د منځنیو پېړیو کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منځنیو پېړیو کورنۍ لکه عصري کورنۍ د اروپایي ټولنې د ټولو طبقو لپاره د کورني ژوند مرکز بلل کېدلې. په دې توګه د هسته یي او مرکزي کورنیو په پرتله د نننۍ زمانې کورنۍ له ډېرو زیاتو وګړو نه جوړې شوي دي. د پادشاه له کورنۍ نه نیولې د یو بزګر تر عادي کورنۍ پورې څه ناڅه لرې قومیانو او دغه راز بېلابېلو خدمتکارانو او خپلوانو به د کور له مالک او د هغه له نېږدې کورنۍ سره ژوند کاوه. د منځنیو پېړیو اړوند کورنیو جوړښت په لومړنۍ عصري یا موډرنه اروپا کې تر ډېره حده محرمیت او خصوصي حریم په راپیدا کېدو سره منحل شو.

یو وخت شاوخوا ۱۰۰۰ کلونو کې په یوه ټوله قاره کې بدلونونه ډېر زیات و. سره له دې اوس هم د منځنۍ پېړۍ اړوند یوې کلاسیکې کورنۍ د موډل په هکله خبرې وکړو، په تېره بیا لکه څنګه چې په فرانسه کې کارولینګانو وده وکړه او دغه راز له هغه ځایه نه یې د اروپا لویو برخو ته وده وکړه.

اشرافي کورنۍ[سمول]

تاریخي مخینه[سمول]

د نن ورځې اړوند «کورنۍ» کلمې سره نه یوناني او نه هم لاتین کلمه مطابقت نه درلود. لاتیني «فامیلیا» کلمه باید د «کورنۍ» په ځای په «فامیل» وژباړل شي. د لرغوني روم اړوند اشرافي کورنۍ د منځنیو پېړیو اړوند اروپايي کورنیو ته ورته وې؛ ځکه چې د پلرني فامیل د ژوند ملګری یا ملګرې او اولاد سربېره یو شمېر نور وګړي لکه ګاکان«مشتریان» یا د مالک اړوند خپلوان په کې شامل و، چې له هغه نه یې ساتنه کوله، ترڅو په دې توګه هغه ته مشوره ورکړي او انعام یې ترلاسه کړي. د منځنیو پېړیو اړوند معادل سره یې توپیر دا و، چې د ټيټو او عادي کارونو د ترسره کولو لپاره به یې د تنخوا او مزد اخیستونکو خدمتکارانو پر ځای له غلامانو نه کار اخیسته. بل توپیر یې دا و، چې د روم سترواکۍ اړوند پولو په برخه کې د نسبي امنیت او ارامۍ له امله قوي استحکاماتو او امنیتي کلاوو جوړولو ته اړتیا نه وه. له بل پلو د منځنیو پېړیو اړوند اشرافي اروپایي کورنۍ څومره چې یو اقتصادي – ټولنیز واحد و، په همغې اندازه نظامي هم وې، دغه راز له نهمې پېړۍ نه وروسته تر ټولو غوره او د خوښې وړ استوګنځي کلاوې بلل کېدلې. [۱][۲][۳][۴]

جوړښت یا تشکیل[سمول]

د منځنیو پېړیو اړوند اشرافي کورنیو د پوځي بنسټ او ماهیت له امله جوړښت یې تر ډېره مردانه و. د منځنیو پېړیو اړوند دورې په ورستیو کې دا نسبت په لوړه کچه لږ شو؛ خو په مخکیني تاریخ کې د کورنۍ ښځینه عنصر یوازې د ښځې او لورانو، د هغو خدمتکارانو او ښايي د کورنۍ څو تنه نورو غړو شامل و، چې د یو شمېر ځانګړو کارونو لکه مینځلو لپاره و. زیاتره نارینه خدمتکاران به یوازې د نظامي پرسونل په برخه کې و. په هغه ځای کې یو د دروازې ساتونکی او دغه راز ګڼ شمېر شوالیه او سرتیري به موجود و او د یو نظامي واحد په توګه و، ترڅو د اړوند کلا ساتندویي وکړي. په دې توګه له دې ډلې زیاتره به یې یو شمېر نورې دندې هم ترسره کړي او داسې خدمتکاران به ولري، چې په بشپړه توګه کورنیو دندو ته ځانګړي شوي دي. په ټیټه کچه دا وګړي یوازې هغه کلیوال نارینه و، چې له بېلابېلو کلیو نه ګومارل شوي و. د لوړې کچې اړوند پوستونه په تېره بیا هغه چې په لومړۍ حلقه کې شامل و، زیاتره یې د لومړۍ درجې اړوند خلکو یعنې د پادشاه یا هم د ساتونکو د زامنو په وسیله ډک او اشغال کېدل. [۵][۶][۷][۸]

د اصیلو خادمینو راڅرګندېدو په کورنیو باندې یو شمېر ټولنیزه لړۍ تحمیل کړه، چې دا لړۍ به د عمل او فعالیت اړوند ترتیب شوې درجه بندۍ پر بنسټ ترسره کېده. دې دویمې درجه بندۍ په خپله مشري یا ریاست باندې سرپرست (د سنشال یا مېژردومو پر ځای) درلود، چې د کورنۍ د داخلي چارو اړوند اصلي مسئولیت یې په غاړه و. د پادشاه او د هغه د کورنۍ د شخصي روغتیا پالنه د چمبرلین په نامه وه، چې د خونې یا هم د خصوصي ژوند اړوند ځای مسئول و، چې د جامو او د کور اړوند نورو وسایلو اصلي مسئولیت یې په غاړه و. [۹][۱۰]

مارشال تقریباً د مفتش یا څارونکي نېږدې ټول اختیاراتو نه برخمن و. دې سرتیري له نظامي پلوه د اصطبل او د کور اړوند اسونو «مارشالیستي» حیاتي مسئولیت په غاړه درلود او دغه راز د نظم او انضباط مسئول و. مارشال او د لوړې درجې نور خدمتکاران به داسې معاونین لري، چې له هغوی سره د دندو ترسره کولو په برخه کې همکاري وکړي، - دا خلک چې د Grooms, Valets de Chambre یا Pages په نامه یادېږي، چې له پورته نه د ښکته په لور په داسې توګه ډلبندي کېږي، چې زیاتره ځوان هلکان و، که څه هم په لویو سلطنتي دربارونو (Valet de Chambres) کې هم یو شمېر ځوان او نجیب درباریان او زیاتره هنرمندان، موسیقي پوهان او نور متخصصین هم په کې شامل و. چې ښایي نړیوال شهرت ولري، دې خلکو ته د خدمت کولو اړوند پوست ورکول په کورنیو کې د هغوی د موقعیت ټاکلو او تنظیمولو لاره وه. [۱۱][۱۲]

د منځنیو پیړیو اړوند کورنیو یوه دنده د خوړو او خوراکي توکو چمتو کول، ذخیره کول او تدارک کول و. په دې برخه کې هم د ارباب یا ملک د مقام ساتلو لپاره د کلا يا استوګنځي اړوند هستوګنو ته په ورځني ډول خواړه ورکول او دغه راز مېلمنو ته د لویو مېلمستیاوو تنظیمول شامل و. پخلنځی د ډوډۍ، پنیر او نیپري او دغه راز د شرابو، الو، د مېوو اوبو او بیر په برخو ویشل شوی و. د دې ټولو دفترونو ریاست په ترتیب سره د یو خانه سامان او یو ساقي په غاړه و. دا دفترونه او بېلابېلې برخې یې د کورنیو د اندازې او شتمنۍ په اساس بیا وېشل کېږي، لاندې هم د منځنیو پېړیو اړوند یوې لویې سلطنتي یا اشرافي کورنۍ د یو شمېر دفترونو لیست بیان شوی دی:[۱۳]

سربېره پر دې دفترونو له ښکاري او وحشي حیواناتو نه د ساتنې لپاره خدمتکارانو ته اړتیا درلوده. یوه قوي ښکاري یا وینور به په لویو درنو او اصیلو کورنیو کې مرکزي موقف درلود. په همدې توګه ماسټر فالکونر یو لوړ رتبه افسر و، چې خپله تر ډېره دروند او اصیل افسر و. دغه راز یو شمېر روحاني اړتیاوې هم موجود وې، چې باید په سمه توګه یې ساتنه شوې وای او کوچنۍ کلیساوې به د هرې کورنۍ او هرې کلا یوه طبیعي برخه وه. دې کورنیو کلیساوو به د مختلف شمېر روحیانیونو په وسیله کار کاوه. روحانیونو، اعتراف کوونکو او مداحانانو به په اداري او مذهبي پوستونو کې هم خدمت کولای شو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اصیله او درنې کورنۍ[سمول]

د منځنیو پیړیو اړوند پاچاهانو کورنۍ د زیاتره اړخونو له پلوه یوازې په لویه کچه اشرافي کورنۍ وې: لکه څنګه چې د بورګندیا د دربار تاریخ لیکونکي جورج چاستلین ته له لوړ مقام څخه داسې حکم شوی، چې د بورګنديا دوکونه وګوري «د جنګي کړنو تر عملي کولو او ناوړه ګټې اخیستنې وروسته، چې د لویۍ او ویاړ ادعا بلل کېږي، کورنی هغه لومړنی مورد دی، چې تر سترګو کېږي او له همدې امله ښه تنظیم او ترتیب یې ډېر اړین دی.» که څه له بېلابېلو اړخونو څخه په بنسټیزه توګه توپیر لري، یو تر ټولو لوی او اساسي توپیر یې دا و، چې د سلطنتي کورنۍ اړوند چارواکي په لویه کچه د اراضۍ او حاکمیت د اداره کولو او ده راز د کورنۍ د اداره کولو مسئولیت په غاړه درلود.[۱۸][۱۹]

د بېلګې په توګه په ۱۱مه پېړۍ کې د فرانسې هېواد کاپتي پادشاهانو «د شاهي افسرانو له لارې حکومت کاوه، چې په لویه کچه تر ډېره دې افسرانو د خپلو کورنیو اړوند افسرانو نه توپیر نه درلود.» دا افسران په لومړۍ درجه کې سنشال، ساتونکي، خدمتکار، مشر او چانسلر په توګه و، چې په طبیعي توګه به یې یو شمېر پراخ قدرتونه ترلاسه کول او د ټولنیز پرمختګ لپاره به یې له دې قدرت او واک نه ناوړه ګټه اخیستلای شوای. یوه ښه بېلګه یې فرانسوي کارولینګیان دي، چې د سلطنتي صفاکارانو او سرپرستانو نه راپورته شول او تر دې ورسېدل چې خپله یې پادشاهان شول. [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Herlihy, p. 2.
  2. Veyne, Paul, Phillippe Ariès, Georges Duby, and Arthur Goldhammer (1992). A History of Private Life, Volume I, From Pagan Rome to Byzantium. Belknap Press. د کتاب پاڼي 38–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-39974-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Morris, p. 14.
  4. Reuter, Timothy, المحرر (2000). The New Cambridge Medieval History, Volume III c.900-c.1024. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-36447-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Woolgar, pp. 34-6.
  6. Gies, Joseph & Frances (1979). Life in a Medieval Castle (الطبعة 3rd). New York, Toronto: Harper Perennial. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-090674-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Woolgar, pp. 103-4.
  8. Woolgar, pp. 36-7.
  9. Woolgar, p. 18-9.
  10. Woolgar, p. 17.
  11. Woolgar, pp. 42-3.
  12. Woolgar, pp. 31-2.
  13. Woolgar, p. 18-9.
  14. Cummins, pp. 175-7.
  15. Cummins, pp. 217-8.
  16. Allmand, Christopher, المحرر (1998). The New Cambridge Medieval History, Volume VII c.1415-c.1500. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 324. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-38296-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Woolgar, 176-7.
  18. Reuter, p. 122.
  19. Quoted in Johan Huizinga, The Waning of the Middle Ages, 1924:31.
  20. Allmand, p. 517.
  21. Cantor, p. 167.
  22. Luscombe, David and Jonathan Riley-Smith (eds.) (2004). The New Cambridge Medieval History, Volume IV c.1024-c.1198 (part 2). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 127–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-41411-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)