د پاريس غونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاريس غونډه د افغانستان لپاره د مرستې نړیوال کنفرانس چې د پاریس د کنفرانس په نامه یادیږي، د فرانسې د ولسمشر نیکولاس سرکوزي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون په گډ مشرتابه د ۱۳۸۷ کال د غبرگولي د میاشتې په ۲۳مه نېټه پرانیستل شو. په دې سترې نړیوالې غونډه کې د افغانستان ملي پراختیايي ستراتیژي پیل شوه. لکه څرنگه چې په وروستۍ اعلامیه کې څرگنده شوه، ددې کنفرانس نیت دا ؤ څو له دې ستراتیژۍ سره د ملاتړ لپاره د افغان مشرتابه تر سیوري لاندې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې گډه همکاري جلب کړي. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د ملي پراختیايي ستراتیژۍ د پلي کولو او همدارنگه د ۱۳۸۸ کال د ټولټاکنو لپاره د تیارۍ په موخه د ۲۰ میلیاردو ډالرو ژمنه وشوه. د دغه کنفرانس اعلامیې بیا تایید کړه چې د افغانستان تړون به د دغه هیواد د پرمختگ لپاره د یوبنسټ په توگه پاتې شي؛ همدارنگه دغه اعلامیې د سازمانونو او اقتصادي وړتیا د پیاوړي کولو لپاره په تیره بیا د کرهڼې او بریښنا په برخه کې لومړیتوبونه څرگند کړل. همدارنگه د دغه کنفرانس په اعلامیه کې د مرستو د څرنگوالي او اغیزمنتوب د پیاوړي کولو په اړه دیوگډ مسوولیت په توگه یادونه وشوه. په داسې حال کې چې افغان حکومت د اقتصادي او سیاسی اصلاحاتو ژمنې وکړې، نړیوالې ټولنې هم هوکړه وکړه چې په دوامداره توگه او له ښې همغږۍ سره به لا زیاتې سرچینې برابرې کړي.