د متحده ايالتونو تاريخچه (۱۹۹۱-۱۹۸۰)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د متحده ايالتونو تاريخ د Jimmy Carter د ولسمشرۍ وروستی کال، د Ronald Reagan ادارې اته کلونه او د شوروي اتحاد تر ماتې پورې د George H. W. Bush د ولسمشرۍ لومړي درې کلونه رانغاړي. د ايران يرغمل کړکېچ، د انفلاسيون لوړېدل او ډېرېدونکي کورني مخالفت له امله Carter په ۱۹۸۰ ز کال کې جمهوري غوښتونکي Reagan ته ولسمشريزې ټاکنې بايلودې.

په خپلې لومړي وینا کې Reagan پراختيايي مالي تګلارې وړاندې کړې، چې په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ ز کال کې له يو شاته تګ څخه وروسته يې د تېلو ارزښت د راټيټولو په ګډون د امريکايي اقتصاد هڅول په نښه کړل، چې د ۱۹۸۰ ز لسيزې د تېلو مړښت ( اشباع )ته يې لاره هواره کړه. نوموړي په څلورو سرمشريزو غونډو کې د شوروي اتحاد له مشر ميخايل ګوربچوف سره وکتل، چې کتنې يې د INF تړون د لاسليکولو له مخې د يادونې وړ دي. دې چارو د سوړ جنګ  پای چټک کړ، چې په ۱۹۸۹ – ۱۹۹۱ ز کلونو کې پای ته ورسېد. د سوړ جنګ پای ته رسېدل، په ختيځې اروپا، شوروي اتحاد او د درېيمې نړۍ ګڼ شمېر لاسپوڅو هېوادونو کې د کمونيزم د ماتې له مخې د نمونې په توګه مشخص شوي دي. له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۳ ز کال پورې د امريکا اقتصاد په شاته تګ کې و، مګر له يادو کلونو څخه وروسته په تېزۍ سره بېرته ورغول شو او وده يې وکړه.

د ايران کنټرا چاره د دې وختونو پر مهال يوه تر ټولو نامتو رسوايي وه، چې د ريګن ادارې په کې پر ايران باندې وسلې وپلورلې او پيسې يې کيڼ اړخو ته متمايل نيکاراګوا کې امريکا پلويو چريکي کنټراس سره د CIA د مرستې لپاره وکارولې.

ډيموګرافيک بدلون او د Sun Belt وده[سمول]

د ۱۹۷۰ ز لسيزې په پراخ ډول بحث شوې احصايوي ښکارنده د Sun Belt راښکاره کېدل و، چې دا سويل لويديځ، سويل ختيځ او په ځانګړي ډول فلوريدا او کليفورنيا (چې له مخې يې په ۱۹۶۴ ز کال کې د تر ټولو ګڼ نفوسه «نيويارک» څخه هم مخکې و) رانغاړونکې يوه سيمه وه. په ۱۹۸۰ ز کال کې د Sun Belt وګړي، د شمال ختيځ او منځني لويديځ (Rust Belt) له صنعتي سيمو څخه د تيري کولو په موخه راپورته شوي وو، چې په ثابت ډول يې صنعت له لاسه ورکړی و او لږه وګړيزه وده يې لرله. د (Sun Belt) راپورته کېدل، د هغو بدلونونو لوړې کچې ته رسېدل وو، چې په ۱۹۵۰ ز لسيزه کې په امريکايي ټولنه کې پيل شو. د ا ارزانه هوايي سفر، موټرونو، د دولتونو تر منځ نظام او د برابرې هوا رسېدلې ټولو په ګډه د سويل او لويديځ ستره کډوالي وهڅوله. ځوان او د کاري عمر لرونکي امريکايان او تجربه لرونکي متقاعدين ټول Sun Belt ته راټول شول. [۱][۲]

د Sun Belt راپورته کېدنه، د ولس په سياسي اقليم کې د محافظه کارۍ په پياوړي کولو سره اوس هم يو بدلون رامنځته کوي. په دې مخ پر وده سيمه کې پراخ ذهنيت په چټک ډول د Rust Belt له اندېښنو سره مخالفت وکړ، چې په اصل کې د دوی له خوا مېشت شوي وو، په ځانګړي ډول لږه کۍ ډلې او لوړ رتبه اتباع وو، چې يا يې نورو سيمو ته د تګ وړتيا نه لرله او يا يې نه غوښتل لاړ شي. شمال لويديځ او منځنی ختيځ ټولنيزو خپرونو ته ډېر ژمن پاتې او د سويل او لويديځ د پراخو نامنظمو ايالتونو په پرتله د منظمې ودې خورا لېوال وو. په يادو سيمو کې ټاکنيزو تمايلاتو لرې والی منعکس کړ. شمال لويديځ او منځنی ختيځ په فدرالي، ايالتي او سيمه ييزو ټاکنو کې په زياتېدونکي ډول ديموکرات نوماندانو ته رايه کاروي، په داسې حال کې چې سويل او ختيځ اوسمهال د جمهوري غوښتونکې ډلې لپاره کلک بنسټ دی. [۳][۴]

دا چې په شمال لويديځ او منځني ختيځ کې توليدي صنعت په پرله پسې ډول له خپلو دوديزو مرکزونو څخه راووت، بې روزګاري او غربت زيات شو. د نيويارک ښاروال John Lindsay له لوري د نمونې په ډول وړاندې شوې ليبرالي ځواب په ناڅاپي ډول د خيريه خدمتونو، زده کړو، عمومي ګومارنې او عمومي تنخواګانو لوړوالی و، په داسې حال کې چې د ماليې بنسټ مخ په کمېدو او راټولېدونکی و. نيويارک ښارپه ۱۹۷۵ ز کال کې يوازې د دېوالي توب مخه ونيوله، چې پر خپلې بوديجې باندې د سختې ادارې تر څنګ د ايالتي او فدرالي پيسو په کارونې سره وژغورل شو. [۵][۶]

په همدې وختونو کې، په کليوالي، ښارياتو او Sunbelt سيمو کې مېشتو محافظه کارانو د لېبرالانو د پراخو لګښتونو  او هغه څه پر وړاندې نيوکه وکړه، چې دوی د ليبرال ټولنيزو خپرونو پاتې راتلل ګڼل. دا د ۱۹۸۰ ز کال ولسمشريز توکم او د ۱۹۹۴ ز کال منځنۍ دورې په هغو ټاکنو کې يوه پياوړې موضوع وه، چې د ديموکراتانو له ۴۰ کلونو ادارې يا کنترول څخه وروسته په کې جمهوري غوښتونکو د استازو مجلس تر لاسه کړ. [۷]

د ۱۹۶۰ لسيزې ليبرالي مشرانو، د سترې ټولنې (Great Society) د دورې ځانګړتيا او د مدني حقونو خوځښت په ۱۹۷۰ لسيزه کې محافظه کار ښاري سياستپوهانو (لکه د نيويارک ښاروال Ed Koch، چې يو محافظه کار ديموکرات و) ته په ټول هېواد کې لاره هواره کړه. [۸]

د ريګن اوښتون Reagan Revolution[سمول]

د متحده ايالتونو له لورې د شوروي د سولې ردونه[سمول]

۱۹۷۰ ز لسيزې د امريکا پر ځان باور ته پياوړي ګوزارونه ورکړل. د ويتنام جګړې او د واټر ګېټ رسوايۍ په ولسمشرۍ کې ډاډ او باور تن نس کړ. په ۱۹۷۵ ز کال کې د سويلي ويتنام د غورځېدونې، په ۱۹۷۹ ز کال کې د ايران د يرغمل کړکېچ، په افغانستان کې د شوري لاسوهنې، د نړيوال تروريزم ودې او د وسلو سيالۍ په ګډون نړيوالو ماتو، د نړيوالو چارو اداره کولو په برخه کې د هېواد د وړتيا په اړه ډار راپورته کړ. د انرژي کړکېچ، لوړې بېکارۍ او خورا لوړ انفلاسيون او د شیانو بیو او  قېمتونو زور اخيستنې اقتصادي پلان جوړول ستونزمن کړل او د امريکايي هوساينې د راتلونکي په اړه يې بنسټيزې پوښتنې راپورته کړې. [۹]

امريکايي «نا راحتي» يوه اصطلاح ده، چې د «د باور کړکېچ» تر سرليک لاندې د جيمي کارتر په وينا پسې، د ۱۹۷۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۸۰ ز لسيزې په لومړيو کې رامنځته شوه او ځکه بې بنسټه نه شوه، چې ملت پر ځان باور له لاسه ورکاوه.  

د شوروي اقتصاد د Leonid Brezhnev تر واکمنۍ لاندې سقوط کاوه. د بېلګې په ډول: اقتصاد يې د محاسبې له مخې په پېړيو شاته و او يوازې د تېلو د ګټورو لېږدونو (صادراتو) له امله ژوندی ساتل شوی و. په همدې وختونو کې له شوروي اتحاد  سره روغه جوړه ځکه له منځه لاړه، چې کمونيستانو په درېيمه نړۍ کې لاسته راوړنې تر لاسه کړې. ډېره حيرانوونکې لاسته راوړنه، په ۱۹۷۵ ز کال کې هغه مهال د ويتنام بريا وه، چې شمالي ويتنام پر سويلي ويتنام باندې بريد وکړ او هغه يې ونيو، چې امريکايي ځواکونو يوازې د امريکايي ملاتړو د ژغورنې په موخه لاسوهنه وکړه. نږدې يو ميليون کډوال وتښتېدل، چې ډېری ژوندي پاتې شوي يې متحده ايالتونو ته راغلل. د مسکو يا بيجنګ له خوا په شا شوي نور کمونيستي خوځښتونه، په ټوله افریقا، سويل لويديځې اسيا او لاتيني امريکا کې په چټکۍ سره خپرېدل. د ۱۹۷۰ ز لسيزې په پای ته رسېدلو سره يې افغانستان ته په يو حرکت کې د ځواکونو په لېږلو سره، شوروي اتحاد د بريژينوف نظريې ( دکتورين) ته ژمن ښکارېده. د دوی دا چاره د لويديځو او اسلامي هېوادونو له لوري په بشپړ ډول ناکاره عمل وګڼل شو.

په نړيوال او کورني ډول د امريکايي زوال دې ټولو کتنو يا ادراکونو ته په غبرګون  سره د علمي اشخاصو، ژورنالېستانو، سياستپوهانو او تګلاره جوړوونکو يوه ډله، چې زيات خلک يې نوي محافظه کار نوموي. نظر دې ته چې ډېری غړي يې تر اوسه ديموکراتان وو، په ۱۹۷۰ز لسيزه کې يې د دفاعي مسئلو په اړه د ديموکرات ګوند د leftward هڅې پر وړاندې بغاوت وکړ (په ځانګړي ډول په ۱۹۷۲ ز کال کې د Goerge McGovern له نوماندۍ څخه وروسته) او ليبرال ديموکراتان يې د ملت د کمزوري شوي جيوپوليټيکي درېځ لپاره پړ کړل. زيات يې ديموکرات سناتور Henry “Scoop” Jackson باندې راټول شول، مګر وروسته يې ځانونه رونالډ ريګن او جمهوري غوښتونکو سره يو خای کړل، دوی ورسره د پياوړي شوروي کمونيست پراختيا پر وړاندې د مخالفت کولو ژمنه وکړه. دوی په عمومي ډول د کمونيست خلاف ديموکراتان او د سترې ټولنې (Great Society) د مرستندويه خپرونو مخالف وو، مګر د دوی اصلي نښې د کمونيزم رانغاړلو پخوانۍ تګلارې او شوروي اتحاد سره روغه جوړه وې او د بې موخه مذاکراتو، ديپلوماسۍ او د وسلو کنترول په پرتله يې د کمونيزم ګواښ راټولول او سوله ييز پای غوښتل. [۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. David Wilson, and Jared Wouters. "Spatiality and growth discourse: the restructuring of America's rust belt cities." Journal of Urban Affairs (2003) 25#2 pp: 123–138.
  2. Carl Abbott, The new urban America: growth and politics in Sunbelt cities. (1981).
  3. Darren Dochuk, From Bible Belt to Sunbelt: Plain-Folk Religion, Grassroots Politics, and the Rise of Evangelical Conservatism (2010)
  4. James Salt, "Sunbelt capital and conservative political realignment in the 1970s and 1980s." Critical Sociology 16.2–3 (1989): 145–163.
  5. Seymour P. Lachman and Robert Polner, The Man Who Saved New York: Hugh Carey and the Great Fiscal Crisis (2010) p 142
  6. Martin Shefter, Political crisis/fiscal crisis: The collapse and revival of New York City (1992)
  7. Gary C. Jacobson, "The 1994 House elections in perspective." Political Science Quarterly (1996): 203-223. in JSTOR
  8. Jonathan M. Soffer, Ed Koch and the Rebuilding of New York City (2010)
  9. Laura Kalman, Right Star Rising: A New Politics, 1974-1980 (2010)
  10. Jesús Velasco, Neoconservatives in U.S. Foreign Policy under Ronald Reagan and George W. Bush: Voices behind the Throne (2010)