منځپانگې ته ورتلل

د مينګ واکمنې کورنۍ تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مينګ واکمنې کورنۍ تاريخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د

د مينګ واکمنه کورنۍ (23 جنوري 1368 – 25 اپريل 1644)، د چين يوه شاهي واکمنه کورنۍ وه، په رسمي ډول د لوی مينګ په نوم يادېږي، د ياغي کروندګرو د مشر «ژو يوان ژانګ» له خوا يې بنسټ اېښودل شوی و، نوموړی د «هانګ وو» سترواک په نوم مشهور و. دا د «يوان» واکمنې کورنۍ ځای ناستې او د لنډ مهالې «شون» واکمنې کورنۍ څخه مخکې وه، چې د «شون» واکمنې کورنۍ ځای بيا «چينګ» واکمنې کورنۍ ونيو. په خپل عروج کې، «مينګ» واکمنې کورنۍ 160 ميليونه نفوس درلود، په داسې حال کې چې ځينې وايی په حقيقت کې دا نفوس 200 ميليونه و. [۱][۲]

د «مينګ» واکمنۍ پر مهال پراخه سمندري ځواک او د 1000000 سرتېرو پوځ جوړ شوی و. سره له دې چې په پخوانيو واکمنيو کې هم خصوصي سمندري سوداګرۍ او د چين له خوا رسمي باج ورکونکي ماموريتونه تر سره شوي وو،  خو په پنځلسمه پېړۍ کې د مسلمان خصي اميرالبحر «چينګ هي» تر مشرۍ لاندې د باج ورکولو بېړيو ستروالي په برم او دبدبه کې ټول تر شا پرېښودل. سترې ودانيزې پروژې موجودې وې، چې د لويې ويالې بيا رغول، د لوی ديوال بيا هغه شان رغول چې اوس دی، او د پنځلسمې پېړۍ د لومړۍ ربعې په اوږدو کې په بيجينګ کې د ممنوع ښار جوړول پکې شامل دي. د ډېرو دلايلو پر اساس، د «مينګ» واکمنه کورنۍ عموماً د ثابت اغېزناک حکومت په توګه پېژندل کېږي. دا د اوږدې مودې لپاره تر ټولو خوندي او نه ننګول کېدونکې واکمنه کورنۍ وه، چې تر هغه وخته چين لېدلې او پېژندلې وې. د دې واکمنې کورنۍ ادارې عموماً د راتلونکي «چينګ» واکمنې کورنۍ له خوا هم خوندي وساتل شوې. هغه مهال حکومت په بې ساري ډول په ملکي خدماتو واک درلود. د «مينګ» واکمنې کورنۍ پر مهال، عموماً د چين خاوره پراخه شوه (او په ځينو حالت کې کمه شوه). د لنډې مودې لپاره، د «مينګ» واکمنې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال شمالي ويتنام د «مينګ» واکمنۍ په خاوره کې شامل کړای شوی و. په نورو مهمو پرمختګونو کې يې له «نانجنګ» څخه «بيجينګ» ته د پلازمېنې انتقال شامل دی.[۳][۴][۵][۶]

له سترو ښاري سيمو دباندې، د «مينګ» تر واکمنۍ لاندې چين د اداري موخو لپاره په ديارلسو ايالتونو وېشل شوی و. دا ايالتونه په دوديز ډول او تر يو بریده په طبيعي ليکو هم وېشل شوي وو. په دې کې د «چجيانګ، جيانګشي، هوګوانګ، فوکيان، ګوانګدونګ، ګوانګسي، شاندونګ، هنان، شانشي، شانګسي، سچوان، يوننان او ګويجو» ايالتونه شامل وو. دا ايالتونه په پراخه سيمو خپاره وو، هر يو يې لږ تر لږه د انګستان په اندازه ستر و. د «منګ» تر ټولو اوږد پړاو د «وانلي» سترواک و، چا چې اته څلوېښت کاله پاچايي وکړه. (1572-1620). تر ټولو لنډه موده د هغه د زوی واکمني وه، چې «تايچانګ» سترواک و، چا چې يوازې یوه مياشت (په 1620ز کال کې) پاچايي وکړه.[۷][۸][۹]

د واکمنۍ بنسټ اېښودل

[سمول]

بغاوت او باغي سيالي

[سمول]

واک ته د «مينګ» کورنۍ له رسېدو مخکې، د مغولو په مشرۍ «يوان» کورنۍ (1279-1368) حکومت کړی و. د «هان» خلکو په وړاندې د منظم توکميز توپيري چلند تر څنګ، کوم څه چې خفګان او بغاوت ته لاره هواره کړه، د «يوان» د ړنګېدو په نورو تشریحاتو کې په هغو سيمو د زياتو مالياتو وضع کول چې کم فصل يې کړی و، او د اوبه خور د پروژو د خوشې کولو له امله په ژړ سمندر کې په پراخه کچه سيلابونه راوتل شامل وو. د دې په پايله کې، کرنه او اقتصاد په بد حالت کې وو، او د سلګونه زره کروندګرو په منځ کې بغاوت سر راپورته کړ، چې د ژړ سمندر د بندونو پر بيا رغولو غوښتنه يې کوله.[۱۰]

د سرو پګړيو (د يو خوځښت نوم و) په ګډون په 1351ز کال کې، د «هان» توکم يو شمېر ډلو بغاوت وکړ. سرو پګړيو خوځښت د سپین نيلوفر په نوم د بودايانو د پټې ټولنې سره تړاو درلود، کومې ټولنې چې د بدۍ په وړاندې د ښېګڼې د هلو ځلو او د «مايتريه» بودا په عبادت کې د «ميانشين» عقايدو تبليغ کاوه. «ژو يوان ژانګ» يو بې وزله کروندګر او د بودايي دين راهب و، چې په 1352ز کال کې د سور پګړيو په خوځښت کې شامل شو، خو د يو باغي قوماندان له رضاعي خور سره له واده وروسته يې ډېر ژر شهرت پیدا کړ. په 1356ز کال کې، د «ژو» باغي پوځ د «نانجنګ» ښار ونيو، کوم چې نوموړي وروسته د «مينګ» واکمنې کورنۍ د پلازمېنې په توګه وټاکه. «ژو» د توپخانې د ماهرانو هر يو «جياو يو» او «ليو بوون» په ګډون د ډېرو پوهو سلاکارانو مرسته تر لاسه کړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

«ژو» په 1363ز کال کې د «پويانګ» جهيل په جګړه کې خپل تر ټولو سخت سیال او باغي رهبر «چن يوليانګ» له منځه يووړ او په دې ډول يې په سويل کې خپل ځواک پیاوړی کړ. افرادو ته په کتنې سره، دا جګړه په تاريخ کې يوه له سترو سمندري جګړو وه. له هغې وروسته چې په 1367ز کال کې د سور پګړيو د واکمنۍ مشر په شکمن ډول د «ژو» د ميلمستيا پر مهال مړ شو، نو «ژو» په 1368ز کال کې د «يوان» د پلازمېنې پر لور د پوځ په استولو سره خپلې شاهي هېلې څرګندې کړې. د «يوان» وروستی سترواک د شمال په لور منګوليا ته وتښتېد، او «ژو» په «دادو» (اوسني بيجينګ) کې د «يوان» د ماڼيو له ړنګولو وروسته د «مينګ» واکمنۍ د پيل اعلان وکړ.[۱۵]

واکمنې کورنۍ ته، د لومړي واکمن د پلرنۍ ولسوالۍ د نوم د ورکولو د دود پر ځای، «ژو يوان ژانګ» د خپلې واکمنې کورنۍ لپاره د «مينګ» يا «ډېر ښه» نوم غوره کړ، او په دې ډول يې د پخواني مغول په پيروي کولو سره يو پرمختګ بښونکی عنوان غوره کړ. «ژو يوان ژانګ» همدا راز د 'هنګ وو' يا 'Vastly Martial' د خپلې واکمنۍ د نوم په توګه خپل کړ. که څه هم د سپین نيلوفر خوځښت واک ته د هغه د رسېدو په برخه کې مرسته کړې وه، خو سترواک وروسته دا ادعا رد کړه چې هغه کله د دې سازمان غړی شوی و، او کله چې سترواک شو، نو مذهبي خوځښت يې وځپلو.[۱۶][۱۷]

د «مينګ» واکمنې کورنۍ بنسټګر «ژو يوان ژانګ» د يو سوچه چينايي حکومت کونکي بهير په توګه، د 'jiaohua' (چې مطلب يې تمدن دی) د منځ ته راوړلو په موخه پخوانيو ادارو او نويو طريقو دواړو ته پاملرنه وکړه. په دې کې په ټولو کچو د ښوونځيو جوړول او د کلاسيکي زده کړې تر څنګ د اخلاقياتو اړوند کتابونو پراخه مطالعه شامل وو. د نوي کنفيوشس د رسمي مراسمو لارښودونو وېش او په دولتي اډاڼه کې د ګومارنې لپاره د ملکي خدماتو د ازموينې نوي سيستم ته هم ځای ورکړل شو.[۱۸]

د «هانګ وو» سترواک پړاو

[سمول]

سترواک «هانګ وو» په سملاسي ډول د دولت د زېربناوو په بيا رغونه پيل وکړ. نوموړي د «نانجنګ» په شا اوخوا کې 48 کيلو متره (30 ميله) ديوال او تر څنګ يې نوې ماڼۍ او دولتي سالونونه جوړ کړل. «مينګ شي» وايي چې د 1364 په لومړيو کې «ژو يوان ژانګ» د يو نوي کنفيوشس قانون د مقررې د مسودې په جوړولو پيل وکړ، چې د «Daming Lu» په نوم پېژندل کېدو، کوم چې تر 1397ز کال پورې بشپړ شو، او د 653ز کال د پخوانۍ «ټانګ» مقررې يو شمېر فقرې پکې تکرار شوې وې. «هانګ وو» سترواک يو پوځي سيستم تنظيم کړ، چې د «weisuo» په نوم پېژندل کېدو، کوم چې د «ټانګ» واکمنې کورنۍ (618–907) د «فيوبنګ» سيستم سره ورته والی درلود. موخه يې دا وه چې پوځيان په ځان متکي کروندګر شي، تر څو د جګړې يا روزنې د نه شتون پر مهال په خپله وپايږي. دا سيستم هم د پوځيانو د ميراثي طبقې او قوماندانانو د ميراثي شرافت د «يوان» واکمنې کورنۍ د پوځي نظم په څېر و. په هر حال، په کرنه بوخت د پر ځان بسيا سرتېرو سيستم تر ډېره بریده يوه مسخره وه؛ ډېرې کمې اعاشې او ډاليو د سرتېرو د پايښت لپاره بسنه نه کوله، او ډېرو هغو يې خپلې دندې هغه مهال پرېښودې، که چېرې به په ډېرو مجهزو سرحدونو کې نه و ځای پر ځای شوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Fairbank, 128.
  2. Ebrey, Cambridge Illustrated History of China, 197.
  3. Ebrey et al., East Asia, 271.
  4. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 9
  5. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 10
  6. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 11
  7. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 12
  8. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 14
  9. Denis C Twitchett, Frederick W. Mote (The Cambridge History of China, Volume 8: The Ming Dynasty, 1368–1644, Part 2 (Cambridge University Press, Cambridge, UK: 1998) pg. 16
  10. Gascoigne, 150.
  11. Ebrey, et al., East Asia, 270.
  12. Ebrey, Cambridge Illustrated History of China, 190–191.
  13. Ebrey, Cambridge Illustrated History of China, 190
  14. Gascoigne 151.
  15. Ebrey, Cambridge Illustrated History of China, 191.
  16. Gascoigne 151.
  17. Wakeman, 207.
  18. Sarah Shneewind, Community Schools and the State in Ming China (Stanford University Press, 2006) pg. 2
  19. Ebrey, Cambridge Illustrated History of China, 191.
  20. Fairbank, 129.
  21. Fairbank, 134.