د نیوپورټ د کثافاتو په ډنډ کې ښخ شوي بیټکوین
په ۲۰۱۳م کال کې جېمز هاویلز ( د ویلز په ښار کې ژوند کوي او د کمپيوټر انجینر دی) د خپل لېپټاپ هغه هارډ ډیسک چې شاوخوا ۸۰۰۰ بیټکوین پکې موجود و، په ناپامۍ کې کثافاتو ته وغورځوه. د هاویلز د کور کثافت وروسته د ویلز د نیوپورټ ښار د کثافاتو لویې کندې ته وغورځول شول چې پکې دغه هارډ ډیسک هم و. هاویلز وروسته د متخصصینو یوه ډله جوړه کړه تر څو دغه هارډ ډیسک بېرته پیدا کړي، هغه د دغه کار لپاره مالي مرسته هم برابره کړه، خو د نیوپورټ شورا هغه ته د پلټنو اجازه ورنکړه، ځکه د دوی په وینا دغه کار ډېر لګښت ته اړتیا لري او چاپېریال ته هم زیان رسوي. هاویلز وویل چې که دغه بیټکوینونه بېرته ومومي نو ۳۰ سلنه برخه به د نیوپورټ پر شورا او د دغه سیمې په خلکو ووېشي.
د ۲۰۲۵م کال پورې، د دغو ورک شويو بیټکوینونو ارزښت شاوخوا ۵۹۷ میلیونه ( ۷۵۱ میلیونه امریکايي ډالر) پونډه ته رسېده. د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر میاشت کې هاویلز د نیوپورټ پر شورا د ۴۹۵ میلیونه پونډه دعوه وکړه، خو په جواب کې شورا وویل چې دغه وسیله (هارډ ډیسک) اوس د دوی ملکیت دی. هاویلز او د هغه ټیم باور لري چې د دغه هارډ ډیسک معلومات اوس هم بېرته ترلاسه کېدای شي، خو د نیوپورټ شورا دا خبره رد کوي. د ۲۰۲۵م کال په جنورې کې سترې محکمې د هاویلز دعوه رد کړه او دا قضیه یې وتړله.
شالید
[سمول]د بیټکوین جوړېدل
[سمول]د ۲۰۰۸م کال په اکټوبر کې بیټکوین د لومړنيغیرمتمرکز ډيجیټلي اسعار په توګه د ساتوشي ناکاموتي له لورې بازار ته وړاندې شو، هغه دا پیسې د بیټکوین ( یعنې د خلکو تر منځ برېښنايي پیسې) په نوم ونومولې. په ۲۰۰۹م کال کې بیټکوین د خلکو تر منځ د ډيجیټلي پیسو د شبکې بڼه غوره کړه. دغه بریښنايي پیسې د خپلو ځانګړنو ( د کوډ کارونې له لارې د بلاکي ځنځیز راکړې ورکړې تاییدوي) له امله په خلکو کې مروجې شوې. [۱][۲][۳][۴]
جېمز هاویلز
[سمول]جمېز هاویلز (د ویلز سیمې یو سوداګر او د معلوماتي ټیکنالوژۍ متخصص دی) په ۱۳ کلنۍ کې پخپله د کمپيوټرونو په جوړولو شروع وکړه، همداراز هاغه د بیټکوین د جوړېدو پر لومړیو مرحلو کې د نپيسټر پروګرام کارونکی و. کله چې هغه د بومن (د اړیکو نیولو لپاره یو سیسټم و) په سیسټم کې کار کول پیل کړل نو هلته یې کوډګذاري ( د رمزونو پټه طریقه) هم زده کړه. هاویلز د ۲۰۰۸م کال په ډسمبر میاشت کې پخپله د بیټکوین په اړه زده کړې پیل کړې او یوازې یوه میاشت وروسته یې دغه مفهوم په جدي توګه وڅېړه. د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچ وروسته، هاویلز دودیزې پیسې (فزیکي اسعار) یو ډول درغلي وبلله او د بیټکوین جوړونکي ( ناکاموتو) نظر یې غوره باله، همداراز هغه په ۲۰۰۹م کال کې د دې ټیکنالوژۍ له لومړنیو کاروونکو څخه وو.[۵][۶][۷][۸]
د بټکوین لومړنی مایننګ
[سمول]د ۲۰۰۹م کال د فبرورۍ په ۱۵مه، هاویلز د ډیل.ایکس.پي.ایس ماډل لېپټاپ په وسیله د بیټکوین میننګ پیل کړ، هغه وایي چې د دوو میاشتو په موده کې یې د شپې لخوا کله ناکله له ۴۰۰ تر ۸۰۰ بیټکوینه مایننګ کول. دی زیاتوي چې د مایینګ له امله یې لېپټاپ ډېر ګرمېده او وروسته خراب شو، کله چې یې لېپټاپ خراب شو نو هغه ټوټې ټوټې کړ او ځینې برخې یې په ای.بی انلاین بازار کې وپلورلې. د هاویلز په دې لېپټاپ کې د بیټکوین د شخصي کلیو شاوخوا ۳۲ کیلوبایټه معلومات، د لوبو فایلونه، سندرې، برېښنالیکونه او د هغه د کورنۍ انځورونه موجود وو. ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې هاویلز د بیټکوین له لومړنیو ماینرانو څخه وو، سربیره پر دې د نیویورکر مجلې هاویلز د بیټکوین د لومړنیو پنځه ماینرانو له جملې یاد کړی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د هارډ ډیسک غورځول
[سمول]د ۲۰۱۳م کال د جون له ۲۰مې د اګست تر ۱۰مې پورې، هاویلز په تېروتنې سره خپل یو کوډ شوی هارډ ډیسک وغورځاوه، هغه په اصل کې دغه هارډ دیسک له یو بل هارډ ډیسک سره غلط کړی و. د هاویلز په دغه هارډ ډیسک کې شاوخوا د ۸۰۰۰ بیټکوینه شخصي کلي موجودې وي، په هغه وخت کې د دغه بیټکوینونو بیه ۵۰۰ زره پونډه وه. د راپورونو له مخې د هاویلز ملګرې ( هافینا اېډي ایوانز) دغه هارډ دیسک له نورو کثافاتو سره یوځای د نیوپورټ د کثافاتو لویې کندې ته وغورځاوه. د هافینا په وینا هاویلز له هغې څو ځله غوښته وکړه چې د کور اضافه توکي لېرې کړي، له همدې امله هافینا د دغه کار پړه په خپله غاړه نه مني. همداراز هاویلز وايي چې هغه څو ځلې په ناپوهۍ کې د دغه تاوان پړه په هافینا اچولې وه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ۲۰۱۳م کال تر نومبر پورې، دا هارډ ډیسک د نیوپورټ د ډاکسوي کثافاتو په ډنډ کې د درې څخه تر پنځه فوټه کثافاتو لاندې ښخ شوی و، په هغه وخت کې د دغه هارډ ډیسک ارزښت شاوخوا ۴ میلیونه پونډه ته رسېدلی و. هاویلز په هغه وخت کې دا خبره ومنله چې نور دا بیټکوینونه د تل لپاره له لاسه ووتل. د نیوپورټ شورا هغه وخت وویل چې دا هارډ ډیسک ښايي د شاوخوا ۲۵ زره مکعب مترو کثافاتو او خاورو لاندې وي، چې وزن یې نږدې له ۱۱۰ زره تر ۲۰۰ زره ټنه دی. همدارنګه د ځینو رسنیو په وینا، د دې وسیلې موندل نږدې ناشوني دي. د نیوپورټ د کثافاتو د عمومي ډنډ پخوانی مدیر وایي چې دغه هارډ ډیسک د دویم سیل په نوم د ۱۵ زره ټنه لرونکي کثافاتو په برخه کې دی، ځکه د ډنډ په دغه برخه کې د ۲۰۱۳م کال د اګست او نومبر کثافات ښخ شوي دي. په ټوله کې دغه ډنډ شاوخوا ۱.۵ میلیونه ټنه کثافات لري.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د لټون هڅې
[سمول]د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې د وایرډ مجلې راپور ورکړ چې د نیوپورټ شورا جېمز هاویلز ته اجازه ورنکړه څو د هارډ ډیسک لټون وکړي. د هاویلز په وینا، دا وړاندیز شوی لټون به په برېتانیا کې لومړنی داسې کار وای چې له کومې جنايي پلټنې سره تړاو نه لري او پکې د کثافاتو د یو ډنډ کېندنه کېږي. خو بل لورته شورا د لګښتونو، چاپېریالي زیان او د هارډ ډیسک د زنګ وهلو په اړه وېره وښوده، دوی زیاته کړه چې ښايي دا کار د خزاني موندنې قانون مات کړي. په پیل کې دغه شورا نرم چلند کاوه او ویې ویل که وسیله وموندل شي بېرته به یې وسپاري، خو وروسته یې دریځ سخت کړ او اعلان یې وکړ چې د هارډ ډیسک لټون به د قانون خلاف وي.[۲۷][۲۸][۲۹]
د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې، وروسته له دې چې هاویلز څو ځله د لټون اجازه وغوښته، هغه شورا ته وړاندیز وکړ چې د دغه بیټکوینونو ۲۵ سلنه برخه به دوی ته ورکړي، هغه وخت دغه ۲۵ سلنه شاوخوا ۲۰۰ میلیونه پونډه کېدل. هاویل وویل چې ۵۲.۵ میلیونه پونډه (۷۱.۷ میلیونه امریکایي ډالره) به شورا ته ورکړي، تر څو د نیوپورټ د ۳۱۶ زره اوسېدونکو ترمنځ ووېشل شي؛ یعنې هر کس ته به شاوخوا ۱۷۵ پونډه ورسېږي. خو شورا دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې دا د جوازونو له اصولو سره په ټکر کې دی. هاویلز باور لري چې دغه هارډ ډیسک اوس هم د کارولو وړ دي، ځکه محافظتي پوښ لري او د ښیښې پر ډیسک بل د زنګ ضد کلک پوښ هم شتون لري. [۳۰][۳۱][۳۲]
د دغه لټون د ملاتړ لپاره، هاویلز له یوه مالي صندوق څخه پانګونه ترلاسه کړه، هغه د دغه پانګونې له امله هغوی ته وعده ورکړه چې د بیټکوین ۵۰ سلنه ګټه به ورکوي. هاویلز باور لري چې د شورا د کثافاتو له ثبت شویو معلوماتو څخه به د هارډ ډیسک ځای معلوم کړي. هغه زیاته کړه چې کله هارډ ډیسک پیدا شي، نو د معلوماتو د بېرته راګرځولو متخصصین به د بیټکوین د را ایستلو هڅه وکړي. بل لورته شورا اټکل کوي چې دا کېندنه به څو میلیونه پونډه لګښت ولري او هاویلز د ۹ یا ۱۲ میاشتو لپاره یوازې ۵ میلیونه پونډه بودیجه ټاکلې ده.[۳۳][۳۴]
د ۲۰۲۲م کال په اګست کې، هاویلز د لټون پلان پراخ کړ او د مصنوعي ځیرکتیا کارول یې پکې شامل کړل، څو د یوې میخانیکي مټې له لارې کثافات وڅېړي او هارډ ډیسک وپېژني. سربیره پر دې په پلان کې د ډرونونو کارول، د بوسټون د ډاینماکي روبوټي سپیانو ( د امنیت لپاره) کارول، د چاپېریال ساتنې او د مصنوعي ځیرکتیا د متخصصیونو ټیمونه شامل و. د هاویلز په ټیم کې د کثافاتو د ډنډ کېندنې اته متخصصین او یو د معلوماتو د بېرته راګرځولو سلاکار (پخوا یې د کولمبیا فضايي بېړۍ د پېښې تور بکس هم را ایستلی و) شامل و. د پلان له دې بدلون سره بودیجه ۱۰ یا ۱۱ میلیونه پونډو ته لوړه شوه، د پانګونې به بدل کې به هاویلز د ګټې ۳۰ سلنه برخه هغوي ته ورکوله.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
سربېره پر دې، هاویلز پلان درلود چې د موندل شوې ګټې په وسیله د کثافاتو په هماغه ځای کې د ټولنې په مالکیت د بیټکوین مایننګ یو مرکز جوړ کړي، چې برېښنا به یې د لمر یا باد له انرژۍ اخیستل کېـږي. په هماغه کال، ریچارډ هېمنډ د هاویلز د دې هڅو په اړه یوه لنډه مستند فلم جوړ کړ، له همدې امله د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر تر میاشت پورې د لټون ټیم دوه برابره شو.[۴۰][۴۱]
حقوقي دعوه
[سمول]د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۶مه، د هاویلز حقوقي ټیم د نیوپورټ شورا ته یو پرانیستی لیک ولېـږه، دوی په دغه لیک کې د دعوې کولو نیت څرګند کړی و. په لیک کې غوښتنه شوې وه چې د کثافاتو په دغه خاص ځای کې دې نور د کثافاتو اچول بند شي، همدارنګه دوی له شورا څخه د ۴۴۶ میلیونه پونډه تاوان غوښتنه وکړه. تر دغه لیک دوه میاشتې وروسته، د هویلز حقوقي ټیم یو ځل بیا شورا ته لیک ولیکه او محکمې ته تر راجع کېدو وړاندې یې د دغه خاص ځای د لټون غوښته وکړه. [۴۲][۴۳]
د ۲۰۲۴م کال تر اکټوبر پورې، د هارډ ډیسک دننه د بیټکوینونو ارزښت شاوخوا ۷۵۰ میلیونه امریکایي ډالره ته پورته شو. په ورته وخت کې بیا هاویلز پر شورا د ۴۹۵ میلیونه پونډو دعوه وکړه او د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر لپاره یې په کارډیف ښار کې د سوداګرۍ محکمې نېټه وټاکله، هاویلز همداراز د فکري ملکیت حقونه هم مطرح کړل. د ویلز انلاین رسنۍ له مخې، هاویلز له ځان سره هماغه حقوقي ټیم درلود چې د محمد الفاید پر ضد یې د ځینو ادعا لرونکو قربانیانو استازولي کړې وه. بل لورته شورا په ځواب کې وویل چې دا وسیله په قانوني توګه اوس د دوی ملکیت دی، ځکه چې د دوی ځای ته غورځول شوی، خو د هاویلز وکیلانو دغه خبره بالکل رد کړه. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
د نیوپورټ شورا د ډسمبر په ۳مه د سترې محکمې د اورېدنې غوښتنه وکړه، تر څو دغه قضیه رد شي، خو قاضي دغه پرېکړه د یو څه وخت لپاره وځنډوله. د شورا وکیلانو ادعا وکړه چې هاویلز غوښتل شورا ته رشوت ورکړي، ځکه یې د بیټکوین یوه برخه ټولنې ته وړاندیز کړې وه. د هاویلز حقوقي ټیم بیا دا خبره رد کړه او ویې ویل چې دوی موکل حق لري خپل ورک شوی هارډ ډیسک ولټوي.[۴۸][۴۹]
د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۹مه، قاضي کېزر د هاویلز دعوه رد کړه او ویې ویل چې د دغه قضیې بریا هېڅ امکان نه لري. تر دغه پرېکړي وروسته هاویلز د ویلز انلاین رسنۍ ته په خبرو کې وویل چې ډېر مایوسه دی، خو زیاته یې کړه چې اوس نوی پلان لري او غواړي د خپلې بایللې شتمۍ پر بنسټ نوې ډیجیټلي پیسه جوړه کړې.[۵۰][۵۱][۵۲]
نظر
[سمول]هاویلز باور درلود کچېرته د بیټکوین ارزښت ډېر شي، نو ښاروالۍ به هغه ته د هارډیسک موندلو اجازه ورکړي. هغه په ۲۰۱۷م کال کې په یوه مرکه کې ویلي وو: په تېرو څو کلونو کې یوازې انتظار وو، داسې انتظار چې د بیټکوین بیه دومره لوړه شي چې هارډ ډیسک یو زړه راښکونې خزانه شي او لټول یې ارزښت ولري. په ۲۰۲۲م کال کې، هاویلز اټکل وکړ کچېرته هارډ ډیسک وموندل شي او ډیسک (پلټر) یې سالم پاتې وي، نو د بیټکوین د ترلاسه کولو شاوخوا ۸۰ یا ۹۰ سلنه چانس شتون لري. په عین حال کې هغه ومنله چې دا هارډیسک په دومره ډېرو کثافاتو کې د یوې کوچنۍ ستنې معنا لري، له همدې امله د لټون لپاره پانګونه خورا خطرناکه ده، همدارنګه د بریټانیا د کثافاتو د مدیریت یو متخصص هم ورته نظر درلود.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]
په ۲۰۲۴م کال کې، د هاویلز حقوقي ټیم محکمې ته وویل چې په ډېران کې د یوې ستنې تشبیې اوس بدلون کړی، ځکه د کیندنې او موندلو په برخه دوی اوس ځانګړې تجربې لري، نو اوس د دوی په نظر دغه ډېران ډېر کوچنی شوی. [۵۷][۵۸]
یادښتونه
[سمول]د هاویلز د ورک شویو بیټکوینونو ټول شمېر له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې ۷۵۰۰ بیټکوین و، خو له ۲۰۲۲م کال را وروسته یې شمېر ۸۰۰۰ بیټکوین ته پورته شو.
سرچينې
[سمول]- ↑ Max, D. T. (2021-12-06). "Half a Billion in Bitcoin, Lost in the Dump". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Nakamoto, Satoshi (31 October 2008). "Bitcoin: A Peer-to-Peer Electronic Cash System" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 4 July 2010. بياځلي په 20 December 2012.
- ↑ Wallace, Benjamin (23 November 2011). "The Rise and Fall of Bitcoin". Wired. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 October 2013. بياځلي په 13 October 2012.
- ↑ A History of Bitcoin. Archived 1 June 2018 at the Wayback Machine. Monetary Economics: International Financial Flows, Financial Crises, Regulation & Supervision eJournal. Social Science Research Network (SSRN). Accessed 8 January 2018.
- ↑ Athena, Stavrou (2025-02-12). "Man with £600m Bitcoin fortune 'buried in landfill' wants to buy rubbish tip". The Independent (in انګليسي). بياځلي په 2025-08-21.
- ↑ Cassidy, Maria; Slow, Oliver (2025-08-07). "Bitcoin: James Howells gives up on retrieving hard drive from Newport landfill site". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2025-08-21.
- ↑ Boggan, Steve (2023-01-22). "How I accidentally threw away £107 million in bitcoin". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-24. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Max, D. T. (2021-12-06). "Half a Billion in Bitcoin, Lost in the Dump". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Boggan, Steve (2023-01-22). "How I accidentally threw away £107 million in bitcoin". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-24. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Kobie, Nicole (2017-12-01). "This man's lost bitcoin are now worth $75m – and under 200,000 tonnes of garbage". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-09-20. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Hern, Alex (2013-11-27). "Missing: hard drive containing Bitcoins worth £4m in Newport landfill site". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Molloy, Mark (2017-12-03). "The unlucky man who accidentally threw away bitcoin worth $100 million". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-10-09. بياځلي په 2024-11-22.

- ↑ Barr, Kyle (2022-07-25). "Bitcoin Dumpster Guy Has a Wild Plan to Rescue Millions in Crypto From a Landfill". Gizmodo (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2023. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Morris, Chris (2022-08-01). "The Welshman who accidentally threw out 8,000 Bitcoin in 2013 is mounting an $11 million campaign to get it back". Fortune (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 March 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Humphries, Will (2021-01-14). "IT worker offers council £50m to let him search tip for bitcoin hard drive". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-23. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Max, D. T. (2021-12-06). "Half a Billion in Bitcoin, Lost in the Dump". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Boggan, Steve (2023-01-22). "How I accidentally threw away £107 million in bitcoin". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-24. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ "James Howells searches for hard drive with £4m-worth of bitcoins stored". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2013-11-28. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 November 2024. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Kobie, Nicole (2017-12-01). "This man's lost bitcoin are now worth $75m – and under 200,000 tonnes of garbage". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-09-20. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Morris, Chris (2022-08-01). "The Welshman who accidentally threw out 8,000 Bitcoin in 2013 is mounting an $11 million campaign to get it back". Fortune (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 March 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Parekh, Marcus (2022-08-02). "I'll spend £10m to get my Bitcoin back from tip, IT worker tells council". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-08-02. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Leston, Ryan (2024-11-19). "Bitcoin: Newport man says binned hard drive now worth £569m". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 22 November 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Boggan, Steve (2023-01-22). "How I accidentally threw away £107 million in bitcoin". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-24. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Harrison, Virginia (2013-11-29). "U.K. tech worker dumps hard drive with bitcoins worth $9 million". CNNMoney. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 October 2024. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Carter, Shawn M. (2017-12-20). "Man accidentally threw away $127 million in bitcoin and officials won't allow a search". CNBC (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 30 November 2024. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Max, D. T. (2021-12-06). "Half a Billion in Bitcoin, Lost in the Dump". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Kobie, Nicole (2017-12-01). "This man's lost bitcoin are now worth $75m – and under 200,000 tonnes of garbage". Wired (in American English). ISSN 1059-1028. خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-09-20. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Kolirin, Lianne (2021-01-15). "Man who accidentally threw out a bitcoin fortune offers $70 million to dig it up". CNN (in انګليسي). بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Morris, Steven (2021-01-14). "Man offers Newport council £50m if it helps find bitcoins in landfill". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Max, D. T. (2021-12-06). "Half a Billion in Bitcoin, Lost in the Dump". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Morris, Steven (2021-01-14). "Man offers Newport council £50m if it helps find bitcoins in landfill". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Browne, Ryan (2021-01-15). "Man makes last-ditch effort to recover $280 million in bitcoin he accidentally threw out". CNBC (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 6 December 2024. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ Barr, Kyle (2022-07-25). "Bitcoin Dumpster Guy Has a Wild Plan to Rescue Millions in Crypto From a Landfill". Gizmodo (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2023. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Parekh, Marcus (2022-08-02). "I'll spend £10m to get my Bitcoin back from tip, IT worker tells council". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-08-02. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Middleton, Joe (2022-08-02). "Man who threw away £150m in bitcoin hopes AI and robot dogs will get it back". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Morris, Chris (2022-08-01). "The Welshman who accidentally threw out 8,000 Bitcoin in 2013 is mounting an $11 million campaign to get it back". Fortune (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 March 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Parekh, Marcus (2022-08-02). "I'll spend £10m to get my Bitcoin back from tip, IT worker tells council". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-08-02. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Ross, Madeleine (2023-09-08). "Bitcoin investor who lost £164m in landfill to sue local council". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-09-08. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Middleton, Joe (2022-08-02). "Man who threw away £150m in bitcoin hopes AI and robot dogs will get it back". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Athena, Stavrou (2025-02-12). "Man with £600m Bitcoin fortune 'buried in landfill' wants to buy rubbish tip". The Independent (in انګليسي). بياځلي په 2025-08-21.
- ↑ Ross, Madeleine (2023-09-08). "Bitcoin investor who lost £164m in landfill to sue local council". The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-09-08. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Leston, Ryan (2024-11-19). "Bitcoin: Newport man says binned hard drive now worth £569m". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 22 November 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Gogarty, Conor (2024-10-12). "'I'm suing the council for £495m because they won't give me back my bin bag'". Wales Online (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Pringle, Eleanor (2024-11-21). "Crypto miner fights to retrieve $749M Bitcoin fortune 'accidentally thrown in landfill'". Fortune (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 22 November 2024. بياځلي په 2024-11-22.
- ↑ Gogarty, Conor (2024-10-12). "'I'm suing the council for £495m because they won't give me back my bin bag'". Wales Online (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 23 November 2024. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Thomas, Huw (2024-12-03). "Bitcoin man sues Newport council over '£600m fortune lost in tip'". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 3 December 2024. بياځلي په 2024-12-05.
- ↑ Morris, Steven (2024-12-03). "Man has 'finely tuned' plan to find £500m bitcoin thrown in tip, Cardiff court told". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2024-12-05.