Jump to content

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله یا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ملګرو ملتونو د شپږو اصلي ارګانونو څخه یو دی، چي د دې سازمان اصلي، فکري، پالیسي جوړونې او استازي ارګان په توګه کار کوي. د یاد سازمان په 79مه غونډه کي ددې اسمبلۍ واکونه، جوړښت، دندې او طرزالعملونه د ملګرو ملتونو د منشور په څلورم څپرکي کي ټاکل سوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ملګرو ملتونو د بودیجې مسولیت په غاړه لري، امنیت شورا ته غیر دایمي غړي ټاکي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټاکي، د ملګرو ملتونو د سیسټم د نورو برخو څخه راپورونه ترلاسه کوي او د پریکړو له لاري سپارښتني وړاندي کوي. [۲] دا سازمان ډیری فرعي ارګانونه هم په کار اچوي ترڅو خپل پراخ ماموریت ته نوره پراختیا هم ورکړي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ (UNGA) د ملګرو ملتونو یوازینی ارګان دی چي ټول غړي هیوادونه یې د استازولۍ له مخي مساوي ونډه لري.

ددې سازمان عمومي اسامبله په نیویارک ښار کي د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کي د عمومي اسامبلې په ودانۍ کي په کلنۍ غونډو کي د خپل ولسمشر یا د ملګرو ملتونو د سرمنشي تر مشرۍ لاندي غونډي ترسره کوي. د غونډو لومړنۍ مرحله په دودیزه توګه د سپتمبر څخه د جنوري تر نیمایي پوري دوام کوي، او دومره موده ځکه اړینه ده چي دوی غواړي ټولي ستونزي او کارونه یې بشپړ حل سي. دا سازمان کولای سي ترڅو د ځانګړو او بیړنیو پیښو لپاره هم غونډي وکړي. د اسامبلۍ لومړۍ غونډه د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په ۱۰ مه د لندن په میتودیسټ سنټرل هال کي جوړه سوې وه، چي د ۵۱ بنسټ ایښودونکو هیوادونو استازو پکښي ګډون کړی وو.

په اسامبلۍ کي ډیری پوښتني په عمومي غونډه کي په ساده اکثریت سره سرته رسیږي. دلته هر غړی هیواد یوه رایه لري، د سازمان مجلس کولای سي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د هر ډول پیښو په اړه سپارښتني وکړي، خو یوازي پکښې د سولي او امنیت مسئلې د امنیت شورا تر نظر لاندي سرته رسیږي.

په 1945 کي ملګرو ملتونو 51 غړي درلودل، چي یاده شمېره په 21 پیړۍ کي نږدې څلور چنده یعنپ 193 ته ورسیدل، او په دې کي دوه پر دریمه برخه یې مخ پر ودې هیوادونه دي. د دوی د زیات شمېر له امله مخ پر ودي هیوادونه ډېر وخت د دې توان لري ترڅو د مجلس اجنډا وټاکي.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ويل شوي په: د ملګرو ملتونو رسمي ژبي.
  2. Charter of the United Nations: Chapter IV Archived 13 November 2008 at the Wayback Machine.. United Nations.