د موبایل کیمره
د موبایل کیمره
[سمول]کمره لرونکی موبایل (په انګلیسي: Camera phone) یو ګرځنده تلیفون دی چې د انځور اخیستلو او د ډیجیټل ویډیو ثبتولو وړتیا لري. دا وسیله د شلمې پېړۍ په پای او د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د ټیکنالوژۍ د یوځای کېدو (Convergence) یوه مهمه پایله ده.
تخنیکي جوړښت
[سمول]کمره لرونکي موبایلونه د عکس اخیستلو لپاره له CMOS سینسرونو څخه کار اخلي. دا سینسرونه د پخوانیو هغو په پرتله لږه ځواکنه (Energy) مصرفوي چې د موبایل د بېټرۍ لپاره خورا مهم دي. د دې وسیلو په جوړښت کې عدسې، شټر او د انځور د پروسس کولو سافټویرونه شامل دي.
سانسور او نوري برخې!
[سمول]د موبایل د بدن د ډنګروالي له امله، په پیل کې د دې کمرو سینسرونه کوچني وو چې د عکس کیفیت یې محدوداوه. خو وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د انځور کیفیت لوړ شو. اوسني سمارټ فونونه د څوګونو کمرو (Multi-camera setup) لکه الټرا وایډ او ټیلي فوټو په واسطه د پراخو مناظرو او لیرې شیانو عکسونه په لوړ کیفیت اخلي.
تاریخچه
[سمول]د کمره لرونکي موبایل د رامنځته کېدو لومړنۍ طرحې په ۱۹۹۰ لسیزه کې پیل شوې.
لومړنۍ هڅې: په ۱۹۹۷ کال کې فیلپ کان (Philippe Kahn) لومړنی کس و چې د خپلې لور د زیږون عکس یې په بېسیمه ډول شریک کړ.
سوداګریز پیل: د ۱۹۹۹ کال په مې میاشت کې، جاپاني شرکت کیوسېرا (Kyocera) د VP-210 ماډل وړاندې کړ چې لومړنی سوداګریز کمره لرونکی تلیفون و.
تکامل: وروسته په ۲۰۰۰ کال کې سامسونګ او شارپ نور پرمختللي ماډلونه وړاندې کړل. په ۲۰۱۰ کال کې د سمارټ فونونو په راتګ سره، د کمرو کیفیت د مسلکي کمرو (DSLR) کچې ته نږدې شو.
محدودیتونه او ننګونې
[سمول]که څه هم کمره لرونکي موبایلونه په ډېر سرعت پرمختګ کوي، خو بیا هم ځینې علمي او تخنیکي محدودیتونه لري: فزیکي اندازه: د نوري زوم (Optical zoom) لپاره په موبایل کې کافي ځای نشته، ځکه خو ډېری موبایلونه له ډیجیټل زوم څخه کار اخلي چې د عکس کیفیت خرابوي. په کمه رڼا کې فعالیت: د سینسر د کوچنیوالي له امله، په تپو تیاره کې د انځورونه نویز (Noise) زیات وي.شخصي حریم: د دې وسایلو اسان لاسرسي د خلکو د شخصي ژوند د خونديتوب په اړه نړیوالې پوښتنې راپورته کړې دي.
کارونه او ټولنیز اغیز
[سمول]کمره لرونکو موبایلونو په ټولنه کې بنسټیز بدلونونه راوستي دي. دې وسیلې ښاروند خبریالي (Citizen journalism) پیاوړې کړې ده. کاروونکي کولی شي هر عکس یا ویډیو په سمدستي ډول په موبایل کې اړنده (Save) کړي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړي.
سرچینې
[سمول]وېشنیزه:ګرځنده تلیفونونه وېشنیزه:انځور وېشنیزه:مخابرات وېشنیزه:ډیجیټل عکاسي