د هلمند داوبو تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موسی شفیق له ډیرو مهمو کارونو څخه یوهم د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند په اړه د اوبو تړون دی چې دهغه د صدارت په وخت کې لاسلیک شو. موسی شفیق د ایران سره د هلمند د اوبو د مسألي پر سر چې تر سل کالو زیاته موده لاینحله وه د ملی ګټو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره موافقی ته ورسید او یاد تړون د شورا له تصویب وروسته د محمد ظاهرشاه په واسطه توشیح شو. د ده د صدارت په لنډه موده کې په هېواد کې د ۲۰۰ میلونو افغانیو په لګښت لس فابریکې جوړې شوې او د بهرنیو په مرسته بانکونه پرانستل شو. په کابل کې د پوځي ۴۰۰ بستریز روغتون د کابل د خواجه رواش او بګرام هوایی ډګرونه دهغه د عمراني او پرمختیایی لاسته راوړنو یېلګې دي . د هلمند داوبو تړون چې د شهید موسی شفیق له مهمو کارونو څخه شمېرل کېږی په راتلونکې کې به په مفصل ډول مینه والو ته وړاندی شي. (نوربیا)


ډ څېړنپوه محمد قسیم باور مراد په قلم دهلمند د اوبو تړون په یوې جغرافیی کې د طبیعي زیرمو شتون د خدای تعالی هغه لورېنه ده چې زموږ ګران هېواد ورڅخه په پراخه کچه برخمن دی. د افغانستان په طبیعي زیرمو او سرچینوکې د ګڼ شمېرجامدو موادو کانونه ( اوسبنه، مس، نکل، کوبالت، یورانیم، ۰۰۰)، طبیعي ګاز، نفتي مواد، بهاند سیندونه او نور ګډون لري، چې د هېواد د هر اړخیزی ودې لباره ئې لازم شرایط چمتو کړي دي. د طبیعی زیرمو په ډله کې اوبه چې ژوند ورڅخه رامنڅته شوی دی په طبیعت ګې د ټولو ژوتدیو موجوداتو د پايښت او ودې لپاره وروسته له آکسیجن څخه اړینه ماده ده. اوبه هغه اقتصادي ماده ده ، چې شتون ئې د هېوادونو د زراعت، صنعت او هراړخیزې پراختیا سره نه شلېدونکې تړاو لري. له اوبو څخه مناسبه او معقوله ګټه اخستنه ددې لامل کېږی چې هېوادونه د ترقۍ او پرمختګ په لور کوټلي ګامونه اوچت کړي. دي موخې ته د رسیدو لپاره د اوبو هراړخیز او سالم مدیریت ځانګړی پاملرنه غواړي، ترڅو د اوبو له شتو سرچینو څخه په ګټې اخستنې سره مو هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږی او په کور دننه د بېلابېلو کرنیزو او صنعتي محصولاتو له پلوه چې اوبه ئې د تولېد لپاره اړیني دي، جوګه شو. لکه د مخه چې ورته اشاره وشوه افغانستان د قیمتي ډبرو، تیلو، طبیعی ګاز، اوسپنې او نورو طبیعی کانونو او زیرمو ترڅنګ د مست او بهاند سیندونو درلودونکی هېواد دی. د افغانستان له لویو سیندونو څخه یو هم د هلمند سیند دی چې د اوبو او برښنا وزارت د پخوانیو معلوماتو له مخی د اوبو حجم ئې ۴۵۹۰۰۰۰متر مکعبه دی چې ترټولو زیاته ګټه ایران ورڅخه اوچتوی. د هلمند سیند د پغمان له اوونۍ درې نه سرچینه اخلي او له ۱۱٥۰ کیلومټرو تګ نه وروسته ایران ته اوړي او د ۲۷ مترو په اوږودوالی د ایران په خاوره کې بهېږی. دهلمند سیند د افغانستان له دوو لویو اوبیزو سرچینو څخه یو دى چې په لومړی سرکې په خورا چټکتیا سره بهېږی او په پای کې ئې د هلمند هامون سره حرکت ورو کیږی. د هلمند سیند د اضافي اوبو د زېرمه کولو په موخه زمونږ په هېواد کې آبګردان بندونه نه دي جوړې شوي چې له امله یې تیرکلونه ډیرې اوبه ضایع شوي او اوس ئې هم ډیره برخه د ایران په خاوره کې تویږی. د هېوادونو طبیعي زیرمی، د هغوئ جغرافیایی موقعیت ته په کتنې سره تل له ګواښ سره مخ وي. افغانستان چې په وچه کې راګیرهېواد دی په بېلابېلو وختونو کې هم د خپلو بډایو طبیعی زیرمو له امله ئې راز راز ستونزی ګاللی او اوس هم ورسره لاس په ګریوان دی. د تاریخ په اوږدو کې افغاانستان څوڅو ځل کله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه د حراست او ساتلو له امله اوکله هم د طبیعي زیرمو د شتون له امله د نړیوالو ښکیلاکرو، د وخت د زبرځواکونو او ګاونډیو پام ځانته را اړولې. دلته د بېلګی په توګه د ایران هېواد سره اړیکو ته ځغلنده کتنه کوو: د تاریخ له پاڼو څرګندیږی چې د ۱۹ پیړۍ له نیمایی راهیسی د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکی د بيلابېلو عواملو له کبله چې اصلی لامل ئې د هلمند د اوبو د ویش مسأ له وه، کړکیچنی وی. په ۱۹ پېړۍ کې د سیستان ولایت چې د پخواني (خراسان او آریانا) او اوسني افغانستان تاریخي ښار و د روسيې او برتانوی استعمار پاملرنه له دی کبله چې د افغانستان، بلوچستان، هندوستان او ایران د لارو پر سر پرته سیمه وه ، ځانته جلب کړه . په ۱۸۶۶ زېږديز کال کې د ایران حکومت د سیستان په سیمه چې د افغانستان خاورې پورې تړلی وه یرغل وکړاو د دواړو هېوادونود ترمنځ شخړه اوجګړه پیل شوه. د دی جګړې ختمولو لپاره د برتانیی له لوري یو پلاوی چې مشري ګولډ سمټ کوله او د پالک په نامه یې یو تن غړی درلود شخړې د حل لپاره و ګمارل شو. په دی وخت کې ایران د برېټانیې تر نفوذ لاندې و او د ایران د هغه وخت لومړی وزیر سپاه ­سالار میرزا حسن خان د انګلیس سیاستونو پلوی کوله په داسی حال کې چې د افغانستان پاچا امیر شېر علي خان د انګلیس له سیاستو سره په ټکر کې وو، نو طبیعي خبره ده، چې انګلیسي پلاوي به هم خپله پرېکړه د ایران په ګټه کوله. د دې شخړې د حل لپاره د افغانستان له لوري سید نور محمد شاه خان او د ایران له لوري مرزا معصوم خان او وروسته مرزا ملکم خان د استازو په توګه و ټاکل شول. له ډېرو هڅو څخه وروسته انګلیسي پلاوي په ۱۸۷۲ زېږديز کال د اګسټ په ۱۸ نېټه خپله پرېکړه صادره کړه. د پریکړې په ډېری برخو کې له سیستان څخه د افغانستان خاورې په توګه یادونه شوې ده؛ خو په پایله کې سیستان د انګلیسي پلاوي له لوري په دوو برخو وویشل شو. هغه برخه یې، چې ډېر وګړي په کې مېشت وو او ښېرازه سیمه وه ایران ته ورکړشوه، خو د چخانسور کم وګړي سیمه او همدا راز د نادعلي کلا او تر کوهک بندره پورې د هلمند سیند دواړه خواوې افغانستان ته پرېښودل شوې. په هغه وخت کې دا پرېکړه د افغانانو د منلو وړ نه وه او د سید نور محمد شاه تر جدي نیوکې لاندې هم راغله. ستنونزه دلته پای ته و نه رسېده؛ بلکې په ۱۸۹۶ زېږدیز کال کې د هلمند د سیند مجرا، چې له نادعلي څخه تېرېده او په مستقمه توګه مخ په شمال روانه وه مسیر یې د طبیعي حوادثو له امله بدلون و موند، چې له امله د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر بیا ځلي شخړې رامنځ ته شوې. دا ځل د شخړې حل لپاره د سرهنري مک مهان په مشري یو ځل بیا د انګلیس پلاوی وټاکل شو، چې د مک مهان د پرېکړې په پایله کې د هلمند سیند نیمايي اوبه ایران ته وبښل شوې، چې بیا هم د افغانسان له لوري دا پریکړه په کلکه رد شوه. تردی وروسته ایران د هلمند د سیند څخه د ۳۰ مترمکعبه اوبوڅخه د ګټې اخستنې غوښتنه درلوده ، خود تړون په مسوده کې ۲۲مترمکعبه اوبه په پام کې نیول شوی وی. په دی اړوند ایران لوری ته د ښه نیت څرګندونې لپاره د اعلیحضرت محمد طاهرشاه په سپارښتنه د ۸ مترمکعبه اوبو تفاوت په نیمایی توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ وویشل شو او په پایله کې په تړون کې ایران ته په هره ثانیه کې د هلمند له اوبو حځه د ۲۶ متر مکعبه اوبو اندازه درج شوه. شهید موسی شفیق د خپل صدارت په دوره کې ډیر مؤفقیتونه ترلاسه کړه د ایران سره د هلمند د اوبو موافقی ت ورسید، د پښتونستان مسأله چې په هغه وخت کې ډیره توده شوی وه په ډیر مهارت او تدبیر سره سړه کړه، د غربي هېوادونو سره په بېلابېلو موضوعاتو کې مفاهمی ته ورسید. له همدی کبله د امریکی جمهور رئیس ریچارد نکسن د ده د مؤفقیتونو په باب د مبارکۍ پیغام را واستاوه په کوم کې چې د موسی شفیق د پراخ نظر ستایینه شوی وه. د هلمند د اوبو ستونزه چې له کلونو کلونو شخړو او د دواړو هېوادنو ترمنځ د پلاوو له لېږلو او رالېږلو څخه وروسته بالاخره د ۱۹۷۳ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په ۱۳ د افغانستان د لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ دواړو خواوو ته د منلو وړ تړون په لاسلیک کولو سره حل شوه او په دي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر سل کلنو شخړو او ناندریو ته د پای ټکې کیښودل شو. د دې تړون پر بنیاد ایران ته حق ورکړ شوی چې په ثانیه کې د ۲۶ متر مکعب اوبو څخه په دری نقطو کې ګټه پورته کړی خو اوس مهال ایران عملاْ د تړون برخلاف له ۳۰ تر ۴۰ سیمو څخه اوبه اخلي. د یاد تړون د پنځمی مادی پر بنسټ ایران د هلمند د سیند له اوبو څخه له هغې کچې پورته چې په تړون کې تثبیت شوی ده د هیڅ ډول ادعا حق نه لري. سربیره پر دی د یاد تړون په هیڅ ماده کې د افغان لوری داسی ژمنتیا چې ایران ته به د سیستنان، بلوچستان او زاهدان ځمکو خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبه د هلمند له سیند څخه ورکول کېږي ، نه تر سترګوکېږي . د استاد ډاکتر محمد اعظم په وینا ایران مکلف شوی و چې د چابهار بندر څخه د افغانستان لپاره د ګټې اخستنې شرایط برابرکړی او همدارنګه دننه په افغانستان کې د هلمند په سیند د دری لویو بندونو جوړولو لګښت افغان لوری ته ورکړي. له بده مرغه د دي تړون له لاسلیک څخه وروسته لومړی په افغانستان او بیا په ایران کې په پرله پسی توګه بدلونونه رامنځته شول او د دواړو هېوادونو حکومتونو د یاد تړون پلی کېدو ته شاکړه او له دی فرصت څخه ایرانی لوری ډیره ګټه پورته کړه چې په اوس وخت کې هم ایران د تړون د اصولو پرخلاف له ۳۷ ملیون متر مکعب اوبو څخه ګټه اخلي او د ایرا ني لوری مکلفیتونه چې په تړون کې درج وو یوازی د کاغذ پرمخ پاتی شوي دي او په بېلابېلو پلمو د بخش آباد بند د جوړیدو مخه نیسی. دا په داسی حال کې ده چې د هلمند د اوبو ستونزه د مرحوم ظاهرشاه په وخت کې حل شوی ده.اوس چې د هلمند د سیند اوبه د وچکالیو له امله د پخوا په پرتله کمی شوی دی ایرانی لوری غواړی چې په یاد تړون له سره غور وشی،خو افغان چارواکو ته پکارده چې د شهید موسی شفیق په واسطه د هلمند د اوبو لاسلیک شوی تړون د ځان لپاره سره کرښه وبولی او د ملی ګټو په خوندی ساتلو سره د هېواد د روانو اوبو مدیریت په سالمه توګه پرمخ یوسی. ګاونډی هېوادونه د یو شمېر نورو ستراتیژیکو مسایلو ترڅنګ د افغانستان اوبه د ځان لپاره یوه ډیره مهمه بولي، چې له کبله ئې ایران او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له رامنځته کېدو څخه اندیښنه لری. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی په کابل کې د شهید موسی شفیق د کارنامو په اړه په جوړشوی دوه ورځنی نړیوال سیمینار کې د هلمند د سیند په هکله د لاسلیک شوی تړون د پنځمی مادی په استناد وویل:" کاشکی شهید موسی شفیق څو کاله نور هم ژوندی وای چې د افغانستان ټولی اوبه انسجام شوی وای". د جمهور رئیس مجمد اشرف غنی دا څرګندونې دهلمند د اوبو په هکله لاسلیک شوی تړون ته چې د ملی ګټو سره بشپړ سمون لری اوپه هېواد کې د سولې اوثبات په ګټه دی ژمنتیا ده ، چې بشپړپلی کول ئې د ملی یووالی حکومت د چارواکو ځنډ نه منونکی دنده ده. د ملی یووالی حکومت پکار ده چې د غازی امان الله خان په واسطه پیل شوی اصلاحات چې د شهید موسی شفیق په واسطه ئې دوام موندلې په خپل سهم تعقیب او په دې توګه د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې خپل تاریخی رسالت ترسره کړی ترځو راتلونکی نسلونه مو يه ځان بسیا او د ویاړه ډک ژوند څخه برخمن وی. د هلمند اوبو تړون نه یوازی د افغانستان ملی ګټې خوندی کړی، بلکی په نړیوالو اړیکو کې د فعالی دپلوماسۍ چې د پیاوړی سیاستوال شهید موسی شفیق له خوا تمثیل شوه ،څرګنده بېلګه ګڼل کېږی.