منځپانگې ته ورتلل

د مزار شریف نښتي (۱۹۹۷-۱۹۹۸)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مزار شریف نښتي یا د مزار شریف جګړې د دریمې افغان کورنۍ جګړې په لړ کي د عبدالمالک پهلوان او د هغه د هزاره متحدینو او جنبش ګوند نښتي وې، چي د طالبانو په وړاندي یې د ۱۹۹۷ کال د می څخه د ۱۹۹۸ کال تر اګست پوري ترسره کړې.

شاليد

[سمول]
په ۱۹۹۲ کال کي د نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته د یاغي ډلو ولکه.

د ۱۹۹۲ کال په لومړیو کي کله چي د محمد نجیب الله د کمونیستي حکومت پرځېدل رانږدې سول، د افغانستان په شمال کي د ازبک توکم پخوانیو کمونیستي ملیشو د افغان حکومت په وړاندي پاڅون وکړ. دوی د جنرال عبدالرشید دوستم په لاس د جوړ سوي ګوند د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ( جنبش ملي اسلامي افغانستان ) سره یوځای او په ګډه یې د جنبش نوم غوره کړ. دې یاغي ډلي د ۱۹۹۲ کال په لومړیو کي د افغانستان د پنځو شمالي ولایتونو ولکه په لاس کي واخیسته، او د مزار شریف په ښار کي یې د جنګسالارانو یو غیر قانوني دولت رامنځ ته کړ. دوی همدارنګه د حزب وحدت سره چي د شیعه مسلمانانو یوه ډله وه، هم یو کاواکه اتحاد وساته.

جنبش که څه هم په پیل کي د برهان الدین رباني اړوند جمعیت اسلامي ډلي په مشرۍ د لنډمهاله حکومت پلوي کوله، خو د ۱۹۹۴ کال د جنوري په میاشت کي د کابل په جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶) کي یې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ګلبدین ډلي سره ملاتړ اعلان کړ. [۱] په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵ کلونو کي کله چي د بنسټپاله طالبانو ډله د پاکستان په ملاتړ له جنوبي افغانستان څخه راپورته سول، جنبش سمدستي دې ته وهڅول سو ترڅو له جمعیت سره پخلا سي، او د ۱۹۹۶ کال په سپتمبر کي یې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو سره سم د هغوی د مخنیوي لپاره شمالي ټلوالي په نوم جبهه جوړه کړه.

د ۱۹۹۶ کال د جون په ۲۵مه د دوستم د دوهم نمبر قوماندان عبدالمالک پهلوان ورور (رسول پهلوان) د خپلو ۱۵ ساتونکو سره یوځای ووژل سو. عبدالمالک ددې پیښي پړه د دوستم پر غاړه واچول، او په دې توګه د دوی ترمنځ شخړه راپورته سوه. د راتلونکي ۱۹۹۷ کال په مئ میاشت کي د عبدالرشید دوستم سره د یادي دښمنۍ له امله عبدالمالک او نورو قوماندانانو لکه قاري عالم روزیخ، جنرال عبدالمجید روزي او عبدالغفار پهلوان په بادغیس کي د طالبانو له قوماندانانو ملا عبدالرزاق او ملا غوث سره وکتل، او له هغوی سره یې په پټه ژمنه وکړه چي عبدالمالک به دوستم سره خیانت وکړي، او د اسماعیل خان د نیولو ترڅنګ به د مزار شریف ښار هم لاندي کړي. د ځینو سرچینو په وینا دا تړون درې مادې درلودې، چي پکښي موافقه وسوه چي طالبان به د شمالي ځواکونه بې وسلې نه کړي، او د عبدالمالک سره به په ګډه یو اسلامي نظام رامنځته کړي. [۲]

جګړې او نښتي

[سمول]
د ۱۹۹۶ کال په سپتمبر کي د کابل له سقوط وروسته د بېلابیلو ډلو ولکه

د طالبانو ولکه (۱۹-۲۷ می ۱۹۹۷)

[سمول]

د ۱۹۹۷ کال د مئ په ۱۹مه عبدالمالک طالبانو ته وتښتېد، او د جنبش څو تنه قوماندانان او تر ۵۰۰۰ پوري جنګیالي یې ورته تسلیم کړل. د طالبانو ځواکونه په ډېره چټکۍ سره له کابل او هرات څخه د نوموړي مرستي ته راغلل، او د شمالي ولایتونه یو په بل پسې د طالب-جنبش اتحاد لاس ته ولوېدل. د ۱۹۹۷ کال د مئ په ۲۲مه نېټه د دوستم د ځواکونو او طالبانو ترمنځ په اندخوی ولسوالۍ او خواجه دوکوه کي جګړه پیل سوه.که څه هم چي د شمالي ټلوالې مشر احمد شاه مسعود په یاده جګړه کي دوستم ته خپل ملاتړي ځواکونه هم واستول، خو د طالبانو په وړاندي یې ځان ټینګ نکړ، او پر شا ولاړل.دوستم تر پورتنۍ جګړې وروسته مزار شریف ته پر شا سو او د می په ۲۴مه یې د ۱۳۵ افسرانو او کسانو سره یوځای د ازبکستان له لاري ترکیې ته تیښته وکړه.[۳]په ترمز کي د ازبک-افغان پولي څخه د تیریدو په وخت کي دوستم خپل سرتیري د امریکا د رشوت په مرسته له سیمي څخه تېر کړل. [۳] د نوموړي تر تیښتي وروسته د مئ په ۲۵مه عبدالمجید روضي په بادغیس ولایت کي د جمعیت قومندان اسماعیل خان ژوندی ونیو او د هرات والي عبدالرزاق ته یې وسپاره چي له هغه ځایه بیا د کندهار زندان ته واستول سو.تر یادي پیښي وروسته د می پر ۲۷ نېټه باندي پاکستان او ورپسې متحده عرب اماراتو طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپیژندل.[۴]

طالبانو د خپلي بریا په پایله کي عبدالرزاق په شمال کي د پوځ د مشر په توګه وټاکه، او عبدالمالک ته یې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر کښته دنده ورکړه. د می په ۲۵مه طالبان د ۲۵۰۰ وسله والو سره مزار شریف ته ننوتل. [۳] دوی د شرعي قانون پلي کول پیل کړل، او ښوونځي او د بلخ پوهنتون یې وتړل، همدارنګه یې ښځې له سړکونو څخه وشړلې، [۳] او د می میاشتي تر پایه يې د سیمه ایزو ملېشو د بې وسلې کولو هڅي ته لاس واچاوه؛ [۳] چي دا د هغه تړون خلاف وه چي دوی له عبدالمالک سره کړی وو.د طالبانو ددې عمل په وړاندي د ښار په بېلابیلو برخو په ځانګړې توګه په شمال ختیځ او ختیځو سیمو کي د وحدت سیمه ایزو قوماندانانو او وسله والو کسانو ځانونه یو ځل بیا په وسلو سمبال کړه،چي له امله یې د عبدالمالک او طالبانو اتحاد مات سو او وحدت ګوند د طالبانو په وړاندي پاڅون وکړ. [۴] په داسي حال کي چي پاکستاني ډیپلوماتانو د تړون د شرایطو د بیا خبرو اترو لپاره ښار ته الوتنه هم وکړه، خو اوبه نوري تر ورخ تیري وې او حالت کړکېچن لوري ته ولاړی. [۳]

د طالبانو شاتګ او ماته (۲۸ می - د ۱۹۹۷ کال د جون لومړیو کي)

[سمول]

د حزب وحدت تر پاڅون د ۱۵ ساعته سختي جګړې په ترڅ کي شاوخوا ۶۰۰ طالبان د مزار په کوڅو کې ووژل سول، او له ۱۰۰۰ څخه ډیر هغه وخت ونیول سول کله چې یې هڅه کوله له هوایي ډګر څخه تیښته وکړي. د عبدالمالک ځواکونو د ملګرو ملتونو د ادارو د دفترونو په ګډون د ښار لویه برخه لوټ کړه، او د جګړې په اړ و دوړ کي لسګونه هغه طالبان هم ووژل سول چي له پاکستانه راغلي وه.

د مي پر ۳۰مه د سید آباد سیمي شاوخوا سخته جګړه پیل سوه،او عبدالمالک خپل ځواکونه د وحدت سره یوځای کړل. له دې یوځای کېدو سره ددوی قوت دومره زیات سو چي په میمنه، شبرغان او مزار شریف کي یې شاوخوا درې زره طالب جنګیالي بندیان کړل. [۵] په راتلونکو څو ورځو کي طالبان په بشپړه توګه له ښار څخه وشړل سوه، او عبدالمالک ته وفادارو قوماندانانو د جوزجان ، سرپل ، تخار او فاریاب ولایتونو په نیولو سره د بادغیس ولایت د مرغاب سیند په اوږدو کي د طالبانو سره یوه نوې لومړۍ کرښه جوړه کړه. د ذکر سوو نښتو په هاخوا د بلخ ، سمنګان او کندوز په دریو جنجالي ولایتونو کي هم سختي جګړې پیل سوې، او ټوله سیمه د جګړې اور ونیول. [۵]

د طالب بندیانو اعدام (می – جولای ۱۹۹۷)

[سمول]

په مزارشریف کي د طالبانو تر ماتي وروسته د ۱۹۹۷ کال د می او جولای ترمنځ عبدالمالک پهلوان (یا د معلوماتو پر بنسټ د هغه ورور جنرال ګل محمد پهلوان ) په زرګونو طالبان د دار تختې ته پورته کړل. یو شمېر سرچینې وایي چي " عبدالمالک د مزار شریف ته د طالبانو تر بلني وروسته د هغوی تر ۳۰۰۰ پوري بندیان ووژل،" [۶] همدارنګه زرګونه طالب سرتیري او سلګونه پاکستاني طالبان په ډزو باندي قتل او په ډله ییزو قبرونو کي ښخ سول.

یو شمېر طالب قوماندانان لکه ملا عبدالرزاق ، ملا محمد غوث چي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د دولتي بانک والي وو، او مولوي احسان الله زندان ته واچول سوه. هاخواته طالبانو د جنبش قوماندانان لکه غلام حیدر جوزجاني د سلام پهلوان او رئیس عمر بې سره یوځای ووژل.

د طالبانو ضد ځواکونو راټولېدل (جون – اګست ۱۹۹۷)

[سمول]

د طالبانو ناڅاپي ماتي په شمال کي د مسعود ځواکونو ته لوی الهام ورکړ، او هڅه یې پیل کړه ترڅو د کابل شمال ته پرتې ځمکي یوځل بیا ترلاسه کړي. ددې ترڅنګ په مرکزي افغانستان کي هزاره ګان هم وتوانېدل ترڅو هغه طالبان له سیمي وشړي چي له تیرو نهو میاشتو راهیسي یې هزاره جات کلابند کړی وو. د می او جولای ترمنځ د لسو اونیو جګړو په اخ و ډب کي د طالبانو له ۳۰۰۰ څخه ډیر کسان قتل یا ټپیان سول، او شاوخوا ۳۶۰۰ یې د جګړې بندیان وګرځېدل، ددې سربېره ۲۵۰ هغه پاکستانیان هم ووژل سول چي ددوی په لیکو کي یې شتون درلود، او ۵۵۰ یې ژوندي نیول سوي وه. [۵] د طالبانو مورال سخت راټیټ سوی و او په بې صبرۍ سره یې هڅه کوله ترڅو خپل زیانونه په پاکستان او افغانستان کي د مدرسو د زده کونکو په جبري توګه جذب باندي پوره کاندي. [۵]

عبدالمالک د مزار ښار په نوې اداره کي د جمعیت اسلامي ګوند له ځان سره ملګری کړ،چي له دې سره د ۱۹۹۷ کال د جون په ۱۳مه د شمالي ټلوالي جوړښت په رسمي توګه اعلان او مزار شریف یې د پلازمینې په توګه وټاکل سو. د جمعیتیانو تښتېتدلی ولسمشر رباني بیا جمهور رئیس او مسعود یې د دفاع وزیر وټاکل سو. څرنګه چي په یاده ټلواله کي ډېرو کسانو په عبدالمالک باور نه درلود، نو ځکه یې د جنګسالارانو په هاخوا څوک راخپل هم نکړه.

د یادو پیښو سره په څنګ کي د ۱۹۹۷ کال په جون کي د کندوز ولایت سیمه ییزه پښتون محوره شورا د طالبانو په وړاندي ماته سول او هغوی بیرته وتوانېدل ترڅو په شمال کي بیا څه اندازه سیمه لاندي کړي.

د طالبانو ځوابي برید او دوستم بیرته راستنیدل (سپتمبر-دسمبر ۱۹۹۷)

[سمول]

تر خپلي ماتي څلور میاشتي وروسته طالبانو یو ځل بیا د ۱۹۹۷ کال د سپتمبر په لومړیو کي د مزار په لور پرمختګ پیل کړ، او د سپتمبر په ۷مه یې د تاشقرغان ښار له نیولو سره په مزاره کي ویره خپره کړه. په دې وخت کي دوستم چي له ترکیې څخه راستون سوی وو، خپل وفادار ځواکونه یې راټول، او د طالبانو پر ځای یې د عبدالمالک پر ځواکونو بریدونه پیل کړل. [۷] له بلي خوا طالبانو د مزار ښار د ۲۳ ورځو لپاره سخت محاصره کړ،او عبدالمالک او دوستم دواړو د جګړې سره یوځای لوټمارۍ او وژني ته هم لاس واچاوه. [۷] د شمالي ټلوالي سره د جګړې له امله طالبان د محاصرې پر مهال یو ځل بیا کندوز ته وشړل سوه، [۸] او د ښار په جنوب کي د قازل آباد په کلي کي لږ تر لږه ۷۰ تنه شیعه ګان ووژل سول.

د طالبانو تر شاتګ وروسته ښار د هزاره ملېشو لخوا ونیول سو، او دوستم ونه توانید ترڅو خپله پلازمینه بیرته ترلاسه کړي؛ نو ځکه یې په لویدیځ کي د جوزجان ولایت مرکز شبرغان خپله اډه جوړه کړه. د عبدالمالک د بدنامولو او د خپلو ملاتړو د بیرته ترلاسه کولو لپاره دوستم د شبرغان سیمي ته نږدې د دښتی لیلي په سیمه کي د ۲۰ ډله ایزو قبرونو په کشفولو سره د طالب بندیانو په وړاندي د هغه ظلمونه بربنډ کړل. [۹] (یاده دي وي چي د دوستم ځواکونه پخپله هم د طالبانو د جنګي اسیرانو په وړاندي د ورته قتل عام په ترسره کولو تورن دي چي درې کاله وروسته د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کي په همدې (دښت لیلي) سیمه کي ترسره سو، د معلوماتو لپاره د دشت لیلي قتل عام وګورئ). دوستم طالبانو ته د جسدونو په را ایستلو سره د مرستي وړاندیز وکړ، او د ملګرو ملتونو د پلټني غوښتنه یې وکړه، چي ډېر ژر پیل سوه او د ښه نیت په توګه یې شاوخوا ۲۰۰ طالب بندیان هم خوشي کړل. [۹] دوستم په تدریجي ډول په جنبش باندي خپل مشري بیا ټینګه کړه او د مزار شریف څخه بهر یې د شمالي ولایتونو ولکه بیرته ترلاسه کړ، چي بالاخره یې عبدالمالک ماتي ته اړ کړ او هغه د ۱۹۹۷ کال په دسمبر کي ایران ته وتښتید [۱۰]

د ۱۹۹۷ کال تر پایه پوري د افغانستان د کورنۍ جګړې ټولي ډلي د یو بل په وړاندي په قومي او مذهبي تصفیې او عام وژنو کي ښکیلي وې، او نژدې 750000 افغانان له خپلو سیمو بې ځایه سول.

د هزاره ګانو خپلمنځي جګړې او د ازبکانو او هزاره ګانو شخړي (جنوري-فبروري ۱۹۹۸)

[سمول]

په مزار شریف کې هزاره ګان چي په رسمي ډول ټول د حزب وحدت تر بیرغ لاندي سره متحد سوي وه، په څو ډلو ویشل سوي وه، او کله ناکله به یې د طالبانو له شاته کولو وروسته له یو بل او ددې ترڅنګ د ازبک ډلو سره هم نښتي کولې. مزارشریف ښار ددوی له لاسه بیخي د جګړې په ډګر بدل سو، او د ایران او روسیې استخباراتي چارواکو هغه هڅي هم ناکامي سوې چي د دوستم او هزاره ګانو او همدارنګه د مختلفو هزاره ګانو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره یې ترسره کولې. د ۱۹۹۸ کال په فبروري کي په ښار کي د هزاره ګانو او ازبکانو ترمنځ سخته جګړه پیل سوه، او مسعود د طالبانو ضد اتحاد د ژغورلو لپاره د مرستي په پار تهران ته ولاړ. هاخوا ته طالبانو هم د نوي برید لپاره چمتووالی پیل او د جنوري په میاشت کي یې په فاریاب ولایت کي پرمختګ پیل کړ.

د طالبانو نوی یرغل (جولای ۱۹۹۸)

[سمول]

د ۱۹۹۸ کال په جولای کي طالبانو د هرات شمال ته د ډېرو سیمو ولکه ترلاسه او د جولای په ۱۲مه یې میمنه فتحه کړه. دوی په یادو سیمو کي جنبش ته سخته ماته ورکړه، او ۱۰۰ ټانکونه او موټرونه یې ترې ونیول، همدارنګه یې شاوخوا ۸۰۰ ازبک سرتیري هم بندیان کړل. ددوی داسي یو دم پرمختګ د شمالي ټلوالي د اکمالاتو یوه مهمه لاره پرې کړه.

د راپورونو له مخي په دې نښتو کي د ګلبدین حزب اسلامي خپل دریځ بدل کړل او له طالبانو سره په یوځای کېدو یې د کلا زیني - تخته پل په سیمه کي د حزب وحدت لومړۍ کرښي محاصره کړې.

د مزار شریف بیرته نیول او خونړۍ پیښي (اګست ۱۹۹۸)

[سمول]

د ۱۹۹۸ کال د اګست په لومړۍ نیټه طالبانو په شبرغان کي د دوستم اړوند د جنبش ځواکونو مرکزي دفتر ونیو. دوستم تر دې پیښي وروسته یوځل بیا د ازبکستان له لاري ترکیې ته وتښتېدی. د نوموړي تیښتي مزار ته د تلونکې لارې د ساتني نور ازبک قوماندانان بې حوصلې کړل او هغوی هم له طالبانو څخه د رشوت په اخیستلو سیمه پرېښودل. په دوی کي یوازي د مزار څخه بهر د هزاره ګانو ۱۵۰۰ سرتیرو د ښار ساتنه کوله، چي هغوی هم د اګست د ۸مې نیټې په سهار وختي کي د درنې جګړې له امله ونیول سول، او د شاوخوا ۱۰۰ کسانو پرته یې نور ټول د طالبانو لخوا ووژل سول.

د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۸مه د سهار په ۱۰ بجو، طالبان مزار ته ننوتل او د راتلونکو دوو ورځو لپاره یې خپل پیک اپ موټران په ښار کي یو ځل بیا دوري ایسته او بې حده زورواکۍ یې ترسره کړلې. له دې ځای وروسته یې په بامیان کي هم زرګونه کسان سخت وځورول.

د راپورونو له مخي طالبانو د مزار د کنټرول په وخت کي د حزب وحدت لوی شمېر غړي ووژل، په راتلونکو ورځو کي یې د شمالي ټلوالي سره تړلي کسان یو په بل پسې بندیان او له ځانونو سره یووړل.

په داسي حال کي چي په قلعه زیني تخته پل کي شاوخوا ۱۵۰۰-۳۰۰۰ د وحدت جنګیالي د طالبانو له لوري محاصره سوي وه؛ د وحدت قوماندانان لکه محمد محقق د چورلکې په مرسته له سیمې څخه وتښتېدل.

په مزار شریف کي یوې ډلې سپاه صحابه چي له پاکستان سره یې تړاو درلود، د ایران قونسلګري هم ونیوله او یو خبریال او اته استخباراتي او ډیپلوماتیک افسران یې ووژل.

سرچینې

[سمول]

https://books.google.com.af/books?id=3eiIgQiHTkUC&redir_esc=y

  1. . 2001. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. Matinuddin, Kamal. The Taliban Phenomenon: Afghanistan 1994–1997, p. 100, په ګوګل کتابونو کې
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Rashid58
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Impunity16
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Rashid59
  6. . November 19, 2001. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Rashid62
  8. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Impunity17
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Rashid63
  10. . 17 March 1998. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)