د لینوکس مینټ
لینوکس مینټ (په انګلیسي: Linux Mint) یو لینوکس توزیع دی چې پر اوبونټو ولاړ دی او د ازادو او خلاصې سرچینې سافټویرونو ډولونه په خپل دننه لري. د مینټ موخه «یو ښکلی او اسانه عملیاتي سیسټم دی چې په یو وخت کې ځواک او د کارونې اسانتیا ولري». دا توزیع د هغو کاروونکو لپاره چې تر اوسه یې د لینوکس سره تجربه نه ده درلودلې، د اسانې کارونې او نصب سادګۍ لپاره مناسب دی.
لینوکس مینټ له څو بېلابېلو سافټویري کڅوړو څخه جوړ دی چې زیاتره یې د یوه ازاد جواز لاندې خپاره شوي دي. د لینوکس مینټ اصلي جواز، جیپیال د الجیپیال سره دی.
لینوکس مینټ د خپلې کاروونکي ټولنې له خوا تاسیس شوی دی. انفرادي کاروونکي او شرکتونه چې له لینوکس مینټ څخه کار اخلي، د مرسته کوونکو، مالي ملاتړ کوونکو او همکارانو په توګه پیژندل کیږي. د ټولنې له خوا مالي مرستې او پر ویبپاڼو اعلانات د دې لامل کیږي چې لینوکس مینټ وړیا او یو ازاد سافټویر پاتې شي. په ۲۰۱۰ کال سپټمبر کې، لینوکس مینټ د LMDE نوې نسخې وړاندې کړه چې مستقیم له دبیان توزیع څخه منشعب شوې ده او د دې نسخې له ځانګړتیاوو څخه یو یې غلتان انتشار دی، یعنې په دوامداره توګه تازه کیږي او د پروګرامونو بیا نصبولو ته اړتیا نشته.
تاریخ
[سمول]لینوکس مینټ په ۲۰۰۶ کال کې د بېټا نسخې ۱ خپرولو سره، چې پر کوبونټو ولاړ و او د «آدا» رمز نوم یې درلود، خپل کار پیل کړ. د دې خپرولو په تعقیب، دویمه نسخه یا «باربارا» د اوبونټو پر بنسټ لومړنۍ نسخه په توګه خپره شوه. مینټ له دې نسخې څخه تر «کاساندار» پورې، چې درېیمه نسخه یې وه، لږ شمېر کاروونکي درلودل.
موخه
[سمول]د لینوکس مینټ موخه د رومیزی کمپیوټرونو لپاره د یوه عملیاتي سیسټم چمتو کول دي چې کورني کاروونکي او شرکتونه وکولی شي پرته له لګښت څخه، په غوره توګه ترې ګټه واخلي؛ په داسې بڼه چې هم ګټور او اغېزمن وي او هم تر ممکنه حده اسانه او ښکلی وي.
نسخې
[سمول]د لینکس مینټ درې نسخې لري چې مختلف ډیسټاپونه وړاندې کوي.
- د سینمن نسخه
- میټ نسخه
- د ایکس ایف سي ای نسخه
ځانګړتیاوې
[سمول]لینوکس مینټ په لومړي سر کې ازاد او خلاصې سرچینې سافټویرونه لري. تر ۱۸ نسخې پورې، ځینې انحصاري او متن بند سافټویرونه لکه د وسیلو درایورونه، ادوبي فلش او کودکونه د امپیتری او DVD-Video چلولو لپاره د مینټ سره شامل وو. له ۱۸.۱ نسخې څخه، د لینوکس مینټ نصبوونکي ته یو انتخاب اضافه شو ترڅو کاروونکی په خپله خوښه انحصاري کڅوړې نصب کړي.
لینکس مینټ د سافټویر پراخه لړۍ سره راځي، پشمول د لیبر آفس ، فایرفاکس ، تندربرډ ، ټرانسمیشن، او VLC . نور سافټویر د پلورنځي او Apt پیکج مدیر له لارې نصب کیدی شي.
مینټ د ISO فایل ډاونلوډ کولو پر مهال د Cinnamon، MATE، او XFCE درې نسخې هم وړاندې کوي، یوازینی توپیر یې د ورته نومونو ډیسټاپونه دي. نور ډیسټاپونه، لکه GNOME او KDE ، د سټور او Apt پیکج مدیر له لارې د مینټ نصبولو وروسته نصب کیدی شي.
https://www.linuxmint.com/rel_ulyssa_xfce_whatsnew.php