د میاظفر کلی
د میا ظفر کلی ( Mia Zafar village) د افغانستان د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ اړوند يو پېژندل شوی یو منځنی کلی دی. دا کلی د تالقان ښار لویدیځ لوري ته، د شش تیپې يا (شپږ تیپې) په سیمه کې موقعیت لري، چې د تالقان د ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۰ کيلومتره واټن لري.
جغرافیه
[سمول]دا سیمه تقريبا هواره او د کرنيز چاپيريال سیمه ده، د اوړي موسم يې کې هوا ګرمه او د ژمي موسم کې بيا ډېره سړېږي ، دا سیمه ده, د مني موسم يې بيا ارامه بڼه لري.
تاريخ
[سمول]د میا ظفر کلی
د میا ظفر کلی په کال ۱۹۲۴ کې د سیمه د دې سميې يو تکړه او ټولنیز مشر میا ظفر لهخوا رامنځته، او د هغه د هڅو او د خلکو د ملتيا له امله دا سیمه ورو ورو پراخه شوه، او اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي.
د کلي اوسېدونکي له بېلابېلو قومونو څخه دي، خو د یووالي، سولې او ورورولۍ په فضا کې ګډ ژوند کوي. د میا ظفر کلی د سیمې له هغو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې خلک یې د علم، دین او انساني ارزښتونو درناوی کوي او د خپلمنځي همکارۍ ښه بېلګه وړاندې کوي
اقتصاد
[سمول]د کلی خلک په کرنه بوخت دي. مهم محصولات یې غنم، وریجې، جوار، کونځلې، زغر، مۍ، لوبیا او سبزیجات دي. ځینې کورنۍ د مالدارۍ او سوداګرۍ سره هم بوختې دي.
ښوونه او روزنه
[سمول]د سیمې اکثریت خلک لوستلي دي. په کلي کې دوه عالي لیسې شته:
په دواړو لیسو کې نارینه او ښځینه زده کوونکي تر دولسم ټولګي زدهکړي کوي.