منځپانگې ته ورتلل

د نړۍ شتمن وګړي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړۍ شتمن وګړي يا د نړۍ بډايه وګړي يا د نړۍ ميلياردران انګليسي ژبه: The World's Billionaires د نړۍ د شتمنو وګړو يو نوملړ دی چې د فوربز مجلې د کلنۍ ارزونې راپور له مخې له ۱۹۸۷ ز راهيسې هر کال د مارچ مياشت کې د نړۍ ميلياردرانو تر سرليک لاندې خپريږي.

په تېرو شلو کلونو کې د مايکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګيټس ۱۵ ځله د دې نوملړ مخکښ وو، چې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۹ ز کال پورې د نړۍ تر ټولو ډېر شتمن وګړی ګڼل کېده، خو وروسته په ۲۰۱۰ ز کال کې د امريکا موويل شرکت څښتن کارلوس سليم دا مقام خپل کړ او په پرلپسې ډول ۴ کاله د نړۍ ترټولو شتمن وګړی ګڼل کېده، خو په ۲۰۱۴ ز کال کې يو ځل بيا بېل ګيټس دا مقام خپل کړ.

د نړۍ شتمن وګړي
The World's Billionaires (انگليسي)[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور اړين مالومات
برخې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
forbes.com… (انګليسي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

د ۲۰۱۸ ز کال د مارچ په ۶ مه نېټه بېل ګيټس خپل ځای د امازون شرکت مشر جېف بېزوس ته پرېښود چې تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د نړۍ ترټولو شتمن سړي ريکارډ يې له ځانه سره درلود،او بلاخره په ۲۰۲۲ ز کال کې يې دا مقام اېلن ماسک ته پرېښود.

د ۲۰۲۳ ز کال مارچ مياشت کې د نړۍ تر ټولو شتمن سړي مقام برنار ارنو خپل کړ، نوموړی لومړنی فرانسوی دی چې دا مقام يې ترلاسه کړی دی.[۲]

کلنۍ درجه بندي

[سمول]

دا چې دا درجه بندي د هرکال په مارچ مياشت کې خپريږي، نو دلته ليکل شوي نومونه او ترتيب هم د هماغه وخت پورې صحت لري، چې په ترتيب سره پکې د نړۍ لس شتمن وګړي، د هغوی د شتمنۍ له مخې ډلبندي شوي دي.

نښې او توضيحات
نښه توضيح
Steady پخوانۍ درجه بندۍ کې بدلون نه دی راغلی.
Increase پخوانۍ درجه بندۍ څخه لوړ شوی دی.
کم پخوانۍ درجه بندۍ څخه کښته شوی دی.

په ۲۰۲۴ ز کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن وګړي

[سمول]

د فوربس مجلې د ۳۸ م کلني راپور له مخې د نړۍ ميلياردرانو نوملړ کې د ۲۷۸۱ ميلياردرانو ريکارډ موندل شوی چې خالصه شتمني يې ۱۴.۲ تريليونه ډالر د. دا د ۲۰۲۳ ز کال د ۱۴۱ غړو په پرتله ۲ تریلیونه ډالرو زیاتوالی راښيي، چې په دې نوملړ کې يې د خپلې خالصه شتمنۍ پخوانی ريکارډ پرځای ساتلی دی، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۹۰۰ ملیارد ډالرو ریکارډ څخه واووښت. د لېست دوه پر درېيمه برخه غړي د تېر کال په پرتله ډېر شتمن دي، له هغې ډلې مارک زوګربرګ يادولی شو، چې خالصه شتمني یې ۱۱۲.۶ ملیارده ډالر زیاته شوې ده.

شمېره. نوم خالص ارزښت (امريکايي ډالر) عمر ښاروندتوب شتمنۍ سرچينه
Steadyبرنارد ارنولټ او کورنۍ يې$233 ميليارده Increase۷۵ فرانسهاېل وي اېم اېچ
Steadyایلان ماسک$۱۹۵ ميليارده Increase۵۲ سوېلي افريقا
 کاناډا
 د امريکا متحده ايالات
تسلا موټرز، سپېس‌اېکس
Steadyجېف بېزوس$۱۹۴ ميليارده Increase۶۰ د امريکا متحده ايالات امازون
Increaseمارک زاکربرګ$۱۷۷ ميليارده Increase۳۹ د امريکا متحده ايالات مېتا پلټفارمز
کملاري اېليسون$۱۴۱ ميليارده Increase۷۹ د امريکا متحده ايالاتاورکل کارپورېشن
کموارن بفېټ$۱۳۳ ميليارده Increase۹۳ د امريکا متحده ايالات بېرکشاير هاتوای
کمبیل ګیټ$۱۲۸ ميليارده Increase۶۸ د امريکا متحده ايالات مايکروسافټ
Increaseسټېو بالمېر$۱۲۱ ميليارده Increase۶۸ د امريکا متحده ايالاتمايکروسافټ
Steadyموکېش امباني$۱۱۶ ميليارده Increase۶۶ هندرېلانس اېنډسټريز
Increaseلاري پيج$۱۱۴ ميليارده Increase۵۱ د امريکا متحده ايالات ګوګل

په ۲۰۲۳ ز کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن وګړي

[سمول]

د فوربېزد نړۍ د میلیاردرانو په ۳۷م کلني لیست کې۲۶۴۰ میلیاردران شامل وو چې ټولټال خالصه شتمني یې ۱۲.۲ تریلیونه ډالر وه، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۸ غړي او ۵۰۰ ملیارد ډالر کم وو. د لیست له نیمایي څخه ډېر يې د تېر کال په پرتله لږ شتمن شوي، له هغې ډلې اېلان ماسک يادولی شو چې له لومړۍ درجې دوهمې ته راکښته شو. [۳] د دې لېست له مخې له ۲۰۱۳ کال راهيسې د لومړي ځل لپاره يو غير امريکايي تبعه فرانسوي کارلوس سليم د نړۍ تر ټولو شتمن شخص وو، په دې ليست کې د ۲۰۲۲ کال په څېر، د ۳۰ کلونو څخه کم عمره ۱۵ میلیاردران شامل وو چې تر ټولو شتمن یې د ریډ بول وارث مارک میټشیټز و چې خالصه شتمني يې ۳۴.۷ ملیارده ډالر و. د دې لیست تر ټولو ځوان کلیمینټ ډیل ویچیو وو، چې د لوکسوټیکا شتمنۍ وارث و چې د خپلو شپږو خویندو او سکنۍ مور سره شریکه وه او کیم جونګ یانګ، چې شتمني یې د جاپاني - سویلي کوریا د لوبو لوی شرکت نیکسون کې ده، دواړه د ۲۰ کلونو څخه کم عمره وو.[۴]

شمېره. نوم خالص ارزښت (امريکايي ډالر) عمر ښاروندتوب شتمنۍ سرچينه توضيح
Increaseبرنارد ارنولټ او کورنۍ يې$۲۱۱ ميليارده Increase۷۴ فرانسهاېل وي اېم اېچبرنارد ارنو او کورنۍ یې چې د لویس ويټان، کریسټیان ډیور او ټیفاني په ګډون د موډ او فیشن څو شرکتونه لري، په ټولیزه توګه د ۲۱۱ميليارده ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای لري.[۵]

د فوربېزمجلې د رپوټ پر بنسټ، ددغې کورنۍ ډېره ګټه د لویس ويټان د محصولاتو څخه دی. همدا راز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۵۳ ميليارده ډالره عاید ترلاسه کول،‌ د نړۍ د شمتنو کسانو د نوملړ په سر کې د برنارد ارنو او کورنۍ د نوم په راتلو کې مهمه ونډه لرله.‌[۶]

کمایلان ماسک$180 ميليارده کم۵۱ سوېلي افريقا
 کاناډا
 د امريکا متحده ايالات
تسلا موټرز، سپېس‌اېکسد تسلا موټرز، سپېس‌اېکس او اېکس شرکت څښتن، ايلان ماسک چې یو وخت د نړۍ تر ټولو بډایه کس ګڼل کېده، اوس مهال د ۱۸۰ ميليارده ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ دویم شتمن کس دی. د ايلان ماسک د پانګې د کچې را ټېټېدل، د تسلا موټرز د پنځوس سلنې ونډې د رالوېدو له امله دی. د نوموړي پانګه او ګټه تېر کال هغه وخت مخ په ځوړ شو چې هغه په ۴۴ ميليارده ډالره د ټویټر شبکه واخیستله. تر پرله پسې تاوانونو وروسته، ايلان ماسک د ۲۳ ميليارده ډالره په ارزښت د تسلا موټرز شرکت ونډه وپلورله.[۷]

خو دې سره سره، د سپېس‌اېکس شرکت ښه پرمختګ درلود او د تېر کال په می میاشت کې یې ارزښت، ۱۲۷ ميليارده ډ‌الره اټکل شوی و.‌ د روان کال په سر کې یې ارزښت ۱۴۰ ميليارده ډالر اټکل شوی دی. د تېر کال په پرتله بیا د اايلان ماسک پانګه ۳۹ ميليارده ډالره را ټېټه شوې ده.‌[۸]

کمجېف بېزوس$114 ميليارده کم۵۹ د امريکا متحده ايالات امازوند امازون شرکت څښتن،‌ جیف بیزوس چې یو وخت د نړۍ تر ټولو شتمن کس و،‌ د فوربېزمجلې د ترټولو شتمنو کسانو په نوملړ کې بیا دریم ځای لري. د فوربېزمجلې ویلي‌چې د جیف بیزوس ټوله پانګه ۱۱۴ ميليارده ډالره ده.‌[۹]

نوموړی د تېر کال په پرتله، ۵۷ ميليارده ډالره لږه پانګه لري‌ چې پدې توګه یې د نړۍ د ترټولو لوی تاواني‌ نوم خپل کړی دی.‌ د امازون شرکت د ۳۸ سلنې ونډې بازار رالوېدل ددغه امریکايي پانګوال د تاوان لوی لامل و.[۱۰]

Increaseلاري اېليسون$107 ميليارده Increase۷۸ د امريکا متحده ايالاتاورکل کارپورېشند اوراکل شرکت څښتن، لاري اېليسون بیا د فوربېزد شتمنو کسانو په نوملړ کې څلورم ځای ځپل کړی دی. تیر کال ددغه امریکايي پانګه وال، ګټه او پانګه دواړه لس سلنه زیاته شوه. نوموړی اوس مهال ۱۰۷ميليارده ډالره پانګه لري.[۱۱]

الیسون تیر کال د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د ۱۷۳ میلیونه ډالره په ارزښت یو تر ټولو ګران بیه کور واخیست. نوموړی چې د ټسلا په شرکت کې هم د پام وړ ونډه لري، په تیر اګست میاشتې کې یې د دغه شرکت د مدیره پلاوي څخه استعفا ورکړه.‌[۱۲]

Steadyوارن بفېټ$106 ميليارده کم۹۲ د امريکا متحده ايالات بېرکشاير هاتوایوران بفټ چې په نړۍ کې تل د بریالي پانګوال په توګه پیژندل شوی دی،‌ د ۱۰۶ ميليارده ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ پنځم شتمن کس دی.‌ ۹۲ کلن بفټ د برکشایر هټاوي لوی شرکت خاوند دی.‌ د ګایکو بیمې شرکت، د ډوراسل بطرۍ او ډایري کوین رسټورانټونه په ګډون، لسګونه نور لوي او واړه شرکتونه ددغه شرکت تر چتر لاندې دي.[۱۳]

نوموړی چې د امریکا د پخواني قانون جوړونکي هاوارډ بفټ زوی دی، په ۱۱ کلنې کې ځانته سوداګریزې ونډې وپیرلې او په ۱۳ کلنې کې دولت ته یې خپل د مالیاتو پاڼۍ وسپارلې. هغه ژمنه کړې چې خپل ۹۹ سلنه پانګه به ډالۍ کوي. بفټ تر اوسه ۵۱ ميليارده ډالره د ګيټس او د خپلو زامنو خیریه بنسټونو ته ډالۍ کړي دي.[۱۴]

کمبیل ګیټ$104 ميليارده کم۶۷ د امريکا متحده ايالات مايکروسافټد نړۍ شپږم شتمن کس د مایکروسافت شرکت خاوند، بل ګیټس دی. نوموړي ۱۰۴ ميليارده ډالره پانګه لري. ګيټس یو وخت د نړۍ له مشهورو شتمنو کسانو څخه و.‌ هغه د خپل ګټې ډیرې برخه د خیر ښیګڼې کارونو ته ځانګړې کړې او اوس مهال د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ویروس سره د مبارزې پروګرام مالي ملاتړ پر غاړه لري.[۱۵]
Increaseميکايل بلومبېرګ$94.5 ميليارده Increase۸۱ د امريکا متحده ايالات بلومبېرګ اېل پيد نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ بیا د ۹۴.۵ ميليارده ډالره پانګې په لرلو سره د فوربېزمجلې د شتمنو کسانو د نوملړ په اووم ځای کې قرار لري. نوموړی چې د بلومبرګ ستر شرکت خاوند دی. ددغه شرکت تر چتر لاندې د مالیاتو، سافټ ویرونو او رسنیو یو شمېر شرکتونه کار او فعالیت لري. بلومبرګ تیر کال خیریه بنسټونو ته ۱.۷ ميليارده ډالره بسپنه ورکړه او په همدې وخت کې یې ۱۳.۳ ميليارده ډالره عاید درلودی.‌[۱۶]
Increaseکارلوس سليم او کورنۍ يې$۹۳ ميليارده Increase۸۳ مکسيکو ټېلمېکس، امريکا موويل، کارسو ګروپاتم نوم بیا د کارلوس سلیم هیلو په نوم د یوه مکزیکویي میلیارډر دی. نوموړی ۹۳ ميليارده ډالره پانګه لري. سلیم هیلو د پان لاتین ستر مخابراتي شرکت خاوند دی چې په تیر یو کال کی یې عاید ۱۴ سلنه زیاتوالی درلودی.‌ نوموړی چې د پانګونۍ ډیر شوقي و په ۱۲ کلنې کې یې د ونډې په اخیستلو او پیرلو پیل کړی و.‌[۱۷]
Increaseموکېش امباني$۸۳.۴ ميليارده کم۶۵ هندرېلانس اېنډسټريزمکیش امباني د ۸۳.۴ ميليارده ډالره پانګې په لرلو سره د فوربېزمجلې د شتمنو کسانو په نوملړ کې نهم ځای خپل کړی دی.‌ امباني د نږدې ۱۰۰ميليارده ډالره په ارزښت د یوه هندي شرکت خاوند دی. هغه په راز راز برخو کې لکه تیلو، انرژۍ او مخابراتو سکټور کې پانګونه کړې ده. همدا راز د یو شمېر شرکتونو چارې یې خپلو زامنو او لورګانو ته سپارلي دي.[۱۸]
کمسټېو بالمېر$۸۰.۷ ميليارده کم۶۷ د امريکا متحده ايالاتمايکروسافټد فوربېزمجلې د نړۍ د ترټولو شتمنو کسانو په لسم ځای کې د امریکایی پانګه وال سټیف بالمر نوم لیدل کیږي.‌ نوموړی ۸۰.۷ ميليارده ډالره پانګه لري. په زړه پوری خو دا ده چې بالمر په ۱۹۸۰م کال کې د بل ګیټس له خوا د مایکروسافټ په شرکت کې په کار وګمارل شو او په ۲۰۰۰ م کال کې د یاد شرکت د اجراييوی مدیریت څخه د بل ګیټس تر استعفا وروسته، نوموړی پر دغې دنده وګمارل شو او تر ۲۰۱۴م کال پوري یې دغه دنده پر مخ وړله.‌

داهم وګورئ

[سمول]

انځورونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. 1 2 3 بياځلي سمون: ۲۳ جنوري ۲۰۱۹.
  2. "Forbes Billionaires 2023: The Richest People In The World". Forbes (in English). ترلاسه‌کېدو نېټه 2023-08-03.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  3. Peterson-Withorn, Chase (4 April 2023). "Forbes' 37th Annual World's Billionaires List: Facts And Figures 2023". Forbes (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 April 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 April 2023.
  4. Liu, Phoebe (4 April 2023). "The World's Youngest Billionaires 2023". Forbes. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 April 2023.
  5. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  14. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  16. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  17. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  18. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  19. "د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ". وي او ای پښتو. امريکا غږ پښتو وېبپاڼه. ۱۴۰۲ غويي ۲۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)