د نورمن فتح
د نورمن فتح (یا سوبه) په ۱۱ پېړۍ کې د دوک نورماندي (چې وروسته بیا د فاتح ویلیام په نامه ونومول شو) په مشرۍ د زرګونو نورمني، بریټوني، فلاندري او فرانسوي سرتیرو نه جوړ شوي پوځ په وسیله د انګلستان یرغل او اشغال و.
د انګلستان پر تاج او تخت باندې د ویلیام ادعا د انګلوساسکون د بې اولاده پاچا یعنې ادوارد کنفیسیر سره د کورنۍ اړیکې د درلودولو پر بنسټ وه، چې په احتمالي ډول یې ویلیام د انګلستان د واکمنۍ یا تاج او تخت لپاره هڅوه. ادوارد د ۱۰۶۶ ز کال په جنوري میاشت کې مړ شو او د هغه د مېرمنې ورور هارولد ګادوینسون یې ځایناستی شو. هارالد هاردرادا د ناورې پاچا د ۱۰۶۶ ز کال په سپټمبر میاشت کې د انګلستان په شمالي سیمو حمله وکړه د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د فورلفورډ په جګړه کې بریالی شو؛ خو د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د استمفورد پُل په جګړه کې د ګادوینسون پوځونو هاردرادا ته ماتې ورکړه او هغه یې وواژه. تر دې جګړې درې ورځې وروسته د سپټمبر په ۲۸مه نېټه د ویلیام یرغل کوونکی پوځ چې له زرګونو جنګیالیو او سلګونو کیښتیو سره مل و، د انګلستان سویلي برخې د ساسکس پیونسي سیمې ته ورسېدل، هارولد د ویلیام له پوځ سره د مقابلې لپاره د انګلستان سویلي لوري ته حرکت وکړ او د خپل پوځ یوه د پام وړ برخه یې په شمالي برخه کې پرېښوده. د هارولد پوځ د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د هاستینګز په جګړه کې د ویلیام له یرغلګرو پوځیانو سره مقابله وکړه، چې د ویلیام پوځیانو هارولد ته ماته ورکړه او په دې جګړې کې هغه ووژل شو او ویلیام پاچا شو.
که څه هم د ویلیام اصلي رقیبان ختم شوي و؛ خو بیا هم په راتلونکو کلونو کې له یو شمېر بغاوتونو او پاڅونونو سره مخ شو، چې له ۱۰۷۲ ز کال نه وروسته هغه د انګلستان پر تاج او تخت باندې خوندي نه و. یو شمېر نخبه ګان او اشرافیان د جلا وطنۍ او تبعید پر لور وتښتېدل. ویلیام د خپلې نوې پاچاهۍ د کنټرول لپاره خپلو یو شمېر پلویانو ته ځمکې ورکړې او داسې کلاوې یې جوړې کړې، چې په ټوله واکمنۍ کې یې د نظامي قوت پر اړوندو برخو واکمني کوله. تر ۱۰۸۶ ز کاله پورې د دامزدې Domesday د کتاب یوه خطي بڼه «لویه ارزونه» د انګلستان په ډېریو برخو او د ولز په ځینو برخو کې بشپړه شوه. د فتحې د ډېریو نورو اثارو له ډلې دربار او دولت، د نخبه ګانو د ژبې په توګه د نورمني ژبې معرفي کېدل او د لوړو طبقو په ترکیب او جوړښت کې ځینې بدلونونه راتلل و، ځکه چې ویلیام ټولې هغه ځمکې په پام کې ونیولې چې په مستقیمه توګه د پاچا اړوند وې، دې پراخو تدریجي بدلونونو په کرنیزو ډلو او کلیوال ژوند ډېر اغېز وکړ. داسې ښکاري چې تر ټولو لوی او اصلي بدلون د غلامۍ او برده دارۍ په رسمي ډول له منځه وړل و، چې ښایي له یرغل سره تړاو ولري او یا یې و نه لري. په دولتي جوړښت کې کمه اندازه بدلون موجود و، ځکه چې د نورمن نويو مدیرانو د انګلوساکسون دولت ډېری برخې په خپل واک کې ونیولې.
سرچینې یا ریښې
[سمول]په ۹۱۱ ز کال کې، د کارولینګ فرانسوي واکمن، چارلز د رولو په مشرۍ سره د وایکینګانو یوې ډلې ته د دې اجازه ورکړه، ترڅو په نورماندي کې د سنت کلر-سور-اپت تړون د یوې برخې په توګه مېشت شي. داسې تمه کېده، چې د ځمکې په بدل کې د رولو تر امر لاندې نورسمنیان د سمندر په اوږدو کې د وایکینګانو اړوند یرغلګرو پر وړاندې د خوندیتوب او ساتنې لارې چارې چمتو کړي. د هغو مېشت کېدل ډېر ګټور و او وایکینګان په دې سیمه کې د «شمالي خلکو» په نامه وپېژندل شوو، چې «نورماندي» او «نورمان» هم له همدې نه اخیستل شوي دي. نورمنیانو ډېر ژر بومي فرهنګ ومانه، ځکه چې د فرانسويانو په وسیله راټول شوو، بې دیني یې پرېښوده او مسیحیت ته یې مخه وکړه. هغوی د خپل نوي کور دویمه ژبه ومنله او یو شمېر ځانګړنې یې د خپلې نورس ژبې نه وراضافه کړې او هغه یې په نورمني ژبې بدله کړه. هغوئ له سیمه ییزو خلکو سره ودونه وکړل او د ورکړل شوې سیمې او ځمکې نه یې غربي لوري ته د دوک مېشتو پولو د پراختیا اړوند مرکز په توګه کار واخیست او یو شمېر سیمې لکه بسین، د کوتنتین شبه الجزیره او اورانچ یې ورسره ضمیمه او یوځای کړې. [۱][۲][۳][۴][۵]
په ۱۰۰۲ ز کال کې، د انګلستان پاچا اتلرد، له نورماندي څخه د نیما په نامه نجلۍ سره چې د دویم ریچارد خور وه واده وکړ. د هغوئ زوی ادوارد، چې په نورماندي کې یې ډېری کلونه په تبعید او جلا وطنۍ کې تېر کړي وو، په ۱۰۴۲ ز کال کې پاچاهۍ ته ورسېد. دا د انګلستان له سیاست سره په لوړه کچه د نورمن د پاچا یا واکمن د لېوالتیا او مینې لامل شو، ځکه ادوارد په ډېر شدت او غوره توګه له خپلو مخکنیو همکارانو لکه نورمني درباریانو، امنیتي ځواکونو او مذهبي مشرانو یا روحانیونو نه یې د ملاتړ لپاره او دغه راز د واک اړوندو برخو په تېره بیا کلیساوو کې د هغو له ګومارنې نه کار اخیسته. ښایي د ادوارد بې اولاد والی او له ګادوین، ارل، وسکس او د هغو له اولادونو سره په شخړو کې ښکېلوالی ددې لامل شوی وي چې په نورمندي کې د دوک ویلیام په زړه کې د انګلستان د تاج او تخت د نیولو شوق او لېوالتیا رامنځته کړې وي او دې کار ته یې هڅولی وي. [۶][۷][۸]
کله چې د ۱۰۶۶ ز کال په لومړیو کې ادوارد پاچا مړ شو، نو د هغه د ځای ناستي په توګه د یو څرګند وارث نه شتون د دې لامل شو، چې د ځایناستي کېدو موضوع یې په یوه شخړه بدله شي او څو مدعیانو یې په دې وخت کې د انګلستان د تاج او تخت د ترلاسه کولو ادعا لرله. د ادوارد ځایناستي ارل وسکس، هارولد ګادوینسون د انګلستان د تر ټولو ځواکمنو او شتمنو اشرافو له ډلې نه وو. هارولډ د انګلستان د Witenagemot له خوا د انګلستان د پاچا په توګه وټاکل شو او د یورک د ستر مذهبي مشر یا اشقف اعظم یورک په وسیله یې پر سر تاج کېښودل شو، که څه هم د نورمن اړوندو تبلیغاتو داسې ادعا کوله چې د تاج اېښودلو دا مراسم د ستیګاند په نامه د کانتربري غیر قانوني لوی مذهبي مشر په وسیله ترسره شوي دي. [۹][۱۰]
هارولد سمدلاسه د دوو ځواکمنو ګاونډیو حاکمانو له لوري له ستونزو او ننګونو سره مخ شو. دوک ویلیام داسې ادعا کوله، چې پاچا ادوارد هغه ته د واک او تاج د سپارلو وعده ورکړې وه او هارولد هم له دې خبرې سره موافقت ښودلی دی: د ناروې پاچا درېیم هارالد چې تر ډېره د هارالد هاردارادا په نامه پېژندل کېږي، هغه هم د ځای ناستي کېدو لپاره سیالي وکړه. د سلطنت او تاج و تخت د ترلاسه کولو لپاره د هغه ادعا د پاچا مینګس دی ګوډ او د انګلستان پخواني پاچا هارتاکنوت تر منځ توافق او هوکړه وه، چې د دې هوکړې پر بنسټ یې دواړو ویلي و، که هر یو یې له کوم وارث پرته مړ شي، نو بل به یې انګلستان یا ناروې د میراث په توګه ترلاسه کوي. په دې وخت کې ویلیام او هارالد دواړو سمدلاسه په انګلستان باندې د حملې لپاره د پوځونو او کیښتیو په راټولولو پیل وکړ.[۱۱][۱۲][۱۳]
د توستیګ بریدونه او د ناروې یرغل
[سمول]د ۱۰۶۶ ز کال په لومړیو کې د هارولد تبعید شوی یا جلا وطنه ورور توستیګ ګادوینسون د هغې بېړۍ په وسیله د انګلستان په سویل ختیځه سیمه برید وکړ، چې په فلاندرز کې یې ګومارلې وه او بیا وروسته ځینې نورې کښتۍ له اورکني نه ورسره یوځای شوې. د هارولد د بېړۍ له ګواښ سره توستیګ د شمال لوري ته حرکت وکړ او په دې توګه یې په ختیځه انګلیا او لینکلن شایر باندې برید وکړ؛ خو د ادوین ورونو ارل مرسیا، مورکار او ارل نورثامبریا هغه د خپلو کیښتیو پر لور وګرځاوه. توستیګ چې د ډیریو پلویانو له خوا یې پرېښودل شوی و، د سکاټلند خوا ته یې شاتګ وکړ او هلته یې د دوبي موسم د ګڼ شمېر تازه ځواکونو په ګومارلو سره تېر کړ. پاچا هارولد په سویلي ساحل کې د دوبي موسم له لوی پوځ او لویې بیړۍ سره د ویلیام د برید په تمه تېر کړ؛ خو د هغه د ځواکونو لویه برخه یې هغه ملیشې وې، چې د خپلو محصولاتو راټولولو ته یې اړتیا درلوده له همدې امله د سپتمبر میاشتې په ۸ مه نېټه هارولد هغه ټول اخراج کړل. [۱۴][۱۵]
د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې هاردرادا د انګلستان په شمالي برخه برید وکړ او د ۳۰۰ کیښتیو او ۱۵۰۰۰ سرتېرو نه زیات شمېر وګړو لېږدوونکې بېړۍ مشري یې وکړه. کله چې د توستیګ یو شمېر پوځیانو خپل ملاتړ د ناروې له پاچا نه اعلان کړ، نو د توستیګ د پوځونو په وسیله د هارالد پوځ ډېر شو. نارویژیانو د یورک لوري ته په پرمختګ سره د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د فولفورډ په جګړه کې د ادوین او مورکار په مشرۍ د انګلستان شمالي پوځ له ماتې سره مخ کړ. تر دې دمخه چې هارولد له سویلي لوري راورسېږي، دو ارل له نارویژي پوځیانو سره جګړې ته مخه وکړه.[۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Bates Normandy Before 1066 pp. 8–10
- ↑ Crouch Normans pp. 15–16
- ↑ Bates Normandy Before 1066 p. 12
- ↑ Bates Normandy Before 1066 pp. 20–21
- ↑ Hallam and Everard Capetian France p. 53
- ↑ Stafford Unification and Conquest pp. 86–99
- ↑ Huscroft Ruling England p. 3
- ↑ Williams Æthelred the Unready p. 54
- ↑ Higham Death of Anglo-Saxon England pp. 167–181
- ↑ Walker Harold pp. 136–138
- ↑ Bates William the Conqueror pp. 73–77
- ↑ Higham Death of Anglo-Saxon England pp. 188–190
- ↑ Huscroft Ruling England pp. 12–14
- ↑ Walker Harold pp. 144–145
- ↑ Walker Harold pp. 144–150
- ↑ Walker Harold pp. 154–158
- ↑ Marren 1066 pp. 65–71