د پښو د دردونو پینځه عام لاملونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښود دردونوپینځه عام لاملونه

لومړۍ برخه

پښه د ۲۶ هډوکو  لرونکی ده چی د لیګامنټونو، ټندنونو او عضلاتو پوسیله یو له بل سره ارتباط لري کوم چی د ورځنی فعالیت له کبله تر ډیر فشار لاندی راځي . دا اړینه ده چی د پښو روغتیا ته ځانګړی پاملرنه وشي او هغه نښی نښانی وپیژندل شي چی د ورځنيو کارونو، او نا سمو عادتونو له  کبله د پښو د دردونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

Bunion❶/بونین:  د پښی د غټی ګوتی د مفصل په برخه کی له راوتنی یا بر امده ګي څخه عبارت دی چی وروورو توګه پرمختګ کوي، ځینی خلک ددی حالت د را منځته کیدو څخه کلونه مخکی د درد شکایت لري.

بونین څه ته وايي؟

په دی ناروغۍ کی د پښی د غټی ګوتی د مفصل په برخه کی برامده ګي لیدل کیږي او په دی توګه د پښی اسکیلیټی جوړښت  ته بدلون ورکوي داسی چی غټه ګوته د کوچنیو ګوتو طرف ته کوږوالی پیدا کوي .

بونین پر مختلونکی بینظمي ده چی د پښی د غټی ګوتی له کوږوالي پیلیږي ورپسی دکلونو په تیریدو سره د مفصل په زاویه کی بدلون رامنځته کیږي  او بیا په همدغه ناحیه کی بر امدګي  واقع کیږي چی ورو ورو غټیږي.  اعراض معمولا وروسته رامنځته کیږي او ځینی کسان هیڅ اعراض نلري.

لاملونه:

د داسی بوټانو کارول چی په پښه سم برابر نه وي او یا هم تیری څوکی ولري کوم چی پښه غیر طبعی حالت ته وړي. همدا راز ځینی التهابي حالات لکه روماتیزم او یا هم عصبی عضلي ګډوډۍ لکه پولیو .دا ناروغي دارثي نیمګړتیاوو له کبله  هم رامنځته کیږي، خو  یواځی او یواځی   ارثیت د بونین په رامنځته کولو  کی رول نلري بلکه د پښی ځانګړی بڼه هم د دی  ناروغۍ رامنځته کولو کی مرسته کوي.

نښی نښانی:

د بر امده ګۍ په ساحه کی:  درد یا زخم، التهاب او سوروالی، د سوځیدنی احساس او کله ناکله په  ساحي کرختي هم رامنځته کیږي، دا نښی نښانی هغه وخت ډیری څرګندی وي کله شخص تنګ بوټان  او یا هم لوړه پونده لرونکي بوټان په پښوکړي.

تشخیص:

د دی حالت تشخیص په فزیکی کتنه او کله که جراحي عملی ته اړتیا ولیدل شي د اکسری پوسیله تر سره کیږي.

درملنه:

غیر عملیاتي درملنه: پر وخت درملنه دردونه راکمولای شي خو د غه سوء شکل هیڅکله له منځه نشي وړلای. چی په دی کی د بوټانو له اصلاح نیولی بیا تر پډنګ/Padding ، د فزیکي فعالیت اصلاح، د درد ضد درمل، د یخ پوسیله درملنه، اود سټیرویدونو موضعی استعمال شامل دي.

عملیاتي درملنه هغه وخت ترسره کیږي چی پورتنۍ درملنه نتیجه ورنکړي او د عملیاتی درملنی هدف د سوء شکل اصلاح او د درد له مینځه وړل دي.

ژباړه او لنډیز: د اکتر عبدالاحد خوشحال  د اورتوپیدي او تروماتولوژي متخصص


نور بیا ..........


1.  Blom, A., Warwick, D., Whitehouse, M. and Solomon, L., n.d. Apley & Solomon's system of orthopaedics and trauma.

2.       Orthoinfo.aaos.org. 2021. Bunions - OrthoInfo - AAOS. [online] Available at: <https://orthoinfo.aaos.org/en/diseases--conditions/bunions/> [Accessed 6 July 2021].