاسهکېدو نېټه 24 January 2021 – via www.thetimes.co.uk.
- ↑ Reuters Staff (25 March 2020). "Pompeo says G7 discussed China's coronavirus 'disinformation'". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 February 2021. ترلاسهکېدو نېټه 24 January 2021 – via www.reuters.com.
{{cite news}}:|author=has generic name (help) - ↑ Wong, Edward; Rosenberg, Matthew; Barnes, Julian E. (22 April 2020). "Chinese Agents Helped Spread Messages That Sowed Virus Panic in U.S., Officials Say". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 April 2020. ترلاسهکېدو نېټه 22 April 2020.
- ↑ Lipin, Michael; Lu, Liyuan; Samadbeygi, Behrooz; Jedinia, Mehdi (24 March 2020). "Iran, China Amplify Each Other's Allegations of US Coronavirus Culpability". Voice of America. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 April 2020. ترلاسهکېدو نېټه 22 April 2020.
- ↑ Mudie, Luisetta, ed. (21 April 2020). "Press Group Warns of China's Coronavirus Misinformation War". Radio Free Asia. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 April 2020. ترلاسهکېدو نېټه 22 April 2020.
- ↑ Davidson, Helen (11 August 2021). "Chinese media in fake news claims over Swiss scientist critical of US". The Guardian. ترلاسهکېدو نېټه 14 August 2021.
- ↑ "Swiss ask Chinese media to pull quotes from 'fake' citizen". Associated Press. 11 August 2021. ترلاسهکېدو نېټه 14 August 2021.
- ↑ Dyer, Owen (13 August 2021). "Covid-19: China pressured WHO team to dismiss lab leak theory, claims chief investigator". BMJ.