د مرج دابق جګړه
مرج دابق د هغه جګړې نوم دی چي د رجب پر 25 نېټه 922 هجري لمریز کال یا د 1516 زیږدیز د اګست په 24 مه نیټه د سوریې حلب ته نږدې د عثمانیانو او مملوکانو تر منځ وسول. په یاده جګړه کي د عثمانیانو مشري سلطان سلیم اول او د مملوکانو مشري قانصوه غوري کوله.[۱] [۲] [۳] عثماني لښکر د خپل لوی شمېر ځواکونو او پرمختللو اسلحو سره په دې جګړه کي غوڅه بریا خپله کړه او مملوکان چي ترمنځ یې سختو اختلافاتو شتون درلود، ونه توانېدل ترڅو شام او مصر ته ددوی د ننوتلو مخه ونیسي.
د مرج دابق د جګړې لامل د عثماني سلطان سلیم او قانصوه غوري ترمنځ د ځینو اختلافاتو شتون وو، چي له څو کلونو راهیسي په سیمه کي روان وه او پایله یې د مملوکانو په پرځېدو سره پای ته ورسېدل.
نښته
[سمول]څرنګه چي مملوک جنګیاليو د شام او مصر په مخکنیو جګړو کي له ځانه ډېره مړانه ښودلې وه نو ځکه یې د مرج دابق د جګړې په لمړي پیل کي ډېر خونړي بریدونه ترسره کول چي له کبله یې د عثماني لښکر حالت هم لړزانه سو، خو سلطان سلیم د خپل لښکر د مورال لپاره له سلطنت څخه قوي توپونه راوړي چي د جګړې پر مهال یې ډېره ښه پایله ورکړه او مملوک سرتیري له هرڅومره زړورتیا سره سره بیا هم ونه توانېدل چي د عثمانیانو لیکي ماتي کړي. د تورو او نیزو د جګړې ترڅنګ د عثماني لښکر له لوري درني ډزي ددې سبب سوې ترڅو مملوک فوځیان په لږ وخت کي سره وپاشل سي او قانصوه غوري هم د جګړې په ډګر کي خپل سر بایلود، چي ددې سره جګړه په بشپړه توګه د عثمانیانو په بریا پای ته ورسېدل.
- ↑ Gerard Degeorge. Damas, des origines aux Mamluks. L'Harmattan. خوندي شوی له the original on 2023-04-09.
297-298
- ↑ Muir, William (1896). The Mameluke; Or, Slave Dynasty of Egypt, 1260–1517, A. D. Smith, Elder. خوندي شوی له the original on 4 نوفمبر 2016.
{{cite book}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ Ibn Iyas, Muḥammad ibn Aḥmad. Wiet (ed.). Journal d'un Bourgeois du Caire. p. 67.