د پوهنپوهنې کیفیتي يا ماډل منطق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پوهنپوهنې کیفیتي يا ماډل منطق (Epistemic modal logic) دکیفیتي منطق یوه فرعي څانګه ده چې د پوهې په اړه استدلال کوي. پوهنپوهنه اوږده فلسفي مخینه لري چې تر لرغوني یونان پورې رسېږي. د پوهنپوهنې منطق یو نوی پرمختګ دی، چې په ډېرو برخو کې لکه: فلسفه، نظري کمپیوتر ساینس، مصنوعي هوش، اقتصاد او ژبپوهنې کې کارول کېږي. د کیفیتي منطق په اړه له ارستو نه وروسته فیلسوفانو بحثونه کړي او د منځنیو پېړیو فیلسوفانو، لکه: ابن سینا، اوکام او دانز اسکاتوس هم خپلې کتنې وړاندې کړي دي. په ۱۹۱۲ ز کال کې سي ای لیویس و چې ددې موضوع په اړه یې لومړنی سمبولیک او منظم چلند رامینځته کړ. دې برخې ډېره وده وکړه او په ۱۹۶۳ز  کال کې يې له کریپيک سره د کار کولو په ترڅ کې يې عصري بڼه غوره کړه.

تاریخي پرمختګ[سمول]

په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې ډېری لیکنې د پوهې د منطق په اړه لیکل شوې دي، خو د فنلنډي فیلسوف وون رائټ مقاله، چې په ۱۹۵۱ز کال کې یې لیکلې، په کیفیتي یا ماډل منطق کې د بنسټیز سند په توګه منل شوې ده. په ۱۹۶۲ز کال کې، د هینټیککا په نوم بل فنلنډي د پوهې او باور Knowledge and belief په نامه اثر ولیکه. دا لومړنی اثر و چې د کتاب بڼه یې لرله، په کومو اخلاقي څرګندونو چې په باوري کیفیتي منطق کې بحث کېږي، د هغو پرځای یې د پوهې معناپوهنې ته د رسېدو لپاره د لارو چارو وړاندیز کاوه. دې کار د دې موضوع لپاره ډېر بنسټیز کار کړی، له هغه وخته راهیسې ډېرې څېړنې ترسره شوې دي. د بېلګې په توګه: د پوهنپوهې منطق، له متحرک منطق سره د ځینو نظریاتو پر بنسټ ځای شوی،چې د پوهنپوهنې متحرک منطق رامنځته کړي، تر څو په مختلفو سیستمونو کې د منطق او استدلال پر بنسټ، د معلوماتو د بدلون او تبادلې لپاره کار وکړي. په دې برخه کې ډېری مهم کارونه، د پلازا، ون بېنټم، بالټاګ، ماس او سولیکي له خوا شوي دي.

د معیاري ممکنې نړۍ ماډل(طرحه)[سمول]

د پوهې د ماډلینګ ډېری هڅې د ممکنې نړۍ د موډل پر بنسټ ولاړې دي. د دې کار د ترسره کولو لپاره موږ باید د ممکنې نړۍ ټولګه، د هغو کسانو تر منځ ووېشو، چې د دې سیستم له پوهې سره سمون لري او یا یې نه لري. په عمومي ډول، دا له عام استعمال سره تړاو لري. که زه په دې پوهېږم، چې دا یا جمعه او یا شنبه ده، نو زه په باورسره په دې پوهېږم، چې پنجشنبه نه ده. زما د پوهې له مخې، داسې کومه ممکنه نړۍ نشته، چې هلته پنجشنبه وي، ځکه چې په ټوله نړۍ کې یا جمعه یا شنبه ده.

موږ به په ابتدایي توګه، د منطق پر بنسټ د تګلارې په اړه بحث وکړو. ښه داده چې دلته د کارولو وړ بلې لومړنۍ طریقې په اړه چې د پېښې پر بنسټ طریقه ده یادونه وکړو، په دې ځانګړي ډول کې پېښه د ممکنې نړۍ ټولګه ده او پوهه د پېښو یوه چلوونکې ده، که څه هم له ستراتیژیو سره ډېر نږدې تړاو لري.

د دوی تر منځ دوه مهم توپیرونه شته دي :

  • د منطق پر بنسټ د چلند بنسټیز ریاضیکي ماډل د کریپک معنا پېژندنه ده. په داسې حال کې چې د پېښې پر بنسټ طریقه د اومن اړوند جوړښتونه کاروي.
  • د پېښې پر بنسټ چلند کې منطقي فورمولونه، په بشپړ ډول له منځه ځي، په داسې حال کې چې د منطق پر بنسټ، طریقه د کیفیتي منطق سیستم کاروي.

په عمومي توګه، د منطق پر بنسټ طریقه د فلسفې، منطق او مصنوعي هوش په برخو کې کارول کېږي او د پېښو پر بنسټ طریقه ډېری وختونه د تیورۍ، اقتصاد او ریاضي په برخو کې کارول کېږي. د منطق پر بنسټ چلند کې، د کیفیتي منطق په کارولو سره نحوه او معناوې رامنځته شوې دي.

سرچینې[سمول]