د مایکرو سټراتيژي شرکت
سټراټيژي (پخوا د مایکرو سټراټيژي په نوم پېژندل کېده) یو امریکایي شرکت دی چې د سوداګریزې ځیرکتیا او ګرځنده سافټویر خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت په ۱۹۸۹م کال کې د مایکل جي سېیلر، سنجو بنسل او توماس سپهر لخوا جوړ شو. یاد شرکت داسې یو سافټویر جوړوي چې د داخلي او بهرني معلوماتو دقیقه شننه کوي، تر څو سوداګریزې پرېکړې اسانه شي او ګرځنده اپلېکېشنونه جوړ شي. دا یو عامه شرکت دی چې مرکزي دفتر یې د امریکا د ویرجینیا ایالت په ټایسنز کارنر (د واشنګټن د ښاري سیمې تر څنګ) کې موقعیت لري. د سوداګریزې شننې په برخه کې د دې شرکت مهم سیالان ایس ای پي، اي بي ایم او اورکل نړیوال شرکتونه دي. د سټراتيژي شرکت اجرايوي مشر سېيلر دي،هغه له ۱۹۸۹م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د دې شرکت اجرایوي رییس و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
له ۲۰۲۰م کال راهیسې، د دې شرکت ونډه د بیټ کوین بدیل ګڼل کېږي، ځکه چې د مایکرو سټراټيژي شرکت خورا زیات بیټ کوین لري. د شرکت اجرایوي مشر هم یادونه کړي چې دغه شرکت د لیورجډ د پانګونې صندوق په څېر دي، خو پخپله په رسمي توګه د پانګونې صندوق نه دی.[۸]
د ۲۰۲۵م کال د نومبر تر ۱۷مې نیټې پورې، د ځينو راپورونو له مخې د سټراتيژي شرکت له ۶۵۰ زرو زیات بیټ کوین درلودل چې ارزښت یې نژدې ۵۹.۶۹ میلیارده امریکايي ډالره ته رسېـږي، له همدې امله یاد شرکت په نړیواله توګه تر ټولو ډېر بیټ کوین له ځان سره لري. د بلاکي ځنځیر د شننې شرکت ارخام انټیلیجنس وايي چې د ۲۰۲۴م کال تر ډسمبر میاشت پورې مایکرو سټراټيژي شرکت د نړۍ شپـږم لوی شرکت و چې ډېره کريپټو شتمني (ډيجیټلي شتمني) یې درلوده. [۹][۱۰]
تاریخچه
[سمول]سېیلر په ۱۹۸۹م کال کې د مایکرو سټراټیژي شرکت د ډوپانټ شرکت سره تر سلاکولو وروسته پیل کړ، د یاد شرکت د پیل پانګه ۲۵۰ زره ډالره وه او مرکزي دفتر یې د ډیلاویر ایالت په وېلمېنګټن ښار کې و. په لنډ وخت کې سنجو بنسل هم ورسره یو ځای شو، دوی له یو بل سره د ماساچوسېټس د ټیکنالوژۍ په انسټېټیوټ کې پيژندلي و. دوی د غیرخطې ریاضیاتو په کارولو سره د معلوماتو د مایننګ او سوداګریزې ځیرکتیا سافټویر جوړاوه، چې الهام یې د ماساچوسېټس انسټېټيوت د سیسټم ـ ډاینمېکس له یوې درسي مضمون څخه اخیستی و.[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۱۹۹۲م کال کې، مایکرو سټراتيژي خپل لومړنی لوی پېرېدونکی ترلاسه کړ، دوی له مک ډونالډز سره د ۱۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړ. له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۱۹۹۶م کال پورې د یاد شرکت عایدات هر کال ۱۰۰ سلنه زیاتېدل. په ۱۹۹۴م کال کې، د دغه شرکت دفترونه او ۵۰ کارکوونکي له ډیلاویر څخه د ویرجینیا ایالت ټایسنز کارنر ته ولېږدول شول.[۱۴][۱۵]
د ۱۹۹۸م کال د جون په ۱۱ مه، مایکرو سټراټيژي د لومړني عامه پلور له لارې عامه شرکت شو. دغه شرکت ۳۶ میلیونه عادي ونډې وپلورلې، چې د هرې ونډې بیه ۶ ډالر وه، دغه ونډې د ایم ایس ټي ار تر نښان لاندې د امنيتي اسهامو د پلورونکو په سټاک بازار کې وپلورل شوې. [۱۶]
په ۲۰۰۰م کال کې، مایکرو سټراټيژي د څېړنې او پراختیا د څانګې په توګه د الرام کام شرکت جوړ کړ. د همدې کال د مارچ په ۲۰ مه، د حسابدارۍ د طریقو تر بیاکتنې وروسته شرکت اعلان وکړ چې د تېرو دوو کلونو مالي پایلې به له سره سموي. د شرکت د ونډې بیه، چې له ۷ ډالرو څخه تر ۳۳۳ ډالرو پورې لوړه شوې وه، په یوه ورځ کې ۶۲ سلنه راولوېده او ۱۲۰ ډالرو ته ورسېده، دا پېښه د ډاټ-کام ګراف د چاودېدو په توګه یادیږي.[۱۷][۱۸][۱۹]
کله چې د مایکرو ستراتيژي شرکت د ۲۰۰۰م کال د مارچ په ۲۰مه وویل چې د ۱۹۹۸م او ۱۹۹۹م کلونوعایدات یې ډېر لوړ ښودلي، نو د دغه شرکت خلاف د ویرجینیا ختیځې فدرالي محکمې ته شاوخوا دوه درجن ډله ییزې دعوې وړاندې شوې. د ۲۰۰۰م کال په ډسمبر کې، د امریکا د امنيتي اسنادو او تبادلې کمېسیون پر دغه شرکت او د دې شرکت په مشرانو تورونه ولګول، همداراز وروسته د درغلۍ په تړاو دعوه هم پرې ثبت شوه. په پای کې، سېیلر، بنسل او د شرکت پخواني مالي مشر د امنیتي اسنادو د تبادلې له کمېسیون سره پرته له دې چې پړه ومني، جوړجاړی وکړ؛ هر یوه ۳۵۰ زره ډالر جریمه ( ټوله ۱۰ میلیونه ډالره جریمه کېږي) تحویل کړه. همداراز شرکت د امنیتي اسنادو د تبادلې له کمېسیون سره د یو خپلواک مدیر د ګومارلو پر سره جوړجاړی وکړ، تر څو دغه مدیر د قوانینو پلي کېدل ډاډمن کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ۲۰۰۹م کال په فبرورۍ کې مایکرو سټراټيژي خپل الرام کام شرکت په ۲۷.۷ میلیونه ډالره د اې بي اېس کپیټل پارټنرز په شرکت وپلوره. په همدې کال کې د سټراټيژي شرکت د انلاین شننې خدمتونه هم معرفي کړل، چې پکې د معلوماتو ګډ زېرمتون کارول کېده، تر څو راپورونه او ناڅاپي پوښتنې ډېرې چټکې شي. په ۲۰۱۰ کال کې، دغه شرکت د ایفون او ایپډ په څېر ګرځنده وسیلو لپاره د سوداګریزې ځیرکتیا سافټویر جوړول پیل کړل.[۲۵][۲۶][۲۷]
په ۲۰۱۱م کال کې، دغه شرکت د کلاوډ پر بنسټ خدمتونه (د مایکرو سټراتيژي کلاوډ) معرفي کړل. همدارنګه په ۲۰۱۳م کال کې، مایکرو سټراټيژي خپل انجل اپلیکیشن د جېنېسس پر مخابراتي شرکت وپلوره. [۲۸][۲۹][۳۰]
د ۲۰۲۲م کال په اګسټ کې د واشنګټن ډي سي لوی څارنوال پر سېیلر د مالیې د درغلۍ دعوه وکړه او ویې ویل چې هغه له ۲۵ میلیونه ډالرو څخه ډېره مالیه په ناقانونه ډول نه ده ورکړې. پر مایکرو سټراټيژي شرکت هم تور ولګېد چې د سېيلر د استوګنې د پتې په ناسم ښودلو کې یې مرسته کړې ده، خو دغه شرکت دا تورونه ناسم وبلل او ویې ویل چې دا د ښاغلي سېیلر شخصي موضوع ده. د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې سېیلر او مایکرو سټراتيژي شرکت له ډي سي ولسوالۍ سره د ۴۰ میلیونه ډالرو پر جوړجاړي سلا شول.[۳۱][۳۲][۳۳]
د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۸ مه نېټه سېیلر د سټراټیژي شرکت د اجرایوي ریاست له مقام څه استعفا وکړه، تر ده وروسته فونګ لي د دې شرکت رییس شو. سېیلر اوس د شرکت اجرایوي مشر دی او په تازه خبرو کې یې څرګندونه کړي چې دی به د بیټ کوین د پېرولو پر تګلارې تمرکز کوي، خو د شرکت عمومي چارې به فونګ لي سمبالوي.[۳۴]
د بیټ کوین پېرودنې
[سمول]د ۲۰۲۰م کال د اګسټ په میاشت کې مایکرو سټراټيژي د زېرمې شتمنۍ په توګه د ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره په ارزښت بیټ کوین واخیستل، دغه شرکت د بیټ کوین د پېرولو په اړه وویل: اوس د نغدې پيسو عاید کم دي، ډالر کمزوري شوي او ځینې نور نړیوال اقتصادي لاملونه هم شتون لري. تر دغه لويي پېـرودنې وروسته مایکرو سټراټيژي شرکت څو ځله نور هم په لویه کچه بیټ کوین وپېرل. د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر تر ۱۹ پورې، مایکرو سټراټيژي او اړوند نورو شرکتونو یې شاوخوا ۱۳۰ زره بیټ کوین لرل، د دې ټولو ارزښت ۳.۹۸ میلیارده ډالره وو، چې هر بیټ کوین شاوخوا ۳۰۶۳۹ ډالره بیه درلوده. د دې تګلارې اصلي هڅوونکی مایکل سېیلر دی.[۳۵][۳۶]
د ۲۰۲۲م کال د مۍ په ۳مه، د مایکرو سټراتيژي شرکت د درې میاشتني عاید په ناسته کې د دغه شرکت مالي مشر فونګ لي وویل، که د بیټ کوین بیه شاوخوا ۲۱ زره ډالرو ته راکمه شي، نو شرکت به د مارجېن کال له خطر سره مخ شي. دا به شرکت اړ کړي چې د خپلو بیټ کوینونو یوه برخه وپلوري. هغه زیاته کړه چې شرکت کولی شي د پور لپاره نور تضمینونه هم ورکړي تر څو د دې حالت مخنیوی وشي. کله چې د ۲۰۲۲م کال په جون کې د بیټ کوین بیه شاوخوا ۲۰۸۰۰ ډالرو ته راولوېده، شرکت وویل چې تر اوسه یې مارجېن کال نه دی ترلاسه کړی او دومره پانګه هم لري چې د بازار نور بدلونونه وزغمي.[۳۷][۳۸][۳۹]
د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۵مه، دغه شرکت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳م کال د اګست له ۱ څخه تر سپټمبر ۲۴ پورې مایکرو سټراټيژي شرکت او د هغه اړوند شرکتونو شاوخوا ۵۴۴۵ بیټ کوینونه د ۱۴۷.۳ میلیونه ډالرو په بدل کې اخیستي دي. په هغه وخت کې د هر بیټ کوین منځنۍ بیه شاوخوا ۲۷۰۵۳ ډالره وه.
د یو راپور له مخې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر تر ۸ مې نیټې پورې مایکرو سټراټيژي شرکت ۴۲۳۶۵۰ بیټ کوینونه لرل، چې ارزښت یې ۴۲.۴۳ میلیارده ډالر و، له همدې امله دغه شرکت د نړۍ تر ټولو ډېر بیټ کوین لرونکی شرکت ګڼل کېـږي. د نورو ډيجیټلي خزاني بنسټونو په څېر، مایکرو سټراټيژي شرکت پانګه والو ته پر بلاکي ځنځیر ولاړ معلومات نه ورکوي، ځکه نه غواړي چې زېرمې یې په عامه توګه تاييد شي. دغه شرکت د ۲۰۲۴م کال د نومبر له ۱۱ مې وروسته په یوه میاشت کې ۱۴۹۸۸۰ بیټ کوینونه واخیستل. د همدې شتمنۍ پر بنسټ، مایکرو سټراټيژي شرکت د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۲۳مه دناسډاک – ۱۰۰ بازار ته شامل شو.[۴۰][۴۱][۴۲]
د ۲۰۲۵م کال د جولای له ۷ څخه تر ۱۳ پورې، دغه شرکت د ۴۷۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۲۲۵ بیټ کوینونه واخیستل، چې د هر بټکوین منځنۍ بیه هغه وخت ۱۱۱۸۲۷ ډالره وه. [۴۳]
د سټراتيژي شرکت د ۲۰۲۵م کال د دویمې او درېیمې ربعې په ترڅ کې د ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت څلور کریډیټه اعتباري مالي وسایل وړاندې کړل. مایکل سېیلر بلومبرګ ته وویل چې دا لوړ عاید لرونکي دايمي مالي وسایل دي، چې موخه یې د پانګه والو لپاره د بیټ کوینونه د بدلونونو او خطر کمول دي.[۴۴]
د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې، فوربز مجلې راپور ورکړ چې د سټراټيژي شرکت ونډې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه راکمې شوې دي او د شرکت د بازار ارزښت ۴۹ میلیارده ډالرو ته ټیټ شوی، حال دا چې په همدې وخت کې یې د بیټ کوین شتمني ۵۶ میلیارده ډالر ارزښت درلود. په ورته وخت کې د شرکت اجرایوي رییس فونګ لي د بیټ کوین د احتمالي پلور په اړه څرګندونې وکړې، ځکه نو د بازار څارونکي اټکل کوي چې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په پیل کې د بیټ کوین د بیو تر ۸۶ زره ډالرو را ښکته کېدل له همدې وجې و. [۴۵][۴۶]
محصولات
[سمول]د مایکرو سټراټیژي ۲۰۲۰ ماډل سافټویر د دې شرکت د سوداګریزې ځیرکتیا د سافټویر وروستۍ بڼه ده. تر دې پخواني ماډل سافټویر ( مایکرو سټراټيژي ۲۰۱۹ ) بیا هڅه کوله چې د معلوماتي سرچینو او اپلېکېشنونو ترمنځ اړیکه پیاوړې کړي او د ګرځنده اپلېکېشنونو جوړول اسانه کړي، په دې کې د بلوتوت له لارې د پېژندنې او غږیزو اسانتیاوو ملاتړ هم شامل و. تر دې وړاندې د مایکرو سټراټيژي ۱۰ ماډل سافټویري ټولګه خپره شوې وه، په دغه ټولګه کې د مایکرو سټراتيژي د شننې سافټویر، د موبایل ماډل سافټویر او اشر ماډل سافټویرونه شامل و. د ۲۰۱۷م کال د ډسمبر په میاشت کې د مایکرو سټراتيژي د ۱۰.۱۰ ماډل سافټویر کې ورکسټېشن هم اضافه شو. دا سافټویر د سوداګریزې ځیرکتیا او د وړاندوینې د شننې په کارولو سره له بېلابېلو سرچینو ( د معلوماتو ذخیرې، اېکسل فایلونه، اپاچي هډوپ ډیتا) کار اخلي، تر څو لویه ډیټا منظمه کړي. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
د مایکرو سټراټيژي موبایل ماډل ( په ۲۰۱۰ کال کې معرفي شو) د ایفون، ایپډ، انډرایډ او بلېک بېري لپاره اپلېکېشنونو ته د شننې وړتیاوې ورزیاتې کړې.[۵۳]
اشر د ډیجیټلي پېژندپاڼې او د هویتي ځیرکتیا یو محصول دی، دا محصول ادارو ته دا توان ورکوي چې خپل ډیجیټلي او فزیکي لاسرسی کنټرول کړي. دا محصول فزیکي کارتونه او پټ نومونه په خوندي ډیجیټلي نښو بدلوي او د کاروونکو د چلند او سرچینو د کارونې په اړه معلومات برابروي.[۵۴][۵۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ "MicroStrategy is Now Strategy". Business Wire. بياځلي په 5 February 2025.
- ↑ Perez, Juan Carlos (January 21, 2008). "Customers Trust MicroStrategy's Independence". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Howson, Cindi (February 14, 2013). "MicroStrategy Doubles Down On Mobile, Data Visualization". InformationWeek.
- ↑ Jaffe, Harry (March 1, 2000). "The Seven Billion Dollar Man". Washingtonian.
- ↑ "Microstrategy form 10-K". Microstrategy Investor Relations. 2020-02-13. بياځلي په 2020-03-26.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (August 2, 2022). "MicroStrategy CEO Saylor moves to chairman role, focusing on strategy and bitcoin". CNBC (in انګليسي). بياځلي په August 9, 2022.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (August 2, 2022). "MicroStrategy CEO Saylor moves to chairman role, focusing on strategy and bitcoin". CNBC (in انګليسي). بياځلي په August 9, 2022.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Glasser, Jeff (July 15, 1996). "From the Ground Up and Up". The Washington Post.
- ↑ Jaffe, Harry (March 1, 2000). "The Seven Billion Dollar Man". Washingtonian.
- ↑ Salter, Chuck (March 31, 2000). "People and Technology - MicroStrategy Inc". Fast Company.
- ↑ Glasser, Jeff (July 15, 1996). "From the Ground Up and Up". The Washington Post.
- ↑ Leibovich, Mark (January 6, 2002). "MicroStrategy's CEO Sped to the Brink". The Washington Post.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Takahashi, Dean (February 17, 2009). "Alarm.com buys out its owners for $27.7 million". VentureBeat. خوندي شوی له the original on July 7, 2022. بياځلي په January 17, 2026.
- ↑ Hilzenrath, David S. (March 22, 2000). "For MicroStrategy, A Matter of Timing". The Washington Post.

- ↑ Hirsch, Lauren (3 June 2024). "MicroStrategy and Its Founder to Pay $40 Million in Tax Fraud Lawsuit". New York Times (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 28 November 2024.
- ↑ Sigalos, MacKenzie (August 2, 2022). "MicroStrategy CEO Saylor moves to chairman role, focusing on strategy and bitcoin". CNBC (in انګليسي). بياځلي په August 9, 2022.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ "HyperIntelligence upgrades highlight MicroStrategy 2020". TechTarget. 2020-02-05. بياځلي په 2020-03-26.
- ↑ Holak, Brian (January 8, 2019). "MicroStrategy 2019 platform touts 'zero-click' analytics". Tech Target. بياځلي په April 2, 2019.
- ↑ Marshall, Mo (January 7, 2019). "MicroStrategy 2019 promises voice queries, hyper-targeted intelligence". Venture Beat. خوندي شوی له the original on May 10, 2019. بياځلي په April 2, 2019.
- ↑ Brust, Andrew (January 7, 2019). "MicroStrategy 2019 introduced "HyperIntelligence" contextual BI". ZDNet. بياځلي په April 2, 2019.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ "MicroStrategy Rolls Out Analytics Solutions for Cloud, Mobile Information-Driven Apps". Integration Developer News. بياځلي په 2014-02-20.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.
- ↑ Kanaracus, Chris (April 19, 2011). "Microstrategy Takes Aim at Self-service BI". PC World.