د ټاپو وزمې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ټاپو وزمې جګړه (۱۸۰۷ -۱۸۱۴) د اېبري په ټاپو وزمه کې یوه وسله واله نښته وه چې د اسپانیې، پورتګال او ایټالیا له خوا د فرانسې د لومړۍ امپراتورۍ د یرغلګر پوځ پر وړاندې د ناپیلون د جګړو په بهیر کې پېښه شوه. په اسپانیه کې دا جګړه د اسپانیې د خپلواکۍ په جګړه کې رانغاړل  کېږي. جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې فرانسوي او اسپانوي پوځیانو په  ۱۸۰۷ کال کې د اسپانیې له لارې پر پورتګال برید وکړ او هغه یې اشغال کړ او وروسته له دې چې په ۱۸۰۸ کال کې د ناپیلوني فرانسې له خوا د هغې د متحد هېواد اسپانیې تر اشغال وروسته لا شدیده شوه. اووم فردیناند ناپیلون بناپارت خپل پلار څلورم چارلز ګوښه کېدو ته اړ او وروسته یې خپل ورور ژوزف بناپارت د اسپانیې د سلطنت پر تخت کېناوه او د بایون اساسي قانون یې اعلان کړ. ډېری اسپانویانو د فرانسې واکمني ونه منله او د هغوی د شړلو لپاره یې په خونړۍ جګړه لاس پورې کړ. په ټاپووزمه کې جګرې تر هغه مهال دوام وکړ چې په ۱۸۱۴ کال کې شپږم ائتلاف/پیوستون ناپیلون ته ماته ورکړه. دا جګړه د ملي ازادۍ له لومړنیو جګړو څخه بلل کېږي چې په لویه کچه د چریکي جګړو په رامنځته کولو کې مخکښه او خورا اړینه ده.

جګړه په اسپانیه کې د ۱۸۰۸ کال د مې میاشتې په دویمه نېټه د ډومایا له پاڅون سره پیل شوه او د ۱۸۱۴ کال د اپرېل په ۱۷مه واک ته د ۱۷م فردیناند له راستونولو سره پای ته ورسېده. د فرانسې اشغال د اسپانیې دولت چې په متخاصمو ولایتي واکمنیو وېشل شوی و له منځه یوړ. دا نه هېرېدونکې پېښه د اسپانیې په مدرن تاریخ کې د تر ټولو خونړۍ پېښې په توګه پاتې کېږي او په نسبي ډول د اسپانیې کورنۍ جګړه دوه چنده کوي.[۱]

په ۱۸۱۰ کال کې د کادېز په خوندي بندر کې یو رغول شوی دولت رامنځته شو چې په حقیقت کې یو تبعید شوی دولت و. خو ویې نه شو کولی چې اغېزمن پوځ رامنځته کړي د ۷۰۰۰۰ فرانسوي سرتېرو له خوا محاصره شوی و. بریتانوي او پورتګالي پوځیانو په پای کې د پورتګال امنیت تامین کړ او له هغه څخه یې د یو خوندي ځای په توګه د فرانسې د پوځ پر وړاندې د کمپاینونو د ترسره کولو او د اسپانویانو لپاره د هر ډول ممکنو تدارکاتو د برابرولو په برخه کې کار واخیست، حال دا چې اسپانوي پوځیانو او چریکیانو د ناپیلون ګڼ شمېر سرتېري په شا وتمبول. پر خاوره د فرانسې د کنترول محدودولو لپاره دواړو منظم او غیر منظم ترکیب شویو متحد ځواکونو د اسپانیې پر یاغي ولایتونو د ناپلیون د مارشالانو د تلسط مخنیوی وکړ او جګړې له کلونو بن‌بست سره دوام وکړ.[۲]

د بریتانیا پوځ د وخت د جنرال ښاغلي ارتور وېلزلي او وروسته د لومړني دوک وېلېنګتون تر قوماندې لاندې له پورتګال څخه ساتنه کوله او د پورتګال د اصلاح شوي پوځ تر څنګ يې په اسپانیه کې د فرانسویانو خلاف لښکرلېږدونه کول. د پورتګال کمزوری شوی پوځ د جنرال وېلیم برسفورد په مشرۍ چې د پورتګال د تبعیدي سلطنتي کورنۍ له خوا د پورتګالي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه منصوب شوی و سازمان او ورغول شو او د انګلیس – پورتګال د ترکیبي پوځ د یوې برخې په توګه د ولزلي تر مشرۍ لاندې وجنګېد.  [۳]

په ۱۸۰۸ کال کې د اسپانیې پوځ په اندلېس کې د بایلېن په جګړه کې فرانسویانو ته ماته ورکړه چې په اروپا کې په پرانیستي ډګر کې د ناپيلوني پوځ لومړنۍ ماته بلل کېږي. په ۱۸۱۲ کال کې کله چې ناپیلون له ستر پوځ سره د فرانسې د ناورین‌ځپلي یرغل په موخه د روسيې پر لور حرکت وکړ د فرانسویانو یو متحد لښکر ته يې په سالامانکا کې ماته ورکړه او پلازمېنه مادريد يې ونیوه. په ورپسې کال کې د ويتوریا په جګړه کې ائتلاف د پاچا جوزوف ناپیلون پر پوځ بری وموند او د اېبري په ټاپووزمه کې يې د جګړې د بریا لپاره لار هواره کړه. د اسپانیې، پورتګال او بريتانيا د پوځ تر څار لاندې مارشال ژان ډو ډيو سولټ چې نور يې له تمامې شوې فرانسې څخه ملاتړ نه ترلاسه کاوه د ۱۸۱۳ کال له ژمي تر ۱۸۱۴ کال پورې د جنګي ‌شا تګ پر مهال په ټوله پيري کې د فرانسې د بې روحيې او له پښو لوېدلي پوځ مشري وکړه.    

په اسپانيه کې د جګړې کلونو د فرانسې د لوی پوځ پر اوږو یو دروند بار و. حال دا چې فرانسويان په جګړه کې له څو بریاوو څخه برخه‌من وو په پای کې يې ماته وخوړه. ځکه د هغوی اړيکې او تدارکات په شديد ډول له ازمويښت سره مخ شول او واحدونه یې تر ډېره په شدیده چریکي جګړه کې د ښکېلو پارتيزیانو د بریدونو، کمینونو، تاوتریخوالو په‌واسطه سره بېل شول. د اسپانیې پوځ څو ځله له وهلو ټکولو سره مخ او حاشیه‌يي سیمو ته ولېږل شو، خو هغوی بیاځلي سره راټول او نه‌تسلیمېدونکي شول او د فرانسوي پوځيانو روحيه يې کمزورې کړه. د فرانسوي سرچينو دا سوکه کمزورتیا ناپیلون یوې نه‌غوښتونکي عمومي جګړې ته هدایت کړ چې دا نښته يې د «اسپانيې پرهر» ونوموله. [۴][۵]

د ناپيلون د اشغال پر وړاندې جګړه او پاڅون په ۱۸۱۲ کال کې د اسپانیې د اساسي قانون لامل شو چې د کورتېس کادېز له‌خوا اعلان شو او یاد قانون وروسته د اروپايی لېبرالیزم د بنسټ ډبره ونومول شو. د جګړې بار د پورتګال او اسپانیې اقتصادي او ټولنیز تارونه له‌منځه یوړل او د ټولنیزې بلوا، سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي رکود دور یې پيل کړ. د روزل شویو فرانسوي پوځيانو په مشرۍ د مطلق‌پاله او لېبرال لورو تر منځ ويجاړوونکو کورنیو جګړو تر ۱۸۵۰ کال پورې د اېبریا په ټاپووزمه کې دوام درلود. پرلپسې کړکېچونه او د یرغل ګډوډۍ، انقلاب او بیارغونه د اسپانیې د امريکايي مستعمراتو د ډېرې خپلواکۍ لامل شوې همدارنګه له پورتګال سره د اړيکو تر پرې کولو وروسته د برازیل د خپلواکۍ لامل شو او برازيل سلطتني پاتې شو.   [۶]

۱۸۰۷[سمول]

د پورتګال غصب/ په زور اخیستنه[سمول]

د تېلسیټ تړون چې د ۱۸۰۷ کال په جولاي کې د دواړو امپراتورانو د روسیې لومړي الکساندر او ناپیلون تر منځ پرې مذاکره وشوه د څلورم ائتلاف جګړې ته د پای ټکی کېښود. د پروس له ماتولو او د فرانسې له لومړۍ امپراتورۍ سره د روسیې د امپراتورۍ له متحد کېدو سره ناپيلون د دې لپاره خواشیني څرګنده کړه چې پورتګال له بریتانیا سره د سوداګرۍ لپاره پرانیستی دی. پلمې پريمانه وې؛ پورتګال په اروپا کې د بریتانیا تر ټولو پخوانی متحد و، بریتانیا د پورتګال له مستعمرې سره په برازیل کې نوي سوداګریز فرصتونه تر لاسه کړل، سلطنتي سمندري پوځ د فرانسې پروړاندې له لېسبون بندر څخه په‌خپلو عملیاتو کې کار اخیسته او هغه غوښتل دا خبره رد کړي چې بریتانویان د پورتګال له سمندري بېړيو څخه کار اخلي. پردې سربېره شهزاده جان براګانزا چې د خپلې لېونۍ مور ملکې لومړۍ ماریا نايب‌السطنه و د بریتانیا د سوداګرۍ پر وړاندې يې له قاره‌يي/براعظمي سیستم سره له یو ځای کېدو څخه ډه‌ډه کړې وه.  [۷][۸]

پېښو په چټکۍ حرکت وکړ. امپراتور د ۱۸۰۷ کال د جولای په ۱۹مه خپل د بهرنیو چارو وزیر چارلز موریس ډو تالیران- پریګورډ ته فرمانونه ولېږل تر څو په پورتګال امر وکړي چې له بریتانیا سره د جګړې اعلان وکړي، خپل بندرونه د بریتانیا د بېړيو پر مخ وتړي بریتانوي افراد د لنډې مودې لپاره ونیسي او د هغوی توکي ضبط کړي. تر څو ورځو وروسته ډېرو پوځيانو په بایون کې راغونډېدل پیل کړل. په ورته حال کې د پورتګال د دولت اراده تېنګه شوه او لږ وروسته بیاځلي ناپيلون ته وويل شول چې پورتګال به له خپلو لومړنیو پرېکړه‌لیکونو بره لاړ نه‌شي. ناپیلون اوس د خپلې اړوتيا‌وړ ټولې پلمې لرلې په داسې حال کې چې د هغه پوځ د ګيرونډ د څارنې د لومړۍ قول اردو د فرقې جنرال ژان اندوچ جونوټ په قومانده پر لېسبون لښکرلېږد ته چمتو شو. د پورتګاليانو د ځواب ترلاسه کولو وروسته هغه د جونوټ پوځ ته امر وکړ چې له پولې څخه د اسپانیې امپراتورۍ ته لاړ شي.  [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Prados de la Escosura 2018، صص. 18, 31.
  2. Chandler 1974، ص. 164.
  3. Fletcher 2003a، ص. کينډۍ:Page needed.
  4. Ellis 2014، ص. 100.
  5. Hindley 2010.
  6. Payne 1973، صص. 432–433.
  7. Chandler 1995، ص. 596.
  8. Chandler 1995، ص. 588.
  9. Chandler 1995، ص. 597.
  10. Oman 1902، ص. 7.