د متحده ایالاتو – بریتانیا اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بریتانیا او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د دوو لومړیو جګړو څخه نیولې، د نړۍ په بازارونو کې تر سیالي پورې موضوعات تر پوښښ لاندې نیسي. دا هېوادونه له ۱۹۴۰ ز کال را په دې خورا نږدې پوځي متحدین دي چې د جګړې د وخت او د ناټو د غړو په توګه ځانګړې اړیکې لري. دوی د ګډ تاریخ، مذهب، ګډې ژبې، حقوقي نظام او د نسب، خپلوۍ او اجدادي اړیکو پر مټ، لکه: انګلیسي امریکایان، سکاټلنډي امریکایان، ویلزي امریکایان، کارني امریکایان، سکاتلنډ-آیرلنډي امریکایان، آیرلنډي امریکایان او امریکایی بریتانویان، چې سلګونو کلونو ته رسېږي، له یو بل سره تړلي دي. نن ورځ په دواړو هېوادونو کې لوی شمېر بهرنیان ژوند کوي.

د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې، بریتانیې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې په خپل اوسنۍ بهرني سیاست کې د "تر ټولو ارزښتناکه دوه اړخیزې اړیکو" په توګه تایید کړې دي او همدارنګه متحده ایالاتو هم په خپل بهرني سیاست کې له بریتانیا سره خپلې اړیکې د تر ټولو ارزښتناکه اړیکو په توګه تاییدوي، چې په منسجمو سیاسي چارو، سوداګرۍ، مالي چارو، تکنالوژي، علمي چارو او همدارنګه د هنرونو او علومو په برخو کې دوه اړخیزه همکاري، د حکومتوالۍ او نظامي استخباراتو شریکول او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د ګډو جنګي عملیاتو او په سوله ساتو ماموریتونو کې یې غوره شواهد ثابت شوي دي. له تاریخي اړخه کاناډا د متحده ایالاتو د توکو لوی واردوونکی او متحده ایالاتو ته د توکو اصلي صادرونکی دی. د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري تر میاشتې، بریتانیا د صادراتو له پلوه په پنځم ځای کې او د واردولو له پلوه په اووم ځای کې راتله. تاریخ لیکونکي پاول جانسن په اوږد مهاله لید کې د بریتانیا او متحده ایالاتو اړیکې "د معاصر، دیموکرات نړیوال نظم د بنسټ ډبره" بللې ده. [۱][۲][۳][۴][۵]

دواړو هېوادونو د ډېرو نورو هېوادونو دود هم په پراخه کچه تر اغېز لاندې راوستی. نوموړي هېوادونه د انګلیسي ژبو ملتونو دوه اصلي غوټې دي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې نږدې ۴۰۰ میلیونه ګډ نفوس درلود. دوی په ګډه د عصري نړۍ په زیاتره سکتورونو کې انګلیسي ژبې ته برلاسې ونډه ور بښلې ده.  

ځانګړې اړیکې[سمول]

د دواړو هېوادونو تر منځ ځانګړې اړیکې په پراخه کچه د نږدې سیاسي، ډیپلوماتیک، کلتوري، اقتصادي، نظامي او تاریخي اړیکو پر مټ ځانګړې شوې دي. دا ځانګړتیاوې له ۱۹۴۰ ز کال راهیسې د اړیکو لپاره کارول کېږي. [۶]

تاریخچه[سمول]

سرچینه[سمول]

د شمالي امریکا په خاوره کې لومړۍ دایمي انګلیسي استوګنه له څو ناکامو هڅو وروسته په ۱۶۰۷ ز کال کې د وېرجینیا د مستعمرې  په جیمزټاون کې رامنځته شوه. په ۱۶۲۴ ز کال کې، د وېرجینیا مستعمره چې د لندن د وېرجینیا شرکت له لوري اداره کېده، د حقوقي امتیاز درلودونکې مستعمره پاتې شوه او شاهي مستعمره شوه. پیوریتانو سخت دریځو په ۱۶۳۰ ز کال کې د ماساچوستس خلیجګي مستعمره تاسیس کړه چې دوی نه یوازې پر خالص دیانت، بلکې پر تعلیم او تشبث یې هم ټینګار کاوه.  [۷]

کوچنۍ مستعمرې په پرله پسې ډول د مین په ولایت کې (په ۱۶۲۲ ز کال کې)، د میریلینډ په ولایت کې (په ۱۶۳۲ ز کال کې)، د روډ ټاپو او د پرواویډنس د کروندو مستعمره (په ۱۶۳۶ ز کال کې) او د کانکټیکټ مستعمره (په ۱۶۳۶ز  کال کې) را منځ ته شوې. ورپسې د کرولاینا ولایت په ۱۶۶۳ ز کال کې تاسیس شو (چې په ۱۷۲۹ ز کال کې د شمالي کرولاینا او د سویلي کرولاینا په ولایتونو ووېشل شو). په ۱۶۹۱ ز کال کې د نیو هیمپشایر ولایت تاسیس شو.په پای کې په ۱۷۳۲ ز کال کې د جورجیا ولایت د جیمز اوګلیتورپ له لوري تاسیس او کنټرول شو.

بریتانویانو د نیوهالنډ له نیول شوې هالنډي مستعمرې څخه د نیویارک ولایت جوړ کړ. په ۱۶۷۴ ز کال کې د نیو جرسي ولایت له نیویارک څخه بېل شو. په ۱۶۸۱ ز کال کې پاچا دویم چارلس ویلیم پین ته د پنسلوانیا ولایت د بنسټ لپاره شاهي حقوقي امتیاز ورکړ. دې مستعمیرې د پن ملګري چې د پروتستانت ملګرو د ټولنې غړي یا کوېکران وو، همدارنګه زیات آلماني بزګران او د سکاتلنډي – آیرلینډي کلیوال له ځان سره یوځای کړل.

هرې مستعمرې په جلا توګه لندن ته راپور ورکاوه. د ۱۸۸۶ – ۱۸۸۹ ز کلونو تر منځ د نیو انګلنډ له خاورې سره د مستعمرو د یوځای کولو لپاره ناکامه هڅه وشوه.

کډوالي[سمول]

د ۱۷ پېړۍ په اوږدو کې، دیارلس مستعمرو ته نږدې ۳۵۰۰۰۰ انګلیسي او ویلزي کډوال د دایمي اوسېدونکو په توګه راغلل. د اتحادیې له قوانینو وروسته په نوموړې پېړۍ کې دا د سکاټلنډي او آیرلینډي کډوالو تر ټولو شمېر و. [۸]

د بریتانوي استعمار په اوږدو کې، لیبرال اداري، قضایي، او د بازار بنسټونه معرفي شول، چې له ټولنیز اقتصادي پرمختګ سره یې مثبته اړیکه درلوده. استعماري سیاست په دې وخت کې سوداګریز ډوله و، چې د سترواکۍ په پولو کې یې سوداګري هڅوله او د نورو ځواکونو سره یې سوداګري منع کوله او په استعمارې هېوادونو کې یې د تولید وده نه هڅوله، ځګه چې دا نوموړي هېواد د سوداګرۍ او شتمنۍ د زیاتوالي لامل کېده. بریتانیې د خپلو سوداګریزو مستعمرو د بورې له سوداګرۍ څخه په کارابین کې لویه ګټه ترلاسه کړه. [۹]

استعماري دوره همدارنګه د جبري خدمت او غلامۍ شاهده وه. د غلامانو په سوداګرۍ کې ټولې دیارلس مستعمرې ښکېل وې. غلامانو په منځنیو مستعمرو او د نیوانګلنډ په مستعمره کې زیاتره کور د نوکرانو، صعنت کارانو، کارګرانو او کسبګرانو په توګه کار کاوه. په سويلي مستعمرو کې له پیل راهیسې غلامانو اساساً په کرهنه، کروندو او کښتونو کې بوخت وو چې نیل، وریځې، پنبه او تنباکو یې د صادراتو لپاره کرل. [۹]

د فرانسې او هندي سورپوستو جګړه چې د ۱۷۵۴ او ۱۷۶۳ ز کلونو ترمنځ وشوه، په شمالي امریکا کې د اوه کلنې جګړې صحنه وه. په شمالي امریکا کې شخړې د فرانسې او بریتانیې تر منځ د څلورمې استعماري جګړې لامل شوې، چې په پایله کې بریتانیا له فرانسې څخه نیو فرانس ونیو. د پاریس د تړون پر بنسټ چې په ۱۷۶۳ ز کال کې لاسلیک شو، فرانسې د میسی سیپي د سیند د ختیځې فرانسوي لویزیانا واک بریتانیا ته ورکړ، چې د ۱۷۶۳ ز کال په شاهي اعلامیه کې د هندي سور پوستو د ریزرف یا واکمنۍ په نوم وپېژندل شو.

سرچینې[سمول]

  1. Giles, Chris (July 27, 2007). "/ Home UK / UK – Ties that bind: Bush, Brown and a different relationship". Financial Times. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Alex Spillius, 'Special relationship Britain and America share fundamental values, Clinton tells Miliband', The Daily Telegraph (February 4, 2009), p. 12.
  3. David Williamson, "U.S. envoy pays tribute to Welsh Guards' courage", The Western Mail (November 26, 2009), p. 16.
  4. "Foreign Trade - U.S. Trade with". Census.gov. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Paul Johnson, The Birth of the Modern: World Society 1815-1830, (1991) Preface, p. xix.
  6. Derek E. Mix - The United Kingdom: Background and Relations with the United States - fas.org. Congressional Research Service. April 29, 2015. Retrieved April 13, 2017.
  7. James Ciment, ed. Colonial America: An Encyclopedia of Social, Political, Cultural, and Economic History (2005) online
  8. Ember et al 2004, p. 49.کينډۍ:Citation not found
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Matthew Lange, James Mahoney, and Matthias vom Hau, "Colonialism and Development: A Comparative Analysis of Spanish and British Colonies", The American Journal of Sociology, Vol. 111, No. 5 (March 2006), pp. 1412–1462.