د نیملا جګړه (۱۸۰۹)
د نیملا جګړه د ۱۸۰۹ کال د جون په ۲۹ مه د محمود شاه دراني او شاه شجاع دراني ترمنځ د دراني تخت د ځای ناستي پر سر د شخړي له امله رامنځ ته سوه. ددې جګړې په پایله کي محمود شاه وتوانېدی ترڅو له ۱۸۰۹ څخه تر ۱۸۱۸ پوري د افغانستان واکمني دویم ځل بیا په لاس راوړي. [۱]
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ځای | |
| هېواد |
| پيل موده | |
|---|---|
| پای | |
| ګډونوال |
شاليد
[سمول]د تیمور شاه دراني له مړیني وروسته د دراني امپراتوري د هغه د ۲۴ زامنو ترمنځ د واک پر سر درنې نښتي رامنځ ته سوې. د نوموړي په زامنو کي محمود شاه درانی ، زمان شاه درانی او شاه شجاع درانی مشهوره کسان وه. زمان شاه دراني د تیمور شاه له مړیني وروسته د تخت لاسته راوړلو په ترڅ کي کابل په لاس راوړ، او محمود شاه دراني د هرات د سلطنت واکمنۍ ته ځان ورساوه، خو شاه شجاع د محمود برعکس په پیښور کي زمان شاه ته وفاداره پاته سو. د زمان شاه له خوا پر هرات باندي تر یرغل وروسته محمود شاه فارس ته وتښتېد. [۲] هلته تر تیښتي وروسته یې د خپل ورور څخه د تخت د نیولو لپاره څو ځلي هڅه وکړه، او بالاخره په ۱۸۰۱ کال کي بریالی سو. شاه شجاع دراني په دې وخت کي له پېښور څخه هڅه د محمود شاه په وړاندي مبارزه پیل کړه، خو هغه هم د زمان شاه په څېر ماتي ته اړ سو. [۲]
شاه شجاع تر یادي ماتي وروسته په ۱۸۰۳ کال کي دویمه هڅه پیل او د محمود شاه واکمني یې تر دوو کالو وروسته وپرځول. [۲]
محمود شاه دراني د مخکي په څېر لمړئ شاتګ وکړ، او په ۱۸۰۹ کال کي بیرته راستون سو، او خپل ځواکونه یې د فتح خان او د هغه د زوی کامران سره په کندهار کي راغونډ کړل کړل، ترڅو کابل لاندي کړي. شاه شجاع دراني دده په وړاندي خپل ځواکونه په جلال آباد کي راټول، او د نیملا ته نږدې د کابل-جلال آباد په زاړه سړک کي یې د محمود شاه له پوځ سره جګړه ترسره کړه. [۲]
جګړه
[سمول]
د نیملا جګړه د ۱۸۰۹ کال د جون په ۲۹ مه ترسره سول، او شاه شجاع دراني د شاه محمود په وړاندي د جګړې لپاره د خپل پوځ ستراتیژیک ځایونه ترتیب او منظم کړه، خو د نوموړي د چمتووالي په جریان د شاه محمود د خورا لوی پوځ لخوا یو پټ کمین ونیول سو، او شجاع یې د سړک په اوږدو کي کلابند کړ. د شاه محمود سپرو لښکرو د شاه شجاع په ویشل سویو ځواکونو باندپ څو چټک بریدونه ترسره او هغوی یې بیخي له منځه یوړل. د شاه محمود د دې بریالیتوب په لیدلو سره د شاه شجاع په خوا کي ډیری مشران سمدستي وتښتېدل، او د پوځ مورال ولوېدی. د پوځ له مورال کمېدو سره د فتح خان ډله چي د شاه شجاع ملګرې وه، د شاه محمود سره یې د مخکني پلان پر بنسټ له خپل مشر سره غدر وکړ او شاه شجاع یې له هري خوا داسي راچاپېره کړ چي هغه بالاخره تیښتي ته اړ سو.
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P580 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 errors: missing title