د نوعو د بڼې بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نوعو د بڼې بدلون او د بدلون اصالت له يوې نوعې نه بلې ته د انواعو د بدلون په اړه د ۱۸ او ۱۹ پېړيو تکاملي نظريې دي، چې د چارلس ډاروين د طبيعي ټاکنې نظريه يې وړاندې کړه. فرانسوي (Transformisme) هغه اصطلاح ده، چې په ۱۸۰۹ز کې د (Jean Baptiste Lamarck) له خوا وکارول شوه او د ۱۸ او ۱۹ پېړیو له ډاروين نه د وړاندې تکاملي نظريو وړاندې کوونکي Denis Diderot, Étienne Geoffroy Saint-Hilaire, Erasmus Darwin, Robert Grant او د پيدايښت د طبيعي تاريخ اثر کتاب نامعلوم ليکوال (Robert Chambers) دي. د تکامل دې لومړنيو نظرياتو ته په علمي ټولنه مخالفت چې د نامتو عالم، لکه: د اناتومي پوهانو (Georges Cuvier) (Richard Owen) او جيولوژي پوه (Charles Lyell) له خوا رهبري شوی دی، خورا پياوړی و. پر دې موضوعاتو باندې مناظره، د تکاملي فکر په تاريخچه کې يو اړين پړاو و او د ډاروين د نظريې په اړه وروستی غبرګون يې اغېزمن کړ. [۱]

اصطلاحات[سمول]

په ارث کې بدلون يو له هغو نومونو نه و، چې په عام ډول د چارلس ډاروين له خپرونې (On The Origin of Species (1859): د نوعو اصليت) نه مخکې په ۱۹مه پېړۍ کې د تکاملي نظريو لپاره کارېده. په وراثت يا ارث کې بدلون پخوا په کيميا کې د يوې اصطلاح په توګه د اصلي يا فلزاتو پر سرو زرو باندې د بدلون تشرېح کولو په موخه کارېدلې وه. په دې دوره کې د تدريجي تکامل لپاره په نورو کارېدونکو نومونو کې «د پرمختګ فرضيه (هغه اصطلاح چې ډاروين هم وکاروله)» او «د منظم تدريج» شاملېږي. د منظم تدريج نوم په دوره يي فشار، لکه: د سبب ستره پوهه (The Oracle of Reason) کې د (William Chilton) له خوا وکارول شو. د بڼې بدلون (Transformation) په دې برخه کې د (transmutation: په ارث کې بدلون) غوندې کارېدونکی ويیکی دی. د ۱۹ مې پېړۍ دې تکاملي لومړنيو نظريو د تکاملي فکر په تاريخچه کې يوه اړينه ونډه ولوبوله. [۲]

د ۱۸ پېړۍ او د ۱۹ پېړیو د لومړيو د پروټو تکامل برخې مفکرينو بايد د خپلو نظريو د نښه کولو په موخه اصطلاحات رامنځته کړي وی، مګر لومړنی شخص (Joseph Gottlieb Kölreuter) و چې د « transmutation » اصطلاح يې هغو نوعو ته د ورګرځېدلو په موخه وکاروله، چې د دوه رګه کولو (پيوند کولو) په واسطه يې بيولوژيکي بدلونونه لرلي وو. [۳]

ياد اصطلاحات،«د نوعو اصليت» له خپرېدلو نه وروسته تر يو څه مودې پورې ونه منل شوه. د «evolved» ويیکی د لومړي ځل لپاره په ۱۸۲۶ز کې په معاصر ډول په يوه نوم ورکې (نامعلومې) مقالې کې وکارول شوه، چې د رابرت جيمسن په  ژورنال کې خپره شوه او د «evolution» هم يو اړوند وروستی رامنځته شوی ويیکی دی، چې د (Herbert Spencer) د ۱۸۵۱ ز په ټولنيزه احصائيه (Social Statics) کې کتل کېدلی شي او لږ تر لږه يوه لومړنۍ بېلګه ده، مګر تر نږدې ۷۰ – ۱۸۶۵ کلونو پورې په عمومي ډول کارنده نه و.

تاريخي پرمختګ[سمول]

په ۱۰ او ۱۱ پېړيو کې د (Ibn Miskawayh) الفوز الاکبر [ستره بريا] او د (Brethren of Purity) (Encyclopedia of the Brethren of Purity (رسائل إخوان الصفا‎)) [د سپېڅلتوب د وروڼو دايرة المعارف] په بيولوژي نوعو کې د بدلونونو په اړه نظرياتو ته وده ورکړه، چې په ممکنه ډول يې د چارلس ډاروين او د هغې د ډاروين اصالت پر پرمختګ باندې اغېزه لرله، مګر يو وخت د ډېر په زړه پورې والي له امله تر نيوکې لاندې وو. که څه هم په علمي ادبياتو کې هېڅ کوم دليل يا ثبوت نه شته چې ډاروين د « Brethren of Purity » [د سپېڅلتوب له وروڼو] نه اغېزمن شوی و. [۴]

محمد حميدالله په وروستيو کې ياد نظريات په لاندې ډول څرګندوي:

[دا کتابونه] بيانوي چې: الله تعالی لومړی ماده پيدا کړه او د پرمختګ لپاره يې په انرژي سره غني کړه (په پانګه واچوله). مادې د همدې له امله د بخار بڼې سره سمون وکړ، چې په ټاکلي وخت کې يې د اوبو بڼه غوره کړه. د پرمختګ راتلونکی پړاو منرالي ژوند و. د وخت په دوره کې بېلابېل ډول تيږې رامنځته شوې. تر ټولو لوړه بڼه يې مرجان (coral) دی. مرجان يوه تېږه ده، چې په خپل ځان کې، لکه: د ونې څانګې لرې. منرالي ژوند نبات ته تکامل ورکوي. د نبات تکامل په يوې ونې سره تر ټولو لوړ ټکي ته رسېږي، چې د يوه ژوي ځانګړتياوې زېږوي. دا د خرما ونه ده، چې نارينه او ښځينه جنس لري. که چېرې د خرما ونې ټولې څانګې هم پرې شي، نه وچېږي،مګر که سر يې پرې شي، نو مړه کېږي (له منځه ځي). د خرما ونه، د همدې له امله د ونو تر منځ تر ټولو لوړه او د څاريو تر منځ تر ټولو ټيټ سره ورته په توګه نظر کې نيول کېږي. دا په يوه بيزو باندې بدلېږي. دا د ډاروين وينا نه ده. دا هغه څه دي چې (Ibn Maskawayh) يې وايي او دا په سم ډول هغه څه دی، چې د اخوان الصفا (Ikhwan al-Safa) ليکونو کې ليکل شوي دي. اسلامي پوهان وايي چې: بيزو د ځنګلي سړي په يوه ټيټ ډول بدله شوه، چې وروسته يو غوره انساني موجود باندې بدل شو. سړی يو بزرګ او يو پيغمبر جوړېږي. هغه يوې لوړې مرتبې ته تکامل کوي او ملایکه کېږي. له فرښتو نه پورته په حقيقت کې له خدای نه پرته نور څه نشته. هر څه له هغه نه پيلېږي او همغه ته بېرته ورګرځي. [۵]

د سپېڅلتوب د وروڼو د دايرة المعارف (Encyclopedia of the Brethren of Purity ) انګليسي ژباړې له ۱۸۱۲ز  نه د لاسرسي وړ وې، په داسې حال کې چې د الفوز الکبير عربي لاسوندونه او د اخوان الصفا ليکونه هم تر ۱۹ مې پېړۍ پورې د کمبرېج په پوهتون کې د لاسرسي وړ وو. يادو کارونه کېدای شي، د ۱۹ مې پېړۍ د تکامل پوهانو په ممکن ډول چارلس ډاروين باندې  یې اغېز لرلی وي. په ۱۴ مه پېړۍ کې ابن خلدون دې نظرياتو ته نوره وده ورکړه. د ځينو مبصرينو په اند: د ابن خلدون د ۱۳۷۷ ز کال د کار راتلونکو ویناوو پیليزه، د تکامل بيولوژيکي نظريه اټکلوي:

موږ دلته تشرېح کړل چې، ټول موجودات په خپل ساده او ترکيبې ټوله نړۍ کې د نزول او صعور په يو طبيعي ترتيب کې منظم شوي دي، نو هر څه يو بې بنسټه پرله پسې والی رامنځته کوي. د نړۍ د هر ځانګړي پړاو په پای کې ياد شته (موجودات) د طبيعت له مخې برابر شوي دي چې د دوی د څنګ موجود ته بدلېږي، چې له دوی نه به پورته يا ښکته وي. دا د ساده مادي عناصرو حالت دی. دا د لاسونو (ورغوو) او وزرونو حالت دی، چې د نباتاتو وروستی پړاو رامنځته کوي. له حلرون او کبانو سره د دوی په اړيکه کې چې د حيواناتو تر ټولو ټيټ پړاو رامنځته کوي. دا د بيزوګانو حالت دی، چې مخلوقات له انسان سره (چې د فکر کولو او غبرګون وړتيا لري) د دوی په اړيکه کې په خپل ځان کې ځيرکتيا او ادراک ترکيبوي. د بڼې بدلونو لپاره چمتووالی چې په دواړو خواوو کې شته، د نړۍ په هر پړاو کې، چې کله يې د پيوستون په اړه خبرې کوو، معنا لري. نباتات هغه ښه والی او ځواک نه لري، چې ژوي يې لري. د همدې لپاره ياد پړاوونه په نادر ډول دوی ته ورګرځي. ژوي د درې بدلونونو وروستي او نهايي پړاو دي. منرالونه په نباتاتو باندې بدلېږي او نباتات پرحېواناتو باندې، مګر حيوانات له خپل ځان پرته  په نور هيڅ شي نه شي اوښتلی. [۶][۷]

د رياضي پوه ابن الخيتم او الخازاني په ګډون ګڼو نورو اسلامي عالمانو او پوهانو د دې نظريو په اړه بحث کړی دی او وده يې ورکړې ده. لاتيني ژبې ته ژباړل شوي د دې کارونو راڅرګندېدل په لويديځ کې د رنسانس له دورې نه وروسته پيل شول او کېدای شي لويديځه فلسفه او علم يې اغېزمن کړی وي.

سرچینې[سمول]

  1. Sloan, Phillip "Evolution". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2010 Edition). Ed. Edward N. Zalta. 
  2. (Secord 2000, p. 311)
  3. Lorenzano, Pablo. "An Analysis of the Work of Joseph Gottlieb Kölreuter and its Relation to Gregor Mendel's Work" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "اﻟﻤﻗﺩﻤﻪ". www.muslimphilosophy.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Muhammad Hamidullah and Afzal Iqbal (1993), The Emergence of Islam: Lectures on the Development of Islamic World-view, Intellectual Tradition and Polity, pp. 143–44. Islamic Research Institute, Islamabad.
  6. "Islamic philosophy", Wikipedia (په انګلیسي ژبه کي), 2020-08-16, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "New Page 1". www.muslimphilosophy.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)