منځپانگې ته ورتلل

د مومنانو مېندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

{النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ[۱] (د الاحزاب سورت ۶ ایت)

ژباړه: پيغمبر صلی الله عليه وسلم مؤمنانو ته د هغوی له ځانونو څخه ډېر نږدې دی، او د هغه مېرمنې د هغوی (مومنانو) مېندي دي.

د اسلامي شریعت پر بنسټ د پورتني ایت او همدارنګه د یاد سورت د ۳۲ آیت له مخي د حضرت محمدﷺ سپېڅلي مېرمني د نورو مومنانو ښځو په پرتله غوره والی او برتري لري، چي پر بنسټ یې دوی ته د مومنانو مېندي (امهات المؤمنین) ویل کیږي.

حافظ عبدالرحیم العراقي چي د څوارلسمي پیړۍ د شافعي فقهاوو اړوند پوه ګڼل کیږي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو د شمیر په خپل مشهور کتاب کي دولس یا یوولس بللی دی. ددې شمېرې د توپیر لوی لامل د د ماریه قبطۍ له خاطره دی، چي ایا هغه د رسول اکرمﷺ مېرمن وه او که یوازي مینځه. د حضرت محمدﷺ قريشي مېرمني شپږ وې چي خديجه بنت خويلد ، سوده بنت زمعه ، عائشه بنت ابي بکر ، حفصه بنت عمر بن الخطاب ، ام سلمه او ام حبيبه بنت ابي سفيان نومېدلې او له قريشو په هاخوا یې نوري مېرمني څلور وې، چي عبارت له زينب بنت جحش ، جويريه بنت الحارث ، زينب بنت خزيمه او ميمونه بنت الحارث څخه دي. د عربو ترڅنګ یوه بله سپېڅلې مېرمن صفیه بنت حیی نومېدل چي د بني اسرائیلو سره یې اړه درلوده، او وروستۍ هغه يې ماریه قبطۍ وه چي د مصر هیواد سره یې تړاو درلود. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په اوږدو کي د هغه مبارک دوې میرمني وفات سوې چي یوه خدیجه بنت خویلد او بله زینب بنت خزیمه وه او پاته مېرمني یې د هغه تر رحلت وروسته په حق ورسېدلې.

  1. القرآن، سورة الأحزاب، الآية 6.