منځپانگې ته ورتلل

د پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتو لومړنۍ لنډه کيسه

[سمول]

          لکه په پيل کې مو چې يادونه وکړه د پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسه سيدراحت زاخېلي صيب په (۱۹۰۸ز) کال کې ليکلې ده ، د نوموړي په دوه کيسو کې چې ((شلېدلې پڼه )) او ((کونډه نجلۍ )) نوميږي د ليکوالو ترمنځ يو څه اختلاف دی چې څوک يې يوه او څوک يې بله مشره ګڼي چې په پيل کې مو پرې بحث وکړ،خو اوس د ((کونډه نجلۍ )) چې د پښتو ژبې د لومړنۍ لنډې کيسې په حيث منل شوې ده . لومړی به داکيسه ولولو او بيا به يې کرکټر د هغه څه په رڼا کې وګورو چې پورته مو ولوستل:

سيدراحت زاخېلي

[سمول]

کونډه نجلۍ

[سمول]

      دا کيسه د يوې کونډې جنۍ ده او د هغې بېوزلې د ژوند نقشه تصويروي ، ددې کيسې مطلب دا نه دی چې د حجرې وخت پرې ښه تېر شي ، بلکې دلته د قام يو لوی ظلم ته فکر کول دي ، رښتيا خبر خو داده پښتنه ښځه چې کونډه شي نو خسر او خواښې ته يې محض ډوډۍ ورکول لا ګران ايسي ، نو که مونږ د دې ژوندي بنيادم د بربادېدو سببونه ولټوو،نو راته څرګنده به شي چې اصلا د دېوال رده ورانه ده ځکه دېوال کوږ دی .

           اول خو پلارګنۍ د لور او خور په سر باندې دومره روپۍ واخلي چې خسرګنۍ د پولۍ پړک ته کېنول شي او په دې خيال چې دا خو د بل د کور ده څه علم او هنر هم نه ورښيي ، دې ته نه ګوري چې داهم بنيادم دی ، د خدای پرځمکه زمونږ په شان د خوراک او څښاک حق لري او داحق خدای پرمونږ ايښی دی . د خدای په قانون يې خاوند ژوندی وي ،خو بيا هم په يو ډول د ډولونو ژوند تېرېږي ، د روپو ، وريجو او غوړو حسابونه خو ورسره کيږي ، د قرضونو ورسره کيسې وي ، د ټبرونو پېغورونه وي ، بيا هم هغه بې زبانه مال د هغه دوو سترګو ته ګوري او څه لنډه تنګه ساه کاږي ، نو خدای مه که ، که کونډه شي ، نو بيا راشه که يې ګورې ، د خسرګنۍ کره يې خو ځکه ځای نه وي چې د هغوی پوله او پټي تللای وي په سلمونو اوسودونو کې ډوب شوي وي ، نو چې دې بدو ته ګوري ګړۍ په ګړۍ غوسه ورځي د کور ټول بامبېړ يې په غاړه کې ورواچوي ، ډول ډول خبرې ورته کوي ، خو بيا يې هم تاو نه سړيږي ، پلارګنۍ خو ورسره يو ځل دښمني کړي ، يوه ټوکرۍ ډوډۍ ورته غر ښکاري ، بل خاوند هم د پېغورونو ګوډی وي .په زرګونو ظلمونو کې په لکونو تباشوو کونډو کې د يوې پېغلې کيسه دا ده .

      د مرجانې په مرغۍ سترګې ولګېدې ، نو لکه د زمري وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راوښکې ـــ تورې بلا ! زما د ګل په شان زوی دې وڅاټه اوس مولا شرموې بېل ...د مرغۍ له سترګو نه د اوښکو لښتي روان شول په سلګو سلګو يې ...وويل...    مرجانه : ژړا دې ميراته شه  په ژړا باندې خلک وېروې يوه پولې خبره وشوه بس ستا اوښکې روانې شوې ، ودرېږه د جمال پلار راشي ،ځمکه به ښه درباندې سره کړي.

       پر زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه کړای شو ، يوه وارخطا چيغه يې تر خولې ووتله او د خېرنې پټې (پړوني) پيڅکه يې مخ ته ونيوله او ويې ويل : ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دوړوې !

     مرجانې نورڅه ونه کړه ،خو يو ښه سوک يې ور حواله کړ ، خبردار چې بيا ماته (ابۍ)  ونه وايې ګنې ژبه به دې له کومي نه  راوباسم اور دې پورې شي په داسې کور چې تاغوندې نوغې پکې زرغونيږي ، د داسې ميندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا په شانې توتکه ترې پيداکيږي ، زه ستا په زړه مالګې اچوم بې حيا ، که تا زما ځيګر سکاره کړ ، داسې سپېره مخې خو دې خدای د چا په کور او غولي نه ورولي ، خدای دې ژر په ژېړو تلو له دې کوره وباسه !   په غونډۍ کاڼي دې پښه وښويېږه ! زما د نولسو کالو غمی تورو خاورو ته ولاړ. سوک د مرغۍ په تشي لګېدلی و ، له ډېره درده تړقېدله او په اوښکو يې د لوپټې پيڅکه خيشته پيشته کړې وه په سلګو سلګو يې ووې : مورې نور وهل نشم زغملای ، ښه اخر زما ګناه خو راوښيه ، هسې مې ولې وهې ؟ پښتنه جنۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه کول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا د مرغۍ يوه داسې ګناه ده چې د بښلو وړ نه وه ، د مرجانې ټټر باندې اور ولګېده ،ژبه يې راوويسته، ټول کور مالت يې په سر واخيسته :

         درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرۍ وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ور ورسېده ته به وايې په تورو مې کړه ، چې داسې د ګل غوټۍ وې ، نو مور او پلار واده کولې څه دپاره ؟ تاويز کړې به يې وې او په غاړه به يې ځړولې وې ، په ستن کې تار اچول نه ورځي نخرې يې ګوره ، نه کار نه روزګار ډوډۍ څلور په شمار ، څمڅۍ مينځل ورته لوی غر ښکاري ، سترګې په ډډه شي ټول لوښي مردار پراته وي ...

    دې نه مخکې بيا د مرجانې ژبه څه وه توره ورېځ وه د کنځلو ږلۍ يې راشروع کړې مړي ژوندي يې ټول وستايل ، مشر و کشر ترې خلاص نه شول بدبختې کونډې سره د ددې ښکنځلو بل ځواب نه و،  په ژړا يې د سلګو وار نه کېده پوهېده چې يو ساعت پس به ګل محمد خان راشي او په ما به د غضب تندر راپريوځي .

   مرغۍ ښايسته وه ، قابله وه همزولو به يې ويل چې د دې په خبرو کې جادو دی هرڅوک راماتوي ، اوس هم چې به ددې پخوانۍ همزولې چېرته د اختر په پاڼي جغ سره يوځای شوې ،نو د دې خبرې به يې رايادولې په خپل کلي د مرغۍ اصل والی او سيالتوب مشهور و، ليکن افسوس د پښتنو ناروا رواجونو هغه بې برخې کړه ، سپېره يې کړه (بدشګومه ) د هغې په تندي تياره شوه ،

      پلار يې په روپو پسې ړوندېده په خپلو سپېرو لاسونو يې ډولۍ کې کېنوله او لرې يې ورکړه يو څو مياشتې پس د هغې کوڅۍ ببرې شوې او هغه يوه کونډه وه ، انجلۍ  کونډه او د غمونو غر يې په سر راپرېوتی و.

     پلارګنۍ کره خو يې ځای نه و، خسرګنۍ بيا سپېره ورته ويل او هغه سپېره مخې وه دنېک پاله نه وه ، ناکاره وه ، د ټول ټبر پېغورونه به يې تېرول ، د خسر کنځلې به يې زغملې ، ټوله ورځ به يې کار کې  زړګی وچاود، خو بېګاه ته به يې د سترګو پټولو حق هم نه و، هغې ډوډۍ نه خوړله بلکې ډوډۍ دا خوړله ، خيرنو خچنو کالو ته يې هم زړه نه کېده ، کفن به يې راياداوه داسې هم نه تېرېدله چې يوه يادوه پڼې او کنځل به يې نه خوړلې ، يوه ورځ يې په سر کې ږمنځ وهله ، خسر د لښتې وار پرې وکړ  چې ډېرې ورځې يې په هغه لاس کار نشو کولای ، لوپټه يې خيرنه ، ريخانګې وه نو مرغۍ د مور لوپټه په سر کړه خسر پرې له شانه د خاورو تېل واچول ،تيلی يې ورته کولو خدای ترې بچ کړه ، دا نننی جنګ په څه و؟ په دې چې د شپاړسو کالو نجلۍ چې تمامه ورځ يې په مېچنو زړه شين شو ، ګرمې خولې پرې  د  (تېز سېلاب ) غوندې روانې  وې د باد دپاره د کوټې بام ته وخته بس دانه وه بلا وه ، د مرجانې په سترګو کې اغزي اغزي کېده ، ماخوستن مرغۍ کټ کې لږ غوندې ملا نېغه کړه چې ګل محمد خان کور ته ننوت ، د راتللو سره يې خوله ورباندې وسپړله : ستا ملا ولې ماته ده ؟ ډيوه کې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې، پاڅه!  لاس وينځونی راواخله .

    مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ کې شوه او ويې ويل دې ته څه مه وايه دا دمحل راڼۍ پرېږده چې خوب وکړي که ستا څه کار وي ، نو زه به يې کوم دومره ساعت کې مرغۍ کوزې او لاس وينځونی سره خسر ته ورغله . مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه چې د هغې په سترګو يې توره شپه کړه ، مرجانې ووې : بس بس مونږ وبښه ته راني يې ، مرغۍ د اوښکو ډکې سترګې ورته راواړولې او ويې ويل : ابۍ ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه کېږې ، مرجانې پرې لرګی را اوچت کړ ! ته بيا ماسره خبرې کوې ؟ وګورئ خلکه ما د دې سره څه کړي دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما که تش دومره ووې چې لورې ! دا کار د سيالانو نه دی ته کونډه يې داسې مه کوه ،نو ما بده خبره کړې ، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندی تريو نيولی دی او ژبه يې راباندې ايستلې ده ، بيا يې لاهم ارمان پاتې دی ؟

         ګل محمد خان چې دا خبره واورېده نو خپلې ښځې ته يې وويل : ته ددې بدبختې سره څه مه وايه دا بدبخته به يوه ورځ زما پوزه پرې کړي ، دا خو تا اول وار په خپل سر وخېژوله . هغه بله ورځ چې مې پرې د خاورو تېل اچول او سوځوله مې چې د غمه يې خلاص شو ،نو ته زما مخې ته راغلې او مخکې مخکې کېدلې او رانه خلاصه دې کړه ، اوس مزې کوه!

     مرغۍ په سلګوسلګو د خسر په پښو کې ولوېده او ويې ويل باباجي ما دې خدای مړه کړي که به ما د ابۍ سره لام کلام کړی وي ، خدای خبر چې ولې د سهار راهيسې راپسې شوې ده . ګل محمد خان چې داخبره د مرغۍ له خولې واورېده په سر باندې يې يوه ښه څپېړه ورکړه او ويې ويل:

-        لرې شه ! تا ته دې خدای مرګ درکړي چې زما عزت په ځای پاتې شي ، زما د غمي په شان زوی دې وخوړْ! او په دې سپينه جامه هم داغ راږدې.

مرغۍ پاڅېده او په زاريو يې لاس پرتندي کېښود او ويې ويل:

-        بابا که رښتيا داسې وي لکه چې ته وايي ،نو ما اوس وسوځوه چې سبا ستاسې د ډېران ايرې يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي .

ګل محمد چې دا خبرې واورېدې له خولې يې ځګونه راغلل په ډېر تاو ولاړ شو ويې ويل : مردارې پليتې شيطانې زما له لاسه  سول غواړې ؟

    مرغۍ : باباجي سول غواړم ، له خپله لاسه راباندې اور ولګوه ، له دې ژونده راته مرګ ښه دی ، زه که يم څه او که نه يم څه؟

ګل محمد خان: کم اصلې ! د رازمحمد پليت نوغې زه به په تا اوس اور بل کړم داخبره يې وکړه او ښځې ته يې اواز وکړ: د جمال خان مورې هغه دتېلو بوتل راوړه ، په دې وخت کې پر بېوزلې مرغۍ راګرځي او په وهلو شروع کوي ، پس له دې په غولي کې دغه درې غږونه اورېدل کيږي ، نو ر هيڅ يو ږغ نه و، يو د ګل محمد خان دلرګي شرکهار بل د هغه دا چېغې چې (اور غواړې؟)،( حرامونې اور غواړې؟) بل د مرغۍ په زوره زوره چېغې چې ويل به يې باباجي مړه شوم د خدای لپاره رسول ته وګوره ... خپله پلاره ...خپلې مورې ...يا کاکا صاحب ...راورسېږې !

     د بدبختې مرغۍ مخ نن لږ غوندې روڼ ښکاري ، بدن کې يې ايله وينه ګرځېدلې ده ، دا ځکه چې يو نيم کال پس مور کره تللې ده ، د مشر ورور واده يې دی ، د خسر کره يې بڼه په وهلو ، وهلو داسې شوې ده چې لکه چا چې چونه پرې دوړولې وي ، په ژړا ژړا يې سترګې سپينې شوي دي ، دې ويل چې د مور کره به يو څو ورځې په خندا تېرې کړم ،قسمت به ورته ويل چې  د کونډې هيچېرې د خوښۍ ځای نشته ! د مور غېږ ستا دپاره اوس يو سور تنور دی.

     مرغۍ پس له ډېرې مودې د خپلو همزولو څېرې ليدلې وې ، خوشحاله وه د خپل غم هغه اوږدې کيسې يې شاته کړې وې ، د هرچا سره يې په خندا خبرې کولې پاکې او نوې  جامې يې پس له ډېرې مودې  څخه اغوستې وې چې دې نوو جامو يې همزولو ته بيا د هغې تېر ښايست ور په ياداوه ، د ورور وده چې به يې په زړه د خوشحالۍ باد راوالوزاوه ، نو کله به يې د نجونو سره ټوکې ټکالې هم کولې ،خو بيا به يې د نجونو سره سندرې ويلې چې ورور به يې وليد نو دا به تر مور زياته ورځارېدله ، لنډه داچې د ډولۍ وخت راغۍ ورا تيارېده د هلک او نجلۍ جامې اخېستې شوې او ښځې او روانېدو ته راپاڅېدې ، د واده پنډوکی وتړل شو، نو هر چا د ناوې او زوم کالي او ځړوکي کتل ، دې بدمرغه مرغۍ هم د ورور لونګۍ ته ګوتې وروړې ښځو په دې کار ورټله ، دلته د مور هم ورته پام شو او داسې مضبوته څپېړه يې ورته ورکړه چې د ګوتو تغمې پرې جوړې شوې ، مرغۍ اريانه ودرېده ،مور يې ورته وويل چې کونډه ښځه د واده جامو ته لاس نه وروړي ؟ ته خو سپېره کونډه يې ، تا ولې ګوتې وروړې ؟

     هغه مور چې مرغۍ يې د ځيګر په سپينو پيو لويه کړې وه ، او نازوله يې نن ورته له خوده ووته دا سپېره پال ، هغ چېرې زغملای شي ، چې د يوې کونډې لاس د ورا جامو ته ګوتې وروړي ؟

    په دې وخت کې د خدای فضل و ، چې د مرغۍ د پلار په زړه د رحم اوبه تېرې شوې او د مرغۍ مور ته يې وويل ((خير داسې خطا له بنده څخه کيږي )) ګنې خدای خبر چې د مرغۍ به کوم ځای مات و.

     د مرغۍ زړه ډک و ، ژړلای يې هم نشوای ځکه ژړا تر هغه لا ډېره  بده وه په دې وخت کې ، نو د اوښکو ډکې سترګې کوټې ته ننوته ، نوې جامې يې وويستلې او زړې جامې يې واغوستلې لوپټه يې په مخ واچوله ، د خونې ګوټ کې څملاسته  ، ورا ولاړه ډولۍ راغله غال بول تېر شو ، خو مرغۍ پرې خبره هم نشوه نه يې چا تپوس وکړ، چا ياده هم نکړه ، کونډه بدبخته د چا په ياد وي .

         غوټه نيمه شپه شوه مرغۍ د (اديزو ) پر سړک باندې روانه ده تياره دومره ډېره ده چې د لاس ګوتې نه معلوميږي ، خو مرغۍ نه له مار نه وېريږي او نه هم د غله يا بل ځناور نه ، د سيند غاړې ته ورسېده ، پښه يې ونيوله ، بيا د سړک نه په ډډه لاړه او لرې د يوه کمره پر سر کېناستله په ټکري يې مخ پټ کړ او د زړه له اخلاصه يې وژړل ، وروسته يې په زړه کې دا ډول ګيلې له خدايه شروع کړې :

-        ای زما لويه خدايه ! زما د بدنصيبې خو اوس د مور په غېږ کې هم ځای نشته زه اوس سپېره بلل کېږم او بې برخې ، خسرګنۍ که مې بېګانه خلک وه ، د هغو نه خو ګيله نشته مګر زه خو نن په خپل کور کې هم بد پاله او سپېره وبلل شو م ، افسوس خدايه ! چې ښځې دې ولې پيداکولې ، تا خو داسې نه دي ويلي او نه ستا رسول داسې ويلي ، دا پښتانه خو ځانونه مسلمانان بولي دوی ولې داسې کوي؟

   دوی خو د اذانونو سره سم جماعت له هم ورځي ، د دې ډول عبادتونو سره په دې ظلم کولو مسلمانان بلل کيږي؟ دوی وايي چې مونږ کې لوی لوی بزګان او عالمان هم شته مګر د لور او خور سره چې کوم کارونه کوي هغه خو کفارو کې هم نشته ، لور چې پيدا شي بده او سپېره وي چې واده شي بيا سپېره کيږي ، چې مړه شي هم سپېره وي ، خدايه ته په اخرت کې دوی ته جنت هم ورکوې ؟

    يا په دنيا کې ښه ورځ هم پرې راولې ؟ مونږ خو هم تا پيدا کړي يو  او د بني ادم له ذاته يو مونږ سره دا دومره ناروا ولې کيږ ي؟ زه خو په دې خبره پوه نه شوم ، ستا په دې دمره لويه دنيا کې خو ما د سر سيوری هم پيدا نه کړ ، کوم کور کې چې ما سترګې غړولې دي او وړه په کې لويه شوې وم ، هغه هم نن زما دپاره دوزخ شو . دوی زما دوه کاله کونډتون ته ونه کتل او نه يې دا زړه ته تېره شوه چې د دې حال څرنګه و او دی؟ نو ځکه تا ته التجا کوم چې ما له مرګ راکړې ځکه زما مرګ لويه پرده ده که څه هم وايم هغه شرم ، که اورم هغه شرم ، زما ناسته او ولاړه ، خوراک او څښاک ټول شرم شول ، نو زه غواړم چې دا د شرم بوج له مانه واخلې او پټه شم (سلګۍ ....بيا سلګۍ )    

      ای سينده! ته زما لويه پرده يې ستا لوی زړه دی ، بنيادم چې د چا د لوی زړه صفت کوي ،نو وايي: (( ستا زړه لکه د درياب دومره دی )) ته د دې خپل لوی زړه روی ومنه! ماته غېږ خوره کړه ! ته د خدای او رسول روی ومنه ،ما ته په خپله لويه غېږ کې ځای راکړه ! ، ما په خپله لويه غېږ کې ونيسه ، زما د پاره پرده شه ، د خدای په دې دومره لويه ځمکه کې زما د پاره زما ارام ځای نشته ، تاته ننواتې راغلې يم ، هسې نه چې ته هم زما د خواښې او خسر په شان ما ورټې ، ما مه رټه !

     زه د مسلمانانو پښتنو د لاسه په توره شپه کې تا له ننواتې راغلې يم ، دوی خواخوږي نه لري ، دوی د رحم زړونه نه لري ، دوی د ظلم نه هم دومره خوند اخلي لکه د رحم نه چې يې زړه سواندي انسانان اخلي ، نو ته زما ننواتې ومنه!

   دې نه پس د غړمب يو اواز شو د سيند زړه د مرغۍ په زاريو نرم شو او د حال په ژبه يې ورته وويل :

-        زما لمن لويه ده ، زما غېږه تاته خلاصه ده ، زه نه ستا خواښې يم او نه خسر ، زه نه ستا مور يم ، نه هم يو انسان ، زه تاته په خپل غېږ کې ځای درکوم ښه راغلې!!ښه!