منځپانگې ته ورتلل

د چالدیران جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چالديران جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲۳ اگست ۱۵۱۴ (Gregorian) (۱۵۱۴ (Gregorian)) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
Chaldoran (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
برخه د
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۹°۰۵′۲۰″شمال ۴۴°۱۹′۳۷″ختیځ / 39.088852777778°شمال 44.326997222222°ختيځ / 39.088852777778; 44.326997222222 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د چالدیران جګړه ( پارسي ژبه: جنگ چالدران‎ ) د ۱۵۱۴ زیږدیز کال د اګست په ۲۳ نیټه ترسره سول چي په پایله کي یې د پارس صفوي ترک واکمني له عثماني امپراتورۍ څخه شرموونکې ماته وخوړه. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته عثماني ځواکونو ختیځ اناتولیا او شمالي عراق له صفوی پارس څخه لاندي او پخپله واکمني پوري وتړل. د عثمانیانو لپاره یاده جګړه په ختیځه اناطولیا کي ستر برئ وو، چي د یرغلګرو صفویانو ځواک یې سخت ولړزاوه. [۱] د چالدیران جګړه یوازي نښته نه بلکي د راتلونکي41 کلن اخ او ډب پیل وو، چي وروسته په 1555 کال کي د اماسیا په تړون سره پای ته ورسید.

د چالدیران په یاده جګړه کي عثمانیانو د 60,000 څخه تر 100,000 پوري لوی او سمبال لښکر له یوې ډیری درنې توپخانې سره درلود، او په وړاندي یې د صفوي پوځ شمیر له 40,000 څخه تر 80,000 پوري وو. د صفویانو مشر اسماعیل اول د جګړې په جریان کي لمړئ ټپي او وروسته په تیښته بریالئ سو. د نوموړي نیول سوې مېرمن د عثماني مشر سلیم اول لخوا لمړئ زنداني او بیا کوم عثماني وزیر ته په نکاح ورکړل سوه. [۲] [۳] اسماعیل له دې ماتي وروسته دومره ووېرېدی [۴]چي بیا یې په پوځي جګړه کي هیڅکله برخه وانخیسته. [۱] عثماني ځواکونو له یادي بریا وروسته د پارس په لور چټک حرکت وکړ، او په لنډ وخت کي یې د صفویانو پلازمینه تبریز ونیوی، ورپسې یې د پارس امپراتورۍ خزانه هم په بشپړه توګه لوټ او تالان کړه.

له تاریخي پلوه د چالیدران جګړه د هغه څه له امله رامنځ ته سول چي د پارس واکمنو یا اوسنیو ایرانیانو په ختیځه ترکیه کي د شیعه مذهب په خپرولو سره غوښتل ترڅو د ترکیې ختیځه برخه لاندي کړي، خو عثمانیانو نه یوازي دوی ته شرموونکې ماته ورکړه بلکي د تل لپاره یې د ترکیې له خاوري هم لاس په سر کړه.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Mikaberidze 2015.
  2. The Cambridge History of Iran, ed.
  3. Leslie P. Peirce, The Imperial Harem: Women and Sovereignty in the Ottoman Empire, (Oxford University Press, 1993), 37.
  4. Moojan Momen, An Introduction to Shiʻi Islam: The History and Doctrines of Twelver Shiʻism, (Yale University Press, 1985), 107.