د نیوزلنډ سیاسي نظام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نیوزلنډ سیاسي نظام د استازیتوب پر بنسټ د واحدې پارلماني دیموکراسي په اډانه کې عمل کوي. حکومتي جوړښت یې د ویسټ منېسټر سیسټم پر بنسټ دی او حقوقي نظام یې د انګلستان د عرفي قانون پر بنسټ جوړ شوی. نیوزلنډ مشروطه شاهي نظام لري چې له مخې یې پاچا دریم چارلز دولت مشر او واکمن دی.

په نیوزلنډ کې د قانون جوړونې واک د پارلمان په لاس کې دی چې له پاچا او د استازو له جرګې (ولسي جرګې) څخه جوړ دی. له دې امله چې پاچا خپله په دغه هېواد کې استوګن نه دی نو یو ګورنر جنرال یې استازیتوب کوي. د پارلمان غړي په هرو دریو کلونو کې یوځل ټاکل کېږي. د استازو د جرګې (پارلمان) غړي په معمول ډول سیاسي ګوندونو ته اړوند دي. نیوزلنډ څو ګوندي سیسټم لري په داسې حال کې چې له تاریخي پلوه په کې مخکښ، کارګر او نېشنل ګوندونه (یا د هغو مخکښان) دي. په دغه هېواد کې اقلیت حکومتونه هم معمول دي او معمولا د استازو په جرګه کې د ونډه والو ټولو ګوندونو هوکړې او باور ته اړتیا لري.

په نیوزلنډ کې اجرایوي واک په دې اصل تکیه لري چې «[پاچا] سلطنت کوي خو حکومت چارې مخته وړي». په داسې حال کې چې پاچا او ګورنر جنرال د حکومتي جوړښت نه جلا کېدونې برخې دي، خو له سیاسي پلوه بې طرفه دی او شخصا د حکومت په ورځنیو چارو کې مداخله نه کوي. د نیوزلنډ حکومت د واکمن په رضایت د هغه په استازولۍ له واکه ګټنه کوي. ډیری وزیران د کابینې د شورا غړیتوب لري چې دغه شورا د حکومتي چارو اړوند پرېکړه کوونکی اصلی بنسټ ګڼل کېږي. لومړی وزیر د کابینې رئیس او د حکومت مشر دی. ټول وزیران د لومړي وزیر له نظر اخیستو وروسته د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي. [۱]

اکونومیست اطلاعاتي واحد په ۲۰۲۱ زکال کې نیوزلنډ د دیموکراسۍ د شاخص له مخې دویم دیموکرات هېواد بللی. دغه هېواد د دولتي روڼتیا له مخې په تر ټولو لوړه درجه کې ځای لري او د نړۍ په کچه تر ټولو لږ فساد په کې شتون لري. [۲][۳][۴]

اجرایوي قوه[سمول]

پاچا دریم چارلز د نیوزلنډ حاکم او دولت مشر دی. د نیوزلنډ پاچاهي د ۱۹۴۷ زکال د وېسټ منېسټر د منلو د قانون (Statute of Westminster Adoption Act 1947) له مخې د بریتانیا له پاچاهۍ توپیر لري او په دغه هېواد کې د پاچا دریم چارلز ټولې رسمي چارې د «نیوزلنډ د پاچا» تر نامه لاندې ترسره کېږي. پاچا تر ډېره تشریفاتي رول لري او د هغه پاتې نور واکونه – چې په ټولیزه توګه ورته «سلطنتي واکونه» ویل کېږي – تر ډېره پورې د وخت د حکومتونو له خوا کارول کېږي. په دغو واکونو کې د قوانینو وضع کول، د هوکړو ترسره کول او د جګړې اعلان شاملېږي. [۵][۶][۷][۸]

له دې امله چې پاچا په معمول ډول په نیوزلنډ کې استوګن نه دی، سلطنتي دندې یې ګورنر جنرال ته تفویض شوې دي. له ۲۰۲۱ زکال راهیسې د نیوزلنډ ګورنر جنرال مېرمن کېنډي کېرو ده. ګورنر جنرال په رسمي توګه د وزیرانو د ټاکنې او ګوښه کوله او همدارنګه د پارلمان د انحلال واک لري. له دې سربېره کولای شي د سلطنتي هوکړې له ترلاسه کولو وروسته د استازو د جرګې له خوا تصویب شوي لوایح د قانون په بڼه توشېح یا رد کړي. ګورنر جنرال د اجرایوي شورا مشري پر غاړه لري؛ هغه رسمي شورا چې ټول وزیران په کې غړیتوب لري او ګورنر جنرال ته د خپلو واکونو څخه د ګټنې اړوند مشورې ورکوي. د اجرایوي شورا غړي باید د پارلمان غړیتوب ولري او ډیری یې د پارلمان له غړیتوب سربېره د کابینې د شورا غړیتوب هم لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

کابینه د نیوزلنډ په دولت کې تر ټولو مخکښ پرېکړه کوونکی جوړښت دی چې لومړی وزیر یې مشري کوي؛ د کنوانسیون له مخې لومړی وزیر باید په پارلمان کې د مخکښ ګوند رهبر هم وي. لومړی وزیر چې په بالفعل توګه د نیوزلنډ رهبري په واک کې لري اجرایوي مسئولیتونه ورترغاړې دي او په رسمي توګه د حاکمیت (د انحصاري واکونو له مخې) مسئولیت ورتر غاړې دی. د لویو پرېکړو اړوند د کابینې غړي په ټولیزه توګه پرېکړه کوي او له همدې امله هم د هغو د پایلو مسئولیت د ټولو پر غاړه وي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

قانونی جوړښت[سمول]

نیوزلنډ د مشروطه سلطنت په چوکاټ کې واحد دیموکراتیک پارلماني نظام لري. دغه هېواد هېڅ مدون رسمي اساسي قانون نه لري؛ د دغه هیواد  اساسي قانون د مختلفو اسنادو (د بریتانیا او د نیوزلنډ د پارلمانونو د یو لړ قوانینو په ګډون)، د وایټانګي هوکړې له اصولو او د اساسي قانون د کنوانسیونونو له ترکیب څخه جوړ دی. د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې په ۱۸۵۲ زکال اوسنی حکومتي سیسټم رامنځته او په ۱۹۸۶ زکال کې یې هغه د تل لپاره ومانه. د اساسي حقوقو ملاتړ د عرفي قوانینو له مخې کېږي چې د ۱۹۹۰ زکال د حقونو د منشور او د ۱۹۹۳ زکال د بشري حقونو د قانون له خوا یې مرسته کېږي، په داسې حال کې چې دغه حقونه کومه ریښه نه لري او کېدای شي د پارلمان په ساده اکثریت لغو شي. د ۱۹۸۶ زکال اساسي قانون د نیوزلنډ حکومت له دریو برخو؛ اجرایوي قوې (حکومت او اجرایوي شورا)، مقننه قوې (پارلمان) او قضایه قوې څخه جوړ بللی. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

بهرنی اړیکې[سمول]

نیوزلنډ له هېواده بهر د ۲۹ سفارتونو او ۹۹ قونسلګریو په لرلو سره د نړۍ له نږدې ۱۵۰ هېوادونو سره دیپلماتیکي اړیکې لري. نیوزلنډ د ارام سمندر د ټاپو ګانو د بنسټ (Pacific Islands Forum)، د آرام سمندر په ټولنه (Pacific Community)، د اسیا – پاسفیک اقتصادي همکاریو د سازمان (Asia-Pacific Economic Cooperation)، ختیځې آسیا په شورا (East Asia Summit) او د آسه آن سیمه ئیز سازمان (ASEAN Regional Forum) ګډونوال دی. دغه هېواد همدارنګه د ټول ګټو هېوادونو (Commonwealth of Nations)، د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان (Organisation for Economic Co-operation and Development) غړی او د ملګرو ملتونو بنسټګر غړی دی. نیوزلنډ د آزادې سوداګرۍ په ډېری هوکړو کې ونډه لري چې تر ټولو پام وړ یې له اسټرالیا سره د نږدې اقتصادي اړیکو او له چین سره د ازادې سوداګرۍ هوکړې دي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

له تاریخي پلوه نیوزلنډ له بریتانیا سره کلکې اړیکې لري او له نورو هېوادونو سره ډېرې لږ دوه اړخیزې اړیکې لري. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې یې له آسیا – پاسفیک سیمې سره اړیکو ډېر اهمیت وموند. له دې سربېره دغه هېواد په سنتي توګه له اسټرالیا سره چې د دواړو بهرنی سیاست د ورته تاریخي بهیرونو څخه پیروي کوي؛ نږدې همکاري لري. په خپل نوبت د آرام سمندر ډیری ټاپوګان (لکه ساموآ) د نیوزلنډ له رهبرۍ اغېزمن دي. د نیوزلنډ د بهرنیو مرستو ډېری برخه دغو هېوادونو ته ورځي او د آرام سمندرګي د سیمو ډیری وګړي د کار کولو په موخه نیوزلنډ ته کډه کوي. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "On the Constitution of New Zealand". The Governor-General of New Zealand Te Kawana Tianara o Aotearoa. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Democracy Index 2021" (په انګلیسي ژبه کي). Economist Intelligence Unit. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 10 February 2022 باندې). New Zealand rated world's second most democratic country by Economist Intelligence Unit. Stuff.
  4. "2016 official table". 25 January 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "New Zealand" (په انګلیسي ژبه کي). The Royal Household. 22 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Elizabeth II (13 December 1986), Constitution Act 1986, Wellington: Queen's Printer for New Zealand, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Boyce 2008، ص. 172.
  8. Peaslee, Amos J. (1985). Constitutions of Nations (الطبعة Rev. 4th). Dordrecht: Nijhoff. د کتاب پاڼې 882. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789024729050. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Queen's constitutional and public ceremonial roles". gg.govt.nz (په انګلیسي ژبه کي). Government House. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Governor-General". Cabinet Manual. Cabinet Office. 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Modern duties". nzhistory.govt.nz. New Zealand History Online. 18 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 21 October 2021 باندې). New Governor-General Dame Cindy Kiro sworn-in. The New Zealand Herald.
  13. "Executive Council". Cabinet Manual. Cabinet Office. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Cabinet government – Collective responsibility". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. (20 June 2012). 
  15. Cox, Noel (1 December 2007). "The Royal Prerogative in the Realms". Commonwealth Law Bulletin. ALTA Law Research Series. 33 (4): 611–638. doi:10.1080/03050710701814839. S2CID 143050540. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. McLean, Gavin (1 December 2016). "Premiers and prime ministers – The role of prime minister". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  17. "How government works". govt.nz. New Zealand Government. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Quinn, Thomas (2014). Mandates, Manifestos and Coalitions. London. د کتاب پاڼي 8–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-09928904-14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 26 October 2017 باندې). Jacinda Ardern's new government sworn in. Stuff.
  20. (په 27 October 2017 باندې). Female political leaders have been smashing glass ceilings for ages. Stuff. Fairfax NZ
  21. (په 6 November 2020 باندې). New Zealand's Ardern sworn in for second term. France 24
  22. (په 19 October 2017 باندې). Jacinda Ardern is next prime minister of New Zealand, Winston Peters confirms – as it happened. The Guardian.
  23. "The Relationship between the Government and the Opposition or Minority Parties in Selected Places" (PDF). 13 November 2002. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The local government system in New Zealand" (PDF). clgf.org.uk. Commonwealth Local Government Forum. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "On the Constitution of New Zealand". The Governor-General of New Zealand Te Kawana Tianara o Aotearoa. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wilson, John (March 2009). "Government and nation – The constitution". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  27. Elizabeth II (13 December 1986), Constitution Act 1986, Wellington: Queen's Printer for New Zealand, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Embassies". mfat.govt.nz (په انګلیسي ژبه کي). Ministry of Foreign Affairs and Trade (New Zealand). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "New Zealand - Embassies and Consulates Worldwide". Embassy WorldWide. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "New Zealand country brief" (په انګلیسي ژبه کي). Department of Foreign Affairs and Trade (Australia). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "The Commonwealth". mfat.govt.nz. Ministry of Foreign Affairs and Trade. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Our global reach". oecd.org (په انګلیسي ژبه کي). OECD. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "New Zealand and the United Nations". nzhistory.govt.nz. New Zealand History Online / Ministry for Culture and Heritage. 5 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Green, Michael (17 May 2016). "Foreign policy and diplomatic representation". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  35. Chen, Shu-Ching Jean (7 April 2008). "Landmark Trade Deal Struck By China, New Zealand". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Green, Michael (17 May 2016). "Foreign policy and diplomatic representation". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  37. Bertram, Geoff (11 March 2010). "South Pacific economic relations". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  38. "U.S. Relations With New Zealand". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)