د معروف ولسوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د معروف ولسوالې د کندهار ولايت يوه ليرې پرته او سرحدي ولسوالي ده چې د کندهار په ١٩٠ کيلومترۍ کې د جنوب شرق لور ته پرته ده شاوخوا ٢٠٠٠٠٠ وګړې لري او ډير اوسيدونکي يي پاکستان ته هم مهاجر سوي دي چې آن ځينو يي د هغه هيواد تابعيتونه تر لاسه کړي دي ، شاوخوا ٤٠٠٠ کيلومتره مربع مساحت لري او دوې لويي دري د ساليسون او معروف ناوي په نوم لري ، په نوموړې ولسوالي کي د پښتنو يو لوی قوم بارګزۍ او ورپسي عليزۍ په زياته پيمانه اوسيږي

تاريخي مخينه

د افغانستان په وروستيو انقلابونو کې د ډول ډول پيښو شاهده وه نوموړې ولسوالي چې پخوا د ارغسان ولسوالۍ سره يو ځای وه ٣٢٣ قبل الميلاد کې د سکندر مقدونې لخوا د اراکوزيا په نوم ونومول سوه د اراکوزيا په اړه په عربي او يوناني تاريخونو کې زيات معلومات سته دا ولسوالې د درانيو پښتنو ويجي اصلی ټاټوبی ګڼل کيږي سړبن نيکه چې د قيس عبدالرشيد زوی وو د همدي ولسوالۍ پر شاوخوا د کسۍ په غره کي يي ژوند کړی دی د بارګزو ، عليزو ، او نورو اقوامو نيکه ګان هم پدي ولسوالۍ کي ښخ دي اراکوزیا يوه لرغوني سیمه وه چه دا نوم مقدونې سکندر 323 قبل الميلاد ورباندي کښيښودى چې د کندهار سره سره د پاکستان د کوټې سيمه چي په هغه وخت کي هم د اراکوزيا يا اوسني کندهار يوه برخه وه نو شموليت يي ددي لحاظه په اراکوزيا کي کيدي، او ددي ځاي مرکز لومړى معروف او ارغسان وو وروسته د هغه سيمي خلګ ارغنداب ته راغلل ارغنداب ناوي ته هم ويل کيدل.

په ۳۲۷ ق م کې سکندر مقدوني د هرات د لارې ترکمانستان، ورپسې باختر، پنجشېر او بيا د بگرام نه اراکوزيا ته ولاړو. په ځينو تاريخونو کې دا د ” اسکندريه” يوه بڼه بلل سوې ده. اروپايي تاريخ ليکونکو د اسکندر د قهرمان ثابتولو لپاره دا هم ليکلي دي چې د هغه په نوم ښارونه جوړيدل او ممکن دا د هغه يو ښار وي. حقيقت دا دی چې اسکندر پخپله يو ښار هم نه دې اباد کړې او په مصر کې د اسکندريه ښار نورو جوړ کړې و چې د ده نوم يې ورله ورکړو. اسکندرد خپلو صوبو (ستراپي) وېش په هم هغو نومونو کوو چې پخوا راهيسې پېژندل شوي وو. دا صوبې د ښارونو هومره لوې وې او په ځينو کې د وگړو شمېره د څو زرو شا و خوا وه. د اراکوزيا په نوم خپلواکه ملک په ۶۰۰ ق م کې (د اسکندر څخه درې سوه کاله پخوا) موجود و چې يوباچاهي يې لرله. د دې ملک اوسېدونکي د “اراکوزيايي” په نوم ياديدل. په ۵۱۸ ق م کې د پارس واکمن داريوش د باج د ورکولو لپاره يو نوې سيسټم جوړ کړو چې هره صوبه سپينو زرو(نقره) په شکل خپل باج ورکوي. يوناني هېروډوټس د دې تفصيل ليکلې دی او وايي چې د باج لپاره ستيگيدا( سنده) ، گندهارا او اراکوزيا نه په گډه ۱۷۰ ټېلنټ ( يو ټېلنټ ۳۰ کيلوگرام وزن لرلو) اخيستل کيده. اسکندر د اراکوزيا ستراپي د سيستان نه بېله کړه او هغې ستراپي ته يې يواځې غرونه پرېښودل چې وروستو بيا د ” پارتهي ستراپي” په نوم پاتي سوه. خو هغه وخت دا د حکومت لپاره يو پياوړې مرکز پاتې نسو او ښايي ورو ورو اهميت يې هم کم سو. اسکندر د سيستان د اداره کولو لپاره په “هامون” کې يوه چاوڼۍ جوړه کړه چې ځينو تاريخ ليکونکو هغه ته هم ” اسکندريه” ليکلي دي. دا سيمه اوس د ايران په خاوره سيستان نومېږي. د اراکوزيا اوسيدونکي ” هنديان ” هم بلل سوي دي د دې ځاې د باج ورکوونکو نقش د ايران د نامتو ” بهستون” په ډبرليک ښکاري. سرچينې ۱. يونانيان په باختر او هند کې. ډبيلو . ډبليو. ټارن. کېمبرج پوهنتون چاپ. ۱۹۵۱. ۴۷۰ او ۴۷۱ مخ. ۲. د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ. ( درېم ټوک) ميديا او هخانيني ايران. اېم – اې- دندا مايوف ۶۹ مخ. اسکندر او په مرکزي اېشيا کې د هغه ځاې نيونکي. اې – اېچ – داني او پي – برنارډ ۷۰ مخ. ۳. هېروډوتس. تاريخونه. انگرېزي ژباړه ټام گريفتس. د نړۍ د ادبياتو ورډزورت کلاسيک. ۱۹۹۶ م. درېم کتاب.