د پښتو نوے غزل 2000زیږديز نه پس
يو تک سپين شانې بدن به راته بس ؤ
مينه څه وه دا زما خو بس هوس ؤ
نور په سپي او په خنزير ئې خبرنه ؤ
چې زما د قام خلاف ؤ خو نجس ؤ
دخپل ځان پنجره کښې قيد بلبل نصيب وم
زندگي وه او که تنګ شانې قفس ؤ
څنګ به وايم اوس چې شونډې بې ذائقې وي
ماځبيښلي ترهغې چې څو مې وس ؤ
ماته خپل محبت ياد شو بيا فارانه
يوګلاب په زمکه پروت هسې تس نس ؤ