د پير محمد کاروان لنډه پېژنده
د پير محمد کاروان لنډه پېژنده
[سمول]زوکړه :
[سمول]نوښتګر، غزلبول او غزلپال شاعراو ليکوال ښاغلی پيرمحمد کاروان د نورمحمد خان په کور کې ( ۱۳۳۸ ل ) کال د خوست ولايت د تڼيو د نريزې په کلي کې دې نړۍ ته سترګې سپړلي دي او همدلته يې خاپوړې کړي دي، د ماشومتوب بېلابېل پړاوونه يې وهلي او رالوی شوی دی.
زده کړې :
ښاغلی پيرمحمد کاروان لومړی د هغه چنار لاندې درس او ښوونې ته کېناست چې د ده زړه ورسره پيوند دی او دی ورسره څانګې څانګې وغځېده، چې ده ته بې پايه ګرانښت او درنښت لري، چې د ده په شعرونو کې راشين شوی دی ان تر دې چې د خپل يو هنري او شهکار اثر نوم يې هم نومولی دی.
نورې زده کړې يانې له اووم ټولګي نه تر لسم ټولګي پورې يې د خوست په غرغښت عالي لېسه کې او پاتې نورې زده کړې يې د خوست په ميخانيکي لېسه کې بشپړې کړلې او په ( ۱۳۵۶ ل ) کال له نوموړې لېسې څخه سپين مخ بريالی راووت.
( ۱ : ۲ مخ )
دندې :
[سمول]ښاغلی کاروان د ميخانيکي لېسې تر فراغت وروسته د بغلان ولايت د پلخمري په نساجي فابريکه کې د فني او مسلکي مامور په توګه په رسمي ډول په دنده وټاکل شو او بيا د کندهار نساجي فابريکي ته تبديل کړای شو، نوموړي دغه دنده په ۱۳۵۸ ل کال پرېښوده او خپلې سيمې ته ولاړ چې هلته يې د ( ۱۳۵۹ ل نه تر ۱۳۶۹ ل ) کلونو ترمنځ د ښکېلا ګرو روسانو پر وړاندې په وسله وال جهاد لاس پورې کړ.
د ۱۳۶۹ ل کال وروستيو کې د کوزې پښتونخوا ( پېښور ) ته ولاړ او د ازاد افغانستان د ليکوالانو د ټولنې غړی شو، لومړی د خپلواکۍ مجلې د کتونکې ډلې غړی او ورپسې د وفا اخبار مرستيال او د کتونکې ډلې غړی و.
په ۱۳۷۳ ل کال د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند ډرامې د ليکوالو په ډله کې پر دنده وګومارل شو چې تر اوسه همدغه دنده پرمخ وړي.
( ۱ : ۲ مخ )
د کاروان اثار :
[سمول]الف – چاپ اثار:
[سمول]1. له ماښامه تر ماښامه ( شعري ټولګه ) ۱۳۷۱ لمريز کال
2. چنار خبرې کوي ( شعري ټولګه ) ۱۳۷۶ لمريز کال
3. د ښاپېرۍ ورغوی ( شعري ټولګه ) ۱۳۷۹ لمريز کال
4. يو زرغون د نغمو سيند ( شعري ټولګه ) ۱۳۸۷ لمريز کال
5. له نرګسه تر نرګسه ( د لنډو کيسو ټولګه ) ۱۳۷۴ لمريز کال
6. غره ته روان سړی ( لنډو کيسو ټولګه ) ۱۳۸۳ لمريز کال
7. زرزري وزرې ( شعري ټولګه ) ۱۳۹۴ لمريز کال
( ۱ : ۵ مخ )
ب – نا چاپ اثار :
[سمول]1. مورې مورې تږی يم : نظمونه دي چې د مور لپاره ليکل شوي دي.
2. د ادبي نثرونو او شعرونو د کره کتنې په اړه يې يو کتاب برابر کړی ده.
3. د پښتو ډرامې يوه ټولګه يې هم چمتو کړې ده.
4. د لنډو کيسو درېمه ټولګه يې هم برابره کړې ده.
( ۱ : ۵ مخ )
ماخذونه
[سمول]1) اغېز، عبيدالله: ( ۱۳۹۴ ل ) کال، کاروان او چنار، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی )
2) پنهان، فضل محمود ( حاجي ): ( ۱۳۸۱ ل ) کال، ادبي ارمغان، کوېټه، هېواد ادبي او کلتوري ټولنه ( خپرندوی ).
3) کاروان، پيرمحمد: ( ۱۳۷۱ ل ) کال، له ماښامه تر ماښامه ( شعري ټولګه )، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
4) کاروان، پيرمحمد: ( ۱۳۷۶ ل ) کال، چنار خبرې کوي ( شعري ټولګه )، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
5) کاروان، پيرمحمد: ( ۱۳۷۹ ل ) کال، د ښاپېرۍ ورغوی ( شعري ټولګه )، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
6) کاروان، پيرمحمد: ( ۱۳۹۴ ل ) کال، زرزري وزرې ( شعري ټولګه )، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
7) مسلم دوست، عبدالرحيم: ( ۱۳۸۸ ل ) کال، خوږه ژبه، پېښور، عنايت کتاب پلورنځی ( خپرندوی ).
8) همکار، محمد ابراهيم ( پوهنيار ) : ( ۱۳۸۷ ل ) کال، د بديع فن او پښتو شاعري، رڼا مرکز ( خپرندوی ) .