د وېشنيزې خبرې اترې:غازيان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملي اتل غازی محمد عثمان خان تګابی د شهاب خان زوی او د معاذ الله خان لمسی دی، نوموړی په(۱۲۱۸) لمریز کال کې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د احمدزي(امنزي) د نوروز خیلو کلي کې زېږېدلی دی. د افغان- انګریز په دوهمه جګړه کې غازي محمد عثمان خان د تګاب ولسوالۍ څخه د انګریز د یرغلګر پوځ په وړاندې مقدس جهاد پیل، د کاپيسا، پروان، وردګو او د کابل ولایتونو د مجاهیدینو ملاتړ یې اعلان کړ. د انګزیز د ښېلاکګر، استعماري او تجاوز کوونکي پوځ په وړاندې افغان مبارزین د غازي محمد جان خان وردګ او غازي محمد عثمان خان تګابي په ګدون د کابل د خواجه بغرا په سیمه کې د تېري کوونکو د مخنیوي په خاطر د یو مجاهد په کور کې راټول او د خبرو اترو وروسته ټولو په یوه غږ سره د ښکیلاکګر استعماري پوځ په وړاندې د جګړې د ډګر مشر محمد عثمان خان تګابی وټاکه. غازي محمد عثمان خان د بالاحصار، شیرپور او آسمايي د غرونو د جګړو ستر مشراو فاتح تېر شوی دی. په هېواد مین غازي محمد عثمان خان تګابی، د شیرپور د جګړې په وروستیو شیبو کې د یرغلګر انګرېزي پوځ د توپچې مرمۍ د لګېدو له امله شهید شو. نوم یې د هېواد د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت دی او جسد یې پلرنۍ هدیره کې دفن دی.