منځپانگې ته ورتلل

د پغمان ماڼۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پغمان ماڼۍ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۵′۰۱″شمال ۶۸°۵۸′۱۸″ختیځ / 34.583717°شمال 68.971633°ختيځ / 34.583717; 68.971633 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د پغمان غونډۍ کلا چي د پغمان ماڼۍ په نوم هم یادیږي د افغانستان په پغمان ښارګوټي کي موقعیت لري، او د کابل ښار شمال لویدیځ لوري ته په لږ واټن کي پرته ده. دا ځای په ۲۰۱۴ کال کي د خلکو لپاره پرانستل سو او د لویو جشنونو او مېلو په ترڅ کي یې لوی شمېر سیلانیان لیدنه کوي. [۱]

د پغمان ماڼۍ او شاوخوا سیمي ځیني وختونه د بهرنیو میلمنو د کوربه توب لپاره د ځای په توګه هم کارول کیږي. [۲] د یادي ماڼۍ اصلي ساحه د قرغې بند شمال لویدیځ ته د 10 کیلومتره په فاصله کي موقعيت لري. [۳]

مخینه

[سمول]

جوړول

[سمول]

د پغمان ماڼۍ د چمتووالي پروسه د ۲۰۱۳ کال په مارچ کي پیل سوه، چي پکښي ۷۰۰ کسان په کار بوخت وه. د چارواکو په وینا د ماڼۍ د جوړولو لپاره ټولټال ۶.۵ میلیونه ډالر د مالیې وزارت له بودیجې څخه ځانګړي سوي وه، خو د ماڼۍ او د هغې شاوخوا سیمو د جوړولو کار له ۱۵ ملیونه امریکایي ډالرو څخه ډیر لګښت درلود. کارپوهان په دې باور دي چي په پغمان کي یاده ماڼۍ په افغانستان کي د ګرځندوی لپاره یو غوره ځای کېدای سي. [۳]

په پغمان ماڼۍ کي د ۲۰۱۴ کال د نوروز مېله د امنیتي دلایلو له امله لغوه سوه، او ټولي لمانځني په ارګ کي ترسره سولې. [۴] د حکومت د دې حرکت دلیل دا وو چۍ د کلا کار نیمګړی دی. [۲]

  1. . 20 June 2022. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . March 27, 2014. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ . 30 May 2014. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 27 March 2014. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)