د پښتون پوښتنه
د "پښتون پوښتنه"، چې د "پښتنوستان پوښتنه" په نوم هم یادېږي، د افغانستان په واکتوب کې د افغانستان او د پښتنو ملتپالو د خوا څخه د پاکستان د شمال لوېدیځ پولي ولایت، د فدرالي ادارې لاندې قبایلي سیمې، بلوچستان او د شمال لوېدیځ پولي ولایت او ولایتي ادارې لاندې قبایلي سیمې په ګډون د یو خپلواک پښتونستان د جوړولو غوښتنې په اړه یوه غوښتنه وه. [۱]
دغه ستونزه په ۱۳۷۱ کال کې د ولسمشر محمد نجیب الله د واکمنيٍ تر نسکورېدو پورې د پاکستان په اړه د افغانستان په بهرني سیاست کې حاکمیت درلود [۲]
پېښلیک
[سمول]۱۲۵۷-۱۳۲۶
[سمول]په د دوهمې انګلیس-افغان جګړې کې د افغانستان د ماتې خوړلو نه وروسته، د ډیورنډ کرښه په ۱۲۷۲ کال کې د بریتانوي ډیپلومات مورټیمر ډیورنډ د خوا څخه د افغانستان د امارت او برېتانوي هند ترمنځه د پولې په توګه رسم شوه، په هرصورت، دغې پولې د پښتنو پرګنې چې د افغانستان زیاتره یې جوړاوه او د هغې واکمنه طبقه یې سره ووېشله. د ۱۲۷۲ څخه تر ۱۳۶۴ پورې، د ډیورنډ کرښې ختیځ ته په پښتنو سیمو کې د بریتانوي واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو مختلف پاڅونونه وشول. [۳] د پښتنو یاغیانو پر وړاندې د بغاوت ضد لومړی هوايي کمپاین د ۱۲۹۸ او ۱۳۰۴ کلونو ترمنځه ترسره شو. [۱]
۱۳۲۶ – اوس مهال
[سمول]د برېتانوي هند له وېش څخه اووه اونۍ مخکې، یوه لویه جرګه جوړه شوه چې په کې باچا خان ، عبدالصمد خان اڅکزی ، خدایي خدمتګاران ، د ولایتي شورا غړي، میرزالي خان (چې د ایپي فقیر په نوم مشهور دی) او ګڼ شمېر نور پښتانه پرګني مشران شامله وو. د پښتونستان پریکړه لیک، چې ډیرې وختونه د بنو پریکړه لیک په نوم یادېږي، د ۱۳۶۴ کال د چنګاښ میاشت په ۳۱مه غوراوی شو. په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې وه چې پښتنو ته دې دغه اختیار ورکړل شي چې د برېتانوي هند ټولې پښتنې سیمې په کې شاملې وي، پر ځای یې چې د هند یا پاکستان د واکمنۍ سره یو ځای شي. [۴] برېتانويانو دغه غوښتنې رد کړې چې په پایله کې یې هغه پښتانه چې د رایې ورکولو وړ وو (په اصلي ولایتونو کې پښتانه د رایې ورکولو وړ نه وو) د ټولپوښتنې سره بایکاټ وکړ. [۵]
"د ټولو پښتنو لپاره یو آزاد پښتونستان جوړ شي. د دولت اساسي قانون به د اسلامي مفکورې، ډیموکراسۍ، مساوات او ټولنیز عدالت پر بنسټ جوړ شي. دا غونډه له ټولو پښتنو څخه غوښتنه کوي چې د دې ګران هدف د ترلاسه کولو لپاره سره متحد شي او د هیڅ غیر پښتون تسلط ته تسلیم نشي". [۶]
افغانستان یوازینی هیواد و چې په ۱۹۴۷ کال کې یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړیتوب پر ضد رایه ورکړه او د پښتنو میشتو ځمکو د شاملولو په اعتراض کې یې استدلال وکړ چې پښتانه د ځان ټاکلو حق لري. [۳] د پښتونستان اوسنی کارول شوی سور او تور بیرغ د تور رنګ سره د افغانستان د دودیز بیرغ رنګ استازیتوب کوي، او سور رنګ د پخوانیو پښتنو یاغي بیرغونو استازیتوب کوي چې د برتانوي امپراتورۍ په وړاندې کارول شوي وو. د پښتونستان بیرغ د ۱۹۴۷ کال د سپتمبر په ۲مه په کابل کې د افغانستان د بیرغ تر څنګ پورته شو.

په ۱۹۴۸ کال کې، د ایپي فقیر چې پخوا یې د انګریزانو پر وړاندې ګڼ شمېر پاڅونونه رهبري کړي وو، د نوي جوړ شوي پاکستاني دولت پر وړاندې د پاکستان څخه د جلا کیدو او د یو خپلواک پښتونستان د جوړولو په هڅه کې بغاوت پیل کړ. د ایپي فقیر د شمالي وزیرستان د دته خیلو سیمه ونیوله او د افغان شهزاده محمد داود خان او نورو مشرانو په ملاتړ یې د خپلواک پښتونستان د جوړولو اعلان وکړ. دا سیمه بالاخره بیا په پاکستان پورې ضمیمه شوه. [۷]
هم وګورئ
[سمول]ماخذونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ . 2009-12-05.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) Invalid<ref>tag; name ":0" defined multiple times with different content - ↑ . 2014.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help); Missing or empty|title=(help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ . 2015-11-21.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) Invalid<ref>tag; name "huffpost.com" defined multiple times with different content - ↑ . 2019-08-24.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 2014-01-22.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2021-05-04.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help); Missing or empty|title=(help) - ↑ . Oxford. 2012.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help)CS1 maint: location missing publisher (link)