منځپانگې ته ورتلل

د پکتیا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پکتيا خلک د جرګو او مرکو د خلکو په نامه يادېږي او ډېرې شخړې او لانجې په کې له دې لارې هواريږي او دا يې د کولتور يوه خاصه ځانګړنه ده.

په پکتيا کې ډيری تصميمونه دقومونو له خوا نيول کېږي؛ خو د دې تر څنګ د لوړ ولور او ګڼ شمېر نور دودونه هم په کې رواج لري.

لونګۍ یا شمله ، کالي ،واسکټ او سپینه جالینه خولۍ د نرانو په پوښاک کې د پکتیا یو له ځانکړو دودونو څخه دي.

په لاسونو جوړ شوي د چرمو ګرد افغاني کالي، پایڅې، په لاسونو جوړ شوی ټیکری، پیزوان، لښتۍ، غاړه بند او چار ګل د پکتیا د ښځو د پوښاک ځانګړي زینتي شیان دي.

دغه راز په تېرو يوولسو کلونو کې لکه د نورو ولايتونو په شان په کې فرهنګي چارې هم ګړندۍ شوې دي.

په پکتيا کې پنځه اويا کاله وړاندې د وړانګې په نامه يوه پنځلس ورځنۍ جريده د اطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې خپرېده؛ خو د دېرش کلنو جکړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپرېدو پاتې وه؛ خو د نوي حکومت په راتلو سره بيا فعاله شوه.

همدا رنګه ملي اتڼ او ډُهل د پکتیا د موسیقۍ تر ټولو مهم او مشهور شیان دي چې ډېر اوږد تاریخ لري

عبدالبصیر همت