د نوي کاروبار پيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوى کاروبار پيل[سمول]

By Wahdat

نوى کاروبار په ډيرو مختلفو طريقو سره پرانيستل کيږى او پيل يې د ابتداء څخه شروع کيږى. د نوي کاروبار پيل په ځينو ستونزو د منلو څخه عبارت دى چه په مستقبل کې د کاروبار مالک ته پيښيږي. هغه خطرات او ستونزي کوم چه د نوي کاروبار د پيليدو په وخت کې رامنځته کيږي، په تفصيل سره په دغه ليکنه کې واضح کيږي.

د توليد لپاره تقاضا[سمول]

هر تجارت چه شروع کيږى د موجوده تقاضا پر بنسټ پيليږى. دغه تقاضا شايد تر ډيره وسيع وي. په بازار کې د توليد تقاضا بايد په پام کې ونيول شي چه کوم توليد مشتريانو ته قابل د قبول دى. توليد بايد د خپل کيفيت سره سره په مناسب قيمت وپلورل شي. ددي ترڅنګ، بايد ددغه توليد راتلونکى حالت هم وڅيړي چه تر څومره وخت پوري به په اينده کې دوام وکړي. يوه بله ضروري خبره هغه داده چه په توليد کې بايد نوښت وشي تر څو تر ډيره بريده مشتريان را جلب کړي چه په دي سره به دا جوته شي چه ايا مشتريان به دغه توليد په اينده کې وپيري او به ددي استعمال محدود شي. دغه ټولي خبري دا ثابتوي چه د توليد د تقاضا لپاره بايد سالم تصميم او لاري چاري وکتل شي تر څو د توليد تقلضا لا زياته شي. او که چيري توليد موسمي يا غير منظم وي نو بايد دغه کاروبار شروع نشي ځکه چه تاسي به د يو او بل موسم پوري منتظر ياست چه ستاسي توليد وپيرل شي. دغه شان توليد د بازارموندنې د صفر کچې ته رسيږى او د کم وخت په تيريدو سره خپل اهميت له لاسه ورکوي.

د کاروبار انتخاب[سمول]

د کاروبار انتخاب يو له سختو انتخابونو څخه دى چه يو کاروباري يې د خپل کاروبار د ښه کيدلو لپاره بايد ترسره کړي. په لومړي قدم کي به تاسي د بازار تحليل وکړٸ تر څو تاسي ته په مارکيټ کې يو عيب پيدا شي او داسي د متشبثې نظريې سره راشى چه مسابقه کوونکې مو پر نشت حساب وي. د بازار يا مارکيټ تحليل د باتجربه او مسلک پوه متشبيثينو او بازار موندونکو لخوا ترسره شي تر څو هغوى په بازار کې دداسي توليد کمى درک کړي چه د مشتريانو ورته په بي صبرى اړتيا ده. په دغه توليد سره به نه يواځي د مشتريانو ضروريات بلکي د کاروبار د مالک په شتمنۍ کې زياتوالى راشي. بله مهمه طريقه چه د يو کاروبار په انتخاب کي وشي، هغه د مارکيټ يا بازار په اړه مطالعه ده. د کاروبار پرانيستونکى بايد دا وڅيړي او مطالعه کې چه په کوم ډول او کوم قسم توليد رامنځته کړي چه د مصرف کوونکو توجه راوړوي. د مثال په ډول تاسي غواړى په ننګرهار کې د ميک ډونلډ (MacDonald) برګرو کاروبار شروع کړى خو تاسي د مياشتو مياشتو تيرولو باوجود کوم خاص عايد په لاس نه راوړى ځکه تاسي د خپل کاروبار لپاره ناسم جعرافيايې محيط انتخاب کړى او د ميک ډونلډ برګر په مسلم هيوادونو کې رايج نه دى ځکه مسلمانان حلال خوراک کوي او ميک ډونلډ ډيره برخه د خوږ يا خنزير غوښي د برګر څخه جوړوړي. يا تاسي د نيو جرسي (New Jersey) په ښار کې د حلال ريستورانت په نوم يو ريستورانت خلاصوى خو د وخت په تيريدو سره ګورى چه ستاسي کاروبار پرمخ نه ځي ځکه چه تاسي د خپل کاروبار لپاره ناسم محيط انتخاب کړى. نو دا جوته کيږي چه سم انتخاب د سم جعرافيايې  موقعيت په کتلو او د مشتريانو د خوښۍ له مخي کيږى.

د پانګي چمتو کول[سمول]

پانګه د هر يوه کاروبار د وينې (blood) مثال لري. هر کله چه يو نوى کاروبار شروع کوى نو د هغي لپاره به تاسى سره په کافي اندازه سرميايه يا پانګه وجود ولري. دغه سرمايه به شايد د مالک مستقيما خپله وي، يا به د شراکت له مخي وي او يا به په کريډيټ يا قرض باندي وي. سرمايه بايد ستاسي راتلونکې څو کلنو لپاره اکتفاء وکړي تر څو ستاسي نوى کاروبار په ښه ډول سره روان شي. هره سرمايه چه ټاکل کيږي د کاروبار د اړين مصارفو او اجناسو له مخي وي نو هر کله مو چه خپل مصارف او اجناس( يا شايد خدماتي کاروبار ) وټاکل نو سرمايه هم ټاکل کيږي. وروسته له دي، تاسي کولاى شى چه د کاروبار د لا ښه والي لپاره خپله سرمايه کې نور هم زيادت راولى. که سرمايه د کاروبار د مالک لخوا شخصا نه شوه برابريدلى نو د بانکونو څخه د کاروبار پورونه اخيستلى شى چه وروسته بيا په معلومه موده کې تاديه کيږي.

موقعيت[سمول]

د کامياب کاروبار لپاره مناسب، مزدحم او محفوظ ځاى انتخابول دي. کاروبار طبعا په يو مشخص ځاى کې وي کوم چه بايد مناسب وي او تر ډيره حده د خلکو ګڼه ګوڼه پکي وي. د کاروبار لپاره مناسب ځاى هغه دى چيرته چه ستاسي مشتريان د ډاډ او د پاک چاپېريال احساس وکړي. د چاپيريال تعين د کاروبار د ځاى اړوند رغنده رول لوبوي. پاکوالى او مشتريانو ته نزدي والى د بهترين موقيعت له ځانګړنو څخه دى. که تاسي خپلو پيريدونکو ته نږدي يې يا تاسي خپل عرضه کوونکو، خامو موادو، بانکونو، کار قوې، بريښنا، ګاز او داسي نورو ضروري شيانو ته نږدي نو وپوهيږٸ چه تاسي د خپل نوي کاروبار لپاره مناسب چاپيريال موندلى دى.

د فزيکې سهولتونو ټاکنه[سمول]

د کاروبار لپاره بله مهمه ټاکنه د فزيکې سهولتونو ده. فزيکې سهولتونو کې به تاسي خپل د نوي کاروبار لپاره ثابتي شتمنى پيدا کوى. دغه ثابتي شتمنى په يوه مالي کال کې اختتام ته نه رسيږى او تر بل او بېا پسٸ بل او نورو مالي کلونو ته ادامه کوي. دا هغه مصارف دي چه تاسي يې expenditure بولى. د مثال په ډول زه غواړم يو خدماتي کاروبار شروع کړم چه هغه د يو پوهنتون پرانيسته ده نو زه اړين ېم چه ثابته شتمني ولرم تر څو زه چوکۍ او ميزونه، نصاب، تلويزونونه، کمپيوټري، محافظينو ته وسله او داسي نور پيدا کړم چه تر ډيرو مالي کلونو پوري ادامه وکړي. پرتله پردي، مونږ ځيني اوسنۍ شتمنياني لرو چه په يوه مالي دوره کې په استعمال رسيږي او تر بلي مالي دوري پوري نه رسيږي.

د پلان تطبيق[سمول]

د کامياب او نوي کاروبار لپاره د يوه قوي پلان درلودل چه لږ تر لږه يو څو کلنو پوري وي. تاسي بايد د خپل نوي کاروبار لپاره داسي يو پلان جوړ کړٸ چه هغه فعاليتونه چه ترسره کيږي، د هغي لپاره يو تقسيم اوقات جوړ شي. داسي يو پلان چه ستاسي مالي حالت په تر راتلونکي کال يا راتلونکي څو کلنو کې په کوم ډول دي. امکان ولري چه تاسي په نفع کي يې نو تاسي ته لازما څه په کار دي چه بايد بيا ترسره شي او يا احيانا تاسي په تاوان کې ياست نو بايد د خپل پخواني حالت بيا راتګ لپاره کوم اقتدامات اړين دي چه اجراء شي. د پلان جوړولو برخه کې بايد خپلي ثابتي شتمنى، اوسنۍ شتمنى، د کاميابى د وخت کړنلاري، د تاوان يا سقوط د وخت حل لاري او داسي نوري برخي بايد تجديد نظر شي. د پلان په برخه کې بايد دي ته هم فکر وشي چه ستاسي دفتر، ماشينونه او اسباب په کوم کوم ځاى کې په کوم کوم ډول سره کيښودل شي. د کاروبار د پيل کيدو څخه وروسته ستاسي فعاليتونه بايد د د پلان سره يو شان وي. امکان ولري، ستاسي نوى کاروبار ډير زيات کامياب پرمخ لاړ شي او پلان نه وي خو شايد يو داسي وخت راشي چه بيا سقوط کوى او پلان او حل لاره نه وي. پلان بايد موثر او اغيزمن وي چه ستاسي کاروبار د پيل څخه موثر او اغيزمن شي.

د کارکوونکو ټاکنه[سمول]

د هر کاروبار لپاره ثابته شتمني هغه سرمايه يواځي نده بلکې د کاري قوي شتون هم دي. د خپل نوي کاروبار د خوځښت او کاميابيدو لپاره بايد انساني منابعي وټاکل شي. يو کاروبار تر هغي مخکي نه ځي تر څو چه کافي اندازه کارکوونکې ونلري. په دغه کارکوونکو کې بامهارته او بي مهارته کاريګران شامل دي. بامهارته کاريګران مستقيما د يو هدف د ترلاسه کولو لپاره کار کوي او بي مهارته کاريګران د يو هدف د ترلاسه کولو لپاره غير مستقيما کار کوي چه ښه مثالونه يې مدير او موتر چلونکى دى. مونږ داسي نشو ويلى چه يواځي بامهارته کارمندان يو کاروبار پرمخ بوځي بلکي بىمهارته کارمندان هم په عين ډول سره د کاروبار د ابادى او ترفيع لپاره کار کوي. دغه مسلکي او غير مسلکې قوه يو کاروبار ته ډيره زياته نفع رسولى شي.

د دفتر وسايل[سمول]

د دفتر وسايل البته د کاروبار په ثابته شتمنى کې ذکر هم شول خو د هر کاروبار پيل د يو دفتر د جوړيدو څخه کيږي. او هر کله چه يو دفتر جوړيږي نو هغه وسايل غواړي او دغه وسايل د نوي کاروبار د ثابتي شتمنى څخه عبارت دي. د دفتر وسايل لکه چوکۍ، ميز، ټيليفون، ماشينونه، کمپيوټري، آير کنډيشنرز او داسي نور شامل دي.

د قانونې اړتياوو پوره کول[سمول]

د سوداګرۍ په تعريف کې مونږ وايو چه هر هغه قانونې فعاليت چه د نفع لپاره صورت ونيسي سوداګري ده. نو کله چه هم تاسي يو نوى کاروبار پيل کوى نو د هغي قانونې اسنادو او جوازونو را خلاصول دي. نوى کاروبار بايد په هره معنى قانوي وي او د موجوده حکومت د نظارت لاندي وي او تاسي هم د ماليې په پريکړي سره خپل کاروبار ته د هماغه دولت تر سيوري لاندي په سالم ډول سره ادامه ورکړي. که چيري تاسي جواز او قانوني اسناد ونلرى نو بيا امکان ولري چه د دولت لخوا مو نوى پيل شوى کاروبار وتړل شي او ستاسي شتمني په خطر کې پريوځي.