د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د انګلستان تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انګلستان له ۱۹۱۴-۱۹۱۸ز کال پورې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یو مخکښ متحد ځواک و. دوی د مرکزي قدرتونو، په ځانګړې توګه د المان پر وړاندې جګړه وکړه. وسله وال ځواکونه یې ډېر او بیا تنظیم شول. دغې جګړې د شاهي هوایي ځواک بنسټ کېښود. د برتانیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۱۶ز کال په جنورۍ کې یو داوطلبانه لوی پوځ جوړ شو، چې د پوځ نوم کیچنر و، په دغه پوځ کې تر 2000000 نه ډېر نارینه وو. دا جګړه د  ټولنیز یووالي پېښه وه. شور و شوق په  ۱۹۱۴ز کال کې ډېر شو او هغه ته ورته په ټوله اروپا کې و. [۱][۲][۳]

د جګړې په لړ کې، د کارګرانو او رایه ورکوونکو خوځښتونو ترمنځ او په ځانګړې توګه په ایرلنډ کې سختې کورنۍ ناارمۍ رامنځته شوې، خو دا شخړې وځنډول شوې. تر یوه بریده د سترواکۍ د دښمنانو د ماتولو په نوم قربانۍ وغوښتل شوې او هغو کسانو چې جګړه یې نه شوای کولای؛ نو په انسان دوستانه او بشري کارونو کې یې مرسته وکړه. دولت، د خوراکي توکو د کمښت او د کاري ځواک د کمښت له وېرې، په ۱۹۱۴ز کال کې د دفاع قانون په څېر یو قانون تصویب کړ، ترڅو نوي اختیارونه ورکړي. جګړې د لومړي وزیر ایچ. ایچ سکویټ په وخت کې له «عادي کسب و کار» مفکورې نه لرې او د ډیویډ لویډ جورج تر مشرۍ لاندې په ۱۹۱۷ز کال کې د بشپړ جنګي حالت (په عمومي چارو کې د دولت بشپړه مداخله) په لور حرکت وکړ؛ دا لومړی ځل په انګلستان کې رامنځته شوی و. دغه جګړه د بريتانيا پر ښارونو د لومړۍ هوايي بمبارۍ شاهده هم وه.[۴][۵]

ورځپاڼو د جګړې لپاره د خلکو د ملاتړ په ساتنه کې مهمه ونډه لرلې ده. د حکومت له خوا د چارلس ماسټرمن په څېر ژورنالستانو او د لارډ بیوربروک په څېر د ورځپاڼو مالکینو تر لارښوونې لاندې ډېر تبلیغات شوي وو. د کاري ځواک د نفوس پېژندنې له بدلون سره په سمون کې «د کار کموالی» او د جګړې اړوندو صنعتونو په چټکۍ وده وکړه او تولید زیات شو؛ ځکه چې په چټکۍ سره د کارګري اتحادیو لپاره امتیازات ورکړل شول. په دې برخه کې ځينې وایي، چې جګړه د دې لامل شوه چې ښځې دې کار ته مخه کړي. د ښځو پر خلاصون د جګړې د اغېزو په اړه بحثونه دوام لري، دا ځکه چې په ۱۹۱۸ز کال کې د لومړي ځل لپاره زیاترو ښځو رایه ورکړه. د جګړې په لړ کې د مېرمنو تجربو توپیر درلود؛ زیاتره یې په سیمه، عمر، ازدواجي حالت او دندې پورې اړه لرله.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د خوراکي توکو د کمښت او د هسپانوي انفلونزا له امله چې په ۱۹۱۸ز کال کې په دغه هېواد کې راپېښه شوه؛ نو ورسره د ملکي وګړو د مړینې کچه لوړه شوه. د اټکل له مخې پوځي تلفات له 850000 نه زیات وو. سترواکۍ د سولې د خبرو اترو په پایله کې خپل اوج ته ورسېده. په هر حال، جګړې نه یوازې د سترواکۍ وفادارۍ ته وده ورکړه، بلکې په ډومینینز (کاناډا، نیوفونډلینډ، آسټرالیا، نیوزیلینډ او سویلي افریقا) او هند کې یې انفرادي ملي هویت هم لوړ کړ. له ۱۹۱۶ز کال وروسته ایرلنډي ملتپالو له لندن سره له همکارۍ نه د سمدستي خپلواکۍ غوښتنې ته لومړیتوب ورکړ، دا هغه اقدام و، چې د ۱۹۱۸ز کال د عسکري خدمت د کړکېچ له امله ورته لویه انګېزه ورکړل شوې وه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پوځي تاریخپوهان د تاکتیکونو او ستراتیژیو په اړه بحثونو ته دوام ورکوي. په هر حال، د جګړې د حافظې له نظره، تاریخپوه اډرین ګریګوري استدلال کوي چې:

د عمومي کلتور حکم څه ناڅه سره متفق دی او لومړۍ نړیواله جګړه احمقانه، غمجنه او بې ځایه وه. د جګړې حماقت له ۱۹۲۰ لسیزې راهیسې د مخ په زیاتېدونکي ځواک موضوع وه. [۱۵]

سکویت د لومړي وزیر په توګه[سمول]

د اګسټ په ۴مه پینځم جورج د خپل لومړي وزیر اچ. اچ سکویټ په سپارښتنې سره، چې د لیبرال ګوند مشر و، د جګړې اعلان وکړ. د برتانیې د جګړې د اعلانولو بنسټیز دلیلونه له فرانسې سره پر ژوره ژمنتیا او د لیبرال د ګوند پر نه وېشلو متمرکز وو. لوړپوړو لیبرالانو ګواښ وکړ چې که کابینه د فرانسې له ملاتړه انکار وکړي، دا به د ائتلاف یا اتحادیې (یعنې محافظه کار) اپوزیسیون ته د حکومت د کنټرول له لاسه ورکولو په معنا وي. په هر حال، له جنګ نه د لیبرالانو ترمنځ د جګړې ضد لوی عنصر دا و، چې د ۱۸۳۹ز کال د تړون د درناوي په پار به د بلژیک د ملاتړ تضمین کوي.[۱۶][۱۷]

له همدې امله، دا د حکومت له خوا یو عمومي دلیل و او په پوسترونو کې کارېده؛ له دې سره بریتانیا دنده درلوده، چې د ۱۸۳۹ز کال د لندن د تړون له مخې د بلجیم بې طرفي خوندي کړي.[۱۸]

پاچاهي[سمول]

د برتانیې شاهي کورنۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له یوې لویې ستونزې سره مخ شوه؛ ځکه چې د جرمني له واکمنې کورنۍ سره یې د وینې اړیکې لرلې؛ نو په جګړه کې د بریتانیا اصلي دښمن له ستونزو سره مخ شو. له جګړې نه مخکې، د بریتانیا شاهي کورنۍ د ساکس-کوبرګ او ګوتا ماڼۍ په نوم پېژندل شوې وه. په ۱۹۱۰ز کال کې، پینځم جورج د خپل پلار، اووم اډوارډ تر مړینې وروسته پاچا او د جګړې په اوږدو کې یې پاچاهي وکړه. هغه د المان د سترواک یعنې دویم ویلیم  مشر د تره زوی و، چې د جګړې د ټولو وحشتونو سمبول ونومول شو. ماري ملکه، که څه هم د خپلې مور په څېر بریتانوۍ وه، د ډیوک آف ټیک لور وه، چې د ورټمبرګ د شاهي ماڼۍ له نسله وه. د جګړې په لړ کې ایچ جي ویلز د برتانیې د «اجنبي او بې الهامه دربار» په اړه لیکلي وو او جورج په مشهور ځواب کې وویل: «زه ښایي بې الهامه وم، خو که زه اجنبي و اوسم، نو زه به لعنتي شم».[۱۹]

پوځ[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیا پوځ د نورو لویو اروپایي قدرتونو په پرتله د اندازې له پلوه کوچنی و. په ۱۹۱۴ز کال کې، انګلیسانو یو کوچنی، په لویه کچه ښاري انګلیسي او رضاکار ځواک درلود، چې شمېر یې ۴۰۰۰۰۰ سرتېرو ته رسېده او نږدې نیمایي یې د برتانوۍ لویې سترواکۍ د ساتنې لپاره بهر ته استول شوي وو. (د ۱۹۱۴ز کال په اګست کې، له ۱۵۷ پیاده کنډکونو نه ۷۴ او له ۳۱ سپرو کنډکونو نه ۱۲ په بهر کې ځای پر ځای شوي وو. د فرانسې د خدمت لپاره د بریتانیا استول شوی ځواک د پخوانيو تحقیرونکو په نامه یاد شو. د ۱۹۱۴-۱۹۱۵ز کلونو په می میاشت کې د رضاکارانو ډله چې د کیچنر پوځ په نوم پېژندل کېدل، غوښتل یې، چې په سام جګړه کې وجنګېږي او دغه پوځ د ۱۹۱۸ز کال په پای کې د قدرت اوج ته رسېدلی و او شمېر یې 4.5 میلیونو کسانو ته رسېده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ورځپاڼې[سمول]

ورځپاڼې د جګړې په لړ کې د قلمرو د دفاع قانون تابع وې او په پای کې یې دوه مقررات درلودل، ترڅو یې خپرونې محدودې کړي؛ ۱۸مه مقرره، چې د حساسو پوځي معلوماتو افشا یې کوله او د سرتېرو او بار وړونکو حرکت یې منع کاوه او ۲۷مه مقرره، چې دا د «دروغجنو راپورونو خپرول»، «د داسې راپورونو خپرول چې ښایي د ځواکونو استخدام ته زیان ورسوي»، «پر بانکونو یا اسعارو د خلکو باور کمزوری کول» یا «د مشرتابه د ناخوښۍ لامل کېدل» دا ټول جرم ګڼي. له دې سره د مطبوعاتو رسمي اداره ناکامه شوه (د ۱۹۱۶ز کال تر اپرېل پورې یې هېڅ قانوني واک نه درلود) او د ورځپاڼو مدیرانو او مالکینو یو بې رحمه سانسور چلاوه. د حکومت لپاره تر کار کولو وروسته ویسکاونټ رودرمیر، بیرن بیوربروک (د بحثونو په سمندر کې) او ویسکاونټ نارتکلیف ټولو په مطبوعاتو کې لقبونه ترلاسه کړل.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اقتصاد[سمول]

په ټوله کې انګلیسانو په بریالیتوب سره د جګړې اقتصاد اداره کړ. د اقتصادي سرچینو د تنظیمولو لپاره له جګړې مخکې هېڅ کوم پلان نه و. کنټرولونه په تدریجي ډول پلي کېدل، ځکه چې یوه بله بېړنۍ اړتیا یې تعقیبوله. په ټوله کې بریتانیا هره ورځ ۴ میلیونه پونډه پر جګړې لګول.[۳۰][۳۱]

اقتصاد (د GDP په لحاظ) له ۱۹۱۴ نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې شاوخوا ۱۴ سلنه وده وکړه، سره له دې چې په خدماتو کې د ډېرو نارینه وو نشتوالی و؛ نو د دوی په مقابل کې د المان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی دی. جګړه د ملکیانو د لګښت د لږوالي او د مهماتو د بیا تخصیص شاهده وه. په ناخالصو کورنیو تولیداتو کې د دولت ونډه په ۱۹۱۳ز کال کې ۸ سلنه وه، چې وروسته په ۱۹۱۸ز کال کې ۳۸ سلنې ته لوړه شوه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Tucker, Spencer C.; Roberts, Priscilla (2005). The Encyclopedia of World War I: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-420-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gregory (2008); Pennell (2012)
  3. "The war and the changing face of British society". National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Baker (1921) p 21
  5. Trueman, Chris. "Total war". History Learning Site. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Beckett (2007), pp 394–395
  7. Beckett (2007), pp 341–343
  8. Beckett (2007), pp 455–460
  9. Braybon (1990)
  10. Braybon (2005)
  11. کينډۍ:Cite report
  12. Mitchell (1931), p 12
  13. Beckett (2007), p 564
  14. Pierce (1992), p 5
  15. Adrian Gregory (2008). The Last Great War: British Society and the First World War. Cambridge UP. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107650862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bentley B. Gilbert, "Pacifist to interventionist: David Lloyd George in 1911 and 1914. Was Belgium an issue?." Historical Journal 28.4 (1985): 863–885.
  17. Zara S. Steiner, Britain and the origins of the First World War (1977) pp 235–237.
  18. Steiner, Britain and the origins of the First World War (1977) pp 230–235.
  19. Nicolson (1952), p 308
  20. Beckett (2007), p 289
  21. Tucker, Spencer C.; Roberts, Priscilla (2005). The Encyclopedia of World War I: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-420-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chandler (2003), p 211
  23. Tucker, Spencer C.; Roberts, Priscilla (2005). The Encyclopedia of World War I: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-420-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Paddock (2004), p 22
  25. McCreery (2005), pp 26–27
  26. کينډۍ:London Gazette
  27. کينډۍ:London Gazette
  28. Beckett (2007), pp 394–395
  29. Paddock (2004), p 24
  30. Tom Kington (په 13 October 2009 باندې). Recruited by MI5: the name's Mussolini. Benito Mussolini.
  31. William Ashworth, An Economic History of England, 1870–1939 (1960) pp 265–84.
  32. David Stevenson (2011). With Our Backs to the Wall: Victory and Defeat in 1918. Harvard U.P. د کتاب پاڼې 370. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674062269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Niall Ferguson, The Pity of War (1998) p 249
  34. Steven Lobell, "The Political Economy of War Mobilization: From Britain's Limited Liability to a Continental Commitment," International Politics (2006) 43#3 pp 283–304
  35. M. J. Daunton, "How to Pay for the War: State, Society and Taxation in Britain, 1917–24," English Historical Review (1996) 111# 443 pp. 882–919 in JSTOR
  36. T. Balderston, "War finance and inflation in Britain and Germany, 1914–1918," Economic History Review (1989) 42#2 p p 222–244. in JSTOR
  37. B.R. Mitchell, Abstract of British Historical Statistics (1962) p 371
  38. Gail Braybon, Women Workers in the First World War: The British Experience (1990)
  39. G. R. Searle, A New England?: Peace and War, 1886–1918 (OUP, 2005) pp. 777–793.