د پچيراګام ولسوالۍ لنډه پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پچيراگام ولسوالۍ[سمول]

پچيراگام ولسوالۍ دننگرهار ولايت له ځنگليزو او سمسورو ولسواليو څخه

شمېرل کېږي، د پچيراگام ولسوالۍ د جلالکوټ ښار جنوب لوري ته پرته ولسوالۍ ده
دوتنه:د پچيراگام ولسوالۍ لنډه پېژندنه
پچيراگام ولسوالۍ

اکثره خلک يېپه خټه خوږياڼي دي، يو لږ شمېر کوچيان او سلېمانخيل هم په نوموړې

ولسوالۍ کې دېره شوي دي.

د پچيراگام ولسوالۍ چې پخوا د خوږياڼو ولسوالۍ يوه علاقه داري وه د حکومت د وروستيو تشکيلاتو په درشل کې پر ولسوالۍ بدله شوه، د پچير اگام ولسوالۍ (۱۲) لوی کلي لري چې عبارت دې له:

۱- لاندې صبر: دا کلی د پچيراگام ولسوالۍ لومړنی کلی(ولس) دی چې ډېر شمېر کوچني کلي لري لکه (گډل نايان، درې کلی، سمڅې، شاکرين، ټانگی، سره کلا، ياغي بند مياگان، ښرکي کلا، گنډېری، توراباد، وستاکارانو کلی، ملک سلطان محمد کلی، زوړ کلی، اخوندزادگانو کلی،حاجي شهزادگل کلی، نوې کلا، خانانو کلی، توراڼۍ او داسې نور.

۲- پاس صبر: مشهور کلي يې دا دي: (چينارگی، گنډيري ټانگی، کټه خېل،سودر خيل، ليټۍ کلی او نور.

۳- لنډه خيل: مشهور کلي يې دادي: بنډيانو کلی، کوډگی، مياکلی، ځوځگر او داسې نور.

۴- زمر خيل: مشهور کلي يې دادي: لکۍ کلا، څنډلی، کمبو، چغرې کلی، معلم قيوم کلا،بامه خيل، کلاگۍ، ځړه خيل، سوبه خيل، اخوندخيل، ځارمن کلی، سره کلا، کاله خيل او داسې نور.

۵- بامه خيل

۶- مورگۍ: بره مورگۍ، کوزه مورگۍ، تکان او نور يې مشهور کلي دي.

۷- کوز گيريخيل: ماڼوگان، ناريان او نور يې مشهور کلي دي.

۸- بر گيريخيل

۹- سليمانخيل: ميلوه، توره بوړه، صالح گل بابا، زيړان او نور يې مشهور کلي دي.

۱۰- لاندې پچير

۱۱- پاس پچير

۱۲- پنکزي

سرحدونه: د پچيراگام ولسوالۍ د ختيځ لوري له چپرهار او هسکې مينې ولسواليو سره گډه پوله لري، د شمال له لوري له خوږياڼو او چپرهار ولسواليو سره گډه پوله لري، لويديځ ته يې د خوږياڼو ولسوالۍ پرته ده او جنوب لوري ته يي سپين غر د پښتونخوا د پاړه چينار سيمي سره د گډې پولې توگه وجود لري.

کسب او کار: د پچير اگام ولسوالۍ خلک زيات او د کرنې ځمکه يې لږه ده، نو ځکه زيات شمير وگړي په زده کړو، سوداگرۍ، حکومتي دندو بوخت دي او يو نور شمير يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

کرنيز پيداوار او ميوې: ټماټر، تور بانجان، ممپلي،جوار، غنم،وربشې، کورښې،چڼې، پلي مټر،ځنغوزي، پرگي، غوځان، انگور، الوکاټ، مندتې، الوچې، شپتالو، بوهيان، انار، مڼې، توتان، انځر او نورې هر ډول ميوې په پچيراگام ولسوالۍ کې پيدا کيږي.

نفوس : د پچير اگام ولسوالۍ هر کلی په اوسط ډول (۱۰۰۰۰) وگړي لري چې په دې تر تيب د پچيراگام ولسوالۍ ټول نفوس (۱۱۲۰۰۰) تنه کيږي.

په ټاکنو کې د خلکو ونډه: په پچير اگام ولسوالۍ کې شاوخوا (۴۰۰۰۰) کسانو د رايو کارتونه اخيستي دي چې د ناامنۍ له امله خلک نشي کولای په ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.