منځپانگې ته ورتلل

د پاریس تړون (۱۸۵۷)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۸۵۷ کي د پاریس تړون د افغانستان په وړاندي د پارس جګړې او په افغانستان کي د پارس لاسوهني ته د پای ټکئ کښېښود. له پارس څخه ددغه خبرو اترو مشري د پارسي استازي فرخ خان په غاړه وه، او دواړو خواوو د ۱۸۵۷ کال د مارچ په ۴مه د سولي تړون لاسلیک کړ.

د پاریس تړون (۱۸۵۷)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۴ مارچ ۱۸۵۷ (۱۸۵۷) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای

د تړون له مخي د پارس تیریګرو ځواکونو د افغانستان له هرات څخه د خپلو سرتیرو ایستل ومنل، او د افغانستان واکمن دوست محمد خان ته یې اجازه ورکړه چي بیرته خپل ښار ترلاسه کړي. [۱] پارسیانو دا هم ومنله چي د برتانیې له سفیر څخه د هرات د اشغال (چي انګرېزانو د خپل نفوذ په ساحه (افغانستان) کي بد باله) بښنه وغواړي، او ددوی سره یې یو سوداګریز تړون لاسلیک کړ. انګریزانو ددې په مقابل کي پارس ته ژمنه ورکړه چي د شاه مخالفانو ته به پناه نه ورکوي.

په افغانستان کي د برتانیې ستراتیژیکو او تیریګرو موخو د لویې لوبې لومړنۍ پایله د پاریس په تړون سره ددوی په ګټه پای ته ورسول، او د پارس د پنځوسو کلونو ښکیلتیا وروسته د هرات ښار بیرته د اصلي اوسېدونکو (افغانانو) لاسونو ته ولوېدی.

لکه څنګه چي په 1828 کي د روسیې سره د ترکمنستان تړون د ایران او روسیې په اړیکو کې بدلون راوست، همداسي د ایران او انګلستان ترمنځ د پاریس تړون هم په افغانستان کي د پارس اشغال ته د پای ټکئ کښېښود. د قاجار حکومت د هرات له جګړې وروسته د اروپا له استعماري ځواک سره د پوځي نښتي ناوړه پایلي ډېري ښه درک کړلې. دا چي ایران له خپل نفوذ څخه په ګټي اخیستني همېشه هڅه کول ترڅو د افغانستان خاوره د خپلي ناروا او دروغجني فرضیې پر بنسټ د ځان وګڼي، انګرېزانو یې د پاریس په تړون کي دغه فرضیه له رسوایۍ سره مخ کړه او هرات نور ددوی له اشغال څخه خلاصون وموند.

  1. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th–19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.