د هرات کلابندي (۱۸۳۳)
د هرات کلابندي یا پر هرات د ایران تیری د ۱۸۳۳ کال په وروستیو کې د ایران د قاجار واکمني او د ښار د سیمه ییز افغان واکمن کامران میرزا دراني ترمنځ په هرات کي یوه جګړه وه، چي له مخي یې فارسیانو (اوسني ایران) غوښتل ترڅو د افغانستان دغه ستراتیژیک ولایت لاندي کړي خو د افغانانو له لاسه یې ماته وخوړه.
کلابندي او نښته
[سمول]د افغانستان پر هرات ولایت باندي د ایران ښکېلاکي سترګي له ډېرو کلونو راهیسي ښخي وې، چي وروسته په افغانستان کي د بریتانیا د زیاتیدونکي ښکیلتیا له امله یاده پدیده نوره هم په زور کي سول، او فارسیانو غوښتل ترڅو یاده سیمه د قاجار له واکمنۍ سره وتړي. د ختیځ هند برتانوي کمپنۍ د شمال لویدیځ هند، روسیې او فارس ترمنځ د حایل سیمي په توګه د افغانستان هرات ولایت له وخته په پلان کي نیولی وو، او هیله یې درلوده چي یاده سیمه د فارس د اشغال پر ځای د خپلو اصلي څښتنانو (افغانانو) په لاس کي پاته سي، ترڅو تزاري روسیه د قاجاریانو په مرسته او د هرات له لاري د برتانوي هند په لوري نفوذ ونه غځوي. [۱]
د ۱۸۳۱ کال په وروستیو کي د ایران عباس میرزا د خراسان والي سو، او د نورو سیاستونو تر څنګ یې د هرات د افغان واکمن کامران میرزا دراني سره مخ په زیاتیدونکې دښمني باندي لاس پوري کړ. نوموړي د ۱۸۳۳ کال په پیل کي افغان واکمن ته دوه انتخابونه وړاندي کړل چي باید یو له هغوی څخه ومني:
لمړی: د ایراني شاه (پاچا) نوم په سکه کي نقش او د جمعې په لمانځه کې د هغه د نوم یادولو ترڅنګ مالیه هم ورکړي، او ایراني یرغمل هم خوشي کړي.
دویم : هرات ولایت پریږدي او د ایران واکمنۍ ته ځان تسلیم کړي. [۲]
څرنګه چي پورتني شرطونه د افغانانو سپکاوی ګڼل کېدی او له بلي خوا کامران میرزا هم نه غوښتل جګړه رامنځ ته سي نو ځکه یې فقط د ۱۵۰۰۰ تومنو په ارزښت د سرو زرو سکې ورولېږلې او ځواب یې ورکړ، چي تر دې زیات نور څه نسي کولای او که ایران بیا هم قناعت نه کوي او له خپلي ناروا غوښتني او شومي موخي نه پر شا کیږي نو د افغانانو له سخت غبرګون او جګړې سره مخ سي. [۲] یرغلګر ایران ددې په ځواب کي د ۱۸۳۳ کال په دوبي کي د عباس میرزا په مشرۍ د هرات د کلابندۍ لپاره یو لښکر واستاوه، او په دې توګه یې په لوی لاس جګړې ته پوکی ورکړ. [۲]
عباس میرزا غوښتل ترڅو د هرات په نیولو سره خپلي پوځي وړتیاوي په ډاګه کړي، او ددې ترڅنګ د روسیې امپراتورۍ ختیځو موخو ته هم پراختیا ورکړي، او د فارسیانو وفاداري ورته په ثبوت ورسوي. په ایراني ښکیلاکګر پوځ کي د هرات په وړاندي د ټول لښکر مشري د عباس میرزا د زامنو محمد میرزا او خسرو میرزا او همدارنګه د هغه د وزیر ابوالقاسم قایم مقام په غاړه وه. [۱]
هرات ته له رسېدو وروسته کله چي یرغلګرو پر ښار باندي بریدونه پیل کړل، ورسره سم افغانانو هم وسلې ته لاس واچاوه او ددوی مخه یې په بشپړه توګه ډپ کړه. هاخوا ته برتانوي هند چي د روسیې او د هغوی د ګوډاګي (ایران) نفوذ یې په افغانستان کي ځان ته ګواښ باله، د خپلو ګټو په پار د افغانانو ملاتړ وکړ او له قاجار سلطنت څخه یې هیله وکړه چي د هرات له کلابندۍ څخه لاس واخلي.
څرنګه چي د افغانانو مقاومت ورځ تر بلي د سختېدو په حال کي وو او ایرانیانو نسوای کولای ښار نه ننوزي نو ځکه یې په لښکر کي ناهیلي ګډه سوه، او له بلي خوا د ۱۸۳۳ کال د نومبر په میاشت کي محمد میرزا په مشهد کي د عباس میرزا له مړیني هم خبر سو او په مات زړه یې کلابندي پای ته ورسول.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Amanat 2003.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Noelle-Karimi 2014.
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P580 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
