د مصر تمدن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مصر جغرافیوي موقیعیت: مصر چې د افریقا د د لویې وچې یو لوی هیواد دی شمال ته یې د مدیترانې سمندرګی، جنوب ته یې سوډان، ختیځ ته یې سره بحیره او لویدیځ ته یې د لیبيا هېواد موقیعیت لري. د مصر پلازمېنه قاهره ده چې د مصر په شمالي لوري کې پرته ده. د مصر شاوخوا ۷۵میلیونه وګړي یې د نېل د سیند په شاوخوا کې ژوند کوي نمايې شاوخوا خلک یې په ښارونو کې اوسېږي، مشهور ښارونه یې قاره، اسکندريه او حومه دي. په دغه سیمه ډير پخوانی تاریخ لري چې آن تاریخ یې تر ۳۰۰۰قبل المیلاد پورې رسيږي. د مصر د تمدن تاریخ د مصر تمدن په ۳۱۴۰ قبل الميلاد کې د عليا مصر او سفلی مصر د يو ځاي کېدو په نتیجه کې یانې هغه وخت چې لومړی فرعون منس(نارمر) واک ته ورسېده، رامنځ ته شوه. د مصر د تمدن تاریخ په دريو دورو وېشو: ۱ـ لرغونی سلطنت ۲ـ منځنی سلطنت ۳ـ نوی سلطنت په ۳۱۰۰ ق م کې یو سیمه ایز واکمن د منس په نوم د خپلو سپاهیانو سره د عليا مصر څخه راووت او د شمال په لوري وخوځید ډېر ښارونه یې ونیول او د نېل دلتا ته ورسېدل منس او لښکرو یې هغه اشراف چې دده په وړاندې یې مقاومت کاوه وځپل او په دې ډول یې سفلی مصر ونیوه. کله چې د منس يوه واحده واکمني رامنځته کړه نو نو د هېڅ بل هیواد یا سیمې د نیولو هڅه یې ونه کړه منس په هغه وخت کې ګاونډي دولتونو سره لکه: د نوبیانو، د جنوبي سیمو تور پوستو، ليبیا او د حصراي سینا سره ښې اړېکې درلودې او په دې ترتيب يې د داسی حکومت بنسټ کېښود چې د یو مرکزي سيستم لرونکی وه جوړ کړ، پایتخت یې دنیل د سیند په داسې ځای کې جوړ کړ چې دواړو خواوو(شمالی او جنوبي) په منځ کې وه او هغه يې په انیب حدج (چې وروسته تینس ونومول شو) ونوماوه ، د يو مرکز په جوړولو یې د سفلی او علیا(شمالي او جنوبي) مصر تر منځ یې يووالی راوست. لرغونی سلطنت کله چې لومړي مینس د مصر دواړه برخې سره یو ځای کړې، که څه هم په دغو سیمو کې يوه واکمني چلېده خو بيا یې هم يو څه اختلافات لرل، لکه د عليا مصر اوسیدونکي جګړه مار، سر سخته او کاري ظرافت یې درلود او د سفلی مصر اوسیدونکي بیا زیرکه، سرشوخه او ډیر خاد وه. کله چط د علیا مصر پاچا لومړی منس په سفلی مصرهم واکمن شو نو د دوی پاچاهۍ یې ظاهرا یو ځای کړې خو د دوی د اصلي(ذهني) یووالي لپاره یې کوم کار ونه کړ او غوښتل یې په بیلابیلو نومونو په دغه سیمو حکومت وکړي. لرغونې واکمنۍ تر ۲۲۰۰ ق م کال پورې دوام وکړ، په دې دوره کې پلازمېنه د تینس ښار وه، د حکومت سیستم یې تیوکراسي وه یانې پاچا ته یې د خدایې مقام ورکاوه او خدایې یې الهام یا امر ګڼله. په لرغونې دوره کې نظامي ځواک ملي نه وه هر ولایت ځانته عسکري قوه درلوده خو د اړتیا په مهال به ټول تر یوې قوماندې لاندي ول. د یوولسمې کورنې په حاکمیدو سره د دوو پیړیو انارشي ته د پای ټکی کیښودل شو او فرعونیانو لرغونې واکمني له لاسه ورکړه. دلرغوني سلطنت ځانګړتیاوې: د مصري قدرت متمرکز کېدل. د مختلفو هنرونو پرمختګ لکه مجسمه سازي، سنګ تراشي او نقاشي، د معمارۍ پرمختګ چې د مصر درې ګوي اهرامونه یې ښه بېلګه ده. تیوکراسي ډوله سیاسي نظام. د یو منظم نظامي ځواک نه لرل. مصري فرعونانو به خپل زامن او لورګانې خپل ځایناستې ټاکل. په لرغونې واکمنۍ کې څلور کورنې واک ته ورسیدې چې په لنډ ډول یې خلاصه کوو: دریمه کورنۍ چې د ۲۷۰۰ق م څخه تر۲۶۲۰ق م پوري حاکم وه. څلورمه کورنۍ چې د ۲۶۲۰ق م څخه تر ۲۵۰۸ق م پورې یې واکمني لرله. پنځمه کورنۍ چې د ۲۵۰۸ق م څخه تر ۲۳۵۰ق م پورې حاکمه وه. شپږمه کورنۍ چې د ۲۳۵۰ق م څخه تر ۲۲۰۰ق م پورې یې دوام درلود. په مصر کې منځنۍ واکمني په ۲۱۰۰ق م کال کې يوولسمه کورنۍ واکمنۍ ته ورسېده، چې په پایله کې يې ګډوډي پای ته ورسېده او د مصر په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانیستل شوه چې د منځنۍ واکمنۍ په نوم یاده شوه. کله چې یوولسمې یوولسمې کورنۍ د قدرت واګی په لاس کې ونېولې نو تر ديارلسمې کورنۍ پورې يانې لـه ۲۱۰۰ څخه تر ۱۶۰۰ ق م پوري دوام درلود او ۴۰۰ کاله یې حکومت وکړ، دغه واکمني د لرغونــې واکمنۍ په نسبت کمزورې وه، خو په دغه دوره کې مصر نوی ژوند پيدا کړ د دغې دروې په واکمنې کې یوازې معمارۍ نه بلکې په ټولو برخو کې د پرمختګ شاهدان یو او په همدې خاطر دې دورې ته د مصر طلایي او د پرمختګ دوره وايي. د یوولسمې او دولسمې کورنۍ په منځته راتلو سره منځنی سلطنت پیل او لرغونی سلطنت پای ته ورسید د دې کورنیو مشرتوب د امینوپهت په نامه د یو شخص په غاړه وه. په دغه دوره کې ملوک الطوایفی له منځه لاړې، او مصر له بدلونونو سره مخ شو عدالت یې ټینګ کړ،خلک یې د اصلیت او توکم له توپیر پرته په کارونو وکومارل چې په حقیقت کې دولسمه کورنۍ د دموکراسۍ لومړنۍ بنسټ اېښودونکې وه، د علمي پرمختیاوو له نظره هم یوه زرینه دوره