د څېړنې پوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څېړنې پوښتنه هغه پوښتنې ته ویل کېږي چې یوه څېړنیزه پروژه د هغې د ځواب لپاره په کار کېږي. د څېړنې پوښتنې ټاکل هم د کمي او هم  کیفي څېړنې لپاره یو اړین توکی دی. څېړنه د ډېټا را ټولولو او شننې ته اړتیا لري چې د دې کار لپاره د څېړنې تګلاره په پراخه کچه توپیر لري. د څېړنې ښې پوښتنې د یوې مهمې موضوع په اړه پوهه پراخوي او ډېرې کره او مشخصې وي.[۱]

د څېړنې د پوښتنې د ترتیب کولو لپاره، یو تن باید د څېړنې څرنګوالی لکه کمي، کیفي او یا مختلط، وټاکي. نور لاملونه لکه د پروژې تمویل، یوازې د څېړنې پوښتنه تر اغېزې لاندې نه راولي، بلکې په دې هم اغېز کوي چې پوښتنه د څېړنې په بهیر کې کله او څنګه را منځته کېږي. وړاندې اثار او مخینه د څېړنې د پوښتنې د ترتیب په ټاکلو کې ډول ډول شرایط وړاندې کوي، لکه د FINER یا PICOT تګلارې. [۲][۳][۴]

تعریف[سمول]

د څېړنې پوښتنې ته ځواب په حقیقت کې یوې څېړنیزې ستونزې یا څېړنیزې پوښتنې ته ځواب دی. د څېړنې د پوښتنې ټاکل چې د یوه دفاعي، تیزس یا د څېړنیزې پروژې لپاره د حل بنسټیزه موضوع ګڼل کېږي، په معمولي توګه  د څېړونکي لپاره د څېړنې په بهیر کې له لمړنیو ګامونو دي. اندېښنې لکه د پروژې تمویل یا د څېړنې تګلارې، کولاشی چې د څېړنې بهیر او همدارنګه د څېړنې د پوښتنې د ترتیب  څرنګوالي او وخت تر اغېز لاندې راولي. د څېړنې د پوښتنې کره او واضح تعریف ممکن د یو تکراري او څو ځلي بهیر په توګه را منځته شي. د پوښتنې جوړښت د څېړنې په ډول او سمون پورې اړه لري. [۵][۶][۷]

د څېړنیزې پوښتنې ترتیب[سمول]

له لومړنیو میتودولوژیکي ګامونونه یوهم د څېړنېزې پوښتنې ټاکل دي چې څېړونکی یې باید د څېړنې په بهیر که ترسره کړي. د څېړنې د پوښتنې په ترتیب کې د یوې ځانګړې موضوع سره لېوالتیا یا د هغه په اړه پوهه کولاشی شي ګټوره واقع شي. د څېړنې پوښتنې جوړښت تر ډېره حده د اغېزو له مخې لکه: د معلوماتو د ځای او د هغه د ډول پر بنسټ ټاکل کیږي. د څېړنې پوښتنه باید په سمه او روښانه توګه تعریف شي. د څېړنې د پوښتنې ټاکل هم د کمي او هم کیفي څېړنو بنسټیز عنصر دی او په ځینو مواردو کې دا ممکن د څېړنې د مفهومي چوکاټ له رامنځته کېدو وړاندې را منځ ته شي. خو په ټولو حالاتو کې، څېړنیزه پوښتنه د څېړنې په چوکاټ کې تیوریکي فرضیې تر ډیره روښانه کوي او هغه څه په ګوته کوي چې څېړونکی یې په لومړي ګام کې غواړي په هغه باندې پوه شي.  [۸][۹]

نو مخکې له دې چې د څېړنې پوښتنې ترتیب شي، پلټونکی لومړی باید د څېړنې ډول (کیفي، کمي، یا ګډ) وټاکي. کله چې د څېړنې بهیر لکه د څېړنې ساحه یا تګلاره له اصلي پوښتنې سره سمون و نه لري، د څېړنې د پوښتنې ترتیب ممکن څو ځلی تکرار شي. وړاندې آثار د څېړنې د پوښتنې د ترتیب د معیارونو د ټاکلو لپاره ډېرې تګلارې وړاندیز کوي چې دوه یې د FINER او PICO تګلارې دي.    

د ترتیب تګلارې بېلګې[سمول]

د FINER شرایط[سمول]

د FINER تګلاره د څېړنې شرایطو د برابرولو لپاره د یوې ګټورې لارې په توګه کارول کېدای شي چې د څېړنې د پوښتنې په ترتیب کې ترې ګټه اخیستل کېږي. د دې تګلارې د شرایطو د انعطاف له امله، دغه مېتود د څېړنو د ډول ‌ډول  سناریوګانو لپاره کارول کېدای شي. د FINER تګلاره څېړونکي هڅوي چې  د څېړنې ترسره کولو لپاره امکانات او لېوالتیا معلومه کړي. همدارنګه غوښتنه کوي چې اخلاقي پایلې او د څېړنې تړاو په پام کې ونیسي.     [۱۰]

د فاروګیا او نورو له قوله، د FINER شرایط داسې ارزښتناک ټکي په ګوته کوي چې د څېړنې د پروژې له بریالي ترتیب او جوړښت سره مرسته کوي. دغه شرایط د لومړي ځل لپاره د هولي او نورو له خوا د کلینیکي څېړنې د طرحې په نوم کتاب کې وړاندې شول چې په لاندې ډول دي.

F – عملي

  • د موضوع ګانو پوره شتون
  • د تخنیکي کارپوهنې پوره شتون
  • په لږ لګښت او وخت سره د برابرولو وړتیا  

I – په زړه پورې

  • ترلاسه شوی ځواب څېړونکی، ملګري او ټولنه وهڅوي

N – نوی

  • پخوانۍ موندنه تایید، رد یا پراخه کړي

E – اخلاقي

  • د داسې څېړنې سره سمون ولري چې د بیاکتنې د بورډ له خوا د منلو وړ وي

R – اړوند

  • له مشخصې پوهې سره تړاو ولري
  • له کلینیکی او روغتیایي تګلارې سره تړاو ولري
  • له راتلونکو څېړنو سره تړاو ولري

د PICOT شرایط[سمول]

د PICOT شرایط د پوښتنو په جوړښت او بڼه کې وڼده لري چې د شواهدو په بنسټ څېړنو لکه طبي مطالعاتو کې کارول کېږي. دا ډول څېړنې د ناروغانو یا ستونزو د ارزونې او تشخیص لپاره کارول کېږي او همدارنګه ښیي چې د کنټرول او تجربي ‌ډلو په اړه معمول فکتورونه کوم دي. [۱۱]

P – ناروغ یا ستونزه

I – مداخله (شاخص)

C – پرتلیزه ډله

T -  وخت

د څېړنې د بهیر په دوام سره، څېړونکی د څېړنې د پوښتنې د ځوابولو لپاره خپلې اړینې څېړنې په لاره اچوي چې هغه کېدای شي د لیسانس په کچه د رسالې د ترتیب لپاره د څو ورځو لپاره دویمو سرچينو مطالعه وي یا هم د یوې لویې پروژې لپاره په څو کلونو کې د لومړنۍ څېړنې تر سره کول وي. کله چې څېړنه بشپړه شي او څېړونکی خپلې څېړنیزې پوښتنې ته (احتمالي) ځواب و مومي، نو لیکنه پیلېږي (چې دا د نوټونو له هغو لیکلو څخه توپیر لري چې د څېړنې د پروژې د بهیر یوه برخه دي). د تحصیلي دورو په رسالو کې د پوښتنې ځواب معمولاً په سریزه کې په لنډه توګه د تیزس د وینا په بڼه وړاندې کېږي.

ډولونه او موخې[سمول]

د څېړنې پوښتنه دوه موخې لري

  1. ټاکي چې لیکوال چېرته او د څه ډول څېړنې په لټه کې دی [۱۲]
  2. هغه ځانګړې موخې په ګوته کوي چې څېړنه یا رساله یې په لټه کې ده

له دې امله، لیکوال باید مخکې له دې چې د څېړنې پوښتنې را پورته کړي، د څېړنې ډول (کیفي، کمي، یا دواړه حالات یې) په ګوته کړي.

کیفي څېړنه[سمول]

کیفي څېړنه د ولي یا څرنګه په لټه کې ده، نو د لیکوال څېړنه باید د څېړنې د موضوع څرنګوالي (څرنګه)، څه والي (څه شی) او دلیل (ولې) په لټه کې وي. له دې امله، کله چې د کیفي څېړنې لپاره د څېړنې پوښتنې ترتیب کېږي، لیکوال اړ دی چې د موضوع په اړه د ولې یا څنګه پوښتنه وکړي. د بېلګې په توګه: شرکت څنګه د خپل نوی تولید په بریالیتوب سره بازار پیدا کړ؟ د کیفي څېړنې لپاره اړینې سرچینې معمولاً چاپي یا انترنېټي متنونه (لیکنې)، غږیز او بصري رسنیز معلومات دي.   [۱۳]

په دې ځای کې د کیفي څېړنې د اصلي پوښتنې لپاره د کریسویل (۲۰۰۹) د متن یوه بېلګه ښودل شوې ده:

  • ــــــــــــــــــــــــــــ (څنګه یا څه شی) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ (د حکایتي څېړنې لپاره "داستان"؛ یا د یوې پدېدې پېژندنې لپاره د پدېدې"معنی"؛ د یوې قضیې د مطالعې لپاره په "قضیه" کې "موضوع") د ــــــــــــــــــــــــــــــ (اصلي پدېدې په اړه) د ـــــــــــــــــــــــــــ ګډونوالو لپاره په ــــــــــــــــــــــــــــــــــ ( د څېړنې په برخه کې).

کمي څېړنه[سمول]

کمي څېړنه د چېرته یا څه وخت په لټه کې ده، نو د لیکوال څېړنه باید د څېړنې موضوع د چېرته والي (چېرته) یا څه وخت والي (څه وخت) په لټه کې وي. له دې امله، کله چې د کمي څېړنې لپاره د څېړنې پوښتنې ترتیب کېږي، لیکوال اړ دی چې د موضوع په اړه د چېرته یا څه وخت پوښتنه وکړي. د بېلګې په توګه: شرکت باید خپلو تولیداتو ته چېرته بازار موندنه وکړي؟ د کیفي څېړنې برعکس، کمي څېړنه د څېړنې د موضوع ریاضيکي شننه ده، نو د لیکوال په څېړنه کې شمېرې او احصایوي معلومات شتون لري. [۱۳]

په دې ځای کې د کمي څېړنې د اصلي پوښتنې لپاره د کریسویل (۲۰۰۹) د متن یوه بیلګه ښودل شوې ده:

  • آیا ـــــــــــــــــــــــــ (د تیوري نوم) د ــــــــــــــــــــــــــــــ ترمنځ اړیکه (مستقل متحول) او ــــــــــــــــــــــــــــ (تابع متحول) تشرېح کوي چې د ــــــــــــــــــــــــــــــ (کنټرول د متحول) اغېږې کنټرول کړي؟

همدارنګه، د کمي څېړنې د صفري فرضیې لپاره متن کېدای په لاندې ډول وي:

  • د ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (په مستقل متحول باندې کنټرول او تجربي ډلې) او ــــــــــــــــــــــــــــــــ (تابع متحول) ترمنځ اړین توپیر شتون نه لري.

کمي څېړنې همدارنګه په دوو نورو ډلو وېشل کېږي:

  1. له یو بل سره تړلې څېړنې: دا څېړنې غیر تجربي دي، چې لیکوال اړ دی چې د څېړنې د موضوع ترتیبولو او جبري ټاکلو پرته اړېکې تر څېړنې لاندې ونیسي. د دې ډول څېړنې پوښتنه ښایي په دې ډول څرګنده شي: د اوږده واټن د سفر کولو او د خوړو د بې نظمي تر منځ اړیکه څه ده؟
  2. تجربي څېړنه: دا ډول څېړنه لیکوال اړ باسي چې د څېړنې موضوع ترتیب او په جبري توګه وټاکي. د دې ډول څېړنې پوښتنه ممکن په دې ډول څرګنده شي: آیا د فسټ فود مصرف د خوړو د بې نظمۍ لامل کېږي؟

Mixed study[edit][سمول]

ګډه یا مختلطه څېړنه[سمول]

ګډه څېړنه د کمي او کیفي څېړنو مختلط ډول دی، نو لیکوال اړ دی چې د څېړنې د موضو په اړه د ولي، څرنګه، څه، چېرته او کله تشخیص کړي. له دې امله، لیکوال اړ دی چې د څېړنې لپاره له اړتیا سره سم د هر یو لپاره د څېړنې پوښتنه ترتیب کړي. په دې ډول څېړنه کې په معمول ډول له ۱ څخه تر ۶ د پوښتنو تمه کېږي. [۱۳]

کله چې لیکوال د څېړنې ډول او د څېړنې مشخصې موخې وټاکي، لیکوال اړ دی چې دا هم په نظر کې ونیسي چې آیا د څېړنې پوښته " پایله څه ده" آزمایښت هم له ځانه سره لري او که نه. " پایله څه ده" آزمایښت په دې معنا دی چې لیکوال باید داسې شواهد وړاندې کړي چې مخاطب قانع کړي چې ولې دا څېړنه نوې او ګټوره پوهه آثارو ته زیاتوي.

اړوند اصطلاحات[سمول]

پروبلوماتیک[سمول]

پروبلوماتیک یوه اصطلاح ده چې د څېړنې پوښتنې یا ستونزې ته په مشابه ډول کارول کېږي او معمولاً د نړیوالو سیستمي ستونزو ته د حل لپاره کارول کېږي. دې اصطلاح په ۱۹۷۰ کال کې هغه وخت شهرت پیدا کړ چې حسن ازبیخان، اریچ جانتاخ او الکساندر کریستاکیس د روم د کلب لڼده شرحه چې د "انسان نامناسب حالت" تر نامه لاندې وه، علمي مفهوم ورکړ. په دې شرحه کې لیکوالانو ۴۹ دوامداره هغه جدي ستونزې په ګوته کړې چې انسان ورسره مخ دی، او ویې ویل، "موږ په حقیقت کې دا نا ممکنه و موندله دا د هغو ستونزو په په څېر په نظر کې ونیسو چې په انزوا کې دي – یا د داسې ستونزو په څېر چې په خپل ذات کې د حل وړ وي... دا له سیستم څخه ها خوا ستونزې دي چې مونږ ورته پروپلوماتیک وایو چې په ذاتي ډول زموږ په شرایطو کې نشته. [۱۴]

د پېچلتیا له اړخه نړیوال پروبلوماتیک ته ورته شرایط همدارنګه د پروبلوماتیک په نوم یادېږي. دا شرایط د لیکوالانو له خوا ډول ډول لیدلوری ترلاسه کوي. په سازماني تیوري او اړوند ساحو کې، څېړونکو سي وسیت چارچمن، هارست ریتل، او ملوین وېبر او کریس ارګېریس دا شرایط د ناوړه شرایطو په نوم یاد کړل او رسل اکوف هغه ته د ګډوډیو نوم ورکړ. [۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Mattick, Karen; Johnston, Jenny; de la Croix, Anne (2018). "How to…write a good research question". The Clinical Teacher (په انګلیسي ژبه کي). 15 (2): 104–108. doi:10.1111/tct.12776. PMID 29575667. S2CID 4360924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Santos CM da C, Pimenta CA de M, Nobre MRC. The PICO strategy for the research question construction and evidence search. Revista latino-americana de enfermagem. 2007;15(3):508–511.
  3. Boudin F, Nie J-Y, Dawes M. Clinical information retrieval using document and PICO structure. In: Human Language Technologies: The 2010 Annual Conference of the North American Chapter of the Association for Computational Linguistics. Association for Computational Linguistics; 2010. p. 822–830.
  4. Bhattacharya S. Journal club and post-graduate medical education. Indian J Plast Surg. 2017 Dec;50(3):302–5.
  5. Booth, Wayne C.; Colomb, Gregory G.; Williams, Joseph M.; Bizup, Joseph; Fitzgerald, William T. (1995). The Craft of Research. Chicago, IL: The University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-06565-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Duignan, John (2016), "Research question", A Dictionary of Business Research Methods (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780191792236.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-179223-6, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Haynes, R. Brian (2006-09-01). "Forming research questions". Journal of Clinical Epidemiology (په انګرېزي ژبه کي). 59 (9): 881–886. doi:10.1016/j.jclinepi.2006.06.006. ISSN 0895-4356. PMC 7125967. PMID 16895808. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Farrugia, Patricia (2010). "Practical tips for surgical research: Research questions, hypotheses and objectives". Canadian Journal of Surgery. 53:4 (4): 278–81. PMC 2912019. PMID 20646403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Creswell, John W. (2014). Research design : qualitative, quantitative, and mixed methods approaches (الطبعة 4th). Thousand Oaks, California: SAGE Publications. OCLC 815758208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-2609-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Designing clinical research. Hulley, Stephen B. (الطبعة 3rd). Philadelphia, PA: Lippincott Williams & Wilkins. 2007. OCLC 71223173. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7817-8210-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  11. Haynes, R. Brian (2006-09-01). "Forming research questions". Journal of Clinical Epidemiology (په انګرېزي ژبه کي). 59 (9): 881–886. doi:10.1016/j.jclinepi.2006.06.006. ISSN 0895-4356. PMC 7125967. PMID 16895808. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  12. Creswell, John W. (2014). Research design : qualitative, quantitative, and mixed methods approaches (الطبعة 4th). Thousand Oaks: SAGE Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-2609-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Creswell, John W. (2014). Research design : qualitative, quantitative, and mixed methods approaches (الطبعة 4th). Thousand Oaks: SAGE Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-2609-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (PDF). 3 February 2014 https://web.archive.org/web/20140203125912/http://sunsite.utk.edu/FINS/loversofdemocracy/Predicament.PTI.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  15. Argyris, C. (1968) "Some Unintended Consequences of Rigorous Research". Psychological Bulletin, pp. 185–197.