د متحده ایالاتو بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متحده ایالات له بوتان، ایران، شمالي کوریا، سوریې او فلسطین پرته د ملګرو ملتونو له ټولو غړو او څارونکو هېوادونو سره رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې لري. متحده ایالات وروستی هېواد په رسمیت نه پېژني. د دې ترڅنګ یې له اروپايي اتحادیې او کوسوو سره هم اړیکې شته.

د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو فدرالي قوانین د متحده ایالاتو د ۲۲م کوډ له سرلیک نه ترلاسه کولای شو. متحده ایالات تر ۲۰۲۰ز کال پورې له چین نه وروسته دویم لوی هېواد دی چې له نورو هېوادونو یې د څو کلونو لپاره ډېر ډیپلوماټیک پوسټونه لرل. [۱]

تاریخ[سمول]

شمالي او سویلی امریکا[سمول]

ارجنټاین[سمول]

ارجنټاین د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له متحده ایالاتو سره لږ سوداګري لرله او د برتانیا په نړیوال اقتصاد کې مدغم شو. کله چې متحده ایالاتو غوښتل چې پان امریکايي اتحادیه پراخه کړي؛ نو زیاترو سوداګرو مثبت ځواب ورکړ او دوه اړخیزو سوداګریو په چټکۍ وده وکړه، خو د ارجنټاین ځینې اوسېدونکي شکمن وو، چې متحده ایالات له دې لارې غواړي چې خپل اقتصادي مدار ته د دوی د هېواد د ورجلبولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي. متحده ایالاتو له ارجنټاین سره د مخدره توکو د مخنیوي، نه پراختیا، له تروریزم سره د مبارزې، له انساني قاچاق سره د مبارزې، د سیمه‌ ييز ثبات د موضوعاتو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په ګډون د زیاترو ګډو سټراټیژیکو ګټو پر اساس دوه اړخیزې مثبتې اړیکې لرلې. ارجنټاین د یو سیمه ‌ییز میکانیزم (ارجنټاین، برازیل، پاراګوای او متحده ایالات) غړی دی او دا میکانیزم په درې اړخیزه سیمه کې د تروریزم پر ضد تګلارې همغږې کوي. د پراختیایي امنیت نوښت، د کانټینر امنیتي نوښت او د سوداګرۍ د روڼتیا واحد هغه پروګرامونه دي چې د امریکا د داخلي امنیت/کډوالۍ او د ګمرکونو د تطبیق وزارت په وسیله اداره کېږي او ارجنټاین د کانټینر د امنیت نوښت او د سوداګرۍ د شفافیت واحد عملي کړی او د پراختیا د امنیت نوښت یې منلی دی.

برازیل[سمول]

متحده ایالات هغه لومړی هېواد و چې په ۱۸۰۸ز کال کې یې د برازیل خپلواکي په رسمیت وپېژندله. په ځینو شېبو کې د ګټو د پام وړ همغږۍ د ځانګړنې او د نړیوالو حساسو موضوعاتو په اړه د ناڅاپي او انتقادي توپيرونو له امله د برازیل او متحده ایالاتو اړیکې ډېره اوږده مخینه لري. متحده ایالات برازیل ته د یوه مهم ځواک په سترګه ګوري، په تېره بیا په لاتینه امریکا کې برازیل د یوه باثباته ځواک او د مهارت لرونکو مذاکراتو لپاره مهم ګڼي. برازیل له متحده ایالاتو سره د هر اړخیزو او امتیازي اړیکو د پراختیا پرځای د یوه مهم سیاسي او اقتصادي ځواک په توګه په دودیز ډول د ځانګړو موضوعاتو په تړاو همکاري غوره ګڼي. [۲][۳][۴]

مکسیکو[سمول]

له مکسیکو سره د متحده ایالاتو اړیکې ځانګړې او ځینې وخت ډېرې پېچلې وې. د دوی ترمنځ د وسله‌ والې شخړې تاریخ په ۱۸۳۰ز کال کې د ټکساس انقلاب، په ۱۸۴۰ز کال کې د مکسیکو او امریکا جګړې او په ۱۹۱۰ز کال کې د امریکا یرغل ته رسېږي. د ګاډن پیرود تړون، له کاناډا سره څو اړخیز تړون او د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون یې مهم تړونونه دي، چې وروستی هغه یې د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالاتوــ مکسیکوــ کاناډا په تړون بدل شو. دا هېوادونه د یو بل لومړی او درېیم لوی شریکان دي او نږدې اقتصادي اړیکې سره لري. له ډیموګرافیکي پلوه هم له یوه بل سره نږدې تړاو لري. مکسیکو د متحده ایالاتو لپاره د کډوالو تر ټولو لویه سرچینه ده او په دې هېواد کې له یو میلیون نه دېر امریکايي وګړي اوسېږي. پر دې سربېره چې ناقانونه کډوالي او د نشه‌ يي توکو او وسلو ناقانونه سوداګري د اختلافاتو لامل ده، خو له یو بل سره د همکارۍ لامل هم ده. [۵][۶]

نیکاراګوا[سمول]

له ۱۸۲۴ز کال راهیسې متحده ایالاتو او نیکواراګوا ډیپلوماټیکي اړیکې لرلې او متحده ایالاتو د ۱۹۱۲ او ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ نیکاراګوا ونیوه ( د متحده ایالاتو له خوا د نیکاراګوا اشغال وګورئ). کله چې متحده ایالاتو نیکاراګوا ونیوه؛ نو په ۱۹۳۳ز کال کې د سوموزا سیاسي کورنۍ واکمنه شوه. دې کورنۍ د ۱۹۷۹ز کال د جولای تر ۱۹مې د نیکاراګوا تر انقلاب پورې حکومت وکړ. نابرابري او د سیاسي فساد ډېرښت، له حکومت او پوځ سره د متحده ایالاتو قوي ملاتړ او د متحده ایالاتو څو ملي شرکتونه هغه موارد وو، چې د سوموزا کورنۍ د واکمنۍ پر مهال پرې تکیه شوې وه. دا کار د دې سبب شو چې رژیم په نړیواله کچه وغندل شي او د کارټر ادارې په ۱۹۷۷ز کال کې د سوموزا له رژیم سره له دې امله مرستې بندې کړې چې له بشري حقونو یې سرغړونه کوله.

وروسته چې کله د ایران ــ کانټرا د معاملې په وخت کې متحده ایالاتو پر نیکاراګوا بندېزونه ولګول؛ نو د ریګن د ادارې پرمهال یې ډیپلوماټیکي اړیکې خرابې شوې. دا اړیکې هغه وخت بېرته ښې شوې، چې په ۱۹۹۰ز کال کې ویویلتا چامورو د نیکارګوا عمومي ټاکنې وګټلې. متحده ایالاتو نیکاراګویان دې ته هڅول چې خپلې ستونزې د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې حل کړي او له ملي پخلاینې ګټه واخلي. کله چې په ۲۰۰۳ز کال کې په عراق کې جګړه وه؛ نو د همدغه کال په اوړي کې په دې جګړه کې د ښکېلو هېوادونو د یوې برخې په توګه نیکاراګوا هم دې جګړې ته کابو ۳۷۰ سرتېري ولېږل. دا سرتېري بیا ولسمشر اینریک بولانوس د ۲۰۰۴ز کال له اپرېل نه وروسته واېستل. سره له دې چې ولسمشر ډانیل اوټیکا د متحده ایالاتو پر تګلارې نیوکه کوي، خو پر دې نیوکو سربېره د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي او ډیپلوماټیکي دي.  

سویلي اسیا[سمول]

افغانستان[سمول]

کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې له افغانستان نه امریکايي ځواکونه ووتل؛ نو طالبانو د امریکا په ملاتړ د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط کړ او په کابل کې چې د امریکا کوم سفارت و، هغه یې د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږداوه. د دې لپاره چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ساتنې د ځواک په توګه خدمت وشي؛ نو امریکا د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په ۱۲مه اعلان وکړ چې د ډسمبر په ۳۱مه به په زړه پورې برخه په کابل کې د قطر په سفارت کې پرانیستل شي. اوسمهال په متحده ایالاتو کې د افغانستان هېڅ ساتندوی قوت نشته. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډیپلوماټیک ماموریت په متحده ایالاتو کې د څو میاشتو لپاره په خپلواکه توګه فعالیت کاوه. کله چې یې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په ۱۶مه عملیات بند کړل او ملکیتونه یې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل؛ نو د افغانستان فعالیت هم بند شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

هندوستان[سمول]

هغه وخت چې برتانیې پر هند راج درلود؛ نو د هند او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې وې. کله چې سوامی ویویکانند په ۱۸۹۳ز کال کې د نړۍ په چکر وتلی و؛ نو په امریکا کې یې د مذهبونو په پارلمان کې یوګا او ویدانتا ته وده ورکړه. مارک ټوین په ۱۸۹۶ \ز کال کې هندوستان ته لاړه او په خپله سفرنامه کې یې دې ته اشاره وکړه چې هندوستان هغه یوازینی بهرنی هېواد دی چې نوموړي یې په اړه خوبونه لیدل او د بیا لیدلو هیله یې لرله، دا یې د استوايي تعقیب په پایله کې د دواړو له وېرولو او کشمکش وړاندې ویلي وو. په ۱۹۵۰ز کال کې مهاتما ګاندي د مارتین لوترکنګ د عدم تشدد په فلسفه کې مهم نفوذ درلود او امریکا له انګرېز لیکوال روډیارډ کیپلینګ نه د هندوستان په اړه ډېر څه زده کړل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هندوستان او امریکا دا مهال په کلتوري، سټراټیژیکو، پوځي او اقتصادي برخو کې پراخې اړیکې لري او دا اړیکې د باور جوړونې د اندازه کولو (CBM) په پړاو کې دي، تر څو د متحده ایالاتو د بهرنیو تګلارو له خوا رامنځته شوی د باور د کمښت او د ټکنالوژۍ د نه منلو میراث ختم کړي، چې د دې کار له امله د څو لسیزو راهیسې د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې دي. کله چې په ۲۰۰۸ز کال کې د هندوستان او متحده ایالاتو ترمنځ ملکي اټومي تړون پای ته ورسېد؛ نو ناحقیقي تمو ( چې د اټومي برېښنا د تولید او ساتنې او مسؤلیت په تړاو د قراردادي تضمینونو په موخه د مدني ټولنې د تایید په هکله د عامه خلکو منفي نظر کم شوی دی) دې ته لاره هواره کړه چې عملي واقعیت تر سترګو شي، ترڅنګ یې پر ساحاتو د تمرکز لامل هم شو او له ځان سره یې مناسب سیاسي او ټاکنیز توافق درلود. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. "China Now Has More Diplomatic Posts Than Any Other Country". BBC. November 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Developing a partnership with Brazil - An emerging power Bassoli, Douglas. US Army War College. April 3, 2004.
  3. http://www.wilsoncenter.org/news/docs/RL33456.pdf Archived July 10, 2009, at the Wayback Machine.
  4. US Congress Report on Brazil-US Relations Archived July 10, 2009, at the Wayback Machine.
  5. Padgett, Tim (May 19, 2010). "Mexico's Calderón Needs to Listen, Not Just Lecture U.S." Time. د اصلي آرشيف څخه پر May 20, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Burton Kirkwood, The History of Mexico (2010) pp 97–99, 138–52, 216
  7. (په 11 March 2022 باندې). Afghan Embassy, Now Out of Money, Will Shut Down, U.S. Says. The New York Times.
  8. (په 15 March 2022 باندې). 'Nowhere to Turn to': U.S. Forces Closure of Afghan Embassy. Foreign Policy.
  9. (په 27 March 2022 باندې). Afghan embassy, consulates in US shut their doors. Dawn.
  10. (په 12 November 2021 باندې). Qatar to formally represent US interests in Afghanistan. The Hill.
  11. (په 30 August 2021 باندې). In a final blow of the 20-year war, U.S. envoys close their embassy and exit Kabul..
  12. Holden Furber, "Historical and Cultural Aspects of Indo-American Relations", Journal of the University of Bombay (1965), Vol. 34 Issue 67/68, pp 95-116.
  13. Gupta, Vipin; Saran, Pankaj (2007). David Leninson; Karen Christensen (المحررون). Global Perspectives on the United States: A Nation by Nation Survey, Volume 1. Great Barrington, MA: Berkshire Publishing Group. د کتاب پاڼي 294–300. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933782-06-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Barbara Schmidt. "Chronology of Known Mark Twain Speeches, Public Readings, and Lectures". marktwainquotes.com. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Isaacs, Scratches on Our Minds: American Views of China and India (1980) p 241
  16. Teresita C. Schaffer, India and the United States in the 21st Century: Reinventing Partnership (2010)
  17. "India-U.S. Economic and Trade Relations" (PDF). Federation of American Scientists. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Evolving India-U.S. Strategic Relationship: A Compendium of Articles and Analyses". د لاسرسي‌نېټه April 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په July 30, 2015 باندې). Indo-U.S. Relations: Moving Beyond the Plateau. Foreign Policy.
  20. (په July 14, 2015 باندې). 21st Century is India's Century: IBM Chief Virginia Rometty. NDTV
  21. (په January 6, 2014 باندې). India overcame US sanctions to develop cryogenic engine. The Times of India.
  22. (په April 5, 2014 باندې). How Kargil spurred India to design own GPS.
  23. (په November 13, 2014 باندې). India working on building fastest supercomputer.
  24. (په August 30, 1992 باندې). Indian scientists thwart Western embargo on manufacture of carbon composites. Centre for Science and Environment
  25. (په September 3, 2015 باندې). The Wassenaar effect.
  26. (په January 26, 2015 باندې). Beyond the immediate present. The Hindu.
  27. (په September 27, 2013 باندې). Collateral Damage. The New York Times.
  28. (په June 29, 2005 باندې). Nixon's dislike of 'witch' Indira. BBC World Service
  29. (په May 14, 1998 باندې). Clinton Imposes Full Sanctions On India.
  30. (په January 26, 2015 باندې). Beyond the immediate present. The Hindu.
  31. (په September 27, 2013 باندې). Collateral Damage. The New York Times.
  32. (په June 29, 2005 باندې). Nixon's dislike of 'witch' Indira. BBC World Service
  33. (په May 14, 1998 باندې). Clinton Imposes Full Sanctions On India.