د متحده ایالاتو اټومي وسلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا متحده ایالات لومړنی هېواد و چې د لومړي ځل لپاره یې اټومي وسلې تولید کړې او یوازنی هېواد دی چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې د هیروشیما او ناګاساکي په بمبارد کولو سره په جګړه کې له دغو وسلو ګټنه کړې. د سړې جګړې وړاندې او د هغې پر مهال دغه هېواد د اټومي وسلو ۱۰۵۴ ازموینې ترسره کړې او همدارنګه یې ګڼ شمېر لرې واټن ویشتونکي اټومي توغندي وازمویل.

له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۹۶ زکال پورې د متحده ایالاتو فدرال دولت د نن ورځې پر حساب حد اقل ۱۰.۹ ټریلیون ډالره د اټومي وسلو د پراختیا (د الوتکو، توغنديو او تاسیساتو جوړول)، قوماندې او کنټرول، ساتنې، د اضافي موادو د مدیریت او اداري لګښتونو په ګډون په اټومي وسلو ولګول. اټکل کېږي چې دغه هېواد له ۱۹۴۵ زکال راهیسې له ۷۰ زرو څخه زیاتې اټومي خولۍ تولید کړې چې د نورو ټولو هېوادونو له اټومي وسلو څخه زیاتې دي. د ۱۹۶۲ زکال تر نومبر میاشتې پورې د متحده ایالاتو ډېری اټومي ازموینې د ځمکې پر سر ترسره کېدلې، خو وروسته له هغه چې د جزيي اټومي ازموینو د منع کولو هوکړه یې لاسلیک کړه د راډیواکټیو ورښت یا اټومي ګرد څخه د مخنیوي په موخه یې ټولې دغه ازموینې د ځمکې لاندې ترسره کولې. [۱][۲][۳]

تر ۱۹۹۸ زکال پورې دولت د مارشال جزایرو استوګنو وګړو ته د اټومي ازموینو د اغېزو سره د مخ کېدو له امله لږ تر لږه ۷۵۹ میلیون ډالره تاوان ورکړ. د ۲۰۲۱ زکال تر مارچ میاشتې پورې دغه هېواد خپلو ټولو هغو وګړو ته چې د اټومي وسلو د پروګرام له امله له ګواښونو سره مخ شوي و له ۲.۵ میلیارد ډالرو څخه زیات تاوان ورکړی و. [۴][۵][۶]

په ۲۰۱۹ زکال کې متحده ایالاتو او روسیې په پام وړ کچه پرتله کېدونې اټومي خولې لرلې؛ دغه دواړه هېوادونه په ګډه سره د ټولې نړۍ د اټومي وسلو ۹۰٪ زېرمې په واک کې لري. تر ۲۰۲۰ زکال پورې متحده ایالاتو ۳۷۵۰ فعالې او غیر فعالې اټومي خولې لرلۍ چې له دې سربېره ۲۰۰۰ نورو له کاره پاتې اټومي خولیو هم شتون درلود چې باید له منځه یووړل شي. متحده ایالاتو د ۲۰۱۹ زکال په مارچ میاشت کې د نیو سټارټ هوکړې ته په اړوند پرېکړه لیک کې څرګنده کړه چې د دغو زېرمه شوو اټومي خولیو څخه ۱۳۶۵ خولۍ یې په ۶۵۶  قاره مزلو توغندیو، له اوبتلونو څخه په ویشتل کېدونکو بالیستیک توغندیو او ستراتیژیکو بمبارد کوونکو الوتکو کې ځای پر ځای کړې دي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

پراختیايي تاریخچه[سمول]

د منهتن پروژه[سمول]

متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۳۹ زکال کې د ولسمشر فرانکلین روزولټ په امر د اټومي وسلو په جوړولو پیل وکړ، انګېزه یې هم له دې څخه ویره وه چې دوی به له نازي جرمني سره د دغه ډول وسلو د جوړولو په سیالۍ کې ښکېل شي. د ستنډرډ د ملي ادارې تر څار لاندې په کراره سره د دغه ډول وسلو د جوړولو له پیل وروسته دغه پروګرام د بریتانوي ساینس پوهانو او امریکايي مدیرانو د استدلالونو له امله د علمي څېړنو او پراختیا د ادارې تر واک لاندې راغی. دغه پروګرام په ۱۹۴۲ زکال کې په رسمي بڼه د متحده ایالاتو پوځ ته وسپارل شو او نور نو د منهتن د پروژې په نوم پېژندل کېده چې امریکایي، بریتانوي او کاناډايي ګډه پانګونه ګڼل کېده. د جنرال لزلي ګرووز تر مشرۍ لاندې له دیرشو څخه زیات مراکز د هغو اړوند د څېړنو، تولید او د بمونو د جوړولو په برخه کې د هغو د اجزاوو د ازموینې په موخه جوړ شول. په دغو کې د نیومکسیکو په لوس آلاموس کې د لوس آلاموس ملي لابراتوار، د فزیک پوه رابرټ اوپنهایمر تر مدیریت لاندې په واشنګټن کې د هانفورډ په نامه د پولوتونیم تولیدي تاسیسات او په ټنسي کې د ملي امنیت وای – ۱۲ کمپلکس شامل وو.

په لومړنیو اټومي ریکټورونو کې د پلوتونیم د تکامل او د یورانیم – ۲۳۵ د تولید په موخه د بډایه کوونکو بهیرونو د رامنځته کولو لپاره د الکترومقناطیسي میدان د جوړولو او د ګازو د خپراوي په برخه کې پرېمانه پانګونې لامل وګرځېدې څو متحده ایالات د ۱۹۴۵ زکال تر نیمايي پورې درې استفادې وړ اټومي وسلې تولید کړي. د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۶مه د ټرینټي په ازموینه کې د پولوتونیمي انفجار د طراحۍ پر مټ وسله وازمویل شوه چې ۲۰ کیلوټنه اغېز یې درلود. [۱۲]

ولسمشر هری ایس ټرومن د جاپان په اصلي ټاپوګانو باندې د پلان شوي برید سره د مخ کېدو له امله چې په پام کې و د ۱۹۴۵ زکال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شي او جاپان هم تسلیم کېدو ته چمتو نه و؛ د اټومي بریدونو د ترسره کولو امر یې ورکړ. د ۱۹۴۵ زکال د اګست په ۶مه متحده ایالاتو د لېټل بای (کوچني هلک) په نامه یو یورانیمي بم ته د جاپان د هیروشیما ښار په هوا کې چاودنه ورکړه چې د شاوخوا ۱۵ کیلوټنو ټي ان ټي انرژي یې لرله؛ د دغه بم د چاودنې امله ۷۰ زره تنه ووژل شول چې په دغو کې ۲۰ زره جاپاني جنګیالي او ۲۰۰۰۰ کوریايي غلامان شامل و، ورته مهال د دغې چاودنې له امله ۵۰۰۰۰ کورونه ونړېدل (په دغو کې د جاپان دویم سلطنتي پوځ او د پنځمې لوا مرکزونه شامل وو). درې ورځې وروسته د اګست په ۹مه متحده ایالاتو په ناګاساکي برید وکړ او دلته یې د فټ من (چاغ سړي) په نامه پولوتونیمي بم وغورځاوه چې د ۲۰ کیلوټنه ټي ان ټي په کچه انرژۍ یې لرله؛ د دغې چاودنې له امله ۶۰٪ برخه ښار ونړېد او ۳۵ زره کسان یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې د مهماتو په برخه کې له ۲۳۲۰۰ څخه تر ۲۸۲۰۰ تنو پورې جاپاني کارګران، ۲۰۰۰ کوریايي غلامان او ۱۵۰ جاپاني جنګیالي شامل وو. [۱۳]

د ۱۹۴۷ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه د ۱۹۴۶ زکال د اټومي انرژۍ قانون (د مک ماهون د قانون په نامه پېژندل کېږي) اجرایوي بڼه ومونده او د منهتن پروژه په رسمي توګه د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ کمیسیون ته وسپارل شوه.[۱۴]

د منهتن پروژه د ۱۹۴۷ زکال د اګست په ۱۵مه نېټه لغو شوه. [۱۵]

اوسنی وضعیت[سمول]

متحده ایالات د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون د لاسلیک کوونکو هېوادونو له خوا د پنځو په رسمیت پېژندل شوو اټومي قدرتونو څخه یو دی. د متحده ایالاتو د ځای پر ځای شوو او ذخیره شوو اټومي وسلو په ګډون دغه هېواد په ۲۰۱۷ زکال کې ۴۰۱۸ اټومي وسلې لرلې. دغه کچه په ۱۹۶۷ زکال د خپل اوج پر مهال د ټولو ۳۱۲۲۵ او د ۱۹۸۹ زکال د ۲۲۲۱۷ اټومي خولیو له کچې سره د پرتلې وړ ده، چې په دغو کې په زرګونو هغه اټومي خولۍ نه دي شمېرل شوي چې له کاره لوېدلې او په پام کې ده له منځه یووړل شي. د تکزاس آماریلو ته څېرمه د پانټکس اټومي تاسیسات په دغه هېواد کې یوازني تاسیسات دي چې کولای شي پخوانۍ اټومي وسلې بېرته ورغوي او یا یې هم له منځه یوسي. [۱۶][۱۷]

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ زکلونو پر مهال د اوباما ادارې داسې پالیسۍ اعلان کړې چې له اټومي وسلو څخه یې د ګټنې او همدارنګه یې د نوو اټومي وسلو د پراختیا په برخه کې د بوش د ادارې پالیسۍ لغو کړې. بارک اوباما لومړی ځل په ۲۰۰۹ زکال کې د یوې وینا پر مهال «له اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ» اړوند خپله موخه څرګنده کړه. د دغې موخې لپاره امریکايي ولسمشر بارک اوباما او د هغه روسي سیال ډیمټري مېدوېدوف د ۲۰۱۰ زکال د اپرېل په ۸مه نېټه د نیوسټارټ هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې د دغه هېواد د فعالو ۲۲۰۰ اټومي وسلو کچه ۱۵۵۰ ته راښکته کېدله. همدغه اونۍ ولسمشر اوباما د ټولو ولسمشرانو د اړتیا وړ هستوي وضعیت په ارزونه کې له اټومي وسلو څخه د ګټنې اړوند د متحده ایالاتو په پالیسیو بیا کتنه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې اعلان وکړ چې متحده ایالات به له خپلو اټومي وسلو څخه هېڅکله د غیر اټومي هېوادونو او همدارنګه د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته د ژمنو هېوادونو پر وړاندې کار وانخلي. دغې پالیسۍ همدارنګه د هر ډول نوو اټومي وسلو له پراختیا مخه نیوله. له دې سره د اټومي وضعیت د همدغې بیاکتنې پر مهال د ۲۰۱۰ زکال په اپرېل میاشت کې د «لږ اغېز لرونکو» اټومي وسلو د پراختیا لپاره اعلان شوې اړتیا شتون درلود. دغه چاره د بي ۶۱ (B61 Mod 12) توغندیو د پراختیا لامل وګرځېده. له دې سره چې ولسمشر اوباما د اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ او د ولسمشر بوش په اټومي سیاستونو کې د بدلون څرګندونه کړې وه، خو د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د سړې جګړې را وروسته د بل هر ولسمشر د واکمنۍ د دورې په پرتله په ډېر لږ شمېر اټومي خولۍ له منځه یووړل شوې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۲۰۱۴ زکال کې د روسیې او اوکراین د جګړې څخه د رامنځته شوو ګواښونو له امله د اوباما دولت د متحده ایالاتو د اټومي وسلو د تاسیساتو او جوړښتونو د نوي کولو او پراختیا لپاره په راتلونکو دېرشو کلونو کې د نږدې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت پلانونه اعلان کړل. د دغو نوو پلانونو له مخې د متحده ایالاتو دولت د نویو اټومي کروز توغندیو د جوړلو په برخه کې څېړنو او پراختیايي چارو ته بودیجه برابروي. د ټرامپ او بایډن ادارو هم د دغو پلانونو پلي کولو ته دوام ورکړی. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Estimated Minimum Incurred Costs of U.S. Nuclear Weapons Programs, 1940–1996". Brookings Institution. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Paine, Christopher E.; Cochran, Thomas B.; Norris, Robert S. (4 January 1996). "The Arsenals of the Nuclear Weapons Powers: An Overview" (PDF). Natural Resources Defense Council. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gross, Daniel A. (2016). "An Aging Army". Distillations. 2 (1): 26–36. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "50 Facts About U.S. Nuclear Weapons". Brookings Institution. 1998. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Radiation Exposure Compensation System Claims to Date Summary of Claims Received by 08/15/2013 All Claims" (PDF). United States Department of Justice. 16 August 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – updated regularly
  6. Montoya Bryan, Susan (2021-04-20). "People downwind of atomic blasts renew push for US payout". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 16 June 2019 باندې). Here's how many nuclear warheads exist, and which countries own them. Defense News.
  8. (په 17 June 2019 باندې). Global Nuclear Arsenal Declines, But Future Cuts Uncertain Amid U.S.-Russia Tensions. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  9. Nuclear Stockpile Transparency, National Nuclear Security Administration.
  10. Fact Sheet: Nuclear Weapons: Who Has What at a Glance, Arms Control Association (updated: July 2019).
  11. "Projected Costs of U.S. Nuclear Forces, 2021 to 2030" (په انګلیسي ژبه کي). Congressional Budget Office. 24 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Light of Trinity, the World's First Nuclear Bomb". The New Yorker (په انګلیسي ژبه کي). 2015-07-16. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Nuke-Rebuke: Writers & Artists Against Nuclear Energy & Weapons (The Contemporary anthology series). The Spirit That Moves Us Press. 1 May 1984. د کتاب پاڼي 22–29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hewlett, Richard G.; Anderson, Oscar E. (1962). The New World, 1939–1946 (PDF). University Park: Pennsylvania State University Press. د کتاب پاڼې 641. OCLC 637004643. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-07186-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jones, Vincent (1985). Manhattan: The Army and the Atomic Bomb. Washington, D.C.: United States Army Center of Military History. د کتاب پاڼې 600. OCLC 10913875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Status of World Nuclear Forces". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gross, Daniel A. (2016). "An Aging Army". Distillations. 2 (1): 26–36. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 3 April 2009 باندې). Obama sets goal of world without nuclear weapons. The Independent.
  19. "U.S., Russia Agree To Pursue Nuclear Reduction". NPR.org. 6 July 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Michael D. Shear (په 8 April 2010 باندې). Obama, Medvedev sign treaty to reduce nuclear weapons.
  21. David E. Sanger (په 5 April 2010 باندې). Obama Limits When U.S. Would Use Nuclear Arms.
  22. (په 2022-03-21 باندې). The Smaller Bombs That Could Turn Ukraine Into a Nuclear War Zone. The New York Times.
  23. "Obama Administration Announces Unilateral Nuclear Weapon Cuts". Federation Of American Scientists (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. William Broad; David Sanger (21 September 2014), "U.S. Ramping Up Major Renewal in Nuclear Arms", New York Times الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "U.S. Nuclear Modernization Programs". Arms Control Association. 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Thompson, Loren. "Obama Backs Biggest Nuclear Arms Buildup Since Cold War". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Mehta, Aaron (2016-07-21). "Senators Urge Obama To Cancel Nuclear Cruise Missile". Defense News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)