منځپانگې ته ورتلل

د پښتو ادبي ټوټې جوړښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتو ادبي ټوټې جوړښت

د ادبي ټوټې اصطلاحي پېژندنه :

[سمول]

   لکه څنګه چې په عامه توګه ټولنيز علوم او په ځانګړې توګه د ادب زياتره ډولونه او څانګې داسې جامع او بشپړ تعريف او پېژندنه نه لري، چې هر چېرې او هر وخت د هر چا لپاره د منلو وړ وي، دغسې ادبي ټوټه هم ځانګړې پېژندنه نه لري، خو ادب پوهانو يې د پېژندنې لپاره يو لړ توضيحي، توصيفي او تشريحي څرګندونې کړې دي، چې دلته يې رااخلو:

    د ( فرهنګ نامه فارسي ) دوهم  ټوک ليکوال ادبي ټوټه داسې راپېژني : ‎‎‎‎(( ادبي ټوټه د لنډو نثري ليکنو يو ډول دی چې پکې ليکوال په شاعرانه تعبيرونو او لوړ تخيل سره زياتره خپل رومانتيک احساسات او عواطف په يو ځانګړي طرز او انداز بيانوي، ادبي ټوټه نه شعر دی، نه کيسه، بلکې د شاعرانه تعبيرونو او رومانتيکي والي له کبله کولای شو هغه شاعرانه نثر وګڼو.))

   په همدې ډول په يوه بله پېژندنه د ادبي ټوټې پېژندنې په اړه داسې راځي : ادبي ټوټه هغه نثري ليکنه ده چې په هغه کې ليکوال متنوع اندازه خپلوي، د ژوند يوې عادي او معمولي پېښې ته په ډېرو ژور نظر ګوري او په لوړو ادبي الفاظو او کلمو کې يې رانغاړي، هڅه کوي چې مانوس او نامانوس لوري ته يې بوځي، په دې ډول ليکنه کې د ليکوال د رواني حالاتو، احساساتو او جذبو ته ډېر اهميت او ارزښت ور کول کيږي.

    ډاکتر ذبيح الله د ادبي ټوټې پېژندنه په داسې الفاظو سره کوي : (( په دې ډول نثر کې ليکوال زياتره دا غواړي چې خپل احساس او جذبه او خپل ذاتي او دماغي حالتونه په بليغه او ادبي ژبه بيان کړي يا په بله وينا د ليکوال هوډ او تکل د يوې پېښې تشريحي توضيح او يا د کوم ټاکلي مطلب نفي کول نه دي، بلکې يو مطلب، که هغه ډېر کوجنی هم وي ، هغه ته څانګې او پاڼې ور کړي، د شعر په شان يې په تشبېهاتو، استعارو او کنايو وپسولي او په مجموع کې ور څخه يو هنري اثر رامنځته کړي، چې لوستونکي راجذب او لوستلو ته لېواله کړي.))

    د ( انشاء نويسي و فن نګارش برای همه ) اثر ليکوال يې په توضيحي توګه په دې الفاظو راپېژني (( ادبي انشاء چې ادبي ټوټه هم ورته وايي د بشر د عالي احساساتو ستاينه ا وڅرګندونه ده ، زياتره په شاعرانه افکارو او تخيلاتو ولاړه وي، تخيل پکې پر حقيقت او واقعيت برلاسی کيږي، ليکوال د موضوع له مانا او مفهوم څخه د لفظونو ښکلا او ځلا ته ډېره پاملرنه کوي، په دې ډول ليکنو کې تل لوړ انساني احساسات او جذبات نه وي، کله کله پکې د طبيعي مناظرو د ستاينې موضوع ته ځای ور کول کيږي، هغه کله د ګل او بلبل خبرې هم کوي، کله د شمعې او پتنګ د راز او نياز حالت هم بيانوي، کله د سپوږمۍ، کله د ځړوبي ( افشار ) او کله د سيند د مستوجبو په اړه خبرې کوي، کله بيا د موسکا او کله د اوښکو تويولو حالت په الفاظو انځوروي، له دې ټولو څخه ادبي ټوټې رامنځته کوي .

   د ادبي ټوټې يوه بله پېژندنه يې داسې هم راځي چې يو موضوع په خپله تجربه او تاثر د تخيل په خوږو کې لړل او رانغښتل او په په جامعيت سره په لږو نه لږو الفاظو کې او په لنډو جملو کې په داسې خوندور اسلوب کې بيانول چې لوستونکی هغه خپله تجربه وګڼي او د ليکوال هومره خوند ترې واخلي.

    د ( زرينې څانګې ) ليکوال په توضيحي بڼه ادبي ټوټه داسې راپېژني  ((شعر چې قافيه او رديف، خصوصاً چې وزن و نه لري، نو نثر شي، خو نثر چې شعري کيفيت ولري، نو زمونږ اوسني اديبان ورته ( منثور شعر ) وايي او يا د ( لطيف ادب ) نوم ورته ږدي...که څه هم د منثور شعر نوم عام دی او ټول هنري نثرونه پکې راځي، ځکه په هنري نثرونو کې د لوړې انشاء خيال ساتل شوی وي او په دې ډول انشاء يا ليکنه کې فني او ادبي باريکۍ زياتې وي، نو ځکه شعري کيفيت پيدا کوي او له بلې خوا څرنګه چې په شعر کې وزن اساسي شرط دی او دا ډول نثرونه دا څيز ( وزن ) نه لري، نو ځکه يې د شعري کيفيت د ښودلو لپاره د منثور شعر نوم خپل کړی دی، مونږ دلته د منثور شعر چوکاټ کوچنی کوو او يوازې په ادبي ټوټه دا نوم ږدو.))

    يو بل ليکوال يې د پېژندنې په باب وايي (( ادبي ټوټه هغه خواږه نثري کلام او وينا ته وايي چې په ډېرو باريکيو او خوندورو الفاظو کې يو جامع مطلب څرګندوي، د وينا طرز او سبک يې خورا ښکلې هنري بڼه او ترکيب لري، ډېره اوږده نه وي، هر ډول مطالب او موضوعات پکې راتللای شي.))

    د ( انواع نثر فارسي ) اثر ليکوال يې په ډېره توضيحي توګه يو پېژندنه چې په لاندې ډول ده، وړاندې کوي :

    (( ادبي ټوټه هغه نثر دی چې د ليکلو د عادي نثر سره توپير لري، مقصد او غرض پکې د کلمو په وسيله د ښکلا زېږول دي، که څه هم د شعر په څېر مصرع، وزن، قافيه او کالبونه نه لري، مګر په ستره پيمانه تعبيرونه، د مانا لوړوالی، زورور تخيل او نور په زړه پورې انځورونه لري، د خيالاتو ترکيب او د مانا ښکلاوې يې تر ډېره له شعر سره ورته دي، نو په لنډ ډول يې د پېژندنې لپاره ويلای شو چې په ادبي ټوټه د توضيحي او توصيفي نثر يو ډول دی چې په ادبي او شعري ژبه په مروجو تشبېهاتو او تعبيرونو پسوللی وي او مضمون يې زياتره د ليکونکي د سوځنده مينې او د ځوانۍ د رومانتيکو حالاتو او جذباتو څرګندونه کوي.))

 

      د ( انواع ادبي ) ليکوال يې بيا په اړه داسې نظر لري (( د شاعرانه نثرونو يا ادبي ټوټو ليکوال د شاعر په څېر له لوړ تخيل، ادبي ظرافتونو او صنايعو څخه په کار اخيستنې سره خپله نثري ليکنه ښکلې کوي، هغې ته شاعرانه خوند و رنګ ور کوي او په ډېره په زړه پورې بڼه يې وړاندې کوي.))

      دې پورتنيو توضيحي او تشرېحي پېژندنو ته په کتنې او پاملرنې چې زياتره سره ورته ټکي او خبرې لري د پايلې په توګه يې د هر اړخيزې پېژندنې لپاره دا لاندې څرګندونې رااخلو :

   ادبي ټوټه د نثري هنري ادبياتو يو ځانګړی ډو لدی چې ادب پوهان يې د ادبي ټوټو ( منثور شعر ) او ( لطيف ادب ) په نوم هم يادوي ، د پېژندنې په لړ کې يې ويل کيږي چې ادبي ټوټه اصلاً نثري ليکنه ده، خو شعري کيفيت لري، نثري ليکنه يې ځکه بوي چې د شعر د اصلي او اساسي توکي يا ځانګړنې ( وزن ) له قيد څخه ازاده وي، په دې ډول ليکنوکې د لوړې انشاء خيال ساتل کيږي، د تشبېهاتو، استعارو او کنايو کارول پکې زيات دي، معمولاً مونږ ته د يو حقيقت او واقعيت په اړه په زړه پوې، خو ډېره لنډه توضيح او تشريح راکوي، چې دا توضيح او تشريح په داسې رنګينو الفاظو کې نغښتې وي چې په بشري احساس، جذبه او عواطفو ژوره اغېزه کوي.

    دغه منثور شعر ( ادبي ټوټه ) کله کله دومره خوږ وي چې د يو ښه او عالي شعر په څېر خوند او کيفيت لري او له لوړ تخيل څخه پکې کار اخيستل شوی وي.

   د ادبي ټوټې ادبي اصطلاح په عامه مانا د هغه لنډ نثري ادبي اثر لپاره کارول کيږي چې ډېر پاخه او خواږه الفاظ په ډېرو په زړه پورو عبارتونو ليکل شوي وي او معمولاً پکې ټولنيز ژور عقيدوي، سياسي او فلسفي افکار نغښتې وي ، ليکوال ور سره خپل شاعرانه احساس، جذبه او عواطف په ډېر مهارت مله کړي وي ، لوستونکي يا اورېدونکي ته هر څه په داسې په زړه پورې اندازه او خوږو الفاظو کې وړاندې کړي، چې د هغه پر احساس، جذبه او عواطفو هم هغسې ژوره اغېزه کوي چې ليکوال يې غواړي.

     سحر يوسفزی په خپل اثر ( ادب څه دی ؟ ) کې د ادبي ټوټې يا منثور شعر په اړه د يو تفصيلي بحث په ترڅ کې د دغه نثري ادبي ژانر پېژندنې، جوړښت ، ځانګړتياوو او له نورو نثر ادبي ژانرونو سره د ورته والي او بېلوالي په اړه هر اړخيزې څرګندونې لري، چې دلته يې ځينې مهم ټکي په ډېر لنډون او د الفاظو په بدلون د دغه نثري ژانر د پېژندنې لپاره رااخلو، نو موړی د خپلې ليکنې په يوې برخه کې ليکي :

    دا ادبي ژانر له لوېديځ څخه زمونږ ادب ته راغلی دی، يو ډېر وړوکی، نامنظم او غير مرتب شاعرانه نثري ژانر ( ادبي ډول ) دی، چې په يو ځانګړي چُرت ( mode ) کې چې د بنده خيال له يوې خبرې نه بلې خبرې ته او د يو خيال يا ياد نه، بل ياد او خاطرې ته ځغلي، ډېر ازاد بيان وي، په دې ادبي نثري ډول کې ليکوال په خپل شاوخوا چاپېريال باندې په  ډېر ازاد مټ، خو نيمګړې خبرې کوي، په دې ډول ليکنه کې ليکوال ځان د خپلو جذبو څپو ته سپاري، خيالات، لوړ ژور، خواږه ترخه د ډېرو رنګينو او د يو ځای بل ځای وي، چُرت پکې يو وي، خو خيالونه پکې هومره ډېر وي کوم چې د دغې ليکنې پر وخت ذهن او مغزو ته راتللای شي، په دې ډول ليکنه کې د يو خاص او ځانګړي منزل لوري ته تګ او مزل نه وي، کاواکه يون وي، کله يوې خوا کله بلې خوا ته، چې يو قدم ږدي، نو دوه شاته اخلي، بس د خپلو ذاتي جذبو او رواني احساساتو يوه ازاده څرګندونه وي، کله کله بيا پکې ډېر روښانه يادونه او خيالونه راښکاره شي او بيا ژر په تيارو کې ورکه شي، په دې ډول نثر کې شاعري کيږي.

     د  لنډې ټوټې ليکوال د خپل سوچ او فکر سره د خيال په نړۍ کې مزل کوي، په اصطلاح کې د کوچ نه مچ راوباسي، که دغه ليکوال د فلسفې، ساينسي او څېړنيزې پوهې او فکر خاوند وي د دغو مسايلو څرکونه  او يادونه هم په ليکنه کې ځای ځای ښکاري، هر څه چې د هغه په خيالونو او ژوند کې تېر شوي ويو په جذبه کې ګډ وي او په يوه له شعريت نه ډکې ليکنه کې يې مونږ ته راوړاندې کوي.

    په همدې د اثر ليکوال د خپلې ليکنې په يوې برخې کې د دغه ادبي ډول ( ژانر ) د پېژندنې په اړه د ځينو لوېديځو ادب پوهانو نظريات په لږ و ډېر تفسيل سره راوړي دي چې دلته يې په لنډ ډول تر ې رااخلو :

    مونټن ادبي ټوټې ته د خپل انځور( تصوير ) په خپله راښکل يا کاږل وايي، ليکوال په دې ډول ليکنو کې خپل شخصيت مونږ ته راڅرګندوي، خپلې تجربې او پېښې مونږ ته راښيي، په دې ښودنه کې خپل دننني احساسات او جذبات داسې بيانوي لکه چې يو شاعر په غزل کې دا کار کوي .

   جانسن ادبي ټوټه د ليکنې يو بې نظمه او بې رابطې انداز بولي، ځکه چې په دې ليکنه کې پرله پسې يو يو په بل پورې تړلې خبرې نه بيانيږي، ليکوال غواړي چې هر څه پکې ځای او هر څه پکې ووايي، له همدې امله نو دا ادبي ډول د ډېرو خلکو خوښيږي.

     په برېتانيکا انسايکلو پيډيا  ( د برېتانيا دايرة المعارف ) کې د ادبي ټوټې په اړه ليکل شوي دي چې د ادب د يو ډول په توګه ادبي ټوټه د منځني اوږدوالي يو مضمون او ليکنه ده چې په عام ډول په نثر کې وي، ځکه چې په نثر کې په اسان ډول يو مخيز بحث کيږي، دادب په دې ډول کې پر هغې موضوع بحث کيږي چې په ليکونکي يې ډېره اغېزه کړې وي.


      ادب څه دی؟ ليکوال د ادبي ټوټې لپاره دا لاندې ځانګړنې په ګوته کوي :

1)     منځنی اوږدوالی لري.

2)     په نثر کې وي.

3)     په مخيزه او اسانه ډول وي.

4)     موضوع يې اغېزناکه وي.

       مري په خپل قاموس کې وايي : (( ادبي ټوټه وړوکی او نيمګړی وي، ولې ميدان يې تنګ وي، وړوکوالی يې يوه لويه ځانګړنه ده، له همدې لامه دی چې خلک يې خوښوي، داسې موضوع ورته نه ټاکل کيږي چې ليکوال مجبور شي د هغې په يوه برخه په تفصيل سره بحث وکړي، له بلې خوا دا چې ليکوال په يو مخيز ډول خپله خبره کوي، نو ډېر لټون او څېړنې ته لاس نه غځوي، همدا ډېر لټون د دې ليکنې لمنه راغونډوي.))

      سينټ بېوا د ادبي ټوټې دغه لنډ تنګوالی داسې ستايي : (( ليکونکی بايد په خپلې موضوع پوره پوره برلاسی او له هرې برخې نه خبر وي، که نه نو بيا به يې خبره په ليکنه کې لنډه نه، بلکې ډېره اوږده شي.)) د نوموړي موخه او غرض دا دی چې بايد په ډېره پوهه او کړاو ليکل شوي وي، چې لوستونکي ترې څه برداشت يا اخيستنه وکړای شي.

   لنډه دا چې د ادبي ټوټې ليکوال مونږ ته دغه فکر او نظر راکوي چې خپل ماغزه حساس او ذهن بېرته وساتو او خپل شاوخوا په داسې رنګ او نظر وګورو چې خوند او خوښي ترلاسه کړای شي.

د ادبي ټوټې ډولونه

[سمول]

    ادبي ټوټې په دوو سترو برخو کې مطالعه کولای او څېړلی شو :

الف – د موضوع او منځپانګې له مخې

ب – د بڼې او فورم له مخې

الف – د موضوع او منځپانګې له مخې :

ادبي ټوټې د موضوع له اړخه ګڼ ډولونه لرلی او خپلولی شي، ځکه ټول هغه  موضوعات چې د بشر په ژوندانه او چاپېريال پورې په مستقيم او نامستقيم ډول اړه ولري، د ادبي ټوټې موضوع ګرځېدلای شي،خو دې ته مو بايد پام وي چې په ادبي هنري ليکنو کې، په ځانګړې توګه ادبي ټوټه کې ليکوال ادبي خواوو ( اړخونو )، کلمو او الفاظو يا پله بله وينا صنايعو او بدايعو ته ځانګړې پاملرنه لري او د موضوع په زړه پوري والي کې د کلماتو ښکلا او ځلا بنسټيز ارزښت او نقش لري، خو بيا هم اوس چې (ادب د ادب لپاره ) پرځای د ( ادب د ژوند لپاره ) تيوري او نظريه منل شوې او د دې نظريې له مخې ادب د ښکلاييز او روحي تسکين او لذت ترڅنګ د يو ټولنيزې او اخلاقي روزنې او د ذهنونو د روښانولو دنده هم پر غاړه لري، موضوع او محتوا هم په ادب کې ځانګړی اهميت پيدا کوي او په هر ادبي اثر کې ورته خاصه پاملرنه په کار ده، دغې نظريې ته په کتنې د ادبي ټوټې لپاره موضوعات ډېر زيات او د نمايشنامې ليکنې د هنر مشهور ليکوال ( لاجوس اګري ) په قول : (( د هر ډول ادبي اثر د ليکلو لپاره د موضوع پيدا کول ډېر اسانه کار دی، په ظرافت، غور او دقت خپل شاوخوا ته وګورئ، که چېرې ځير يا کنجکاو ياست تصديق به يې کړئ چې دا نړۍ د خوږو د يوې هټۍ او دوکان په څېر ده چې يو څوک کولای شي هر ډول خواږه چې له ذوق سره يې برابر وي يا يې خوښيږي ترلاسه يې کړي.))

    نو په دې اساس ادبي ټوټه د موضوع له مخې ډېر ډولونه لري او د هر ډول سياسي، ټولنيز او فلسفي افکار پکې ليکوال د خپل احساس، جذبې او عواطفو په ملتيا بيانولی شي.

ب – د بڼې او فورم له مخې :

   ادبي ټوټه له دغه اړخه په دوو سترو ډولونو بېليږي :

لومړی – لوړې انشاء لرونکې ادبي ټوټې :

[سمول]

هغه ادبي ټوټې دي چې د لوړې انشاء خيال پکې ساتل کيږي او له موضوع څخه پکې تشه لفاظي زياته وي ، هسې خو ادبي موضوعات زياتره له لوړ تخيل، شاعرانه افکارو او احساساتو څخه سرچينه اخلي او ښايي چې موضوع په دې بهير کې له واقعيتونو سره لږ و ډېر واټن هم پيدا کړي، خو په هر حال، ښکلی، د لوستلو وړ او په زړه پورې وي، ځکه دا د انسان طبيعت دی چې شاعرانه احساس او افکار يې خوښيږي، تل غواړي چې د خيال په وزرونو تر لوړو وخېژي يا الوتنه وکړي، په دغه ډول ادبي ټوټو کې  چې له مانا څخه زياته د الفاظو او کلمو ښکلا يا رنګينۍ ته پاملرنه کيږي او مانا يا موضوع يې د الفاظو په رنګينۍ کې ورکه يا پټه وي، دا د دې ډول ادبي ټوټو يوه مهمه ځانګړنه ده.

   ويل کيږي چې د ادبي ټوټو دغه ډول په اروپا کې رومانتيزم يا رومانتيک ادبي ښوونځي مکتب له نظرياتو څخه سرچينه اخلي ، په دغه ډول ادبي ټوټو کې ليکوال په ښکلو الفاظو کې په زړه پورې منظورونه وړاندې کوي، زياتره د طبيعت ستاينه کوي او ورسره خبرې کوي، بېلابېلې منظرې او پديدې يې ځانته مخاطب کوي، له هغو سره د زړه خواله کوي يا ورته ګيلې ګوزارې او شکايتونه کوي.

دوهم – حکايتي ادبي ټوټې :

[سمول]

     دا د ادبي ټوټو هغه ډول دی چې لږ و ډېر حکايتي بڼه لري، د يو حقيقت په هکله په زړه پورې توضيح او تشريح وړاندې کوي، خو دا توضيح او تشريح تر ډېره په داسې رنګينو الفاظو کې نغښتې وي چې پر بشري يا احساس او عواطفو ژوره اغېزه کوي.

  د ادبي ټوټو په دې ډول کې کله کله د حکايت او کيسې رنګ دومره برلاسی شي چې له (( تکل )) او داستاني طرحې سره ورته والی پيدا کړي او ترمنځ يې راښکل د ادب څېړونکو ته ستونزمن شي.

   په پښتو ادب کې مونږ د دغه ډول ادبي ټوټو بېلګې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت، ارواښاد قيام الدين خادم، ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رېښتين او ځينو نورو ليکوالو په ادبي ټوټو کې ډېرې ليدلی شو، له همدې امله ځينو ادب څېړونکو د هغوی دغه ډول ادبي ټوټې نکلونه او داستاني طرحې ګڼلې دي، په ادبي ټوټو کې د حکايتي برخې د زياتوالی يو ستر او مهم لامل ښايي دا وګڼل شي، څرنګه چې په ادبي ټوټې کې کالب لنډ او تنګ وي، موضوعات هم پکې تسلسل نه لري،خو له ليکوال سره په ذهن کې ډېرې د کولو خبرې وي او غواړي چې هغه خپل لوستونکي ته وړاندې کړي، کله چې دا خبرې لږې زياتې شي ادبي ټوټه د حکايت او روايت بڼه خپله کړي او خپل خوند، رنګ او اغېزه هم لږ و ډېر زيانمنه کړي.

له تکل،لنډې کيسې، مقالې او مضمون سره د ادبي ټوټې توپير

[سمول]

   تکل او لنډه کيسه د هنري ادبياتو او مقاله  د عامې ليکوالۍ يو ځانګړی ډول او فورم دی چې د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه له ادبي ټوټې سره هر يو بېل بېل توپير توپيرونه لري، دلته يې ځينې دېء مهم ټکي په ګوته کوو :

   د زرينې څانګې ليکوال د ادبي ټوټې او تکل ترمنځ توپير داسې ښودلی دی : (( د تصنيف بندۍ او ادبي فورم د وېش په ترڅ کې کله کله د منثور شعر ( ادبي ټوټې ) او تکل ترمنځ پوله بيخي نرۍ شي او د سره د بېلتون کرښه يې تته شي، خو مهم توپير چې د ادبي ټوټې او تکل ترمنځ شته دا دی چې په تکل کې تر ډېره حده د حکايوي انشاء خيال ساتل شوی وي او لوړ فلسفي مسايل هم په تصويري بڼه راوړل شوي وي، خو په ادبي ټوټه يا  لطيف ادب کې کله کله يوازې بې هدفه لفاظي هم راځي اويوه تشه لفظي لوبه هم وي.

    د لنډې کيسې او ادبي ټوټې ترمنځ توپير په دې کې دی چې په لنډه کيسه کې معمولاً پېښه پيل او د خپلو حدودو په چوکاټ کې د کردار يا کرکټر د کړنو، مکالمو او منظرکښنو په وسيله په پرله پسې توګه پرمخ ځي، بالاخره د اوج او بيا د پايلې او انتباع پړاو ته رسيږي،خو حکايوي ادبي ټوټه دا ډول ځانګړنه، نه لري او کله کله يې زياتره برخه لفاظي، موضوع پکې تته او په رنګينو الفاظو او کلمو نغښتې وي.

    ادب څه دی ليکوال د ادبي ټوټې، مضمون او مقالې ترمنځ توپيرونه داسې ښودلي دي: 


    ادبي ټوټه له مقالې اومضمون سره دا توپير لري چې په ادبي ټوټه کې يوه خبره يا موضوع پرله پسې دوام نه مومي، خو په مضمون کې دا ځانګړنه موجوده وي، ليکوال موضوع په استدلال او د مثالونو په راوړلو ثابتوي، بل دا چې مضمون منظم پيل، منځ او پای لري، ټول بيان پرله پسې او له يو بل سره تړلی وي.

    په مقاله کې څېړنه وي، د يوې علمي موضوع په اړه پوهه يا معلومات وي، د هغې هر اړخيزه کتنه او پکې ژور تنقيد وي، خو ادبي ټوټه دا يوه ځانګړنه هم نه لري، څېړنه پکې نه وي، بلکې ليکونکی  ځان د خپلو جذباتو او احساساتو څپو ته سپارلی وي.

    د ادبي ټوټې ژبه خوږه، رنګينه او په ادبي صنايعو او بدايعو پسوللې وي، خو د مقالې ليکوال د علم او پوهې خبرې کوي او د څېړنې په ډګر کې په ډېر غور او احتياط ګام پورته کوي، د ليکنې ژبه او د مفاهيمو د اداء طرز يې هغه رنګينۍ او ښېګڼې نه لري او همداسې نور ډېر توپيرونه د دواړو ترمنځ شته.

   له دې پورته څرګندونو څخه جوتيږي چې ادبي ټوټه يو ځانګړی ادبي ژانر دی، چې له نورو نثري، هنري او ادبي ژانرونو سره په ځينو برخو او ځانګړنو کې لږ وډېر ورته والی لءي، خو له ټولو سره يې د بېلتون کرښه هم جوته او څرګنده ده.

د ادبي ټوټې ليکنې چوکاټ

[سمول]

     د هنري نثري ادبياتو هر ډول د يو ځانګړي فورم په توګه خپل ځانګړی ليکنی چوکاټ لري،چې موضوع د هغه د حدودو په چوکاټ کې وړاندې کيږي، که څه هم د ځينو هنري ادبي نثري ليکنو د چوکاټونو ځينې برخې سره، لږ و ډېر ورته والی هم لري، بيا هم يې په ټولنيزه توګه د بېلتون کرښه ترمنځ جوته وي، ادبي ټوټه هم د يو ځانګړي نثري ادبي ژانر په توګه خپل ليکنی چوکاټ لري، چې توپير يې مونږ د تکل، لنډې کيسې، مقالې او مضمون سره په ډاګه کړ.

   ادب پوهانو د ادبي ټوټې ليکنې لپاره څلور ځاګړنې په نښه کړي دي، چې هغه عبارت دي له :

1)     د موضوع لنډون.

2)     د موضوع بې ترتيبي يا نامنظم والی.

3)     د ليکوال د شخصيت او داخلي احساساتو او جذباتو بيان.

4)     لوستونکي ته د خوښۍ جذبه ورلېږدونه.

    ليکوال بايد پورته ځانګړنې د ادبي ټوټې د ليکنې پرمهال په پام کې ولري او هغه د ادبي ټوټې ليکنې په چوکاټ کې ورځای کړي.

    دا چې د ادبي ټوټې ليکنې چوکاټ ډېر لنډ و تنګ دی او تر بحث لاندې موضوع هم پکې د يو منظم ترتيب لاندې نه وړاندې کيږي او هر څه د خپل احساس، جذبې او تجربې پر بنسټ بيانوي، نو هاند او هڅه يې دا وي چې مقابل لوري ته احساس او جذبه په اغېزمنه توګه داسې ور ولېږدوي چې هغه يې له لوستلو پوره خوند واخلي اويوه مطلوبه اغېزه پرې وښندلای شي، نو په دې اساس ادبي ټوټه ليکنه ډېر له ستونزو ډک کار دی، چې د ليکوال پوره غور او دقت غواړي.

     د ( ادب څه دی ؟ ) اثر د ليکوال ښاغلي سحر په وينا : (( د ادبي ټوټې ليکنه په اصطلاح د تورې په څوکه تلل دي، چې له ښو نه، ښو ليکوالانو هم پکې تيندکونه خوړلي دي.))

   د (ادب کا تنقيدي مطالعه ) اثر ليکوال وايي : مونږ ته بايد د ادبي ټوټې مهمې ځانګړنې رامعلومې وي اود هغې د مطالعې پرمهال بايد مونږ دې ته وګورو چې لنډون چې د ادبي ټوټې لومړنۍ ځانګړنه ده، ليکوال ترکومه په دغه ليکني چوکات کې ورته پاملرنه کړې ده، که هغه لږ هم له خپلې اندازې څخه اوږده شي، دا يې د خامۍ او نيمګړتيا نښه ده، بل دا چې په دغه ليکني چوکاټ کې د موضوع نظم او ترتيب څنګه دی؟ که په هغه کې د موضوع او پېښې ترتيب لکه د لنډې کيسې په څېر منظم او پرله پسې والی ولري، بيا هم د ادبي ټوټې له چوکاټ څخه وځي او که چېرته په دغه ليکني چوکاټ کې هغه د خپل احساس او جذبې له ښودلو پرته ( چې دا هم ډېر ضروري دی ) په نورو خبرو سر شي بيا نو د ادبي ټوټې له چوکاټ څخه وځي او د مقالې يا مضمون بڼه خپلوي، دا يې هم نيمګړتيا او خامي ده، بله موضوع د ادبي ټوټې د ليکوال پوهه، معلومات او تجربه ده، که هغه د دغو معلوماتو او تجربو په وړاندې کولو د ژبې ښکلا او د الفاظو رنګيني له لاسه ور کړي او معلومات يې هم پاخه او دقيق نه وي، په لوستونکي به مطلوبه اغېزه ونشي ښيندلی او دا يې هم د ليکوال په ناکامۍ او د ليکنې په خامۍ دلالت کوي.

    ادب څه دی ؟ اثر ليکوال د دې ژانر د ليکنې چوکاټ څومره والي او څرنګوالي په اړه وايي ، د ادبي ټوټې ليکوال په يوه لنډ تنګ چوکاټ کې داسې ليکنه کوي چې هر څه پکې ځای شي او هر څه پکې وويلی شي، دغه ښه او بد، ځای او بې ځايه خبره او د هغه په هکله سوچ او فکر ډېره ګرانه خبره او له ستونزو ډک کار دی، په بل ادبي ژانر کې دغه ځانګړنه نشته او ليکوال دا هر څه له مجبورۍ نه زغمي او هرکلی ورته وايي، همدغو ځانګړنو ته په پاملرنه ( ګريب ) هغه ته يو اسانه ليکنی هنر وايي، خو ( سينټ بوا ) يې بيا يو ډېر ستونزمن کار ګڼي.

    دا ليکنی چوکاټ له يو لوري اسانه دی او دا ځکه چې د هر څه ويلو اجازت پکې ليکوال ته شته دی، خو بيا هم هر څه پکې نشي بيانېدای او دغه لنډ تنګ چوکاټ په ليکونکي باندې ډېرې مجبورۍ او پابندۍ ږدي، که هغه له لږ اوږدوالي کار واخلي ليکنه يې د ادبي ټوټې له چوکاټه وځي او که په ليکنه کې غور او احتياط ونه کړي، نيمګړتيا او خامۍ يې رابرسېره کيږي، په هر صورت ليکوال بايد خپل ليکني چوکاټ ته پوره پاملرنه وکړي او په ډېر احتياط قلم او قدم پورته کړي.

په پښتو ادب کې د ادبي ټوټې ليکنې بهير

    په پښتو ادب کې د ادبي ټوټې د تاريخي بهير د څېړنې لړ کې جوتيږي چې ادبي ټوټه د يو ځانګړي معاصر هنري ادبي نثري ژانر په توګه له لوېديځو ادبياتو څخه د ژباړنې په نتيجه کې پښتو ادب ته سر رادننه کړ او بيا په خپله پښتنو ليکوالانو د اروپايي ادبياتو په تقليد او پيروۍ خپله ژبه کې د دې ډول ليکونو تجربې پيل کړې، دوام يې ور کړ او پختابه ته يې ورسولې.

   د يادونې وړ ده چې په لوېديځ کې د دې ډول ليکنو د پيلامې لرغونتيا د شپاړسمې پېړۍ وروستيو کلونو ته رسيږي او بنسټګر يې فرانسوي مرنټن بلل شوی، چې په ( ۱۵۸۰ م ) کال يې د دې ډول ليکنو ټولګه چاپ شوې ده، وروسته  له هغې بيا ډاکتر جانسن، اسټيل او نورو د دې ادبي ژانر په وده او پرمختيا کې ونډه واخيسته او دې ژانر ته وده او پرمختيا ور کړه چې له کبله يې دا ادبي ژانر د لويديځو ادبياتو په منځ کې د يو ځانګړي ژانر په توګه پوره عموميت پيدا کړ.

        په پښتو ادب کې د دې ډول ليکنو تاريخي بهير په دوه سترو جغرافيوي برخو يا حوزو کې مطالعه کوو :

الف – په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې ليکنې بهير :

     په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې يا ( لطيف ادب ) ليکنې بهير له انګريزي او اردو ادب څخه په مستقيم يا غير مستقيمې اغېزمنتيا سره د شلمې مېلادي پېړۍ په لومړيو لسيزو کې پيل کيږي.

   د ( زرينې څانګې ) اثر ليکوال د څرګندونو له مخې په پښتو ادب کې لومړي ځل لپاره د منثور شعر يا ادبي ټوټې چې په پښتونخوا کې ورته لطيف ادب وايي ليکنه ارواښاد سيد راحت زاخيلي پيل کړې ده، نوموړی لومړنی ليکوال دی چې په پښتو ادب کې يې د لطيف ادب د بنسټ ډبره ايښې ده او کله چې د پښتو د نورو هنري نثرونو ( لنډه کيسه، ناول، طنز او ...) غوندې په دې برخه کې هم کاميابه او بريالۍ تجربه کړې ده، له سيد راحت زاخيلي وروسته چې چا د دغه ځانګړي ژانر په ليکنه کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او ليکنۍ تجربه يې کړې ده، په هغه کې صنوبر کاکاجي، امير حمزه شينواري، عبدالخالق خان خليق، ماسټر عبدالکريم، دوست محمد کامل، ميا احمد شاه، مهدي شاه مهدي، محمد اشرف مفتون، قلندر مومند، رشيد علي دهقان، محمد لطيف وهمي، همېش خليل، مراد شينواری، ربنواز مايل، سليم راز، ايوب صابر، سعدالله جان برق، اجمل خټک او نورو نومونه د يادونې وړ دي.

  د دغو ليکوالو د ادبي ټوټو بېلګې په بېلابېلو موقته خپرونو کې وخت په وخت خپرې شوي دي، خو د ځانګړو ټولګو يې چا د چاپولو او خپرولو هڅه نه ده کړی، البته د دې ادبي ټوټو ځينې بېلګې له تکلونو او نورو ادبي ليکنو سره يوځای د راحت په افسانو نوي کتاب کې او همدارنګه د ماسټر عبدالکريم په ( ځولۍ ګلونه ) او د حمزه شينواري په  ( ژور فکرونه ) نومې اثر کې موندلای شو.

   د يادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د ادبي ټوټې نثءي ژانر لازمه وده او پرمختيا نه ده کړې او دې نثري ژانر ته د ليکوالو لازمه پاملرنه نه ده وراوښتې، ښايي يو ستر لامل يې هلته پر شعر او شاعرۍ برسېره د نورو نثري هنري ادبي ژانرونو په ځانګړې توګه د لنډې کيسې، ناول، ډرامې او نورو ډېره وده او پرمختيا وي، چې د ي، خانګړي ادبي ژانر په توګه د ادبي ټوټې د پرمختګ او ورته د ليکوالو د پاملرنې مخه يې لږ و ډېر نيولې وي.

ب – په افغانستان کې د ادبي ټوټې ليکنې  بهير:

[سمول]

      زمونږ په هېواد کې په پښتو ادبياتو کې د ادبي ټوټې ليکنې پيلامه د روانې هجري لمريزې پېړۍ لومړيو دوو لسيزو ته رسيږي او بنسټګر يې ارواښاد استاد پوهاند عبدالحی حبيبي ګڼل شوی او منل شوی، چې د لنډې کيسې او ډرامې په څېر د ادبي ټوټو او تکلونو مرغلرې يې هم پېيلې دي، تر ده وروسته بيا نورو ډېرو ليکوالو په دغه ډګر کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او د يو ځانګړي ادبي نثري ژانر په توګه يې د روانې هجري لمريزې پېړۍ په درېمه او څلورمه لسيزه کې پوره وده او پرمختګ وکړ چې په هغې کې د ليکوال د علمي او ادبي روزنې لپاره ډېر علمي ادبي فرهنګي مرکز په توګه د پښتو ټولنې شته والی او په درېمه لسيزه کې د ويښ زلميانو د سياسي غورځنګ رامنځته کېدو ډېر ارزښتناک رول ترسره کړی دی، د دغې لومړۍ دورې په ليکوالو کې د ارواښاد ګل پاچا الفت، ارواښاد استاد قيام الدين خادم، ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رښتين، ارواښاد محمد موسی شفيق او په دوهمه دوره کې د ارواښاد عبدالشکور رشاد، اوراښاد عبدالله بختانی خدمتګار، محمددين ژواک، حبيب الله تږی، سعدالدين شپون،ارواښاد محمد ګل نوري او په نوې درېمه دوره کې د محمد جان فنا، پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار، حبيب الله رفېع، سليمان لايق، عبدالرؤف قتيل خوږياڼی او نورو نومونه د ادبي ټوټو د پياوړو ليکوالو په توګه د يادونې وړ دي.

   د لومړۍ او دوهمې دورې ليکوالو سربېره پر دې چې ډېرې ادبي ټوټې يې د هېواد په بېلابېلو موقتو خپرونو کې وخت پر وخت خپرې شوي دي، د ادبي ټوټو غورچاڼ ځانګړې ټولګې يې هم چاپ شوي دي، چې د هغې له جملې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت بله ډيوه، نوی سبک او نوی ادب او غوره نثرونه، د استاد قيام الدين خادم نوي ژوندون او خيلي دونيا، د استاد صديق الله رښتين د ښکلا وږمه او د ژوند پلوشې، د استاد بې نوا پرېشانه افکار ( چې په پرله پسې توګه په کابل مجله کې خپره شوې )، د عبدالله بختاني خدمتګار، مرغلرې، د محمد دين ژواک راز او نياز او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.

  د يادونې وړ ده چې وروسته هم تر ننه پورې د دغه ادبي ژانر د ليکنې لپاره وخت پر وخت هڅې او هلې ځلې کيږي، ځينې ليکنې د ادبي ټوټو په نوم په خپرونو کې خپرې شوي او لا هم خپرېږي او ځانګړو ټولګو په توګه هم چاپ شوي، خو زياتره يې د معيار له مخې ناپوره او ناکره دي، چې ښايي يو ډېر ستر لامل يې پر شعر سربېره نورو هنري نثري ادبي ژانرونو لکه لنډې کيسې، ناول، ډرامې او نورو ليکنو ليکلو ته د ليکوالو زياته پاملرنه وي، چې په اوسني وخت کې يې د دې ادبي ژانر د ليکلو ، ودې او پرمختګ مخه نيولې وي.

    په هر صورت د روانې هجري پېړۍ په درېمه او څلورمه لسيزه کې زمونږ په هېواد کې دغه ادبي ژانر ښه وده او پرمختګ کړی دی، ډېر عموميت يې پيدا کړی دی، ډېرو پياوړو ليکوالانو دې ډګر ته مټې رانغاړلې دي، هغه د ( زرينې څانګې ) د ليکوال په وينا چې ( ځينې په دې لار کې د استادۍ درجې ته رسيدلي او منثور شعرونه ( ادبي ټوټې ) يې د ادبي معراج لوړ پوړ ته رسولي دي، ارواښاد استاد الفت او ارواښاد محمد جان فنا د ادبي ټوټې د ادبي معراج لوړو پوړيو ته ورختلي دي).

د ادبي ټوټو د پنځو نومياليو ليکوالو لنډه پېژندنه

۱ - استاد ګل پاچا الفت :

[سمول]

   استاد ګل پاچا الفت د مير سيد پاچا زوی، په ۱۲۸۸ هجري لمريز کال د لغمان ولايت د عزيز خان کڅ کې سترګې دې نړۍ ته پرانيستي دي، زده کړې يې په خصوصي توګه په خپله سيمه کې ترسره کړي دي او رسمي دنده يې په ۱۳۱۴ هجري لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کې د کاتب په توګه پيل کړې وه.

   په ۱۳۱۵ لمريز کال د کابل ادبي انجمن غړی شو، وروسته چې پښتو ټولنه په ۱۳۱۶ لمريز کال جوړه شوه، د زيري جريدې مسئول چلوونکي په توګه په دنده وګومارل شو، په ۱۳۱۹ لمريز کال د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې مدير، بيا په د اصلاح ورځپاڼې مبصر او بيا د کابل مجلې مسئول چلوونکی شو، په ۱۳۲۵ لمريز کال د اتحاد مشرقي جريدې مدير شو او    په ۱۳۲۷لمريز کال ننګرهار د قبايلو مدير او په ۱۳۲۸ لمريز کال د ملي شورا په اوومه دوره کې د ننګرهار د خلکو وکيل شو،په ۱۳۳۵ لمريز کال د پښتو ټولنې ريس او د پوهنې وزارت د عالی شورا غړی شو، په ۱۳۴۴ لمريز کال د دولسمې دورې لپاره د ننګرهار د خلکو وکيل شو،  څوکاله يې د ادبياتو او حقوقو په پوهنځيو کې د استاد په توګه هم دنده ترسره کړه، پياوړی ليکوال، شاعر او کره کتونکی و، په نظم او نثر کې يې په سلګونو اثار يې ليکلي دي، په هنري نثر، په ځانګړې توګه په ادبي ټوټه ليکلو کې د استادۍ درجې ته رسېدلی دی، د غوره نثرونه، نوی سبک او نوی ادب او بله ډيوه يې د ادبي ټوټو چاپ شوې ټولګې دي.

     په سلګونو ادبي، علمي او څېړنيزې ليکنې يې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي، پسرلنۍ نغمه، د ازادۍ پيغام، غوره شعرونه يې منظومو اثارو او ليکوالي املاء اوانشاء، پښتو سندرې، ادبي بحثونه، ملي قهرمان، اجتماعي نظريات يې له منثورو اثارو څخه دي.

   استاد الفت په ۱۳۵۶ لمريز کال د ليندۍ د مياشتې په ۲۸ نېټه د ۶۳ کالو په عمر وفات شوی دی.

۲ – استاد قيام الدين خادم :

[سمول]

       د ملا حسام الدين زوی، په ۱۲۸۵ لمريز کال د ننګرهار ولايت  د کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی دیو زده کړې يې په خصوصي ډول د خپلې سيمې له عالمانو څخه کړي دي او په ۱۳۴۰ لمريز کال لومړی د کامې په لومړني ښوونځي کې او بيا په ننګرهار لېسه کې د ښوونکي په توګه مقرر شوی دی، بيا پېښور ته تللی او په لواړګي کې يې د قبايلو اولادونو ته د ليک لوست په زده کړه پيل کړی دی، په ۱۳۱۲ لمريز کال کندهار ته تللی او هلته د پښتو ادبي انجمن د غړي په توګه ټاکل شوی بيا د چې انجمن کابل ته راغی او د کابل ادبي انجمن سره يوځای شو او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه، د زيرې جريدې مسئول ټاکل کيږي، په ۱۳۱۸ لمريز کال، د تاليف او ترجمې د څانګې مدير، په ۱۳۲۰ لمريز کال د پښتو ټولنې مرستيال ټاکل شوی، په ۱۳۲۲ لمريز کال د اتحاد مشرقي جريدې مسئول وټاکل شو، په ۱۳۲۹ لمريز کال د طلوع افغان مدير او په ۱۳۳۰ لمريز کال د کابل مجلې مدير شو، په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو سناتور او همدارنګه څو کاله يې د ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

   د لوړې پوهې او د پياوړي قلمي ځواک خاوند و، د نوي ژوندون او خيالي دونيا په نوم يې ادبي ټوټو ټولګې چاپ شوي دي، د اثارو له جملې څخه يې د مرغلرو امېل او څاروان ( شعرونه ) او روهي ګلونه، نوې رڼا، پښتونولي او بايزيد روښان په نثري څېړنيزو اثارو کې د بېلګې په توګه يادولی شو.

   استاد قيام الدين خادم په ۱۳۵۸ لمريز کال د وږي د مياشتې په شپږمه نېته وفات او په کامه کې خاورو ته وسپارل شو.

۳  - محمد جان فنا :

[سمول]

     د تورن جنرال سعدالله خان زوی، په خټه ساپی په ۱۳۱۰ لمريز کال په کابل کې زېږېدلی و، لومړنۍ زده کړې يې د کابل په شپږم نمبر ښوونځي کې او په ۱۳۲۹ لمريزکال د تجارت له لېسې څخه فارغ او بيا حربي پوهنتون کې شامل شوی، په ۱۳۳۲ لمريز کال له حربي پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په شاهي ګارډ کې د بريدمن په توګه او بيا په تدريج سره په شاهي ګارډ کې د تورن رتبې ته ورسېد، بيا د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته ولاړ او چې بېرته هېواد ته راستون شو د عسکرۍ دنده يې پرېښوده، د پښتو او دري ژبو پياوړی ليکوال او شاعر و، په ادبي ټوټه ليکنه کې د استادۍ پوړ ته رسېدلی دی، ډېرې ادبي ټوټې  يې د هېواد په موقته خپرونو کې چاپ شوي ، داوسني ليکوال مؤلف يې د دې لاندې شپږو ناچاپو اثارو نومونه اخيستي دي :

1.     ګلبرګ ها ( دري نثرونه ).

2.     د اور لمبې ( ټولنيز شعرونه ).

3.     چارګل ( پښتو څلوريزې ).

4.     تندر ( اجتماعي نثرونه ).

5.     پتنګ ( پښتو شعرونه ).

6.     د شاعر خيال ( ادبي ټوټې ).

        دغه نوميالی شاعر او ليکوال د ثور د غميزې ( ۱۳۵۷ لمريز ) په لومړيو کې د هېواد پالنې په تور بندي او بيا په شهادت ورسول شو.

۴ – استاد پوهاند عبدالشکور رشاد :

[سمول]

       د عبدالغفور خان زوی په ۱۳۰۰ لمريز کال د لړم د مياشتې په ۲۴ نېټه په کندهار ولايت کې زېږېدلی و، لومړنۍ زده کړې يې په خپلې کورنۍ کې کړې وې او بيا د کندهار د کح په ښوونځي کې شامل شوی و، په ۱۳۲۱ لمريز کال له همدې ښوونځي څخه فارغ شو، بيا يې په همدې ښوونځي کې دوه کاله د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه وروسته له هغې په ۱۳۲۵ لمريز کال کې د کندهار د ښاروالۍ د انجمن مشر او بيا مرستيال وټاکل شو، په ۱۳۲۷ لمريز کال هند ته ولاړ او تر ۱۳۳۴ لمريز کال پوې يې هلته ديني او ادبي زده کړې وکړې، په ۱۳۳۵ لمريز کالد پښتو ټولنې غړی او بيا مرستيال شو او د دې ترڅنګ يې د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې د پښتو ادبياتو د تدريس دنده هم ترسره کوله، وروسته بيا په۱۳۴۲ لمريز کال د کابل پوهنتون د رسمي استاد په توګه د پوهندوی په علمي رتبه ومنل شو، او له هغې ورسته د پوهاندۍ تر رتبې ورسېد.

   په ۱۳۵۷ لمريز کال يې تقاعد وکړ، وروسته يې بيا ۱۳۶۱ لمريز کال په پوهنتون کې تدريسي چارې پيل کړې او په ۱۳۶۳ لمريز کال ورته د افغانستان د علومواکاډمۍ له خوا د اکاډمېسن علمي رتبه ور کړل شوه، استاد پياوړی ليکوال، څېړونکی، کره کتونکی او شاعر و، د ژوند تر پايه يې خپل عمر هېواد او خلکو ته په علمي او فرهنګي خدمتونو تېر کړ، په سلګونو مقالې يې په موقته خپرونو کې چاپ او خپرې شوې دي او په لس ګونو اثار يې چاپ شوي دي او په لس ګونو نور يې لا هم د چاپ لارې څاري، په چاپ شويو اثارو کې يې د بېلګې په توګه لودي پښتانه، د پاني پت قهرمان لوی احمد شاه بابا د خلکو نظر کې، څمکنو ميا عمر، پښتانه شعراء درېم ټوک او لو لپه پېغله ( شعري ټولګه  ) او نور يادولی شو.

۵ - حبيب الله رفېع :

[سمول]

      د فقير الله نقشبند زوی د ۱۳۲۴ لمريز کال د وږي په مياشت کې د وردګو ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، د ديني او ادبي علومو زده کړې يې په خپلې کورنۍ او د نورو سيمو له پوهانو او د کابل په دارالحفاظ کې ترسره کړي دي او بيا يې په فرهنګي ډګر کې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست کې د عرفان او پوهنه جملو په اهتمام لومړۍ دنده پيل کړې او وروسته يې د تاريخ د ټولنې د غړي، د فولکلور او ادب د ټولې د غړي او د فولکلور مجلې د مدير، د پښتو ټولنې د غړي، د پښتو څېړنو نړۍ وال مرکز غړی، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ غړۍ، دايرة المعارف د مرکز ريس او ډېر شمېر نورې علمي او فرهنګي دندې ترسره کړي دي.

   پياوړی ليکوال، کره کتونکی، څېړونکی او شاعر دی، په موقته خپرونو کې يې په سلګونو مقالو سربېره تر اوسه څلور نوي (۹۴ ) علمي، سياسي، ادبي او څېړنيز اثار چاپ شوي دي چې دلته يې يو څو د بېلګې په توګه ذکر کوم : زرينې څانګې، ژبپالنه، د پښتو پخوانۍ تذکرې، ادبي ستوري ( دوه ټوکه )، پښتو پانګه ( دوه ټوکه )، سکروټې، برېښ، ږلۍ او ګولۍ، د ستورو کرونده ( شعري ټولګې ) ملي زاويه اونور.

     ښاغلی حبيب الله رفېع او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عمومي سلاکار ( مشاور ) دنده ترسره کوي.


د ادبي ټوټې بېلګه :

[سمول]

د پردې خبرې

ګل پاچا الفت

      ترڅو جې د ښځو مخونه پټ وي خبرې به هم په پرده کې وي، ځکه چې په پښتو کې خبره هم مونثه ده،  يوازې خبره لاڅه چې ژبه، وينا، مانا، خطابه او مقاله هم د تانيث علامې لري.

     هغه وينا چې ابتکار پکې وي، د ادب پردې ته لا ډېر ضرورت لري، تاسې زما خبرو ته لږ غوندې باريک شئ!، د ادب او سياست خبره ډېره باريکه ده.

   زه په ډېرې نرۍ او باريکه لار لاړم، خدای دې وکړي چې ډېر باريک بين خلک په دغه لار راشي او په ځير ځير وګوري.

   ما اوښان نه دي بار کړي، زما قافله د مچيو ده، چې د ګلونو د پاڼو نه په هوا څه راوړي او عسل جوړوي، له دې قافلې سره د سبا وږمو خوشبويی بار کړې ده، چې څوک يې په سترګو نه ويني، مګر حساس دماغونه يې احساس کولی شي.

هو! زما کار له احساس سره دی، زما خريدار بايد ډېر حساس وي، يا ډېر حساس شي.

پايله

[سمول]

   لکه څنګه چې مونږ په دې پورته ليکنه کې د پښتو ادبي ټوټې تر سرليک لاندې لاندې موضوعات په کره او بشپړ ډول وړاندې کړل، لومړی مو د ادبي ټوټې جوړښت د مختلفو نظرياتو له مخې وپېژنده اود دې عنوان ترسرليک لاندې مو د ادبي ټوټې اصطلاحي پېژندنه، د ادبي ټوټې ډولونه، له تکل، لنډې کيسې،مقالې او مضمون سره د ادبي ټوټې توپيرونه، د ادبي ټوټې ليکنې چوکاټ، په پښتو ادب کې د ادبي ټوټې ليکنې بهير په پښتونخوا او افغانستان کې او همدرانګه د ادبي ټوټو د پنځو غوره ليکوالانو پېژندنه او د ادبي ټوټې بېلګه چې د پردې خبرې تر سرليک لاندې وه، په بشپړ ډول دروپېژندل او په دې ډول مې خپل مونوګراف ترتيب او بشپړ کړ، که څه هم دغه موضوع ډېره پراخه ده، خو ما د خپل وس ترحده په ډېرو لنډو او غوره مانادارو الفاظو او مهمو سرليکونو کې دغه موضوع راټوله کړې او کوښښ مې کړی دی چې په ښه ډول يې وڅېړم، ددې ليکنې له مخې به مونږ په دې پوه شو چې څنګه کولای شو چې يوه ادبي ټوټه وليکو يا يې د يو ليکوال په اثارو کې د نورو نثري ليکنو سره د ادبي ټوټې توپير وکړای شو، په يوه ادبي ټوټه کې د هغې پوخوالی، ښه والی او نيمګړتياوې سره جلا کړو او يوه ادبي ټوټه په ښه ډول وڅېړلی شو، کېدای شي موضوع مې په ښه شان لکه څنګه چې لازمه ده، نه وي څېړلي، خو ما هم د لارښود استاد په لارښوونه د ټولو هغه ماخذونو نه چې زما د موضوع اړوند و، او لاس رسی مې ورته درلود، استفاده کړې او کوښښ مې کړی دی چې د مونوګراف موضوع په ښه ډول وڅېړم، ترڅو اوس اوپه راتلونکي کې د ادبي ټوټې په هکله لوستونکو ته ښه معلومات وړاندې کړای شي، هيله لرم چې د پای ليک په ډول به ومنل شي.

ماخذونه

[سمول]

1)   الفت ، ګل پاچا : ( ۱۳۷۲ ل ) کال، غوره نثرونه، دوهم چاپ، پېښور، سازمان مهاجرين افغانستان ( خپرندوی ).

2)   بې نو، عبدالروف : ( ۱۳۴۶ ل ) کال،اوسني ليکوال، درېم ټوک، کابل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ( خپرندوی ).

3)   بې نوا، عبدالروف : ( ۱۳۴۰ ل ) کال، اوسني ليکوال، لومړی ټوک، کابل، د مطبوعاتو مستقل رياست ( خپرندوی ).

4)   رفېع، حبيب الله : ( ۱۳۶۰ ل ) کال، زرينې څانګې، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز، د زيري جريدې مديريت .

5)   سحر، يوسفزی : ( ۱۹۸۰ ز ) کال، ادب څه دی؟ ، دوهم چاپ منګوره، سوات پروګري سورپرايز ( خپرندوی ).

6)   غمجن، نورمحمد ( پوهنمل ) : ( ۱۳۶۰ ل ) کال، په پښتو ادبياتو کې د ادبي ټوټو ونډه ( مقاله )، افغان ياد د مقالو ټولګه، کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځی ( خپرندوی ).

7)   هاشمي، سيد محی الدين ( محقق ) : ( ۱۳۷۲ ل ) کال، د ليکوالۍ فن،پېښور،  دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

8)   هاشمي، سيد محی الدين ( محقق ) :  ( ۱۳۹۲ ل ) کال، د نثري ادب ډولونه، درېم چاپ، ننګرهار افغانستان، وحدت خپرندوی ټولنه.