منځپانگې ته ورتلل

د پولیمیرونو اهمیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېړنپوه محمد قسیم مراد(باور)

تعریف

[سمول]

پولیمیرونه هغه کیمیاوی مرکبونه دي چې د ځانګړو خواصو په درلودلو سره ئې کارول ورځ تربلې پراختیا مومي. پولیمیرونه له هغو غټو مالیکولونو څخه عبارت دي چې هر مالیکول يې د کوچنیو یا یو شان بېلا بېلو واحدونو څځه چې مونومیرونه ورته وائې،جوړشوی وی. پولیمیر له دوو یونانی کلمویانی (Polys) د څو په مانا او(Mer) د واحد په مفهوم دی، اخستل شوی دی. که د یو پولیمیر د تشکیلیدو لپاره یو ډول مونومیر و کارول شی هومو پولیمیر ئې بولی او که د پولیمیری مرکب ځنځیر له دوه ډوله مونومیری واحدونو څخه جوړ شوی وي په دی صورت کې لاسته راغلې پولیمیرد کو پولیمیر په نوم یا دیږی. یا په بل عبارت هغه پولیمیرونه چې له یو ډول مونومیرونو څخه تشکیل شوی وي د هومو پولیمیر (Himipolymer) په نوم او هغه چې د ډول ډول مونومیرونو څخه تشکیل شوی وي د کوپولیمیر (Copolymer) په نوم او که په یو پولیمیری ځنځیر کې دوه ډوله مونو میرونه موجود وی د ترپولیمیر په نوم یادیږي(513:1). مونومیرونه د کوولانسي اړیکې په واسطه یو له بل سره وصلېږی او اوږده ځنځیرونه جوړوی. مونو میرونه بوله بل سره تعامل کوی اوخطی ځنځیرونه یا دری بعدی شبکه جوړوی، چې دا عملیه د پولیمیرایزیشن په نوم یادیوی.

پولیمیرونه په عمده توګه په دری ډلو ویشل کیږی:

[سمول]

بیو پولیمیرونه یا طبیعی پولیمیرونه

[سمول]

هغه دي چې د څو قیمته قندونو(نشایسته او سلولوز)، پروتئینونو، نوکلیک اسیدونو، انزایمونو، وریښمو او طبیعی ربړ څخه جوړ شوي وي.

- کاني پولیمیرونه

[سمول]

له الماس، ګرافیت، د ګڼ شمیر فلزاتو له اکسایدونو او نورو څځه عبارت دي.

- مصنوعی یا سنتری پولیمیرونه

[سمول]

هغه دي چې د مونومیرونو منشأ ئې خام نفت او د ډبرو سکرو قطران وی. د مصنوعی پولیمیرونو ځنی خواص د طبیعی پولیمیرونو په پرتله غوره دي، ځکه د نننی تخنیک یو شمیر ستونزی چې د طبیعی موادو په مرسته د حل وړ نه وې د مصنوعی پولیمیرونو په واسطه ئې د حل لاره موندل شوی ده. مصنوعی پولیمیرایزیشن په دوه ډوله جمعی او تراکمی توګه صورت مومی. که د پولیمیرونو واحدونه(مونومیرونه) سره یو ځای شی په دی صورت کې حاصل شوي پولیمیرونه د جمعي پولیمیرونو په نوم یادیږی. که د پولیمیرایزیشن په عملیه کې د مونومیرونو ترمنځ د تعامل په پایله کې د ځنو مرکبونو کوچني مالیکولونه لکه H2O او نور بهر شي دا ډول پولیمیرایزیشن تراکمی بلل کېږي. د نشایستی او سلولوزپه تولېد کې د NH 3 او ګلوکوزله پولیمیرایزیشن څخه اوبه خارجیږی. په متراکمو پولیمیرونو کې د مونومیرونو یوه برخه ګډون نه لری او تجزیه کېږي.(7).

پولیمیرونه پلاس راوړل کېږي:

[سمول]

د پولیمیرایزیشن تعامل:

[سمول]

د کوولانسی رابطی په واسطه د ساده مرکبونو(مونومیرونو) د وصلیدو په نتیجه کې د غټی کتلې لرونکی مرکب چې بولیمیر ورته وایی، تشکیلیږی.

د پولی کاندنسیشن تعامل:

[سمول]

ددې عملیی په ترڅ کې د دوو یا ډیرو وظیفوی ګروپونو درلودونکو مرکبونو څخه پولیمیری مرکب پلاس راځی . په دی عملیه کې له یادو ګروپونو څخه ځینی مواد لکه اوبه، امونیا او نور آزادیږی. نشایسته او سلولوز چې د مونو سکرایدونو د لومړنیو ساختمانی پاتی شونو څخه لاسته راځی د طبیعی پولیمیرونو بېلګی دی.(256:2). کاغذ، لرګي، پلاسکو(ملامین ) لوښي، غوښه، وړۍ وریښم او نور هغه ماکرومالیکولونه دي چې انسانان ورڅخه په ورحنی ژوند کې ګټه پورته کوی. پولیمیرونه د الیاف، طنابونو، جامو جوړولو ¸د پلاستیک جوړولو په صنعت، د کنګل شوو غذایی موادو په بسته بندۍ، پلاستیکی کڅوړو، د برقی وسایلو په جوړولواو په بی شمېره نورو برخو کې په پراخه کچه کارول کېږی.

د پلاستیک جوړولو د صنعت تاریخچه

[سمول]
د انګلیسی پوه ډاکتر مونتګومری (Montogomery) د 1843 زیږدیز کال له فعالیتونوسره سمون خوری، چې دیرش کاله وروسته له هغه د پلاستیک له جنسه د بلیارد لومړنې توپ جوړ شو. په 1924ز. کال کې په آلمان کې سلوفان (Cellophane) تولېد او ګټه اخستنه ورڅخه پیل شوی ده. دا نوم د سلولوز (Cellolose)کلمی د اولې نیمایی او د (diaphane) له وروستۍ نیمایی څخه چې د روڼ مانا ورکوی ، اخستل شوی او عمومی فارمول ئې {C6H10O5]دی(183:1). لومړنې صنعتی پولیمیر په1909 ز. کال کې چې رزین فینایل فارم الدیهاید ؤ د بلژیکی عالم په واسطه چې داکتر لئوهندریک نومیده تولېد او سوداګریز نوم ئې (Baklit) ایښودل شوی دی او له هماغه وخته راهیسی د غوره مادی په توګه په اړوندو محصولاتو کې په پراخه کچه کارول کيږي. د پلاستیک په تولېد کې چې د پولیمیرونو ټاکلې ترکیب دی د پام وړ بدلون په 1920 ز. کال کې کله چې د پلاستیک د صنعت د پراختیا په موخه سلولوز استات (Cellulose) چې د جوړښت له مخې سلولوز نایتریت ته ورته والې لری، هم ورګډ شو(6). پلاستیکونه په هغو کې د موجودو برخو د شتون له مخی په ساده( هغه چې له یوی برخې څخه لکه ستیرول او بولی ایتیلین) او پیچلو( هغه چې له څو برخو څخه تشکیل شوی وی لکه فلوروپلاستونو، فینو پلاستونو او تکستولیتون) باندی ویشل کېږی. به پلاستیکونو کې د بېلابيلو ځانګړتیاوو د ترلاسه کولو په موخه سربیره پر طبیعی او مصنوعی کنډو ځينې نور مواد هم علاوه کوی( 320:2 ). یوشمیر ضروری مواد بلاستیک ته د څانګړی خواصو ورکولو په موخه علاوه کیږی: - سریښ لرونکي مواد چې د پلاستیکی ذرو نښلولو لپاره اړین اوشته والی یی په پلاستیک کې د ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی. - د غیر پلاستیکي موادو جامدې او کوچنۍ ذري لکه ګرافیت، تالک، کاولین، ازبست او یا ځینی عضوی مواد لکه د اری بور، کاغذ اونورچې د پلاستیک په فزیکی او میخانیکی خواصو باندی اغیزه ښیندی، هم علاوه کوی. - رنګونه پلاستیکی محصولاتو ته ښکلا ورکوی. پلاستیک د نورو طبیعی عضوی موادو په څېر له غټو مالیکولونوڅخه جوړشوی دي چې د کاربن شتون پکي حتمی وی. ټول مصنوعی مواد چې د پلاستیک په جوړولو کې کارول کېږی د سانتی ګرید له90 درجې تودوخې څخه تر 200 درجو پوری مخلوط کوی او شکل ورکول کېږی. له همدی کبله د غوره الاستیکي خواصو په درلودلو سره پلاستیک نومیږی(93:4). پلاستیک یو مهم پولیمیر دی او هغه عضوی مواد دي چې مخصوص وزن ئې لږ دی. په بل عبارت پلاستیک هغه مواد دي چې د نورو عناصرو سره د کیمیاوی موادو د پولیمیرایزیشن څخه لاسته راځي. پلاستیک د مصنوعی پولیمیرونو له ډلې څخه دی او په حقیقت کې هغه مواد دي چې د لومړی ځل لپاره د انسان په واسطه جوړ شوی دی.د پلاستیکی موادو جوړښت د ځنو کیمیاوی عناصرو لکه؛ کاربن، هایدروجن، آکسیجن، کلورین او سلفر پر بنسټ ولاړ دی. پولیمیری مواد له نفتو، غاز، ډبرو سکارو او حتا له نباتاتو څخه لاسته راځی. پلاستیک هغه مقاوم مواد دي چې په آسانۍ سره نه تجزیه کېږی او که بی ځایه و غورځول شي له منځه نه ځي، لاری سیندونه اوسمندرونه ککړوی او د بحری حیواناتو د ژوند لپاره ستر ګواښ رامنځته کوي. په طبیعت کې د پلاستیکی موادو تجزیه په لاندی ډول صورت مومي:

1- پلاستیکي کڅوړی له 10 څخه تر 20 کلنو په موده کې تجزیه کېږی.

2- پلاستیکي لوښي له 50 څخه تر 60 کلنو په موده کې تجزیه کېږی.

3- د جوسونو پلاستیکی بوتلونه لږ تر لږه د 450 کلنو په موده کې تجزیه کېږی. د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی لپاره چې د نورو کارول شوو مصنوعی پولیمیرونو څخه منځته راځی یوه لار يي له هغوی څخه د پلاستیک جوړول دي. د کارول شوو پولیمیری موادو د ضرر د مخنیوی بله طریقه د هغوی سوځول دي چې انرژی ورڅخه تولېدیږی خو باید له پامه و نه غورځول شي چې د پولیمیرونو له سوځولو څخه یو شمیر زهری مواد لکه؛ کاربن ډای اکساید (CO2)، کاربن مونو اکساید (CO)، سلفر ډای اکساید(SO2)، او HCl تولېدیږی او هر یو ئې په خپل وار د هوا د ککړتیا سبب کېږی چې ددی ډول ککړی هوا تنفس کول د انسان د روغتیا لپاره ګواښ دی(4). پلاستیک د نننې تخنیک د ودانیزو توکو مهمه برخه جوړوی. له هغه څځه د راز راز ماشینونو جوړولو په صنعت، الکتروتخنیک، زراعت، طبابت او نورو برخو کې په پراخه کچه ګټه اخستل کېږی. مصنوعی الیاف هم د پولیمیرونو له ډلې څخه دي او د سلولوز سره د تعامل په نتیجه کې لاسته راځي. د سلولوز څخه په زیاته اندازه الیاف د ټوټو، کاغذ، مقوا جوړولواو نورو لپاره لاسته راځي.همدارنګه د یولړ کیمیاوی تعاملاتو په نتیجه کې ورڅخه یو شمیر نور محصولات لکه؛ پلاستیک، لاک، هغه باروت چې لوګی نه لری، ایتایل الکول او نور استحصالېږی(248:2). اړینه ده چې د کارول شوو پلاستیکونو څخه د هغه د بیا تولید په اړوند هم په لنډه توګه یادونه وشي. بلاستیک له نفتی موادو څخه لاسته راځي او ډیر ځله ئې بروسس د چاپیریال د ککړتیا سبب کېږی.پلاستیک په ورو ډول تحزیه کېږی او کله چې چاپیریال ته لار و مومی نو د اوږدی مودی لپاره د هغه د ککړتیا لامل ګګرخي.

د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی

[سمول]

په موخه بکار ده چې کارول شوی او باطله پلاستیکونه چې په چاپیریال کې موجود وی، پروسس کول او بیا تولید ئې نه یوازی د چاپیریال د ککړتیا کچه را ټیټوی، بلکی له اقتصادی پلوه هم خوذا ګټور دی. په مارکیټونو، لارو او سرکونو کې د کارول شوو پلاستیکونو او نورو پولیمیری موادو بېلابېل ډولونه لکه پولی اتیلین (Polyethelen)، پولی وینیل کلوراید (Poly vinyl chloride) یا PVC، پولی ستیرین (Polysterene)، پولی پرو بیلین (Polypropylene) او نور شتون لری(5). د دی موادو څخه د پلاستیک د بیا ځل تولېدولو لپاره اړینه دی چې هغوی د پولیمیرونو د ډولونو له مخی یو له بل څخه جلا او وروسته ورڅخه د یو لړ کیمیاوی عملیو په بشپړولو سره پلاستیک او نور اړین مواد تولېد شي(153:3). پولی وینیل کلوراید د وینیل کلوراید له پولیمیرایزیشن څخه په لاس راځی چې د ترموستاتیک له ډلې څخه دی مالیکولی وزن ئې له 10 \څخه تر50 زرو پوری دی. د پولی وینیل کلوراید کثافت په یوه سانتی مترمکعب کې له 1.35 څخه تر 1.43 گرامو پوری او د ویلی کيدو ـټکې ئې د سانتی گراد له 150 څخه تر 220درجو پوری دی. پولی وینیل کلوراید د سانتی گراد په 120 درجو تودوخه کي تجزیه کېږی او پولیمیری خواص له لاسه ورکوی. پولی وینیل کلوراید د نلونو د پوښ، لوښو او همدارنګه د لوبو د سامان جوړولو، جامو، ډول ډول لاسی بکسونو، پردو، د ریاکتورونو دنننی پوښونو، د سیمانو د پوښولو او نورو لپاره کارول کېږی(515:1). سربیره پر دی اوس مهال پولیمیرونه د غوره میخنیکی خواصو په درلودلو او هم له دی کبله چې د برښنا او تودوخې عایق دی د ژوند په ټولو چارو کې له ودانیو څخه نیولی بیا تر هوایی سفینو پوری په پراخه کچه کارول کېږی. د بېلګې په توګه پولی وینیل کلوراید (PVC) یوه ارتجاعی کتله ده چی د تیزابونو او القلی په وړاندی ډیر مقاومت لری. پولی وینیل کلوراید د نلونو په پوښلو، د مصنوعی څرمنې په جوړولو او ډیرو نرو برخو کې کارول کېږی. په نتیجه کې ویلای شو چې د پولیمیرونو تولېد او کارونې په وروستیو پنڅوس کلونو کې په بیساری توګه پراختیا موندلی ده. مصنوعی پولیمیرونه هم په ورځنی ژوند او هم د صنعت په بېلا بېلو برخو کې ډیر کارول کېږي. اوس مهال په ډیرو حالاتو کې د فلزاتو، ښیښو، سرامیکو او لرګیو پر ځای له پولیمیرونو څخه کار اخستل کېږی. د پولیمیرونو د کارونې ساحی پراختیا ته په کتنې سره د نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې د پولیمیرونو تولېد او کیفیت ته پاملرنه کېږی. په دی اساس وړاندیز کېږی چې په هېواد کې د راز راز پولیمیرونو تولېد ته ځانګړی پاملرنه وشی او ملی پانګوالو ته شرایط چمتو شی تر څو په دی برخه کې په ډاډمنه توګه پانګونه وکړی او هېواد ته د پولیمیرونو د وارداتو په کچه کې په تدریجی توګه کموالی راشی.

سرچینی

[سمول]
1- - دایرة المعاف اریانا، جلد دوم، اکادمی علوم، ریاست دایرة المعارف، مطبعۀ نبراسکا، کابل- افغانستان، تعداد صفحات961.

2- مستمندی، عبدالله، محمدظفر همکار، فتح محمدپنجشیری و غلام صیدیق ذهیب. کیمیای عمومی جلد دوم، وزارت تحصیلات عالی و مسلکی ج- ا، پوهنتون کابل، ص592.

3-	بررسی پلاستیک ها. ریاست نشرات اکادمی علوم، مجله طبیعت ،مطبعۀ بهیر، شماره شانزدهم، سال 1389، ص11.

4- پروسس مجدد پلاستیک از زباله ها. ریاست اطلاعات و ارتباط عامۀ اکادمی علوم، شمارۀ مسلسل31، سال 1393، ص7.

5- بازگردانی مواد باطله و زاید و امکانات استفادۀ مجدد از آنها. ریاست اطلاعات و ارتباط عامۀ اکادمی علوم، شمارۀ مسلسل31، سال 1393، ص7.

6- رقیب، نوریه. کیمیای پولیمیر. پوهنځی علوم طبیعی، پوهنتون تعلیم و تربیه، کابل، 1392،ص71.


7- www.ekimia.com/?section=articles&q=57