د پروان ولايت پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پروان ولايت د افغانستان د منځي ولايتونو څخه يو زرغون او مېوه لرونکی ولايت دی، پروان ولايت کې مېوې او سابه خورا ډېر کېږي او خورا ډېر مينه وال لري، د پروان ولايت اوسېدونکي پنځه شپېته سلنه پښتانه دي، تاجک، ازبېک او نور واړه توکمونه پکې هم شتون لري، پروان ولايت د کابل ولايت، د کاپيسا ولايت، د پنجشېر ولايت، د بغلان ولايت او د باميانو ولايت سره ګډه پوله لري، د پروان ولايت نه د افغانستان د شمالي ولايتونو لويه لاره هم تېره شوې ده، پروان ولايت کې ډېر د هوسايۍ ځايونه هم شته چې ډېر وګړي د نورو ولايتونو نه سېل ته ورته راځي.