Jump to content

د پولټاوا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولټاوا جګړه [lower-alpha ۱] (8 جولای 1709) [lower-alpha ۲] په روسیه کي د سویډن او دغه هیواد ترمنځ یو له تاریخي او پریکړه کوونکو جګړو څخه وه. په یاده جګړه کي د زار پیټر اول تر قوماندې لاندي د روسیې پوځ د چارلس ګوستاف ریهنسکیولډ تر قوماندې لاندي سویډني پوځ ته ماتي ورکړه. دې جګړې د سویډن امپراتوري د اروپا د لوی ځواک په توګه بشپړه له پښو وغورځول، او همدارنګه یې په ختیځه اروپا کي د تزاري روسیې د واک پیل ته لاره پرانیستل. [۱]

د پولټاوا جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲۷ جون ۱۷۰۹ (Julian) (۱۷۰۹ (Julian))
۸ جولای ۱۷۰۹ (۱۷۰۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Poltava (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۴۹°۳۷′۵۳″شمال ۳۴°۳۳′۱۰″ختیځ / 49.6314°شمال 34.5528°ختيځ / 49.6314; 34.5528 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د پولټاوا تر جګړې مخکي د سویډین امپراتوري په ختیځ کي روسیه او په اروپا کي د پولنډ واکمني، ډنمارک، ناروې او لیتوانیا ټول شاتګ ته اړ کړي وه خو تر جګړې وروسته د سویډن فوځ ماتي دغه نفوذ پای ته ورساوه. سویډني واکمن (چارلس XII) د 1707 په مني کي په روسیه برید ترسره کړ او د لویي سویډني اردو سره د مسکو په لور روان سو. روسیې ته تر ننوتلو وروسته د سختي هوا شرایطو د سویډني فوځ حالت پیچلی کړ :704او ناڅاپي بریدونو چارلس XII دې ته اړ کړ چي د مسکو پر ځای ایوان مازیپا په مرسته د ژمي د راتلونکو عملیاتو جوړولو لپاره سویل ته حرکت وکړي.

د 1708-1709 د خورا سختي یخنۍ وروسته د سویډن ناتوانه پوځ د 1709 په پسرلي کي عملیات بیا پیل او د پولتاوا کلا یې محاصره کړه، چي یو مهم سوداګریز مرکز او په ورسکلا کي پوځي ډیپو وو. روسان د سویډن د برید په مقابل کي د 80000 لښکر سره راوړاندي سول، او د جګړې په پایله کي سویډن مات سو. چارلس او مازپا د 1,500 نفرو سره په جنوب کي د نیپر سیند ته لاړل، او له هغه ځایه یې عثماني امپراتورۍ ته ځان ورساوه. پاته فوځ یې په بد حال کي روسانو ته تسلیم سو.

د پولتاوا جګړه او همدارنګه د فوځ تسلیمیدل د پیټر I لپاره په پریکړه کونکي بریا پای ته ورسیدل او د سویډن په تاریخ کي بیا ترټولو لوی نظامي ناورین وګڼل سو. [۲] [۳] [۴] یاده جګړه د سویډن او همدارنګه د روسیې او اوکراین په تاریخ کي خورا مهم ارزښت لري.

  1. Script error: The function "langx" does not exist.; Script error: The function "langx" does not exist.; Script error: The function "langx" does not exist.
  2. 28 June according to the then-used Swedish calendar; 27 June in the Julian calendar; 8 July in the Gregorian (modern) calendar.
  1. Field, J. F. (2022-07-01). "Battle of Poltava". Encyclopædia Britannica.  
  2. . (2022-07-01). 
  3. . 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. .